د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مرګ خو په مړه خېټه

و.افغان
06.11.2010

د فوروم درنو او پتمندو ګډونوالو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
مخکې له دې چې موضوع ولولئ؛ نو د الله جل جلاله سره عهد او وعده وکړئ، چې
د دې ليکنې لاندې به يواځې حقيقت ليکئ، له حق سره به پاتې کېږئ.
ولا يجرمنکم شنئان قوم علی ألا تعدلوا.
که چېرې يوه لسېږه شاته د طالبانو په حکومت باندې نظر واچوو، نو اقتصاد په کې
د صفر سره ضرب وو، افغانستان د پاکستان لپاره د يوه تور بازار حيثيت غوره کړی وو، هر طرف ته د فقر او لوږې اثرات تر سترګو کېدل، ځينو کورونو کې به تر څلورو پنځو ورځو
پورې د ډوډۍ پته نه لګېده، خلک به له لوږې مريضيدل، ضعف کېدل به، او حتی چې
د مرګ کومې ته به غورځېدل، او هغه څوک چې به له وطن څخه په تښتېدو کامياب شو، او
په پاکستان کې به يې د مهاجرو تر کمپونو ځانونه راورسول؛ نو څه نه څه پرده به
يې الله جل جلاله وکړه.
د ځينو خو چې به څه وسعه کېدله، يا به يې له خلکو 4 لکه يا 10 لکه روپۍ قرض
کړې، او يا به يې خپلې ځمکې خرڅې کړې، او عربي هيوادونو او اوروپايي هېوادونو
ته به يې ځانونه وويستل، دوی مجبور په دې وو، چې په اغلبه توګه يوه کس به د لس
کسه کورنۍ فمافوق مسؤوليت په غاړه لرلو.
دغه ځينې حالات خو زما د خپلو سترګو حال دی، چې ځمونږ ځينې افغانې خويندو
به په يوه جوړه جامه کې، له يوه وړوکي بچي سره له کابل د جلوزو کمپ د هجرت
کلي تر مسجده ځانونه رارسول، چې له الله جل جلاله پرته به ورته بله اسره نه وه پاتې.
نورې کيسې د ځینو ثقه پوهو خلکو څخه مو اوريدلي دي، تاسو سره به هم خامخا
څه وي، چې له مونږ سره يې شريک کړئ.
نن ورځ مو هم له ځینې افغاني حاجيانو سره په همدې تړاو مجلس لرلو.

دا چې د دغه حالت سبب څه وو؟ مسببين يې څوک وو؟ بېله موضوع ده.
البته د دغه وخت امتياز په دې کې وو، چې امن وو، قتل
او قتال نه وو، بمبارۍ نه وې، خلک نه وژل کېدل، بې پتۍ نه وې.
خو که اوسني حالت ته پام وکړو، نو سره له لوی اداري فسادونو، کرپشنونو،
او رشتونو په وطن کې اقتصادي وده تر سترګو کيږي، خلک په خېټه ماړه دي، له لوږې
نه مري، که مرګ ورته راځي، نو په مړه خېټه راځي.
خو دلته بيا امن نشته، امان نشته، جرمونه دي، غلاګانې دي، د عامو شتمنو لوټنې
دي، بمبارۍ دي، د خلکو وژل دي، د افغاني ثقافت او کلتور له منځه وړل دي.

سوال دا دی، چې که چېرې طالبان د القاعده په اړه خپلې پاليسۍ ته تغيير نه ورکوي،
نو معلومداره چې د ټول جهان او په سر کې اسلامي هيوادونه به د تېر په څېر حتا
د خليجي هيوادونو په شمول له هغوی سره هيڅ راز اړيکي ونه لري.
نو آيا هغه مخکينۍ حالت به يو ځل بيا رامنځ ته نشي؟
خلک له دغه هيواد څخه تېښتې ته مجبور نشي؟
افغاني پت او عزت به په پېښور، اسلام اباد او لاهور کې نه لوټل کيږي؟
افغان پوهان به ښکته او پورته د سمييزو شبکاتو له خوا نه په نښه کيږي؟
آيا طالبان د افغانستان د آينده لپاره کوم اقتصادي پلان لري؟
او که يواځې د ښکېلاګرو له وتلو سره، داخلي درز و غپ بيا به پيليږي؟
او علی أحسن الأحوال که داخلي درز غپ رامنځ ته نشي، نو داسې اقتصادي حصار
به رامنځ ته شي، چې په اوسني حالت به خلک شکر وباسي.
زه دا نه وايم، چې د دنيا لپاره د ښکېلاګرو له مقاومت څخه لاس واخلو.
نه، داسې نه ده، الله جل جلاله فرمايي:
وان خفتم عيلة فسوف يغنيکم الله من فضله ان شاء
تاسو مشرکينو ته اجازه مه ورکوئ، چې حرم مکي ته داخل شي، او که له فقر څخه
وويرېږئ؛ نو الله جل جلاله به ضرور تاسې په خپل فضل غنيان کړي، که اراده يې وشي.

