اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یو څو لنډی اسلامی پوښتنی
وزیري
07.11.2010
1. الله جل جلاله په قرآن شریف کی د موسی علیه السلام په رابطه وایی: فلما بلغا مجمع بینهما نسیا حوتهما فاتخد سبیله فی البحر سرباًُ سوال دا دی چی دا ماهی څومره اوږد او څومره پلن وه؟
2. د آدم علیه السلام په جنازه کی څو تکبیره ویل شوی وه؟
3. هغه جن چی سلیمان علیه السلام ته یی د بلقیس د تخت د راوړلو ټټر وهلی وه او ویلی یی وه: انا اتیک به قبل ان تقوم من مقامک وانی علیه لقوی امین. ددی جن نوم څه شی وه؟
4. د سلیمان علیه السلام د هد هد (ملاچرګک) نوم څه شی وه؟
5. د جبرایل علیه السلام آس څه نومیږی؟
6. اولین زندان په اسلام کی چا جوړ کړیدی؟
7. اولین نفر چی د آذان کولو لپاره یی منار جوړ کړی څوک دی؟
8. اولین نفر چی د سواری په حالت کی یی جمرات کړی څوک دی؟
9. د آدم علیه السلام ځمکی ته له راکوزیدو نه مخکی په ځمکه کی کومو حیواناتو شتون درلود؟
10. کوم حیوانات حیض لرونکی دی؟
11. زمری (شیر) چی کله غږ کوی نو څه وایی؟
12. اولنی حیوان چی مریض شه کوم یو وه؟
13. طاوس چی غږ کوی نو څه وایی؟
14. هغه رسول چی نه انس ده نه جن ده او نه فرښته نو بیا څه شی ده؟
15. تورات څو سورة او څو آیات وه؟
16. په جنت کی د آدم علیه السلام ګیره څومره وه؟
17. هغه د چا مرګ وه چی سپوږمی او لمر پری اووه ورځی تور وه؟
18. هغه کوهی چی یوسف علیه السلام په کی اچول شوی وه څو متره وه، چا کندلی وه او څه وخت جوړ شوی وه؟
19. د موسی علیه السلام نوم چا ایښی وه؟
20. د قرآن کریم دوهم سورة، بقرة نومیږی او بقرة غوا ته وایی. دا سورة چی د کومی غوا په خاطر نومول شوی دی د هغی غوا نوم څه شی وه؟
21. داؤد علیه السلام څو ښځی لرلی؟
22. د سلیمان علیه السلام په ګوته څه شی لیکل شوی وه؟
23. اولین حساب به د قیامت په ورځ له چا سره کیږی؟
24. په جنت کی به له ټولو نه مخکی څوک د جنت میوه خوری؟
25. د حشر په میدان کی به خلک په کومه ژبه خبری کوی؟
26. په جنت کی به د قاری صاحبانو څومره قرآن یاد وی؟
27. د اسماعیل علیه السلام په ځای چی کوم ګډ ذبح شو غوښه یی چا وخوړه او د پسه د وړیو رنګ کوم رنګ وه؟
والسلام
حذيفه
07.11.2010
السلام عليکم!
وروره!داسي پوښتنې دي کړې دي چي ديوې هم ځوابول اړين نه دي .دادپښتنوپه اصطلاح کيسۍ دي اودديني پوښتنونوم سړی نه ورکوي .زه ستاڅخه څوپوښتنې کوم ته هغه ولي نه مطرح کوې ددي پوښتنوځواب دقيامت په ورځ ستاڅخه الله غواړي اوکه رسول ؟ته چاپردي باعث کړې چي دابې معنا،بې ځایه،دوخت ضائع کوونکې اوله سليم عقله ماخالفې پوښتنې مطرح کړې؟ستاعقيده زده ده ؟پرالله ايمان درته معلوم دی؟په ټول ژوندکي دي دافکردرته پيداسوې ده چي خلک له دينه ناخبره دي اوموږپه دي هکله څه مسؤليت لرو؟درسول الله سنت طريقه درمعلومه ده؟دالله کتاب دي زده دی؟عمل دي په کړی دی؟خلکوته دي دعمل ترغيب ورکړی دی؟عقائد،ايمانيات،اعمال،اخلاق،معاملات او...دي زده دي يادي کله دزده کولوکوښښ کړی دی؟له الله جل جلاله څخه وبېرېږه داسي کيسۍ مه کوه .دادنيمه اخوندانوکيسې اوس څوک نه کوي .دنوري دنياخلکوښه ډېرډېرتحقيقات وکړل زموږخلک لااوس هم په دي کيسيواخته دي .ښه ديني موضوع رامنځته کړه چي داسترسترعلماء پرې څېړنې وکړي اوعام خلک به ترې ګټه واخلي .دامي داسلامي احساس له مخې درته وليکل الله دي وکړي چي خپه نه سي .والسلام .
