د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

يوه مهمه پوښتنه ؟

شبيراحمد
07.11.2010

ټولوټول افغان والوته سلامونه اوښې ارزوګاني

محترمو ! زه يوه پوښتنه لرم هيله ده چې مدلل ځوابونه به ورته وواياست

پوښتنه داده چې هغه سړی چې سليمان عليه السلام ته یې وويل
چې زه به دبلقيس تخت دسترګوپه رپ کي درته راوروسوم
داسړی څوک ووده کومه ځانګرتيالرله چې له پيري نه يې هم دزر رارسيدوورته وويل
موږخودسترګوپه رپ کي له ځايه هم نشوپورته کېدلی

له ټولوعلمي پوهانونه هيله کوم چې ددې پوښتي ځواب راته مدلل ووايي

فکرکوم داپوښتنه به يوڅه اړينه اومهمه هم وي
ځکه موږبايدپه دې وپوهېږوچې دې سړي علم غيب لاره اوکه کوم بل علم؟
اودې سړي ته دغه وس الله جل جلاله څنګه ورکړی وو؟
ايادغه وس الله جل جلاله بل چاته نشي ورکولای؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟نعوذبالله

.


وزیري
08.11.2010

شبیره وروه!

ځما په یقین هغه سره اسم اعظم وه. قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ.
څوک وایی چی «یا حی یا قیوم» ورسره وه او څوک وایی چی «الله الرحمن» وه او بعضی وایی «ذالجلال والاکرام» یی ویلی وه او د بعضو په عقیده «یا الهنا واله کل شیء الهً واحداً لا اله الا انت» وه. خو که بحث اړین بولی نو بیا یی په اسم اعظم وکړی خو زما نظر په کی دا دی چی که هر څومره بحث په اسم اعظم وشی ، بیا به هم مونږه ته فایده ونه کړی ولو که هغه حقیقی اسم اعظم هم راسره وی ځکه چی عقیده مو لا جوړه نه ده. دا می ځکه وویلی چی پرون حذیفه ورور په دی باره کی یو څه اندیښنه ښودلی وه چی د خلکو عقیدی جوړی نه دی. او نورو وروڼو هم ورسره غبرګه کړی وه. په پیښور کی د ستار شاه بادشاه په دربار کی یو سړی له ګدای نشین نه پوښتنه وکړه چی صاحبه! دا اسم اعظم که ماته راوښی، نو هغه ورته شین شه او وی خندل چی زه خو به اسم اعظم دروښیم خو ته به یی هغه اسم اصغر راوښئ. نو وروڼو خبره خو یی ډیره په ځای کړیده که عقیده مو د الله جل جلاله په هر نامه راشی نو د اسم اعظم کار به کوی، ان شاء الله.

والسلام


حذيفه
10.11.2010

السلام عليکم !
زماپه فکروزيري صاحب ستاطبيعت په هغوخبروخراب سوی دی،دعقيدې مربوط مي ځکه خبره وکړه چي دبحث کډونوال پرهسي بې ځايه موضوعاتوليکنې کوي نوتردي داښه ده چي پرعلمي موضوع ليکنې وسی هم به بحث کونکوته معلومات وسي اوهم به نوروروڼه ترې مستفيدسي .اوس دشبير صاحب دپوښتنې په هکله ليږڅه ويل غواړم هغه داچي که هرڅومره تحقيق اوڅېړنه وکړې بيابه هم کوم سالم اوصحيح ځواب پيدانه کړې ځکه نوښه به داوي چي ترداسي موضوعګانوتيرسوځکه په دي هکله په کره رواياتوکي کوم شي نسته خواسرائيلي روايات يي په هکله زيات راغلي دي اوپرهغوسړی باورنسي کولا.دالله رسول صلی الله عليه وسلم وايي :لاتصدقوه ولاتکذبوه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more