لیکن، زمونږ د مقاومت پاليسۍ ته کتل پکار دي، چې څومره د اسلام مطابق ده، او
څومره د عقل او منطق سره اړخ لګوي؟

آيا ممکنه نه ده، چې مقاومت داسې يوه لاره تعقيب کړي، کومه چې د پخوانۍ طالب
دورې او اوسنۍ دورې امتيازات په لاس کې راکړي، او د دواړو دورو له بدبختيو
مو وژغوري؟
دې که خو شک نشته، چې ښکېلاګر به تر وروستي ممکن حده د خپل خيرن نيت په
اساس ګامونه اوچتوي، خو که د اسلامي مقاومت له خوا د اسلام او ولس لپاره مثبت
ګامونه پورته شي، نو ښه به نه وي؟

په درنښت


عادل عادل
07.11.2010

سلامونه

وهاج صیب که تاسو کابل ته تشریف راوړئ نو و به مومئ چې د حلالو، حرامو، خپل ، پردي، دوست، دښمن، مشر او کشر، پوه ، ناپوهه ، اهل ، نا اهله، پاک، ناولي، اسلام او کفر ...... او داسې نورو ..... په نوم معیارونه اصلا له منځه تللي، اکثریت هغه چې ډالرو یې د اقتصادي ودې صفحه اړولې عیاش، بې باکه او لنډغر منځ ته راغلي، چې په ورورئ او دوستئ یې سړئ شرمیژي.

زه ډیر داسې ځوانان پیژنم چې په هر کال کې یو ځل حج او څو ځله د دوبی، تایلند او هندوستان پنځه ستوریزو هوټلونو ته ځي، ........

په کابل ښار کې د ژوند د معیار وده، د هغو کړاوونو په استمرار سره چلیژي چې د څو کلومترونو په واټن کې یې د څرخي پله د زندان دیوالونه شاهدي ورکوي.

په عام ولس، کلیو او بانډو کې بیا هغه څه د ورځې معمول دي چې زه او تاسو او هغه چې تاسو ته یې د مړو ذلیلو ګیډو کیسې دروړي ډیر کم ترې خبریژو:-

دوه هفتې مخکې لوګر ته څیرمه د وردګو د تنګي په قلعه امیر کلي کې شپږ کلیوال ځوانان چې د اختر د خرچې او یوې مړئ حلالې ډوډئ د پیدا کولو په خاطر یې د کلي د جومات له پاره په نژدې غره کې تیږې ماتولې د صلحې او اقتصادي ودې د بې پیلوټه کوترو له خوا په نښه او شهیدان شول، یو ددغه ځوانانو څخه چې سخت ټپي شوئ وو، کابل ته په رسیدو سره یې ساه ورکړه، نوموړي شپږ کسان هر یو د دریو څلورو ماشومانو پلارونه وو،..........

