د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ورورڼو خلک تښتی

tandar
03.11.2010

ورورڼو خلک تښتی
قانونی ددولت څخه غواړی چه هغه وکیلانو ته چه په تیرو انتخاباتو کی ې ځان کاندید کړی و مګر ناکم شویدی ،
١، دوی ته وسله ورکړی٠
٢،که سیاسی پاسپورت نه وی نو د مامورینو دخدمت پاسپورت ورکړی٠
٣،ددوی دامنیت غم وخوری٠
٤،زما سوال دادی چه سلاح دیرغلګرو په مقابل کی غواړی او که دملت په مقابل کی ؟
که دملت په مقابل کی غواړی ،نو دوی خو دملت مشران وه او ملت خو په دوی اعطبار کړی و،نو په سلاح څه کوی؟
غلو خدای مو نور هم وشرموه٠ چه ملت مو در په در کړو ٠
دټولو شپی او ورځی ترخی شوی دی ،هغه چا چه خارجی پاسپورتونه لرل هغه خو به تښتی چه دا نور به څه کوی ٠؟
دملت زور دخدای زور دی او پردی کټ تر نیمو شپو وی ٠
ګوډاګیانو ټینګ شی٠ خپل وطن درته سور اور دی،دی ته دخدای قهر واې٠
دازاد هیواد په هیله٠


shokoor
03.11.2010

تندر صیب سلام علیکم!
بده به نه وی چې د خبر سرچینه هم وښیئ ! که نه نو دا خبرې هسې خوشې تبلیغات ښکاري!

والسلام


عنوان

tandar
03.11.2010

شکورخانه زما سلامونه هم ومنه٠
زه چه ټوکه کوم ښه وی او که خرابه نو دټوکو ځای کی کوم او بل زه په خپله دپروپاګند او د ډار سړی هم نه یم ټول افغان څه کوی چه حتی پخوا هم دوظیفی نه می هم که ټول نه وی نو نیم افغانستان می هم پیژنی او زه هیڅ وخت کی په دی مخ کی چه یو مستنده موضوع نه وی هیڅ لیکنه نه کوم ځکه دغه مخ ماته خپل سیاسی،انقلابی،جهادی سنګر او دفتر ښکاری ٠
نو ته سرله سبا څخه اخبارونه ولوله ،رادیوګانی واوره او tv کی خبرونه وګوره٠
حتی دافغانستان tv کی قانونی دغه چیغی وهی٠
سلاح ګانی غواړی، دتیښتی لپاره پاسپورتونه غواړی٠
مګر زما سوال دادی چه چیرته تښتی؟
دکابل tv که لری دغرزی تر ګیری لاندی چالان دی او یو ساعت بعد خپله قانونی په جګ اواز چیغی وهی او رنګ کی ې وینه هم نه شته٠
چه هر چا دلته زما لیکنه ولیدله هغه به مستند ه وی ،زه دلته ټوکی نه کوم بلکه دیو افغان په صفت دوطن د ازادی په خاطر جهاد، او په جنایتونو دجنایتکارانو تبصیره کوم سره له ثبوته ٠
ماپه خپله دقانونی دخولی څخه واوریدل دبل چانه نه،هغه هم په پوښتو باندی او وکیلانو ته ې دورستی غونډی چه دوره ې ختمیږی وعهده ورکړه چه بعضو ته ې باید دخپل خدمت په مقابل کی مډالونه هم ورکړل شی
امید دی چه سوال دی ځواب شوی وی او دعلاقی نه دی مننه
ستاورور او دیرغلګرو په سر تندر٠


طالب ISI
04.11.2010

تندر صاحب سلامونه،
هسی پښتانه له لاری مه وباسه، تر کومه چې زه پوهیږم، تر راتلونکو لسو، پڼځلس کالو پوری به ، همداس حال روان وی، چی چیری پښتون، هلتی طالب ، هلته امنیتی مشکل، که پښتون آرامه هم وی، د ټولټآکنو په وخت کی ټلواله هلته مصنوعی طالبان را شنه کوی.

نن د تاجک او هزاره بچئ، سره له مور او پلاره هر څه لری، ښه آرامه ژوند لری، دا که به وزیرستان کی ، د پښتانه بچیان مری، یا خوست او کندهار کی، په دوی هیڅ اثر نه لری.
که طالب مړ کیږی هم پښتون، که عامی مری هم پښتون، ښونځئ که تړل کیږی هم پښتون، وکیل که وژل کیږی هم پښتون.

