د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دقانونی ټوکه

tandar
04.11.2010

دقانونی ټوکه٠
حاجیان چه له حجه راشی خلک مخی ته ورځی غاړه کی ګلان وراچوی او خوشحالی کوی٠
قانونی او وکیلان ې توپنګچو پسی ګرځی،شاید توپنګچی هم قیمته شوی وی هاهاهاها.....................
قانونی صاحب دتا اود تا وکیل صاحبانوته دامنیت بهترین ځای فقط او فقط محبس دپل چرخی دی، هاهاهاهاها
قانونی صاحب تاسو په قانون پوهیږی،سیاسی او دخدمت پاسپورت هغه چا ته ورکول کیږی چه هغه رسمی ماموریت ولری٠
نو په کوم قانون دا پاسپورتونه دوی ته غواړی؟
ښه قانون دان ې هاهاهاهها.........................................
پوښتونه نه ښکاری؟


۴۲۰قانونی

پښتون.
04.11.2010

هاهاهاهاهاهاها
ډیر دی وخندولم .

وایی چی :
قانونی ځان ډېر چالاک باله او چالاکه هم دی یو وار په دوبی که د غټی چیلۍ د ورور سره د میلیونوډالروسره ونیول شو خوپه ۴۲۰یی ځان خلاص کړ، يوه ورځ په اورګاډي کې پرته له ټکټ څخه سپور و، کله چې د ټکټونو کتونکى راغى او ورڅخه يې د ټکټ غوښتنه وکړه، نو قانونی ورته وويل: څه وايې ښاغليه! ازادي ده،دیموکراسی ده، هرڅه زموږ دي،کورونه زمونږه دی وسلی او تمانچی زمونږه دی، ټکټونه زموږ دي، د پارلمان سيټونه زموږ دي او ښکلی وکیلانی... .زمونږه دی.او....................................

ټکټ کتونکي يې خبره ورپرې کړه: نو ښاغليه! زندانونه هم ستاسې دى، ځه يو څو کاله خو هلته هم تېرې کړه.
ههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه


tandar
04.11.2010

پوښتونه ډیر عالی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
نن مې ښه د بوسو سخی کړو نن یې بیا مازغه خراب دي
یا رقیب (قانونی)کې شرم نشته یا زما مازغه خراب دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
داراته ووایه زمونږ عبدالسلام چیرته دی؟
هغه لنډی دی خوښه شوه؟
زمونږ عبدالسلام به په جواب پسی ګرځی؟
تربیا٠


د ښاغلی عبدالهادی حیران صیب طنزیه شعر

پښتون.
04.11.2010

تندر صیب دا د ښاغلی عبدالهادی حیران صیب طنزیه شعر دی چی دا داړه ماران یی پکښی په نره ځپلی دی.چی ما د رقیب پخوا کی قانونی ور اضافه کړ. هیله ده چی حیران صیب رانه خوابدی نشی.

نن مې ښه د بوسو سخی کړو نن یې بیا مازغه خراب دي
یا رقیب کې شرم نشته یا زما مازغه خراب دي

د میینو منځ کې ټک شي دا کربوړی سر اوچت کړي
په وهلو یې میرات کړو د اشنا مازغه خراب دي

راته وايي په ښایست مې هره ورځ غزلې لیکه
ورته ویل مې مړې دومره لا د چا مازغه خراب دي

دلته حق د هر چا خوښ دی خو فقط د ځان لپاره
دا وطن مو ځکه وران دی د هر چا مازغه خراب دي

ډالر ډکې بوجۍ اخلي او په ارګ یې ننباسي
وزیران یې لوفران کړل د باچا مازغه خراب دي

هم طالب ته وسلې لېږي هم کرزی په پېسو ساتي
د ایران د احمدي ماما ریښتیا مازغه خراب دي

بیا د خپلو قاتلانو زنده باد ته راوتلي
یار حیرانه د دې خلکو خو ریښتیا مازغه خراب دي

تندر صیب د عبدالسلام خان پوښتنه خو ته هرومرو باید وکړی او که ډیر دی په یادیږی نو ورته یوه لنډۍ ولیکه پخپله به ستاسی حضور ته حاضر شی.هههههههههههههه .
د الادین څراغ ومخه.
او هسی هم هغوی لیکلی چی د ټوکو میدان ته شه چی بیا یی درسره معلومه کړم.نو اوس خو ته د ټوکو میدان کی ورته صبر وکړه . :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more