نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په ټولنه کې دفکرونو اونظرونو توپیر، حق او حقیقت .
هیښ
07.11.2010
سلامونه
دښاغلي ساپي صاحب په لیکنه کې
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6050
دنورو خبرو ترڅنګ دوو موضوع ګانو ته چې اشاره شوې ده او زما له نظره ډیرې مهمې دي چې اشخاص او ډلې باید ورته متوجه شي او دخپل سیاسي – اجتماعي ژوند په درشل کې ئې باید تعقیب او په پام کې ونیسي.
اول موضوع چې ښاغلي ساپي صاحب ورته اشاره کړې ده په فقه اي او اجتهادي مسائيلو کې داختلاف موضوع ده ،چې دعلمائې کرامو،دیني سکالرانو ،محقیقینو او دهغوئ دپیروانو ترمنځ وجود درلود ،اوس هم شته او په راتلونکي ژوند کې به هم وي.دا اختلاف موږته داښئي چې داسلام دین یوه اسماني پدیده ده او دهغه څخه برداشت ،فهم او پوهیدنه هم دانسانانو د ذهني ،فکري او دماغي قوت او ظرفیت دتفاوت په تناسب یوشان نه ده او هرچا دخپل فکر او ادراک په اندازه ورڅخه ګټه پورته کړې ده .مانا داچې مسلمانان سره ددې چې ددې دین اصلي اوبنیادي سرچینه ئې الهي کتاب قران الکریم او دحضرت محمد(ص)اقوال او افعال دي،بیا هم دهغوئ په فهم ،تفسیر،تاءویل،تحلیل ،استنباط او استخراج کې ئې نظرونه متفاوت او یو شان نه دي.یعنی دا اختلاف د مسلمانانو ددیني علماوودفکر محصول او جائز عمل دئ.
دوهمه موضوع دحق اوحقیقت ده .دلته حق اوحقیقت یعنی دباطل اودرواغو ضدمعنی لري ،چې لویه ستونزه ددې ځائ څخه شروع کیږي.
هرشخص اویا ډله خپل موقف حق بولي لکه چې ښاغلي ساپې صاحب هم ورته اشاره کړې ده
[quote:0b8b3d185c] حق له هر چا پورته دی،[/quote:0b8b3d185c]
او یا
[quote:0b8b3d185c]هغه څه چې زه يې حق وينم، هغه به ضرور وايم، [/quote:0b8b3d185c]
لاکن په یوه موضوع او مسئله کې خصوصاً په دین کې باید یوازې یو حق اوحقیقت وجود ولري ،نو که یوشخص اویا ډله دخپل نظر اوفکر په حقتوب او حقیقت اصرار کوي ،ددې مانا داده چې دانورې ډلې باطلې او درواغجنې دي.
حق اوحقیقت هیڅ بدیل او الترناتیو نه لري ،یوازې باید تائید ،تصدیق او په حقیقت ئې شهادت ورکړل شي.
اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې دامت دپاره ددومره حقونو او حقیقتونوپه منځ کې چې مختلفې ډلې او یا اشخاص ئې ادعا کوي دریښتني حق او حقیقت دپیدا کولو دپاره کوم طرزالعمل په کاردئ چې ګمراه نه شي او دباطل په غیږ کې
ونه لویږي؟حال داچې علما او فقها ددې ستونزې په هوارولو کې پاته راغلي دي.
بل داچې داتوپیرونه چې دمختلفوډلو ترمنځ په دیني موضوعاتو کې وجود لري،طبعاً هره ډله او دهغوئ فکري مکتب کوښښ اومبارزه کوي ترڅو خپل نفوذ او قدرت زیات کړي او دتاثیر او پیروانو ساحه ئې پراخه کړي ،ترڅو ددوئ فکري ډله ټولنه دهغه کمال په لوري هدایت کړي چې ددوئ دپاره حق او حقیقت دئ،نو دنورو ډلو په مقابل کې کومه کړنلاره تعقیبوي؟
دنورو دنفی او نابودولو لاره او که دمذاکرې او مفاهمي لاره ؟
اوهمدارنګه قدرت ته درسیدو دپاره دزور ،فشار،تهدید او قهر نه کاراخلي ا و که نه دنورو دمتقاعد کولو په اساس خپل هدف ته ځانونه رسوي؟
دمسئلې بغرنجوالئ په دې کې دئ چې یوه ډله چې ځان حق بولي ،هیڅکله دحق دضد یعنی باطل سره یوځائ ژوند نه شي کولائ او دخپل حقوالي او حقیقت نه نه شي تیریدلائ ،نو په کوم اساس به مذاکرې او مفاهمې ته حاضرشي او دڅه په باره کې به دا مذاکرات صورت ونیسي ؟
ایا ددې دپاره چې دخپل حق نه تیر شي او دبل باطل قبول کړي ؟او ددې مذاکراتو پایلې به څه وي ،دخپل حق او حقیقت په باطلوالي ا و دبل دباطل په حقوالي اقرار؟
هیڅکله نه.
