د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امریکایي ګانګریس ته دطالبانو دویاند خط چې نوي ټکي هم لري

نوروز خان
07.11.2010

http://shahamat.info/index.php?option=com_content&view=article&id=5785:2010-11-07-08-29-24&catid=4:interweivs&Itemid=6


و.افغان
07.11.2010

نوروزخانه وروره
په خير راغلې.
په ليکنه کې زما لپاره د صالح جان اکا او د هغه د زوی کيسه ډېره په زړې پورې وه.
هو، يو بله څه هم ما ته نوي ښکارېدل چې ښاغلي قاري صاحب
د مقاومت کلمه په خپل پيغام کې 7 ځل استعمال کړېده، او د جهاد کلمه يې ۴ ځل، چې
يو ځل يې د مرادف په توګه، او بل ځل يې ورته افغانستانشموله وصف کارولی دی.
يعنې نړۍ شموله نه.
د ليکنې په سر کې وايي چې:
دامریکایانولپاره دغه ترټولو ستړي کوونکې جګړه له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان هیڅ دخل نه لري.
نه پوهېږم چې لوستونکو ته به دغه ټکي څومره جالب وي

په درنښت


عادل عادل
09.11.2010

سلامونه

خدای دې دمغرورو امریکایانو ړندې سترګې او بند غوږونه ورخلاص کړي ..... آمین

[quote:60b8eee583]دامریکایانولپاره دغه ترټولو ستړي کوونکې جګړه له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان هیڅ دخل نه لري.
نه پوهېږم چې لوستونکو ته به دغه ټکي څومره جالب وي [/quote:60b8eee583]

وهاج صیب په شړومبو کې کوچ لټوي :wink:

دا خو روڼ واقعیت دی چې افغانان په تیر او حال کې د افغانستان له سرحدودنو بهر په هیڅ ډول پیښو کې نه تنها چې دخیل نه دي بلکه علاقه هم نه ورسره ساتي او نه یې هم ساتلې ده.


monir
09.11.2010

دوستانو سلامونه اوښې چارې!
قاری محمد یوسف احمدی لیکی:
[quote:9715bb6792]دامریکایانولپاره دغه ترټولو ستړي کوونکې جګړه له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان [color=blue:9715bb6792]هیڅ [/color:9715bb6792]دخل نه لري [/quote:9715bb6792]
اصل واقعیت خدای ته معلوم دی خو له قراینو څخه داسې څرګنده شوه چې که افغانانو په مستقیمه توګه پدې پېښه کې برخه نه درلودله خو د القاعدې له مشرانو سره د اسلامی امارت ټینګې اړیکې او له هغو نه ملاتړ د دې سبب شو چې افغانان هم پدې پېښه کې دخیل شی. ټولو ته څرګنده ده چې د بن لادن په مشرۍ د القاعدې ډله که پرځای و که نه خو تورن وپېژندل شول چې طالبانو هغو ته پناه ورکړې وه.
همدا نن هم د طالبانو مشرتابه د القاعدې له مشرانو سره ټنګې اړیکې لری او همدا سبب و چې تېره اونۍ د سعودی عربستان چارواکو وویل چې هغوی به دافغانستان په شحړه کې هغه وخت منځګړيتوب وکړي چې طالبان له القاعده نه ځان بیل کړي.

«عربستان شرط های را جهت میانجیگری مذاکرات صلح افغانستان مطرح کرده است»:
http://da.azadiradio.org/content/article/2212875.html

قاری محمد یوسف احمدی لیکی:

[quote:9715bb6792]دغه جګړه ستاسې په وسلتونونو کې په موجودو ترټولودرنو او وژونکو وسلو او بمونو پیل شوه چې په مقابل کې یې [color=cyan:9715bb6792]زمونږ اولس [/color:9715bb6792]په تش لاس ددیني او وطني دفاع له مقدس احساس سره دمبارزې میدان ته راوړاندې شو[/quote:9715bb6792]
سمه نده چې د طالبانو دا ویجاړونکې جګړه د افغان اولس جګړه وګڼو! د افغان اولس ډېرﺉ که د حکومت له کړنو شکایتونه هم لری خو طالبان او دهغو د وهلو ټکولو رژیم په هیڅ ډول نه غواړي. همدا علت هم دی چې د افغان اولس اکثریت د دې په هڅه کې دی چې د اصلاحات راوستلو له لارې د همدې موجود نظام په چوکاټ کې د خپل ژوند سمبال کړی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more