کیدای شي د ډیرو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شي چې دا ځوانان آخر دومره د ابتکار نه خالي وو چې په غره کې یې تیږې ماتولې؟؟ خبره داده چې ددوی مجبوري پورتني یاد شوي معیارونه وو، که نه هر یو یې ابتدایي او ثانوي زده کړې درلودې، د منورو کونیو څخه وو، په بهرنیو ژبو یې تکلم کولای شول .......... انا لله و انا الیه راجعون


عماد
07.11.2010

و هاج صیب
د کابل اوسنی نظام 5 % خلکو خوری دی ده همغوی ختی مری دی چی چورچپاول کړی دی زه تاته یوه نمونه د افغانستان حالت د مړی خټی په باره کی درکول غوارم د کابل په چهاری قمبراو کارته نو تپی په سر کی د قندهار او هلمند نه راغلی مهاجرینو کیمپ وگوری چی په سه حال دی پدی مړه دیموکراسی د کابل په دی سخت ژمی که نه بخاری لری نه بړستنه.کمپله او نه کوم بل داسی شی چی ځان په یخنی مرگ نه وژغوری او نه هم یوه مړی ډوډی چی بیگاه ته ای وخوری. ولی ندی اوریدلی چی روزانه په لسگونه افغانان اروپا ته او نوری دنیا ته د تگ په محال یا په کانتنرونو کی مری او یا بحرونو کی ماهیانو خوراک کیږی دا ټول د فقر او غوربت نه گیږی . بله دا چی د کابل ښار ته د افغا نستان گوډ گوډ نه خلک راغلی اود ښار په چوکونو کی شپی ورځي صبا کی د دوه سوه افغانیو ورځ مزدوری ته چی پیداکی خو متأسفنا هغه هم ورته نه پیداکیږی.
څوک په خېټه ماړه دي؟
پدی نظام کی په بغلان ولایت کی یوسړی خپل لور خرڅه نه کړه د ډوډي لپاره د غریبی نه. همدا د خرزی حکومت وه.
پدی حکومت لکه سنگه چی تا و ویل غلا. خیا نت. چورچپاول .شراب . زنا او نوره فحشاه پکی په مړه خیټه کیږی.
نو څنگه به حکمتیار صیب او ملا عمر دی خاین دولت سره سوله وکړی او یو ځای شی .


حذيفه
07.11.2010

وهاج ساپی صاحب اونوروته سلامونه!
داخورښتياده چي امريکايي ديموکراسۍ زموږهيوادته له زيانونو،مشکلاتو،غميزواومصيبتونوپرته نورهيڅ هم نه دي راوړي .هره ورځ دخلکوله وژلو،زنداني کولو،زخمي کولو اوربړولوماسوانورڅه نه ترسترګوکيږي .تعليم اوتربيې ته له هره لوري هيڅ پاملرنه هم نه سته .دهيواد حالات ژړونکي دي،نوي نسل که له دينه نه دي خبرعصري تعليم هم نه لري ان چي ځيني خويي لاخپل نوم هم نه سي ليکلای .الله دي رحم وکړي،الله دي هيواددديموکراسي له منګولوپاک کړي .وروڼوموږاوتاسوهم په دي وخت کي زيات مسوليتونه اودندې لرودي ته موبايدپام وي هسي نه ټول وخت صرف په دي بحثونوکي راڅخه تېرسي .په درنښت اواسلامي مينه .حذيفه


وزیري
08.11.2010

وروڼو دا خو به منئ راسره: إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ.
له هیچا هیچا هم ګیله مه کوی ټول زمونږه خپل قصور ده، صرف دومره وایی چی الله جل جلاله دی پر مونږه خپل عظیم رحم وکړی نور هیڅ هم نه دی راپاتی. دا زه په زغرده نه وایم خو شک می ده، چی زمونږه په لکونو حاجیان په بیت الله شریف، عرفات، مزدلفه او مدینه منوره کی په چغو چغو الله جل جلاله ته ژاړی او بیا هم مسلمان او بالخصوص افغان په تنزل ده. او باید واوسی ځکه چی بی آدبی دی ډیره ډیره معاف وی هغه د پښتو متل ده چی سکوندل ..... ته لار جوړول دی. مسلمان طبقی هغه خپل اسلامی جوهر له لاسه ورکړی نو دا پخپله قیامت ته لار جوړیدل دی هسی هم پری خبر یو چی اخیره زمانه ده.