له دې کبله یوازې دابله لاره یعنی دزور او فشار لاره دیوې ډلې دحق او حقیقت دبرقرارولو دپاره پاته کیږي ،چې نتیجه ئې دائيمي جنګ او وینه تویونه ده په ټولنه کې او دسولې او ارامۍ په ځائ دنفرت او دښمنۍ خورول دي.
داخو داسلام ددین په دننه کې دیوه مذهب یعنی حنیفي مذهب په منځ کې چې پیروان ئې په افغانستان کې اکثریت دي دا حال دئ. او س که دا قبوله کړو چې په ټولنه کې دحنیفي مذهب ترڅنګ نورمذاهب هم شته او ددیني عقایدو برعلاوه نورعقاید هم وجودلري او که هرڅوک دخپل مذهب ،دین ،تفکر او اډیولوژی په بنا دخپل حقوالي ا و حقیقت والي اصرار او پافشاري وکړي ،نو ټولنه به دکوم برخلیک سره مخامخ شی؟
په ازادو اومتمدنوټولنوکې په سیاسي ،اجتماعي ،اقتصادي او کلتوري مسائیلوکې داختلافونو دحل دپاره اشخاص او ډلې دخپلو نظرونو او افکارو دعملي کولو له پاره دټول پوښتنې او عامه نظر څخه مرسته غواړی اوخپل فکرونه اوپروګرامونه دخلکو انتخاب ته اچوي. دهرې نظریې چې دطرفدارانو شمیره ډیره شوه همغه ټولو ته دقبول وړ ګرزي،لاکن هیڅ شخص دحق او حقیقت دعوا نه کوي او هغه ډلې چې دټولنې اکثریت ئې دخپلو فکرونو او نظرونو دپاره حاصل نه کړائ شو،خپلو نظرونو او پروګرامونو ته ژوره کتنه او تجدید نظرکوي او کوښښ کوي چې داسې تغیرات په کې راولي چې داکثریت دپاره دمنلو وړوی.
خو حقیقت نه انتخاب ته ضرورت لري ،نه تجدید نظر ته او نه تغیر ته ،بلکه فقط او فقط باید تائید اوتصدیق شی او ومنل شي.
نو دپورتنیو خبرو نه داسې نتیجه ګیري کولائ شو چې ټولنه یوجسم او کالبود نه دئ چې یو فکر او نظر ولري ،بلکه دمختلفو او متنوعو افکارو اونظرونو نه تشکیل شوې ده اوپه ټولنه کې دمختلفو افکارو او نظرونو خاوندان څه په شخصی او څه په ډله ایز ډول هلته یو دبل ترڅنګ سوله ایز ژوند کولائ شی چې یو دبل نظرونو ته احترام ولري او په دې لټه کې نه شي چې دزور او فشار له لارې یو دبل دمحو کولو دپاره ملا وتړي ،بلکه دشریکو ګټو او ارزښتونود ساتنې او پالنې دپاره دتحمل ،بردبارئ اوزغملو هنر ته مخه کړی اودسرتمبګئ اوسرزورئ په ځائ مشترکاً دداسې قواعدو او مقرراتو دجوړولو تابیا ونیسي چې دټولو دپاره دمنلو وړوی او دټولو هیلې په کې منعکسې شوې وي اوخلک دخپلو شخصي اوسازماني میلونو قرباني نه کړي. ترڅو چې ددائمي جنګ مخه ونیول شي او دټولنې معضلي ،پوښتنې او ستونزې بې له خشونت او قهر او دزور داستعمال نه پرته دشریک تصمیم او مشترک تفاهم او دشریکو وضع شویو قواعدو دپه نظرکې نیولو له لارې حل شي .باید دمذاکراتو ،مباحثاتو ،تحقیقاتو او ریسرج دپاره زمینه بې له امتیازه مساعده شي اوپه ټولنه کې مطرح اشخاص اوډلې دخپل حق اوحقیقت په نظرکې نیولو سره دا حقیقت هم درک کړي چې نورو ته هم دهغوئ خپل فکر او عقیده حق او حقیقت ښکاري ولو که ددوئ دنظره هغه باطله او مردوده ښکاري.