اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عقید او توحید او څو اهمی موضوعګانی
وزیري
07.11.2010
عقیده او توحید او څو اهمی موضوعګانی:
دا یو مسلمه حقیقت ده چی په شریعت کی داسی الفاظ شته دی چی استعمال یی په داوړه طریقو یعنی حقیقت او مجاز سره کیدای شی. مونږه په روزمره ژوند کی داسی کلمات استعمالوه او په داسی کولو کی کومه بدی نشته. لکه که یو شخص که د مرګ په حالت کی وی او کوم داکټر دده علاج وکړی کوم چی د دده د مرض نه د ښه کیدو او دوباره ژوند ته د راستنیدو سبب وګرځی نو داسی ویل کومه بده نه ده چی فلانی ډاکټر زما ژوند بچ کړلو. په داسی وینا کی حقیقت او مجاز دواړه بیان شویدی. درحقیقت بچ کوونکی خو الله جل جلاله دی مګر ډاکټر صرف د شفایابی لپاره یوه وسیله وګرځیده. همدارنګه که یوڅوک موټر ووهی نو سړی وایی چی فلاني فلانی مړ که. په اصل کی خو مرګ راوستونکی الله جل جلاله دی ولی درایور صرف دده د مرګ سبب وګرځیدو. نو ورکول، اخستل، مړه کول، سوځول او داسی نور هم حقیقت لری او هم مجاز.
عبادت کی حقیقی او مجازی تقسیم روا نه ده:
ایاک نعبدو ویاک نستعین
په دی آیت کی یواځی الله ج ته د عبادت او ترینه د کومک غوښتلو وعده ورکول کیږی او دا درس مونږه ته راکوی چی یواځی یوه الله ج ته به عبادت کوی او یواځی له همده نه به کومک غواړی. نو آیا له بل چا نه کومک غوښتل له الله ج سره په عبادت کی شریک جوړول دی؟
جواب به یی دا وی چی بیشکه په عبادت کی له الله ج سره شریک جوړول ناروا دی ولی په مدد غوښتلو (استغاثه) کی دواړه صورته د قرآن او سنت نه ثابت دی:
۱. حقیقی استغاثه
۲. مجازی استغاثه
فی الحقیقت دا ټول کاینات د یو بل سره د مدد او استعانت په ځنځیر تړلی دی. انسانان خو پریږده چی ملایکی هم په نیابتی امورو باندی ماموری دی لکه الله ج چی وایی:
فالمدبرات امرا: پس په هغو ملایکو قسم کوم چی د مختلفو امورو تدبیر کوی.
د حقیقت او مجاز اطلاق له قرآن کریم نه:
د (خلق) د لفظ استعمال د الله او مخلوق دواړو لپاره:
په قرآن کریم کی په بعضی مقاماتو کی د حقیقت او مجاز استعمال په صراحت سره ذکر شویدی. الله ج وایی: الا له الخلق و الامر.
په بل ځای کی د حضرت عیسی ع په باره کی وایی:
انی اخلق لکم من الطین کهیة الطیر
په دواړو ځایونو کی الله ج د خلق کلیمه استعمال کړیده خو په اول ځای کی حقیقی ده او دوهم ځای کی مجازی ده.
د وهاب د لفظ حقیقی او مجازی استعمال:
حضرت ذکریا ع له الله ج نه داسی دعا غواړی:
قال رب هب لی من لدنک ذریة طیبة انک سمیع الدعآء
الوهاب د الله ج نوم ده، سلیمان ع هم په همدی نامه دعا غواړی:
قال رب اغفرلی وهب لی ملکا لا ینبغی لاحد من بعدی انک انت الوهاب.
په دی ځای کی الله ج ته سلیمان ع د انک انت الوهاب لفظ استعمالوی.
الله ج په حقیقی معنی سره وهاب ده ولی په مجازی شکل سره مخلوق هم وهاب کیدای شی لکه جبراییل ع بی بی مریمی علیهما السلام ته راغی او ورته وایی:
انما انا رسول ربک لاهب لک غلما زکیا
په دی ځای کی جبراییل ع مستقیما ځان وهاب بولی او دده دا قیصه الله ج مونږه ته کوی او الله ج کوم اعتراض هم نلری نو بناء دا معلومه شوه چی مجازی وهاب کیدل هم شته ده. ځکه چی په لاهب لک کی صیغه واحد متکلم ده او معنی یی داده چی زه یی تاته عطا کوم.
د رب د لفظ حقیقی او مجازی استعمال
الله ج وایی:
الحمد لله رب العلمین
ولی د یوسف ع په سورت کی بیا رب کلیمه بادشاه ته استعمال شویده:
وقال للذی ظن انه ناج منهما اذکرنی عند ربک فانسه الشیطن ذکر ربه فلبث فی السجن بضع سنین.
نو د قرآن په ویلو سره بادشاه ته رب یو مجازی معنی ورکوی نه حقیقی، همدارنګه شیخ عبد القادر جیلانی رح ته غوث الاعظم یا حضرت علی هجویری رح ته داتا ګنج بخش ویل حقیقی نه ده مجازی ده. په دی سره شرک ته سړی نه اوړی ځکه چی غوث او داتا له رب نه غټ الفاظ نه دی.
حقیقی هادی او مضل الله ج ده: لکه
واما الذین کفرو فیقولون ماذآ اراد الله بهذا مثلا یضل به کثیرا ویهدی به کثیرا وما یضل به الاالفسقین.
او په بل ځای کی بیا رسول الله ص هادی بولی: لکه
وانک لتهدی الی صراط مستقیم
او په بل ځای کی د عامو انسانانو لپاره د ګمرا کولو قوه ثابتیږی
انک ان تذرهم یضلو عبادک ولا یلدوا الا فاجرا کفارا
د الله ج او مخلوق مشترکه امور
الله ج وایی: الله یتوفی الانفس حین موتها. په دی ځای کی د نفس قبضول الله ج خپله وظیفه بولی ولی په بل ځای کی بیا الله ج د روح قبضول د ملایکو وظیفه بولی لکه قل یتوفکم ملک الموت الذی وکل بکم ثم الی ربکم ترجعون. ددی دوه آیاتو نه دا څرګندیږی چی په حقیقت کی ددی کار کوونکی الله ج دی ولی ملایکی یی مجازی فاعلین دی.
دوهم: الله ج په سورة الانبیاء کی وایی: فنفخنا فیها من روحنا: اصلا په روح پوکولو باندی جبرایل ع مامور وه ولی الله ج وایی چی مونږه په کی روح پوف کړلو نو له دینه هم په ډاګه معلومیږی چی اصلی روح اچونکی الله ج دی او جبرایل ع صرف یوه مجازی واسطه وه.
دریم: په وحی کولو باندی جبرایل ع مامور وه او په سورة القیامه کی الله ج وحی کول ځان ته منسوبوی او وایی: فاذا قرأنه فاتبع قرانه. حالانکه ویلو والا خو جبرایل ع وه او سامع حضرت محمد ص وه.
څلورم: الله ج د جنګ بدر ویشتل خپل ځان ته منسوبوی او حالنکه ویشتل الله ج نه وه کړی لکه وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی.
نو له دی ټولو آیاتو نه دا صراحتا ثابتیږی چی په ماتحت الاسباب کی خو پریږه په مافوق الاسباب کی هم مجازی صورت شته دی که مجازی صورت ونه لرو نو بیا به د پورتنیو ذکر شویو آیاتونو تفسیر په مکمله توګه ناشونی وی.
ومن الله التوفیق