د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ځوانانو دا قرباني د څه له پاره ؟؟؟؟


06.11.2010

ايا جاسوسان صرف د ډالرو له پاره د سر قرباني ورکوي او طالبان يې قرباني صرف مني ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟ ددوی
د ثبوت او محاکمې ويديوګانې کومه دي؟؟؟؟؟ هغه ولې نه نشروي؟؟؟؟ او که تش په شک او ګومان مخالف ځوانان حلالوي ؟؟؟؟؟
دې ويديو ته د زړه عقل او سر په سترګو وګورئ چې :

[color=yellow:d5725c2cbe]دا القائده ، که طالبان دي ..... که کافران دي طالبان حلالوينه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ :[/color:d5725c2cbe]

http://www.youtube.com/watch?v=nkmyHSyB4w8


عبد السلام
07.11.2010

[color=red:2adcf2be79]......................دا ویدیو غیر طبعی تشدد اوزورزیاتی ښیی چې هر څو ک يې با ید ونه ویني ..................... [/color:2adcf2be79]
ماته داسې ښکاري چې دا مریض کسان دې د انسانانو په مختلفه توګه وژلو څخه ، په مختلفه توګه لذت وړي .
دداسې قاتلانو نیولو او دلمنځه وړلو نه بله ستره قربانی نشته .
چې هر څوک وي طالب او که القاعده او که نور .... دوي او یا هغه چې د مساپرو په الوتکوکې بمونه ږدي، اویا په مساجدو کې ځانونه چوي ، اویا په نورو عامه ځاینو کې ،عام او بی ګناه کسان عمداً او قصداً وژني ، دوي دژوند حق نلري . او باید دزر داد دسپی په شان روسته له تحقیق اومحاکمې، د لیونو سپو په شان په ګولیو وویشتل شي او ټولنه ترې پاکه شي . ددې ویدیو قاتلان را ته القاعده ښکاري چې افغانان د چرګ په ارزښت حلالوي .


عادل عادل
07.11.2010

سلامونه

یره پتوال صیب افغانان خو هسې هم داسې څه نه اوري او نه هم داسې څه ویني چې زړه یې پرې ښاد او خاطر یې پرې ارامه شي نو داسې هردم شهیدو خلکو ته د داسې ویډیوګانو وړاندې کول او کتو ته یې رابلل به خدای خبر چې د ثواب کار وي او کنه؟


پښتون.
07.11.2010

سلامونه.
په ریښتیا سره چی داسی عمال یواځی په وژلو معتاد خلک کولی شی. زه دغسی ویډوګانو لیدل نشم زغملی .له پرونه می په سر درد شوی .چی دا کوم وحشت دی.هغه څوک چی دا قتل کوی او هغه نور چی یی ګوری او فلم ورته اخلی ،ایا داانسانان دی او که څه دی؟


مزمل
07.11.2010

د مقاومت په ابتداء كې د مقاومت په ليكو كې ډير داسې غيرمناسب كارونه موجود وو چې د وخت په مرور سره له منځه تللي. ددغو اعمالو عوامل د طالبانو دريځ او پاليسي په هيڅ صورت نه شي تمثيلولى، تاسو پوهيږئ چې د طالبانو واكمني د اشغالګرو او منافقانو په لاس په ډيرې بېرحمۍ او خاينانه ډول رانسكوره شوه نو بناء دا چې وروسته څه پيښ شوه طالبانو دداسې حالاتو توقع هيڅكله نه درلوده او نه ورته ذهنا او عملا آماده وه، نو حتمي ده چې په دغسې حالاتو كې د راتلونکې هرې پيښې د ښه سنبالښت لپاره له دوى سره دفعتا كومه لايحه، دستور، او قانون په لاس كې موجود نه وه، بناء په ورته مواردو كې دورته پيښو سره د مخامخ كيدو په صورت كې ځينو محلي قومندانانو د خپل شخصي اجتهاد پر بنسټ يو لړ اقدامات په خپل سر كړي دي خو بايد ووايو چې د حالاتو او شرايطو په پام كې نيولو سره هيڅكله د طالبانو د دريځ او موقف استازيتوب نه كوي. خو كله چې د طالبانو د سقوط نه وروسته طالبانو خپل تيت وپرک او پاشلى ځان څه ناڅه راټول كړ، نو د هر شي لپاره قوانين وضع كړل، لوايح يې جوړ کړل، او هر كميسون د خپلو اړوندو چارو د ښه برمخ بيولو لپاره لايحې وضع كړې.
دا چې اوس څوک ځينې پخوانۍ تيروتنې رابرسيره كوي فكر كوم عقلا چندان دلچسپ به پرې نه ووځي او نه به يې څوک صحيح استقبال كړي.
زه چې څومره معلومات لرم د طالبانو د نظامي كميسون په نوې اساسنامه او لايحه كې دداسې اعمالو د مخنيوي لپاره كلک ګامونه اوچت شوي، د ولايت مسئول يا والي ته هم دا حق نه دى حاصل چې په خپل سر د يو چا په وژلو اقدام وكړي كه څه هم كره دلايل او ثبوتونه ولري ترڅو د امير يا د امير د نايب لخوا يې اجازه نه وي ترلاسه كړي. سربيره پردې، د جاسوسانو او مجرمينو د وژلو په عكاسي كولو او نشرولو هم كلكه پاپندي لګيدلې اګر كه شخصا زه ددې وروستي اقدام سره موافق نه يم ځكه چې د مجرم د په سزا رسولو صحنه بايد خلكو ته د عبرت لپاره وروښودل شي، لكه چې الله تعالى فرمايي:
وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين.
خو د پتوال صيب د رانښلولې ويډيو لپاره غوره ځواب ګڼل كيدى شي.