نو دحق اوحقیقت په اساس په ټولنه کې ځان او یا یوه ډله مطرح کول او په هغې باندې اصرار او ټینګیدل ، یوازې دنورو نظرونو او عقایدوته دباطل په سترګه کتل او دهغوئ د ازادانه اظهار مخه نیول دي او همدارنګه دټولنې په مختلفوقضیو کې دخلکو نه دتصمیم نیولو اومشارکت کولو دحق(دلته دحقوقو په معنی)سلبول دي او چیرته چې دمختلفو افکارو او عقایدو دازادانه اظهار دپاره قیودات وی او په قضایاووکې دخلکودمشارکت، دتصمیم نیولو او انتخابولوپه حق تجاوزکیږي ،هلته ازادي وجود نه لری او دیکتاتوري حاکمه ده .په کوم ملک کې چې دیکتاتوري ده هلته بې عدالتي ،ظلم ،ناروا ،فساد او دانساني حقوقو پایمالیدل روان دي او دټولنې افراد خپل ژوند په عذاب کې تیروي او نیکمرغۍ او سوکالۍ ورڅخه کډه کړې ده .
نو دیوې عادلانه ،مرفه او نیکمرغه ټولنې جوړیدل باید دټولنې دهر فرد او ډلې مرام اوهدف وي او دا هدف هغه وخت میسریږي چې دټولنې غړی او ډلې که مذهبی دی او که غیر مذهبي خپل حق او حقیقت چې دوئ ورته متقاعد دي په نورودزور له لارې دمنلو او تحمیل کولو فکر له سره وباسي او دمتقابله احترام اوزغم په لرلو سره دهغه مشترکو قواعدواو اصولو په چوکاټ کې چې په ګډه دوئ جوړ کړي دي دعمل په ډګرکې خپل حق او حقانیت ټولنې او افرادو ته ئې ثابت کړي .
مننه
Re: په ټولنه کې دفکرونو اونظرونو توپیر، حق او حقیقت .
و.افغان
07.11.2010
[quote:0aefe9e199="هیښ"]سلامونه
دښاغلي ساپي صاحب په لیکنه کې
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6050
دنورو خبرو ترڅنګ دوو موضوع ګانو ته چې اشاره شوې ده او زما له نظره ډیرې مهمې دي چې اشخاص او ډلې باید ورته متوجه شي او دخپل سیاسي – اجتماعي ژوند په درشل کې ئې باید تعقیب او په پام کې ونیسي.
[/quote:0aefe9e199]
محترم هيښ صاحب:
په خير راغلې.
لوی الله جل جلاله مو همېشه سره له مونږ د حقائقو د ليدلو لپاره هيښ لره.
[quote:0aefe9e199]اول موضوع چې ښاغلي ساپي صاحب ورته اشاره کړې ده په فقه اي او اجتهادي مسائيلو کې داختلاف موضوع ده ،چې دعلمائې کرامو،دیني سکالرانو ،محقیقینو او دهغوئ دپیروانو ترمنځ وجود درلود ،اوس هم شته او په راتلونکي ژوند کې به هم وي.دا اختلاف موږته داښئي چې داسلام دین یوه اسماني پدیده ده او دهغه څخه برداشت ،فهم او پوهیدنه هم دانسانانو د ذهني ،فکري او دماغي قوت او ظرفیت دتفاوت په تناسب یوشان نه ده او هرچا دخپل فکر او ادراک په اندازه ورڅخه ګټه پورته کړې ده .مانا داچې مسلمانان سره ددې چې ددې دین اصلي اوبنیادي سرچینه ئې الهي کتاب قران الکریم او دحضرت محمد(ص)اقوال او افعال دي،بیا هم دهغوئ په فهم ،تفسیر،تاءویل،تحلیل ،استنباط او استخراج کې ئې نظرونه متفاوت او یو شان نه دي.یعنی دا اختلاف د مسلمانانو ددیني علماوودفکر محصول او جائز عمل دئ.[/quote:0aefe9e199]
هو، د افهامو دا اختلاف يو حقيقت دی، زه يې د اسلامي ټولنې لپاره رحمت بولم،
له دې اختلاف څخه يواځې هغه اصولي مصرح عليها قرآني او حديثي مسائل مستثنی دي، چې له يوه فهم نه آخوا د نورو فهمونو ګنجایش ونه لري، دغه حق فهم په اغلبه توګه
پيغمبر صلی الله عليه وسلم خپله بيانوي، همدارنګه د صحابه کرامو څخه منتقل وي،
هغوی په کې اختلاف نه وي کړی، د قرون مفضله تابعينو، أتباع التابعينو، تبع الأتباع
امامان په کې هم د صحابه کرامو په نقش قدم تګ کړی وي.