د نورو قومونږ زیاتره وګړو دومره پيسی پیدا کړی، چی که په افغانستان کی وی هم بس یی دی، که نه دوبئ خو شته.
کوم پاتی یی چی دی، هغه په درسونو مصروف دی، چی فارغ شی، نو هغه به هم ستا په سر آمر وی.

په امریکا کی ریپلیکانو او ډیر چوکئ وګټی، هغه به مو بیا چاره در وکړی.

چی کرزئ کوم تاجک وزیر کړی، بیا خو د ټولو پښتو په ټنډو خولی را ماتی وی، خو چی د مرستی او طرف دارئ خبره شی، بیا کرزی، ته ګوډاګئ وایی.

زما په اند په اوسنیو وختو کی باید پښتانه له مواقعو څخه ګټه واخلی، په خپلو منطقو کی امن راولی، پریږدی چی د آبادئ کارونه وشی، ځانونه ورسوئ، که داسی ونه کړو، نو همداسی په بدبختیو به اخته وو، په آخر کی به د هزاره او تاجک مزدور وی، په خپله منطقه کی د ښځو ښونځئ سوځوی، خو پنځلس کاله وروسته به د خپله ښځه په خره بار کړی وی، او هزاره ډاکتر، یا ډاکتری ته به یی ورولی.

چی خر هم لیونتوب شروع کړی، نو بیا دی زنانه هم تری راولیږی، او یا هزاره ډاکتر ښه وضعیت درسره ونه کړی، نو بیا به وایی، چی پر پدر د زما نعلت شی، چی د مشرف، فضل رحمان او حمید ګل په خوله می جهاد کولو.

آیا تاسی فکر کړئ چی دا نور قومونه ولی تجزیه غواړی؟
هغه خو پوهیږی چی پښتون یا مبارزه کوی، یا د پاکستان غلامی، او په دواړو حالاتو کی د خلکو سوکالی او پرمتګ نا ممکن دی، نو بهتره ده ، چی هیواد تری را بیل کړو، بیا پښتون پوی شه، جهاد یی پوی شه، او پاکستان یی پوه شه.

که فرض کړو، همداسی کار وشی، تاسی باور وکړئ چی پښتون به بیا هم په خپله خاوره کی جهاد ته ادامه ورکړی، او مزورئ، تداوئ..... نورو لپاره به د افغانستان د تاجکانو برخی ته ورځی.

باید ووایم چی د ننګرهار، لغمان، پکتیا پښتنو اوس ښه احساس پیدا کړئ، خو د کندهار، وردګو، لوګر ، هلمند، کندز، بغلان پښتانه تر اوسه د پاکستان په ټال زانګی.


Re: عنوان

shokoor
04.11.2010

سلام علیکم
[quote:e7a2246b54="tandar"]
چه هر چا دلته زما لیکنه ولیدله هغه به مستند ه وی ،زه دلته ټوکی نه کوم بلکه دیو افغان په صفت دوطن د ازادی په خاطر جهاد، او په جنایتونو دجنایتکارانو تبصیره کوم سره له ثبوته ٠ [/quote:e7a2246b54]
تندر صیب خوابدﺉ کېږﺉ مه! ښایی دیر شیان مو زده وي خوبده به نه وي چې د ژورنالیزم په اصولو هم ځان خبر کړﺉ! که تاسو د خپلو خبرو په پیل کې د خپلو سترګو لیدد خبر د سرچینې په توګه ښودلای وای موضوع حل وه او ما به د سرچینې پوښتنه نه وای کړې!

والسلام


monir
04.11.2010

سلامونه اوښې چارې!
[quote:2b2ca095fd="shaheer"]
کوم پاتی یی چی دی، هغه په درسونو مصروف دی، چی فارغ شی، نو هغه به هم ستا په سر آمر وی.[/quote:2b2ca095fd]
شهیره وروره مه نا امیده کېږه! د هغو پښتنو بچیان چې د دایکندی په جوړیدو سره له ارزګان نه بیل شوي او د داکندی په ولایت کې ژوند کوی هم ښونځي ته ځي او په راتلونکي کې به دپښتنو استازیتوب وکړي :lol: :lol: :lol:

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more