والسلام.


mehman
08.11.2010

دوستان گرانقدر سلام بر شما!
[quote:b7aaabcbf5="حذيفه"]الله دي رحم وکړي،الله دي هيواددديموکراسي له منګولوپاک کړي .[/quote:b7aaabcbf5]
شنیده باشید که میگویند:
اسلام به ذات خود ندارد عیبی
هر عیب که هست در مسلمانی ماست
این انسانها اند که به نام اسلام کار های خراب میکنند وباعث بد نامی اسلام میگردند!
در بخش دموکراسی هم همین مقوله صدق میکند. صحبت اخیر رئیس جمهور کرزی را شنیده باشد که درست فرمودند:
آن یکی به نام سرکوب کردن تروریزم و پیاده نمودن دموکراسی شبانگاه به خانه های مردم شبخون میزنند و باعث اذیت وآزار مردم بیگناه میگردند و آن دیگری به نام دفاع از اسلام و آزادی کشور با حملات انتحاری در مناطق مزدحم ، حتی در مسجد باعث کشتار بیگناهان میگردند که هر دو عمل جنایت است و به اسلام ، آزادی و دموکراسی هیچ ربطی ندارد!

با تقدیم حرمت


..Ahmadzai
08.11.2010

زمونږ د کلي د اکثرو خلکو اقتصاد ډیر ښه سوی
د طالبان په وخت کې ټول کلي کې چې د زرو کورو هم لوی کلی دی، صرف د یو څو موټر وو نور خلک پیاده وو، أوس هرکورته تقریباٌ موټر ولاړ دی، ځینو ته دوه.

د دې علت دا دی، چې په زرګونه ځوانان آوروپا ته لاړل هلته کار مزدوری کوي او دلته کورونه او خپلوان چلوي.
حکومت هیڅ ندي کړي، پرته لدې چې کورونه ورړنګ کړي او بچیان یې مړه کړي یا یې بندیان کړي.

خو دا سکالو ماته توجیه سوې ښکاري.
په درنښت



08.11.2010

وايي مينه يو ګل دی چې عاشق يې بايد بوی کړي ، نه يې راوشوکوي او نه يې په اغزو ځان ژوبل کړي، د ګل غوندې رنګ او خوشبويي
په اساميت، ملتبالنې او ملي ولسواکۍ دريواړدو کې شته :
په ولسواکۍ کې هم رنګ، خوند او خوشبويي شته ، په ملتپالنه کې تر هغې ډيره ده ، خو په اسلام کې تر ټولو ډيره ده . ولې په
اسلام له طالب او مجاهد پرته ، په ملتپالنه کې له افغان ملت ګوند پرته او په ولسواکۍ کې له ليبراليزم او کمونستي ګوندونو پرته دغه ټول نعمتو
تر لاسه کيدای شي . کمونستانو لومړی، جهادي اسلامستانو ورپسې، طالبي بنسټپالو په دريم او ليبرال غربي ټيپه
په روان حالت کې هيواد ، ملت اوولس وځپه، وران يې کړ او بهرنيو تيرئ کونکو او لاسلوهونکو ته يې په خوله کې وغورځاوه .
مونږ ته په کار دي د اسلام، ملتپالنې او ملي ولسواکۍ په اساساتو يو داسې نظام رامنڅته کړو چې ددې دريواړو ګلانو نوموړي
اغزي په کې نه وي او رنګونو او خوشبو يۍ خوندونو په کې ډير ښه ترکيب سره موندلی وي او هر يو د بل مکمل وي !
هله به زمونږ سوله ، امن، ترقي او هر اړخيزه وده په برخه شي !
زه په اسلام کې داسې څه نه وينم چې د ملي آزلدۍ، خپلواکۍ او ملي ګټو پر ضد دې اوسي، په ملنپالنه کې هم داسې څه نه وينم چې
د ملي ولسواکۍ پر ضد وي ، ځکه په ملي ولسواکۍ کې د ولسواکۍ محتوا د هماغه اسلامي خلافت امت واکي ده چې د راشيدينو خليفه ګانو
په دوره کې تلسټ ايښودل شوی دی او د اسلامي هيوادونو ملي ولسواکي يې غځونه او بشپړاوی دی . په خلافت کې ديکتاتوري نه وه،
خو طالب -، تنظيمي او کمونستي نظامونه دريواړه ديکتاتوري او منځخالي نظامونه وو، يو هم د وطن او ملت په درد نه دوا کېده،
بلکې دردو مرګ ، ژوبله ، ناورينونه، آفتونه ، اشغال اونور فسادونه يې منځته راوړل .
بايد په راتلونکي آزاد اسلامي ، ملي -ولسواک نظام کې داسې څوک خوکۍ ونه لري چې له لاسه يې د چا پزه وينې شوي وي او يا يې
په رشوت او فساد خيټۀ مړه کړې وي . والسلام !