نو ددغه ډول متفق عليه فهم ماتول، د مسلمانانو د اجماع ماتول دي، او د مسلمانانو
اجماع له خطا څخه معصومه ده.
الله جل جلاله فرمايي: ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدی ويتبع غير
سبيل المؤمنين.
معنی که د مؤمنينو په لاره لاړ شي؛ نو هغه په هدايت دی.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: لا تجتمع أمتي علی ضلالة.
زما امت په ګمراهۍ نه سره ټوليږي.
يوه توضيح دلته غواړم، چې دغه ډول فهم تقريبا ۹۰٪ يا له دې هم زيات په عقيدوي مسائلو کې وي، کوم چې د الله جل جلاله د ذات پورې اړه لري، غيبياتو پورې اړه
لري، او نور هغو مقدسو مسائلو پورې اړه لري، چې انساني عقل يې په اسانه نشي
درک کولای.
پاتې هغه مسائل چې دنيوي تعاملاتو پورې اړه، يا هغه عبادات چې دنيوي
تغييرات پرې مباشر اثر ولري؛ نو په هغوی کې اسلام د اختلاف لپاره لوی مساحت
ورکړی دی، خو د اختلاف دغه لوی مساحت د اسلامي لويو پرتمينو عظيمو مقدسو
مقاصدو له چتر څخه نه ووځي، اسلامي مقاصد په تفصيل سره زيات دي، البته
د پنځه کلياتو ساتنه عمومي مقصد يې په خپل غېږ کې رانغاړي:
دغه پينځه کليات:
د دين ساتنه ده.
د عقل ساتنه ده.
د نفس ساتنه ده.
د مال ساتنه ده.
او د نسل ساتنه ده.
د دغې هرې کليې لاندې بيا عمومي نور مقاصد دي، چې اسلام بيان کړيدي، او
لا نهايته دنيوي مسئلې او تعاملات په ځان کې رانغاړي.
د مثال په ډول: د دين ساتنې لپاره ډېر عمومي قواعد دي:
الاهي فرضونه، واجبات او حقوق پر ځای کړئ.
له نواهيو ځان وساتئ.
د عقل ساتنې لپاره ډېر قواعد دي، چې د مثال په ډول يې د هر هغه څيز تحريم
دی چې عقل له منځه وړي، د عقل د پرمختګ لپاره په تفکر امر کول او داسې نور.
د نفس ساتنې لپاره ډېر قواعد دي، د ځانوژني تحريم، د بېګناه وژنې تحريم،
دقصاص وجوب، په صحت پام کول، د جسم د غړو ساتل، او داسې نور.
د مال ساتنې لپاره ډېر قواعد دي، د مثال په توګه: په بيع او شراء کې غرر حرام دی،
سود حرام دی، هغه بيعه کې چې جهالت وي، هغه حرامه ده، او داسې نور عمومي
قواعد.
د نسل ساتنې لپاره، نکاح مشروع شوې، زنا حرامه شوې، ټول هغه کارونه چې زنا
يا نورو شاذو کارونو ته مفضي کوي؛ تحريم شوي دي، بلکه ټول هغه کارونه چې د
نسل ساتنې سبب کيږي، جايز مباح بلکه مستحب او واجب ګڼل شوي دي، او ټول
هغه کارونه چې د نسل د تباهۍ سبب ګرځي، تحريم شوي دي.
[quote:0aefe9e199]دوهمه موضوع دحق اوحقیقت ده .دلته حق اوحقیقت یعنی دباطل اودرواغو ضدمعنی لري ،چې لویه ستونزه ددې ځائ څخه شروع کیږي.
