د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغانستان داولسی جرګی مشر ښاغلی قانونی ته دټول افغان له لاری زما پیغام دی

tandar
04.11.2010

دافغانستان داولسی جرګی مشر ښاغلی قانونی ته دټول افغان له لاری زما پیغام دی
ښاغلی قانونی صاحب٠
تاسو په ٣،١١،٢٠١٠ کال ددولت څخه دځان او دتیری ٥ کلنو وکیل صاحبانو لپاره ددوی دراتلونکی ژوند دامنیت په خاطر له دولته مرسته وغوښتله٠ هغو چه ځان بیا کاندید کړی و مګر بریالی نه شول٠
ما له شمشاد تلویزیون څخه ستاسی خبری چه په پوښتو وی په لاندی ډول واوریدلی
١، دولت باید ددی وکیلانو صاحبانو امنیت وساتی٠
٢، دولت باید دی وکیل صاحبانو ته سلاح ورکړی٠
٣،دولت باید دی وکیل صاحبانو ته پاسپورتونه که سیاسی پاسپورت نه وی نو دخدمت پاسپورت ورکړی٠
تاسو کولای شی چه ماته دیو افغان په صفت زما سوالونه ځواب کړی ؟
١،دولت ولی ددی وکیل صاحبانو امنیت ونیسی؟
دوی خو دخپل ملت نماینده ګان وه ،دوکالت دوره ې خلاصه شوله ،دیو عادی وګړی او افغان په صفت به خپل قوم کی باید ژوند کوی ددوی امنیت به خپل قوم او ملت نیسی که دوی دهغوی مخور وه ،څه عامل دی چه له دولته ددوی دامنیت تقضا کوی؟
٢، دا وکیل صاحبان خو دخپل ملت ګران ، محبوب ترین او داعتماد وړ شخصیتونه وه ،نو ددو ی لپاره سلاح ته ضرورت دی،دوی خو دشمن نه لری دوی خو په ملت ګران مشران وه ،نو په سلاح څه کوی او څوک پری وژنی؟ او ددوی دشمن څوک دی ،او ولی دشمندار شول؟
٣،ښاغلی قانونی صاحب دا دپاسپورت موضوع مو دڅه لپاره دولت ته پیشنهاد کړی ده؟
دوکیل صاحبانو لپاره سیاسی پاسپورت او یا دخدمت پاسپورت؟
زما سوال دادی ،چه اول له دولته امنیت بیا سلاح اوبیا پاسپورت؟
له پاسپورته مو مطلب څه دی چه دولت باید دوی ته دا امکانات مخکی له مخکی اماده کړی ولی؟
ددی وکیل صاحبانو دماموریت دوره تیره شوه ،که چیرته اقتصادی وضعه ې تقاضا کوی او بهر ته په سیاحت تلل غواړی ،کولای شی چه عادی دنورو افغانانو غوندی ځانته دسیاحت پاسپورت واخلی، ځکه دوی کوم ماموریت نور نه لری او دخدمت او سیاسی پاسپورت قانونی مستحق هم نه دی ،که څوک دا کار کوی خیانت دی٠
ددی پاسپورت د یادونی او اخستنی څخه څه هدف لری؟
ایا دخپل ملت سره نور ژوند نشی کولی ،تاسو خو دهغوی لپاره خدمت کولو اوس چیرته روان یاستی ،ملت او خاوره خو تاسو ته ضرورت لری،څه مو وکړه له تاسو به پوښتنی کوی، او تا سو دپاسپورتو غم خوری،ولی؟
کولای شی چه دشمشاد دtv څخه زما سوالونه ځواب کړی٠
او که ډیر ضرورت و نو دغه غیرت هم لرم چه مخامخ در څخه دا سوالونه وکړم ،زه ژورنالیست نه یم بلکه یو افغان او دخپلی خاوری ازادی او استقلال غوښتونکی او یو افغان غواړم٠
دیرغلګرو په سر تندر په پوښتو او وطن مین له جرمنی څخه، که نور ادرس مو زماپه کار وی کولای شم چه در ې کړم٠


پښتون.
04.11.2010

تندر صیب سلامونه !
زه قانونی نه یم چی غلط نشی.
دا خو غیر قانونی دی او تاسی ورته ښاغلی لیکلی.دا خلک د دی خبرو په قصو کی ندی .او بیا دا قانونی خو یو نمبر چهارصدوبیست دی قسم قسم پلمی او فلمی اکټونه یی زده دی.او د کرزی لپاره ددوی هره خبره د سروزرو ارزښت لری.د همدغه غلو په واسطه د نورو نه پیسی لاس ته راوړی.او خپله کرزی هم دوی ته لاس په نامه ولاړ یی.او پدی پلمه به ځان د کرزی په تخرګ کی ننباسی چی ورسته یی د کوم غټ غل په حیث مقرر کړی.د دوی نه پوښتنی کول پکار ندی سر ترینه الوځول پکار دی.ځکه دوی به تاته هیڅ کله هم ریښتیا ونه وایی او نه به د خپلو اعمالو نه توبه اوباسی او هغه څه چی دوی دکونډو یتمانو او غریبو بیچارو نه غلا کړی بیرته بیت المال ته ورتحویل کړی او توبه اوباسی.خو نه دوی به همداسی خپلو کړو ته د حق نوم ورکوی او ویاړی به پری.


عنوان

tandar
04.11.2010

وروره هر څوک چه په دغو مقامونو قرار ولری او دهغی مقام وړ وی نو ښاغلی ورته په کار دی دا یوه دادب کلیمه او ددی کلیمی په لیکلو سره جانب ته اشاره ده چه لیکونکی دادب په چوکاټ کی زماڅخه یو څه غوښتونکی دی٠
او که څوک ددغی مقام لایق نه وی ،چه مثالونه ې تاسو ډیر ښکلی راوړی ،نو دښاغلی کلیمه ورته د چوکی وار دی ،دی ته ادبی لغته واې٠
ددهقان چوکه می مطلب دی چه دقولبی په وخت کی ورسره وی او سر کی تیره ستنه هم لری ،،


د بوسو خوسی دی.

پښتون.
04.11.2010

ښه نو قانونی به وایی چی تندره تاسی په دی غټه غوجله که همدا زه یو خوسی لیدلی یم دا نور څه سخوندرکی ندی .همدا چوکه ورته ډیره ښه ده.کاشکی چی د دوی هم څه ادب زده وی اولرلی هسی تش په نامه د بوسو خوسی دی.

نن مې ښه د بوسو سخی کړو نن یې بیا مازغه خراب دي
یا رقیب (قانونی)کې شرم نشته یا زما مازغه خراب دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more