پتوال صيب دې د طالبانو په رسمي دريځونو او پاليسيو كې د نيمګړتياوو رابرسيره كولو كوښښ وكړي، د اشخاصو اعمال، هغه هم لكه په داسې جګړييزو شرايطو كې، د ثبوت په توګه راوړل د شخصي كينې او دښمنۍ نه پرته د بل شي دليل نه شي كيدى.
زما په شخصي نظر، ښايي په جنګي شرايطو كې د ښكيلو هيوادونو په تاريخ كې طالبان يوازيني هغه څوک وي د بې شميرو ننګونو او چلينجونو سره سره يې بيا هم تر (ډيره) بريده په خپلو ليكو كې دبې نظميو او ګډوډيو مخه نيولې ده.

په اخير كې لاندې ويډيو ته هم د عقل او زړه په سترګو د كتلو بلنه دركوم:

http://shahamat.info/movie/index.php?option=com_hwdvideoshare&task=viewvideo&Itemid=1&video_id=34



07.11.2010

مزمل خان او نورو ورونو ته سلامونه !

حق او حقيقت بايد د مسلمان د لارې مشعل وي ، حقيقت وايي چې داشغالګرو او ګوډاګيانو لار مردوده او باطله ده او ژر يا وروسته
به له ناکامۍ سره مخامخ کيږي .خو دحق او حقيقت پر ضد دروغجنې او باطلې لارې هم يوه نه ، بلکې ډيرې دي او هره يوه يې
د حق او حقيقت ادعا لري .نو ډيرې دروغجنې، باطلې لارې شته چې د حق او حقيقت په نامه يو د بل پر ضد جنګيږي ، خو حق او حقيقت يو دی او لاره يې هم يوه ده او هېڅکله پټولو ته اړتيا نه لري!
داچې د اشغالګرو څيرې ورځ په ورځ هرچاته روښانه کيږي ، ګوډاګي يې رسوا کيږي او له ګوانتانامو څخه نيولې تر باګرام او نورو زندانونو
پورې ددوی له ناخوالو ، ظلمونو او مرګونو او وژنو پرده پورته کيږي مومن مسلمان افغان ولس پرې ګام په ګام ورځ تر بلې لا زيات
حقيقت ته نږدې کيږي او دوست او دوښمن پرې پېژني . د هغه چا دې خدای توفيق په برخه کړي چې د ظلم او استبداد، اشغال او تجاوز، ګوډاګيتوب
او ملي خيانت او جناياتو ، فساد او سياسي اختناق څخه پرده پورته کوي !
دغه ويديو چې حلالونکو پخپله ډکه کړې څو د عبرت
يا ويرې او يا نورو ملحوظاتو له پاره اخيستونکو په لسګونو او سلګونو لارو څخه نړيوالو ته وړاندې کړې ده ، په ډاګه کوي چې
اړونده عاملين ،ډلې ټپلې او دوستان يې پرې وياړي او د وياړنې له پاره يې نشر ته سپارلې ده . د کتونکو له غبرګونونو څخه ښايي وياړونکي
دې ته متوجه شي چې ددوی وياړ او حقيقت سره يو شی نه دي او په راتلونکې کې خپل چلند بدل کاندي او يا به کتونکو د ډيرو تاييدي
غبرګونونو له امله په لازيات شدت سره دغه فجيع عمل دوام ورکړي . دا نو اوس د هر لوستونکي د وجدان پورې اړه لري چې د تشدد دغسې
(( کارنامو)) ته دوام ورکړل شي او که مخه يې ډب شي او بس!
په هر صورت د حقايقو افشا کول يواځې د ظالمانو او هيواد دوښمنانو پر ضد تماميږي ، نۀ د هغه چا په ضد چې د افغان مسلمان ولس،
ملت ، وطن خير غوښتونکي وي . والسلام !


هیښ
08.11.2010

سلامونه
هسې هم زه دخپلې مور دوفات له امله( الله تعالی (ج) ئې دې دټولو مسلمانانو سره وبښې) په ژور غم کې ډوب وم اوروحي او رواني حالت مې خراب و،خو کله مې چې ددې ویدیو لیدل شروع کړل دیوه شوک سره مخامخ شوم ،بدن مې ټول په لړزه او ویښتان مې جګ ودریدل ،ژرمې بنده کړه ،ځکه دپوره لیدو توان مې ئې نه درلود.
دا ډول وحشیانه او جنایت کارانه عمل ما نه اوریدلئ او نه مې لوستلئ وو ،رښتیا هم چې په دې وحشت سره دغې جانیانو هرڅوک چې دې او ترهرنامه لاندې ئې چې دا کار کړئ دئ دبشریت په تاریخ کې دوحشت او بربریت ریکارد قایم کړ.
که دا وحشيانه عمل  دمقاومت دجبهې دنفوذ په ساحه کې صورت موندلئ وي ،نو باید چې عاملین ئې تعقیب شي ، ونیول شي او په اشد مجازاتو محکوم شي او دجزا ویدیو ئې ټولو ته ښکاره کړل شي.همدارنګه ټول افغانان اوانسانان باید دا وحشیانه عمل دویناوو ،لیکنو او تصویري امکاناتو نه په ګټې اخستنې سره وغندی ا و خپل نفرت او انزجار ددې وحشیانو په مقابل کې وښئي.

مننه


حذيفه
08.11.2010

سلامونه اوښې چارې !
حامدصاحب دټولوسرورخلاص کړځکه نونوربايدداسي تيرسوی فلمونه ونه ښودل سي .حامدته دي الله خير ورکړي .ټول وروڼه يي له حقائقوخبرکړل .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more