هرشخص اویا ډله خپل موقف حق بولي لکه چې ښاغلي ساپې صاحب هم ورته اشاره کړې ده [/quote:0aefe9e199]
دا اختلاف ستونځه نه ده لکه مخکې چې مې وويل، هغه وخت په ستونځه بدليږي،
چې د اصولي واضحو مسائلو سره په ټکر کې شي، هغه مسائل چې ګنجايش په
کې نه وي، يا د لوړو شرعي مقاصدو او اهدافو سره په ټکر کې شي.
[quote:0aefe9e199]لاکن په یوه موضوع او مسئله کې خصوصاً په دین کې باید یوازې یو حق اوحقیقت وجود ولري ،نو که یوشخص اویا ډله دخپل نظر اوفکر په حقتوب او حقیقت اصرار کوي ،ددې مانا داده چې دانورې ډلې باطلې او درواغجنې دي.[/quote:0aefe9e199]
په کومو مسائلو کې چې د اختلاف ګنجايش وي، په هغه کې د دې ګنجایش او
احتمال هم وي، چې زه د خپل ظاهري احقيت سره سره په واقع کې خطا اوسم، او بل
زما لپاره د ظاهري خطا سره سره امکان لري چې په واقع کې يا نفس الأمر کې
په حقه اوسي.
البته کله چې خبره اصولي مسائلو ته رسيږي، يا د شرعي لوړو مقاصدو له دائرې
څخه ووځي، نو دلته بيا د اختلاف ګنجايش نشته.
[quote:0aefe9e199]حق اوحقیقت هیڅ بدیل او الترناتیو نه لري ،یوازې باید تائید ،تصدیق او په حقیقت ئې شهادت ورکړل شي.[/quote:0aefe9e199]
همداسې ده، البته په هغو مسائلو کې چې د اختلاف ګنجايش وي، نو هلته اسلام
د اختلاف لپاره اجازه ورکړې، بلکه دغه اختلاف يو لوی نعمت دی، که چېرې په
داسې مسئله کې اختلاف وي، چې غير ته يې اثر نه متعدي کيږي، نو هيڅ پروا نه
لري، که چېرې داسې اختلاف وي، چې آثار يې غير ته متعدي کيږي، نو دلته
مسلمان امير حق لري، چې له دغو اقوالو يو قول اختيار کړي، او د خلکو په منځ
کې پرې فيصلې وکړي.
البته د داسې فيصلو په اړه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تګلاره دا وه، چې د دوه
غوارويو به يې اسان غوراوۍ غوره کاوه.
حديث شريف دی: ما خير رسول الله صلی الله عليه وسلم بين أمرين الا اختار
أيسرهما.
ژباړه: هرې هغې قضيې کې چې به نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دوه فيصلو تر منځ
مختار وګرځول شو، نو هغه به يې اسانه فيصله غوره کوله.
[quote:0aefe9e199]اوس پوښتنه دا راولاړیږي چې دامت دپاره ددومره حقونو او حقیقتونوپه منځ کې چې مختلفې ډلې او یا اشخاص ئې ادعا کوي دریښتني حق او حقیقت دپیدا کولو دپاره کوم طرزالعمل په کاردئ چې ګمراه نه شي او دباطل په غیږ کې
ونه لویږي؟[/quote:0aefe9e199]
د دې حل نبي کريم صلی الله عليه وسلم بيان کړی دی:
ترکت فيکم امرين ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا بعدي ابدا ، کتاب الله وسنتي.
ژباړه: تاسې کې ما دوه دا څيزونه پريښي دي، چې تر کومه مو پرې منګولې خښې
کړي وي، نو تاسې به هيڅکله ګمراه نشئ، هغه د الله کتاب دی، او زما سنت دی.
په اصولي معروفو مسائلو کې چې فقهاء ورته د معلوم من الدين بالضرورة وصف
کاروي، د اختلاف ګنجايش نشته.
په باقي نورو مسائلو کې اختلاف هيڅ تاوان نه لري، تر هغه چې دغه اختلاف د
اسلامي لوړو مقاصدو سره په ټکر کې نه وي راغلی، او مسلمان لپاره د هغه قول
اختيار پکار دی، چې د ده د علم په منظور ورته راجح ښکاري، او څوک چې په ځان
کې د راجح او مرجوح تر منځ دتوپير کولو توان نه ويني، نو يو تکړه رباني عالم ته
دې ورځي، او له هغه دې پوښتي، او دهغه په قول دې عمل کوي.