.


كريم كامران
09.11.2010

سلامونه او نيكې هيلې وړاندې كوم.

فکر نه کوم چې طالبان دې د خپل ولس د راتلونکي څخه دومره بې غمه وي چې د ټول افغان د بحثفورمونو د برکته یې مونږ دې لور ته پام راوګرځوو لکه څنګه چې د وهاج صاحب له لیکنې برداشت کیږي او نوموړی په تکراري ډول په خپلو لیکنو کې دې لور ته اشاره کوي چې ګنې طالبان د هیواد د راتلونکي لپاره هیڅ کوم اقتصادي پلان یا پالیسي نه لري.

زه په دې اړه هیڅ نه وایم چې طالبان به د هیواد د راتلونکي اقتصاد لپاره څه پلان ولري او که نه؟ خو د پلانونو او پالیسیو په موجودیت باندې هم دومره اعتماد نه لرم لکه څومره چې وهاج صاحب یې لري، آیا د نړۍ پرمخ د ترټولو تکړه پلانګزارانو او پالیسي میکرانو پلانونه او پالیسیانې په افغانستان کې بې نتیجې ثابتې نه شوې؟؟ ایا دوی به له خپلو جوړ کړیو پلانونو او پالیسیو سره یو ځای په شرمیدلې توګه له دې هیواده پښې نه سپکوي؟؟ آیا ددوی پلان جوړوونکي که خبر وی چې په افغانستان کې ددوی د شکست په وجې به امریکا له اقتصادي بحران سره مخامخ کیږي، په زرهاوو سرتیري به له لاسه ورکوي، او پراخ اقتصادي زیانونه به وراوړي ایا په افغانستان به یې یرغل کړی وی؟؟ نو وهاج صاحب باید (لا ینبهر بالخطط الاقتصادیة مهما حقق أصحابها من الانجازات فإنه قد لا تكون لها أية صلة بالتخطيط).

زه د راتلونکي اقتصادي پلانونو او پالیسیو جوړولو مخالف نه یم، خو مونږ باید له طالبانو څخه په لومړۍ درجه کې د شرعي حدودو تطبیق، او عدالت وغواړو، که چیرته طالبانو دې څیزونو ته عملي بڼه ورکړه، نو فقر او غربت خود به خود له مینځه ځي ځکه چې دا د اسلامي احکامو د عملي کولو یوه حتمي نتیجه او ثمره ده، تاسو د عمر بن عبدالعزیز خلافت ته نظر واچوئ په هغه وخت کې چې شریعت نافذ وه، حدود عملي کیدل، یو سړي به زکات ګرځاوه ترڅو مستحق کس پیدا کړي خو نه به یې شو پیدا کولی چې دا ټول د اسلامي احکامو د تطبیق حکمت وه. ځینې مفسرین عدل، او د رزق پراخي سره تړلي بولي، او وايي هر څومره چې په یوه اسلامي خاوره باندې عدل قایم وي په هماغې کچه یې الله جل جلاله د بارانونو، حاصلخیزه ځمکو، او ښو فصلونو له لارې رزق پراخوي، فلهذا وهاج ساپي صاحب ته ډاډ ورکوم چې د اسلامي نظام په قایمولو کې د فقر او غربت څخه ویره هیڅ د تشویش خبره نه ده که چیرته مو په الله جل جلاله باندې عقیده او ایمان قوي وي.

بله خبره مې دا کوله چې وهاج صاحب له یوې خوا د (وان خفتم عیلة فسوف یغنیکم الله) خبره کوي یعنې د کفارو سره جهاد کوئ او له فقر څخه مه ډاریږئ دا صحیح خبره ده ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (جعل رزقي تحت ظل رمحي)، خو له بلې خوا بیا د راتلونکي فقر او غربت څخه په ډار کې دی چې که چیرته کره اقتصادي پلانونه موجود نه وي بویه چې افغانان د پولۍ ټک ته کیني.