وزیري
07.11.2010
حذیفه وروره السلام علیکم
دا د عقیدی خبری نن سبا هغه خلک کوی چی الله جل جل له لاره ترینه ورکه کړی وی په خاطر ددی چی خپل ناقصه عقل او خودخواهی یی خپل مرشد ګرځولی دی او د قسما قسم مذهبونو مزی څکی. الله جل جلاله مونږه ته مهربانی کړیده چی: ان هذا صراطي مستقيما فاتبعوه و لا تتبعو السبيل فتفرق بکم عن سيبله. زمونږ هماغه یوه عقیده ده څه مو چی له خپلو اهلسنت والجماعة علماؤ نه اوریدلی دی او دا نن سبا تا ویلی ماویلی صرف او صرف له ناجیه ډلی نه د وتو کوششونه دی.
ته د فیل په غوږ کی ویده یی، ما د عقیدی په باره کی هم لیکنی کړیدی او په ویب سایټ کی زړی شولی. ستاسی سترګی لږ څه مشکل لری، الله دی شفا درکړی. که زما منی د ﻓﮑﺸﻔﻨﺎ ﻋﻨﮏ ﻏﻄﺎءک ﻓﺒﺼﺮك اﻟﻴﻮم ﺣﺪﻳﺪ. آیت تلاوت ډیر کوه که الله ج دی سترګی قوی کړی. کله دی چی الله ج سترګی قوی کړی نو بیا زما په نامه په دی ویب سایت کی لیکنی پیدا کړه او ویی لوله چی زما عقیده درمعلومه شی.
او کوم سوال ته چی جواب نه شی ورکولی، مجبوره هم پری نه یی مه یی ورکوه او نه کوم بیل درباندی راځی. که نن سبا په عقیده مصروفه یی نو د نور دین د لمنځه وړلو کوشش مه کوه ځکه چی هره زره زره د اسلام مهمه ده.
والسلام
مزمل
07.11.2010
سلامونه او ښې چارې
د حذيفه صيب د ټولو خبرو سره موافق يم. او د الوزيري صيب د ټولو پوښتنو ځوابونه مې زده دي خو نه يې وركوم ځكه چې فايده پكې نه شته.
د آدم عليه السلام د جنازې امام به زمونږ د ولس د كوم درد دوا شي؟ او د يوسف عليه السلام د كوهي په عمق او قطر يې زمونږ څه؟
هيله ده په آينده كې مفيد سوالونه وكړې!
ډيره مننه
مومن مهاجر
07.11.2010
زه هم دحذیفه صاحب له دې خبرې سره موافق یم چي ښاغلي الوزیري صاحب دکلیو اوبانډوداخوندانواوبوډېوښځوهغوکیسیوته ددیني پوښتنورنګ ورکړی چي هغوئ یې دافغانستان په یخ ژمي کي دتاوده دېګدان پرغاړه دوړوماشومانودساعت تیري اوخندولولپاره کوي . خوالوزیري صاحب ته چي یې نورکوم توندالفاظ لیکلي له هغو سره موافق نه یم . هو!داښه خبره ده چي الوزیري صاحب بایدعلمي،ګټورې اوپه بحث ارزېدونکې موضوعګانې مطرح کړي . همدارنګه له ماسره هم دده دټولو پوښتنوځوابونه شته خوځکه یې نه ورکوم چي هرچادغوپوښتنوته کوم ځواب ورکړی نوډېری یې اټکلونه اوتاویل ماویل دي .دګټوراومفیدوبحثونودپیل په هیله !
اوبله مهمه خبره داده چي الوزیري صاحب! کله چي یوقرآني نص اویاآیت نقلوې نولیکدودته یې پام کوه ستاپه آیت کي دالسبیل لفظ دی حال داچي هغه السُبُل لفظ دی . له آیتونوسره ډېرپام په کاردی داخوهسي دیوعادي کتاب عبارت نه دي الهي کلام دی ترډېره کوشش وکړه چي په کمپیوټرکي لیکلی قرآ ن کریم ولرې اوداړتیاپر مهال له هماغه ګټه اخله!
وصيل پېروز
07.11.2010
ټولوګډونوالوته سلامونه
زه هم په دې انديم چي داسي اودې ته ورته پوښتنې نه دکوم درددوادي اونه کومه ګټه پکي شته بلکي هسي دوخت ضياع يې ګڼم . وزيري صاحب کي ددې پرځای يوه بله صافه علمي موضوع مطرح کړې وای ډېربه ښه وو، يايې ګټورې اسلامي پوښتنې کړې وای نوبياخو...
زماپه نظردې پوښتنوته هيڅ ځواب ورکوونکی هم نه شته که څه هم دډېروزده دي ، ځيني يې له دې وجې نه ورکوي چي ځواب يې مؤثق نه وي بلکي ټول له ځانه جوړ شوي ځوابونه دي چي هريوله خپلې خوښې سره سم ورکوي . وزيري صاحب چي ددې پرځای نوري مهمې اسلامي پوښتنې مطرح کړې وای ډېربه ښه وو. زه دوزيري صاحب په ګډون له نورووروڼوغواړم چي په همدې روانه موضوع کي دي ددې پوښتنوپرځای نوې غوره اسلامي پوښتنې مطرح کړي څوهرورورله خپلې علمي سويې سره سم ځواب ورکړي چي ان شاء الله ټولوته به ګټه ولري .
وزیري
08.11.2010
وروڼو جز د کل تابع ده، تاسو ټول یی چی وایی زه یی هم منم.
والسلام علیکم