[quote:0aefe9e199]حال داچې علما او فقها ددې ستونزې په هوارولو کې پاته راغلي دي.[/quote:0aefe9e199]
دغه اختلاف ستونځه نه ده، بلکه د امت لپاره رحمت دی، ستونځه تعصب دی،
چې حق درته معلوم شي، او تعصبا يې پرېږدې، يا حق د الله جل جلاله له کتابه
او د پِيغمبر صلی الله عليه وسلم له سنته ليرې په نورو څيزونو کې ولټوې.
دغه فقهي فرعي اختلاف بايد دوام ومومي، جمود کې خير نشته، له کوم وخته چې
مسلمانانو تقليد ته زور ورته کړی، جمود يې غوره کړی دی، له ابتکار او اجتهاد يې
لاس اخيستلی دی، له هماغې ورځې ښکته روان شوي دي، چې تر اوسه يې سر
نه دی راپورته کړی.
دغه فقهي فرعي
اختلاف چې د اسلامي مقاصدو له دائرې څخه نه ووځي، د اسلام د کامليت، تطور
د هر مکان او زمان لپاره د صالحيت لاره ده.
ځینې خلک چې د دغه اختلاف برداشت نه لري، هغوی غير مباشر د سيکولرېزم
خادمان دي، ځکه چې د دغه اختلاف نه برداشتول د نړۍ د ودرولو معنا لري، خو
نړۍ نه ودريږي، هر هغه څوک به له منځه ځي، چې د نړۍ د تګ په مخکې خنډ جوړيږي.
نورې خبرې بيا.
مومن مهاجر
09.11.2010
درنووروڼو!هریومحترم هېښ اومحترم ساپي صاحب سلام اواحترام
دانساني افکاروترمنځ اختلاف اودنظربېلوالی فطري خبره ده اوله دې هیڅوک سترګې نه شي پټولای،خوداچي په اسلام کي ترکومه ځایه اختلاف ته اجازه شته، کوم اختلاف مفیداوکوم مضردی،څوک داختلاف حق لري اوڅوک یې نه لري؟ دا هغه پوښتنې دي چي معقول،معیاري اوپه اسلامي چوکاټ کي دننه تفصیلي ځواب غواړي . دامهال اسلامي نړۍ دژوندپه هرډګرکي له سختوچیلنجونواوستونزوسره مخ ده که په مسلمانانوکي کي سیاسي تحمل نه شته،نواقتصادي زغم هم نه لري که یې ټولنه هراړخیزجهالت ځپلي نوددین په نوم ډلوټپلوهم مسلمانان ددې جوګه نه دي پرېښي چي دخپل مخالف نظرسم واوري،په ارام اوډاډه ذهن یې مطالعه کړي،له خپل دریځ سره یې په اصولي ډول په پرټلیزه توګه تحقیق ته واچوي اوبالاخره داسلامي اوعقلي عدل پربنسټ هغه پرېکړه وکړي چي دمنصف وجدان غوښتنه وي .
په هرحال که غواړوچي زموږټولنه یعني پښتانه ددین په چوکاټ کي سم ژوندولري، ددیني اوعصري علم په ګاڼه سمبال شي اونوردقیل اویُقال فرضي فلسفه له منځه ولاړه شی اړینه ده چي په اسلام کي داختلاف حدود،پولې اوهغه چوکاټونه په مفصل ډول تشریح اوبیان شي چي دبېلابېلوافکارودخاوندانوترمنځ دپوهاوي،کره کتنې اوپه اصطلاح دیني زغم وسیله شي . زماپه اندښه خبره همداده چي سرله اوسه په اسلام کي داختلاف اصول اواداب په نوم ټول پوهان وروڼه په ګډه یوه لړۍ پیل کړي څوداختلاف بېلابېل مهم اړخونه هغه که رواوي اوکه نارواپه ډاګه اوزموږپښتانه وروڼه ورڅخه ګټه واخلي .
