نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمنطق له رویه دیونس قانونی غوښتنه له دولته یو مستند اعتراف دی چه دوی دملت څخه نه وه انتخاب شوی٠
tandar
03.11.2010
دمنطق له رویه دیونس قانونی غوښتنه له دولته یو مستند اعتراف دی چه دوی دملت څخه نه وه انتخاب شوی٠
یونس قانونی له دولت څخه دتیرو ٥ کلنو وکیلانو چه په تازه انتخاباتو کی دده په شمول بریالیتوب نه دی حاصل کړی دامنیت تظمین غواړی٠
١،دملت دنماینده ګانو مشره تاسو خو دملت نماینده ګی کوله،نن له خپل ملته ولی ډاریږی؟
٢، قانونی صاحب چه دخپل ملت په غیږ کی ډاریږی ولی؟ ته خو دهغوی نماینده وی اوتاته ې دمشر نسبت کړی و ،ولی دی راتلونکی ژوند ددوی سره په خطر کی وینی؟
٣،قانونی صاحب ستا دخبری څخه داسی معلومیږی ،چه تاسو دملت نماینده ګان نه وی ،بلکه داشغالګرو په مشوره دملت خونه مو اشغال کړی وه٠
٤،تاسو نن له کوم دولت څخه خپل راتلونکی ژوند تظمین کړی غواړی؟
ایا دا دولت هم ملت انتخاب کړی دی که اشغالګرو؟
٥،قانونی صاحب زه پوهیږم چه تاسی او ټول جاسوسان دانټرنیټ مخونه لولی ،مثال ې دبعضو بندیدل دی، نو زه تاسوته تظمین درکوم چه دا اوسنی دولت به هم یو ه ورځ دخپل راتلونکی ژونددتظمین ناری وهی او په خپلو اعمالوبه پښیمانه او رسوا کیږی ،لکه دتاسو داننی ناری٠
٦،دتاسو دننی عمل او وارخطاې او راتلونکی ډار څخه ولی دا ننی دولت عبرت نه اخلی ؟ چه دا ورځ په دوی هم راتلونکی ده؟
٧،تاسو خو دافغان اولس دنماینده ګانو مشر وی ،سوال کوم ،
ایا دا خاوره اشغال شوی نه ده؟
ایا هره ورځ ددی ملت بچیان په بمونو نه مری؟
ایاددی ملت بچیان دیرغلګرو په زندانو کی نه شکینجه کیږی؟
ایاتاسی ټول چه ځانته نماینده ګان دملت واې ،کوم صلاحیت لری٠
ایادتاسوپه ډله کی ددی ملت په خونه کی دهمدی ملت کم قاتلین ناست نه دی؟
ایاتاسو دا فکر نه کولو چه ملت ړوند او کوڼ نه دی سبامو له ګریوانه نیسی؟
ایاتاسی په دی نه پوهیږی چه دا په نوم دولتی واکداران ځان په اشغالګرو ساتی ،یعنی ځان نه شی ساتلی ،دخپل ملت په غیږ کی ځای نه لری ، نو تاسو به څنګه وساتی؟ دامتل درسره جوړیږی چه واې ،یو له لوږی مړ کیدلو بل ې سر ته ډوډی لټوله ٠
ایا دتاسو څخه دخپل نجات لاره ورکه نه ده ؟
ایاقاتل ،جنایتکار او وطن فروش په جهان کی کوم تظمین شوی ځای لری ؟شاید دڅو ورځو دپاره لکه دتاسو ماموریت ،چه اوس ټول وارخطا یاستی او ولی؟
ایاتاسو دخپل ملت نه خبر ې چه اشغالګر نه غواړی؟
ایاکومه ورځ مو په دی هکله کومه غونډه جوړه کړیده ؟ او داشغالګرو دوتلو په هکله کوم فکر کړی دی؟ نه٠
پس تاسو ټول داشغالګرو مټ اوبازو یاستی ،او دغه ټولی چوکی داشغالکرو له خوا هوکی شوی دی نه دملت له خوا،ملټ ړوند نه دی هر څه وینی ،دحساب ورځ ې راځی انشاالله ډیر ژر٠
زه دټولو ګوډاګیانو په حال ډیر افسوس کوم چه ولی مو ځانونه ،پت او ناموس ددی خاوری د ډالرو په مقابل کی په اشغالګرو خرڅ کړیدی؟
دیرغلګرو په سر تندر