د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اشغالګرو ټینګ شی دانور هم خپل وخت ته ګوری ځکه اصلی افغان خپل ورورنه دی وژلی ،برعکس دوروردشمن وژنی٠

tandar
06.11.2010

اشغالګرو ټینګ شی دانور هم خپل وخت ته ګوری ځکه اصلی افغان خپل ورورنه دی وژلی ،برعکس دوروردشمن وژنی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ناټو: ښايي پروني دوه امريکايان افغان پوځي وژلي وي


د ناټو ځواکونه وايي د پرون ورځي د هغي پېښي څېړنه يې پيل کړې ده، چي له امله يې دوه امريکايي پوځيان په ډزو ووژل سول.
ناټو ويلي پرون د جمعې په ورځ افغان او امريکايي پوځيانو د سنګين په ولسوالي کي ګډ عمليات درلودل، چي د ډزو له امله يې دوه پوځيان ووژل سول.
د ناټو خبر پاڼه چي اسوشيېټيډ پريس آژانس ته رسېدلې وايي دوى د دې پېښي په باب تحقيقات پيل کړي دي، چي آيا رښتيا هم دغه پوځيان افغان عسکرو وژلي، که د طالبانو په ډزو مړه سوي دي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي اسوشيېټيډ پريس ته ويلي چي دغه کسان يوه افغان پوځي وژلي دي، چي وروسته له طالبانو سره يو ځاى سوئ دئ او هغوى کوم خوندي ځاى ته رسولى دئ.
په هلمند او د افغانستان په نورو ولايتونو کي تر دې دمخه هم د افغان پوليسو او پوځيانو له خوا بهرني عسکر په نښه سوي دي.

سلېمان يوسفي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more