12.11.2010
د افغانستان په اسلامي ټولنه کې بايد دوه مقتدر وزارتونه اسلام ته ځانګړي شوي اوسي :
د ټولګړو اسلامي چارو وزارت چې د فرايضو، واجباتو او مواکدو سنتو څارنه ، مدرسو، اسلامي پوهنتونونو ، مسجدو ، ملا امامانو تقرر ،
اوامرو او نواهيو، اخلاقو ، نکاح او طلاق او دښځو د اسلامي حقوقنو پالنه او غوښتنه ، د حجاب تطبيق اونور اسلامي شؤن ترسره کوي
.او بل د عدليې وزارت چې شريعي حقونه او حدود پلي کوي . په دې چارو کې نه انتخابات کيدای شي او نه کيږي او يواځې د اسلامي
علومو او اسلامي تقوا په اساس به ئې چارواکي د افغالنستان د جمعيت علمای اسلامي له خوا ټاکل کيږي . اسلامي احکام مافوق
قانون اساسي دي ددغو وزارتونو په چوکاټ کې به د ولسمشر په شمول په په هر مسلمان تطبيق کيږي .نور د ټولنې د ژوند حکومت او
سياست چارې بايد ټولې د قانون اساسي ، انتخاباتو، ولسمشر ، حکومت، شورا او ميديا او مطبوعاتو په واسطه پر مخ پوتلل شي . په دې ترتيب
دولت نه سيکولر او نه يواځې مذهبي وي، بلکې دواړه چارې تر خپل حد او په خپل چوکاټ کې تر سره کيږي او په يو دولت کې
سره تړلياو نه بيليدونکی اوسي !
ديني عالمان او مطذبي ډلې بايد حق او رسمي صلاحيت ولري چې ددين پورې اړونده چارې ټولې تطبيق، کنترول او پراختيا ورکړي .
د اداري فساد او اخلاقي فساد پر ضد مبارزه دې هم دوی ته ور پريښودل شي چې بشپړه امانتدارۍ او تقوی سره يې تر سره کړي .
فکر کوم تر دې زيات نور حق هم نه لري چې ددولت په چلرو کې ګوتې ووهي ، خو کولی شي چارواکي او همکاران يې د مسلمانانو په
توګه د اسلامي احکامو په مراعاتولو اوپلي کولو مجبور کړي . څنګه چې نورې ټولې دولتي چارې د انتخاباتو او آزادانه رايو له لارې
پر مخ وړل کيږي ، نو د دين له لارې په غير ديني سياسي ، اداري اقتصادي ، پوځي اونورو چاروکې نشي ټاکل کېدای، هلته بايد
پخپله هم کانديد شي او ګټل بايلل و مني . هيله ده د دين په پلمو د ديکتاتوري نظام د رامنځته کولو له خونړيو هڅو لاس واخلي
او مسلمانان خپل ژوند او خپل آخرت ته نور پريږدي !
هیښ
27.12.2010
سلامونه
د ښاغلی ساپي صاحب،ښاغلی مؤمن مهاجر او پتوال صاحب نه ډیره مننه چې بحث ته په وړاندې شوې موضوع کې ئې خپل نظرونه وړاندې کړي دي .دلته دبحث اوله برخه چې په ټولنه کې دعقایدو ،افکارو او نظریاتو تنوع او توپیر دئ ،دټولو ښاغلو دتائید وړ ګرزیدلې ده او دانسانانو په دې فطري حقوقي اړخ باندې ئې اقرار کړئ دئ او په دې برخه کې ټول متفق النظره او متفق القوله دي.مانا داچې ټولنه چې دافرادو څخه تشکیل شوې ده په فکري او نظري لحاظ همرنګه او همشکله نه ده او دټولنې غړي په فکرکولو اود فکر په اظهارولو کې ازاد دي .
دښاغلي مهاجر صاحب خبرې او وړاندیز ډیر په ځائ او دوخت دضروري غو ښتنو څخه دئ ،چې په اسلام کې داختلاف حد اومرز،روا او ناروا په هکله باید د علمایې کرامو ،مجتهدینو ،فقهاوو او دیني سکالرانو له لوري فوري او جدي اقدام وشي او دهغه مسائیلو او پوښتنو په هکله چې په ننی عصر کې اسلامی امت ورسره مخامخ دئ،جامع او دشریعت مطابق ځوابونه اوواحد دریځونه اتخاذ شی ترڅوپه یوه مشخصه موضوع کې د فتواوو دکثرت او ګډوډیو مخه ونیول شي او امت هم دفکري سرګردانئ او سر بدحالئ نه وژغورل شي.