له دې ضد او نقیض خبرو څخه زه دې نتیجې ته ورسیدم (والله اعلم) چې د وهاج صاحب لیکنه په ظاهره اقتصادي، خو په حقیقت کې سیاسي ده، په لیکنه کې ټول چل دې ته جوړ دی چې که طالبان له القاعدې سره اړیکي پرې نه کړي نو نړیوال او خاصتا خلیجي دولتونه به یې په رسمیت ونه پیژني، ملګري ملتونه به لکه د پخوا په شان اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي، نو غوره دا ده لکه څنګه چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم همدا تیره ورځ خبري رسنیو ته وویل چې مونږ د طالبانو او د کرزي ادارې ترمنځ په مذاکراتو کې ترهغه منځګړیتوب نه کوو چې طالبانو د هغه په ژبه له افراطي کړیو سره د اړیکو پریکون نه وي اعلان کړی. نو طالبان باید له القاعدې سره بشپړه مقاطعه او برائت اعلان کړي.

لکه مخکې چې وویل شوه د وهاج صاحب لیکنه سیاسي رنګ لري نو ځواب یې هم باید له همدې زاویې ورکړل شي. لومړی باید ومنو چې د القاعدې له مشرانو سره د طالبانو مقاطعه یوازې په دې نه خلاصیږي چې طالبان اعلان وکړي چې مونږ اړیکي ورسره وشلول، دهمدې اعلان پر اساس طالبان مجبور او مکلف دي چې په عمل کې هم دغه اعلان ته خپله وفاداري په ثبوت ورسوي، عرب مجاهدین هرچیرته چې وي ویې نیسي او لاس تړلي یې امریکا او یا لږترلږه مربوط هیواد ته وسپاري او له خپلو مسلمانو وروڼو سره هغه ستر خیانت وکړي کوم چې طالبان ورته په مخکینۍ دوره کې د خپلې ټولې واکمنۍ په بیه هم تیار نه شول. او که طالبان ددې کار ضمانت ورنه کړي د هغوی د مقاطعې اعلان هیڅ معنی نه لري. نو ددې لپاره چې طالبان په رښتیا د عربو مجاهدینو په اړه په دریځ کې بدلون راولي لومړی باید د پورتنیو خبرو ژمنه او ډاډ نړۍ ته ورکړي او دا اطمنان ورکړي په افغانستان کې د غیرافغانو مجاهدینو په ځپلو کې به فعاله ونډه اخلي.

زه له وهاج صاحب څخه پوښتنه کوم چې تاسو دکوم شرعي حکم پر اساس طالبان دې ته مجبوروئ چې خپل هغه مسلمان وروڼه چې د اشغال پرضد اوږه په اوږه ورسره جنګیدلي اسلامي اخوت او دیني رابطه پرځای پریږده، د افغاني کلتور او عنعناتو خلاف ووژني، ونیسي، او دښمنانو ته یې ورتسلیم کړي؟؟؟ ستاسو دلیل همدا دی چې که طالبان دا کار ونکړي نړۍ به اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي او افغانان به له لوږې مړه شي؟؟؟ آیا تاسو ددې لپاره چې افغانان په مړه خیټه ومري یو مسلمان ورور وژنئ، نیسئ، لاسونه او سترګې پرې تړئ او دښمنانو ته یې د تحفې په شکل هدیه کوئ؟؟؟ آیا همدا د یو مسلمان په صفت د راتلونکي اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره ستاسو پالیسي ده؟؟؟

په حدیثو کې خو تاسو دکتوراه اخلئ خو زما د پوهې پر اساس مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمايي چې مسلمان د مسلمان ورور دی، ظلم به نه پرې کوي، سپکوي به یې نه، او بل چاته به یې نه ورتسلموي. (او د یو بل مسلمان ورور د ژوندانه په قیمت د خپلې خیټې د مړولو طمع به نه ساتي).

د الهي ارشاداتو غوښتنه خو دا ده چې که چیرته طالبان دې ستر خیانت ته هم زړه ښه کړي، له عربو مسلمانو مجاهدینو وروڼو سره هغسې چلند وکړي کوم چې امریکا او د امریکا ګوډاکيان خاصتا د خلیج دولتونه یې ترې غواړي، بیا به هم!!!!! دا کفار له مونږ څخه راضي نه شي او په بله پلمه به اقتصادي بندیزونه راباندې جاري ساتي، دا د الله جل جلاله د هغې وینا مصداق دی چې فرمايي: ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم.