د ښاغلي ساپی صاحب ارزښتناکه توضیحات داسلام ددین په عبادي اوعقیدوي مسائیلو کې بالکل زما له نظره درست او دقبول وړ دي اوپه دې برخه کې شک او تردید ګنجایش نه لري،لاکن داچې داسلام دین دنورو ادیانو په شان یوازې په عبادت او دانسان په رابطه دالله (ج)سره نه خلاصه کیږي ،بلکه دانساني ټولنې سیاسي ،اجتماعي ،ثقافتي ،اقتصادي ،تربیوي او مدیریتي مسائیل هم در بر نیسي او په دې برخه کې مختلف تفسیرونه او وړاندیزونه دمختلفو مذاهبو او فرقو له لوری وړاندې کیږي او دا اختلاف ګتور او یا په ضرر تمامیږی دا یوه بله موضوع ده چې علمائې کرام او مجتهدین ئې باید فیصله کړي .
لاکن زما دپاره او ښائي دډیرو نورو دپاره دبحث دوهمه برخه چې دافرادو او ډلو له لوري دخپلو نظرونو دحقوالي ،حقیقت والي او علمي والی د ادعاموضوع ده او ټول کړکیچونه ،ناخوالي ،ظلمونه ،قتلونه ، وینې تویول او تجاوزونه ددې ادعا په اساس توجیه کیږي مهمه اوضروري ده ،چې تراوسه ګونګه پاته ده او ددې مشکل دحل له پاره نظر او پیشنهاد نه دئ ارائه شوئ.
ما ددې دپاره دا موضوع دڅیړلو او شنلو له پاره په دې خونه کې مطرح کړه چې دمختلفو فکرونو او عقایدو لرونکي په ازادانه ډول او پراخه پیمانه ددې ستونزې دحل دپاره خپل نظرونه او تحلیلونه وړاندې کړي او دیوې داسې نتیجې په حاصولوسره سلا شي چې د ټولو دپاره دمنلو وړ وي ،ترڅو دهغو مصیبتونو او جنجالونو مخه ونیول شي چې
دحقتوب ،حقیقت توب او علمیتوب ترنامه لاندې په وولس تحمیل کیږي.
هغه اشخاص او ډلې چې دسیاسي قدرت دلاسته راوړلو او غصبولو دپاره ئې دمیلیونو انسانانو ژوند ته خاتمه ورکړې او وولسونه ئې په خاورو او وینو کې لړلي دي ،خپلو کړنو او اعمالوته ئې دحقتوب ،حقیقت توب او علمي توب رنګ ورکړئ دئ اوپه دې بانو باندې ئې دوولسونو دتصمیم نیولو ،انتخاب او فیصلې کولو مخه نیولې ده او که چا په شخصي اویا ډله ایزه توګه ددوئ دنارواوو او ظالمانه رفتار په مقابل کې سر راپورته کړئ دئ ،نو په ډیره شدیده او قهرناکه توګه ئې دیاغي ،باغي ،جاهل ،وروسته پاته او نوروترنامه لاندې سرکوب کړي دي ،دزنداني کولو نه نیولې ،تر شکنجه کولو ،تبیعیدولو اوشهیدانولو پورې ئې صرفه نه ده پرې کړې،چې ډیر واضح اوښکاره مثال ئې زموږ دوطن دا دمصیبت او غم نه ډک حالت دئ،چې ټولې نارواوې او ناکردې دشاهانو داستبداد نه نیولې ،دکمونستانو تر وحشت او دتنظیمي ـ دینې جنګي جنایت پورې دحق او حقیقت او علمیت ترعنوان لاندې صورت موندلئ دئ او افغان وولس ته ئې ددې دنیا ژوند سورتنور ګرزولئ دئ.
اوس ددې خبرې سپینول په کاردي ،چې دیوې ټولنې په سیاسي ،اجتماعي مسائیلو کې چې دټولنې دافرادو او ډلو دمختلفو افکارو اونظرونو نه تشکیل شوې ده او ددې افکارو په اساس ئې سازمانونه ،تنظیمونه او ګوندونه تشکیل کړي دي. ایا دا سازمانونه او تشکیلات چې دحق ،حقیقت اوعلمي توب ترنامه لاندې ځانونه مطرح کوي او په دې بانو باندې په ټولنه کې دخپلو مخالفینوسره دزور،تشدد،ترور ،فشار او تهدید کړنلاره په مخ بیایي درست او جائز عمل دئ او که ددوئ ځان حق ،حقیقت او علمي معرفي کول یوازې دخلکو په سترګو کې خاورې شیندل او ددې مفاهیمو(حق ،حقیقت او علمیتوب )نه دخپلو مخصدونو او هدفونو دلاسته راوستلو له پاره دیوې وسیلي او جاذبې قوې په توګه ناوړه ګټه پورته کول دي .
مننه