پورتني ایت ته په کتو له یهودو او نصاراوو سره زمونږ شخړه نه د القاعدې سره د اړیکو په سر ده او نه د بل چا، کفري نړۍ او د هغوی غلام اسلامي هیوادونه به ترهغه تا اقتصادي ودې ته پرېنږدې (او ترهغه به مونږ په مړه خیټه ونه مرو) ترڅو مو په اسلامي احکاماتو منګولې ښخې کړې وي.

زه کله کله د وهاج صاحب لیکنو ته سخت حیران شم، په ذات کې د لیکنې محتوا حیرانوونکې نه وي، خو کله چې همدا موضوع د یو داسې کس نه اورم چې په نبوي احادیثو کې دکتوراه ترلاسه کوي، روزمره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه د اصحابو په مبارکه مدینه کې ګرځي، د هغه صلی الله علیه وسلم په مبارک مسجد کې لمونځ کوي ډیر افسوس او نا امیدي راته ودریږي.

آیا کله مو فکر کړی چې (صاحب هذا القبر) صلی الله علیه وسلم په مړه خیټه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي او که په وږې؟؟

آیا تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه د صحابه وو کرامو رضوان الله علیهم هغه کیسې او واقعات سترګو ته نه دریږي چې په همدې مکه کې چې تاسو پکې ګرځئ کفارو به د مړې او غوړې خیټې ژمنې ورکولې په دې شرط چې له خپل دین څخه تنازل وکړي خو هغوی به یې دا وړاندیزونه په دې ځواب سره بیرته په مخ وروویشتل چې والله لو وضعوا الشمس في يميني والقمر في يساري أن أترك هذا الدين ما تركته حتى يظهره الله أو أهلك دونه؟؟؟؟

آیا تاسو ته د بدر، احد، او خندق مبارکې ځمکې چې لويشت لويشت خاوره یې د سترو تاریخي پیښو شاهده ده، د حال په ژبه د څه شي ارشاد کوي؟؟ ایا دا درته وایي چې اسلامي حاکم، مشر، او امیر دې د خپل رعیت د مړې خیټې خیال وساتي او که نه، نور داسې لوړ اهداف او ستر مقاصد شته چې د لاسته راوړلو لپاره یې باید خیټې وږې شي، په خیټو پورې تیږې وتړل شي، څو هغه اهداف او مقاصد ضایع نه شي؟؟؟؟

زه دا نه وایم چې د یو اسلامي حکومت په توګه طالبان باید د ولس اقتصادي ودې ته توجه ونه کړي، خو که چیرته د ولس د اقتصادي حالت د ښه کولو کوښښ د اسلامي قیمو او احکامو په حساب کیږي زما په اند له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي.

کاشکې وهاج صاحب خپلې لیکنې ته داسې عنوان ورکړی وی چې: (مرګ خو په ایمان). بیا به د وږې خیټې د مړینې په شمول زمونږ ډیر نور مشکلات او ستونزې هم حل شوي وی، او په پورتني شعار سره به زمونږ په اولویاتو کې دومره ستر بدلون منځته راغلی وی، چې د مړې خیټې مرګ به مو تر ټولو وروستنی او اخیري هدف وه.


و.افغان
09.11.2010

[quote:946aa5d11a]
کاشکې وهاج صاحب خپلې لیکنې ته داسې عنوان ورکړی وی چې: (مرګ خو په ایمان). بیا به د وږې خیټې د مړینې په شمول زمونږ ډیر نور مشکلات او ستونزې هم حل شوي وی، او په پورتني شعار سره به زمونږ په اولویاتو کې دومره ستر بدلون منځته راغلی وی، چې د مړې خیټې مرګ به مو تر ټولو وروستنی او اخیري هدف وه.
[/quote:946aa5d11a]
کامران صاحب:
اوسمهال چېرته روان يم، د نورو خبرو ځواب دې بيا، خو د دغې مقتبس شوې خبرې ځواب دا دی:
چې مرګ په ايمان باندې مسئله کې هيڅ منازعه نشته، هغه په کې په يقيني ډول
ضمنا داخل دی، دلته موخه يواځې ولس وو، او ولس خو مسلمان دی، الحمد لله په ايمان مري، هغه که د هر اړخ له خوا وژل کيږي، مسلمان مري، بېګناه مري، شهيد
مري.

په درنښت


Re: مرګ خو په مړه خېټه

Abdulhadi Hairan
11.11.2010

[quote:814ee63f0f="وهاج ساپی"] البته د دغه وخت امتياز په دې کې وو، چې امن وو، قتل
او قتال نه وو، بمبارۍ نه وې، خلک نه وژل کېدل، بې پتۍ نه وې.
[/quote:814ee63f0f]

هاهاها، وروره ډېر غټ درواغ دې لیکلي. په هغه وخت کې قتل او قتال هم و، هره ورځ په جګړو کې چې کوم خلک مړه کېدل هماغومره د ولږې هم مړه کېدل. بمبارۍ نه وې خو د خلکو د وژلو نور اسباب ډېر وو. بې پتي دومره وه چې د نړۍ په تاریخ کې چا نه وه لیدلې. طالبانو د خونخوارو وحشیانو په څېر خلک په لارو کوڅو او سرکونو کې راښکل، یواځې طالبان او د هغوی پاکستاني مرستیالان افغانستان ته ازاد تللی راتللی شول، نور هیڅوک نشو تللی. د چا وژل داسې وو لکه د چرګوړي حلالول. په یو معمولي طالب دې نیوکه کول داسې وو لکه د وخت خلیفه کنځلې کول، په هماغه وخت دې بیا نه نوم و نه نشان. د افغانستان پاتې شتمنۍ چور کېدلې او د پاکستان په کباړخانو خرڅېدلې. په ټول هېواد کې یو سرک جوړ نه و، یوه د تلیفون شبکه نه وه، تعلیمي ذریعې موجودې نه وې، او ان دا چې خلک په ډوډۍ پسې ړندېدل. یوه رسنۍ نه وه چې خلکو ته یې ازاد معلومات ورکړي وای.

زه نه وایم چې اوس په افغانستان کې یو غوره او د ټولو خلکو د خوښې نظام موجود دی، خو د اوسني وخت سره هغه توره دوره پرتله کول یو غټ ظلم دی. په هغه وخت کې نه امن و نه د عزت ژوند. د افغانستان د تاریخ تر ټولو بدامنه دوره همدغه وه چې خلک په معمولي معمولي اختلافاتو په دار خېژول کېدل او بې پته کېدل. د نړۍ د تمامو عربي هېوادونو غلو په افغانستان کې غارونه جوړول او څه چې یې خوښه وه هغه یې کول. د افغانستان انجونې د افغانستان د غرونو د لرګیو په څېر په عربو خرڅېدلې. دا په څه وجه؟ طوایف الملوکي په اخري عروج کې وه او ډوډۍ پېدا کول پکې ګران وو.
ته اول د امن په مانا ځان پوه کړه چې امن څه ته وايي، بیا د یو ځای او حالت په اړه فیصله وکړه چې هلته امن و یا دی.

که داسې امن و نو ولې هیڅوک افغانستان ته نه تلل او ولې هره ورځ په زرګونو خلک د افغانستان نه تښتېدل؟ ما داسې خلک لیدلي چې د روسانو د اشغال په وخت نه وو تښتېدلي، د مجاهدینو په طوایف الملوکۍ او د یو بل د سپو په څېر داړلو په زمانه کې نه وو تښتېدلي خو د طالبانو په دور کې بالاخر تېښتې مجبوره شوي وو. ولې؟ ځکه چې هغوی تر ټولو پخوانیو بدتر وو. نو دغومره یو بدتر حالت ته امن په کومه خوله وایې؟ یو څه شرم پکار دی.

او بله خبره دا ده چې که په اوسني دور کې بې امني ده نو د چا د لاسه؟ اداري فساد د کرزي او د هغه د مافیا ادارې د لاسه دی خو د ناامنۍ مسوولین طالبان او د هغوی نور ملګري ترورستان دي. که هغوی ترورستي نه کولی نو بمباري به هم نه وای. نو هغه وخت هم او اوس هم د بې امنۍ او بربادۍ ګناه د طالب او نورو ترورستانو (عرب، پاکستاني وغیره) په غاړه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more