نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ټول افغان لويه جرګه : د روانې غميزې د ختمولو له پاره د حل لار موندنه
03.11.2010
درنو خويندو او ورونو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
داسې افغان به هېڅ نه وي او يا ډير کم وي چې د وطن او وطنوالو د روانې غميزې په اړه به بې فکره او بې اندېښنې پاتې وي او د حل
په په لټه کې به يې نه اوسي ! نو راځۍ چې ددغې غميزې د حل له پاره دلته د ټول افغان لويه جرګه پرانيزو اود ملي روغې جوړې د سرليک
لاندې مونږ خپلې طرحې وړاندې کړو . خو د جرګې سره د يو توپير په شرط چې
په دې بحث کې به هر سړی له ځان سره يو ديالوګ يا مطبواتي مرکه کوي :
پو ښتنې به پخپله په يو نوم ( لکه يو ژورنالست ) مطرح کوي اوځوابونه به په بل نوم (لکه د دلويې جرګې يا ملي شورا غړئ ) په توګه ورکوي .
مثلا ً ننګ (ن) ژورنالست له يوې ښځينه ميرمن لکه ښکلا (ښ) سره مرکه کوي او په دې ډول خپل فکر د حکومت او مقاومت ترمنځ
د ملي سولې د امکاناتو او نۀ امکاناتو په اړه څرګندوي هر څوک چې په خپل ديالوګ يا مصاحبه کې د روانې غميزې له پاره
تر ټولو پراخه ، هر اړخيز حل او ترټولو منطقي ترين تسلسل وړاندې کړي هغه به د سيالۍ ګټونکی ګڼل کيږي .
هر لوستونکي کولی شي يو ټاکلي ليکوال ته د خپلو پوښتنو لست وړاندې کړي ، خو ځوابول يې داوطلبانه دي،که ځوابوي يې بايد د تړاو
له مخې يې لومړی د خپلو سوالونو په توګه په مصاحبه کې ځای او بيا ځواب کړي .هر څيړونکی خپله مرکه د Edit له لارې چې څومره غواړي
غځولی شي، په دې شرط چې هدف (د غميزې حل موندنه ) او منطقي تړاو له لاسه ورنکړي .
په پای کې به د مسولينو شورا د ارزونې له پاره د څو تنو بې پلوه کسانو يو رفري پلاوی وټاکي ، څو د مسابقې ګټونکي ( لومړۍ ، دويمه او
دريمه درجه يې ) اعلام کړي . په دې توګه د ددواړو نړيو د ټولواکمن او ټولځواکمن خدای الله سبحانه وتعالی څخه تاسو ته په دې لاره کې
توفيق او بری غواړم ! دا هم تاسې او دا مو د بين الافغاني او پوهاوي ډګر .
په مينه او درناوي !
03.11.2010
ګرانو لوستونکو ،
دادی زه ننګيال (= ن) غواړم دلته له دروند او محترم ورور ښتين سره چې د هيواد يو بې پلوه سياسي شنونکی دی د سولې د امکان او نه امکان په اړه
يوه يا ديالوګ تر سره او تاسو ته يې وړاندې کړم :
زما لومړئ پوښتنه :
محترم رښتينپال صيب ! آيا باور لرئ چې د افغانستان غوند يو هيواد کې دې ملي روغه جوړه بري ته ورسيږي او که رسيږي په کومو او څه ډول شرايطو
سره بري ته رسېدلی شي ؟
رښتينپال : بسم الله تعالی !
هو! ولې نه، الله تعالی انسان د يو هدفمند او عقلمند موجود په توګه پيدا کړی او د افغان سيدجمال الدين په وينا په سپېڅلي قران کې الله تعالی
څو سوه څو ځلې د انسان په اړه د عقل ، فکر، تفکر، تعقل، افئده ، تدبير ، تدبر او داسې نور پوهيزونه ذکر کړي دي . داپه عين داسې حال کې چې
انسان د تخاصم ناروغي هم لري ، خو تخاصم يې د ژوند قانون نه دی ورټاکلی .
د الله تعالی اطاعت هم د هدفمند موجود په توګه پر انسان فرض شوی
نو د هدفمند موجود په توګه به اول يا اخر سولې ته غاړه ږدي ، ځکه چې جګړه د انسان او انسانيت له اصل او هدف سره شپاړس او منافي ده!
ښايي ته ووايې چې بيا نو ولې حکومت او طالبان سره سوله نه کوي ؟ آيا دوی دواړه خواوي انسانان نه دي که ځنګه ؟
خو نه داسې نه ده، دواړه خواوې شکر انسانان او مسلمانان او بيا افغانان هم دي، خو په دغه بڼه چې د حکومت ((هڅې)) روانې دي ، دا له هډ او تلسټه هډو
د سولې هڅې نه دي !
ننګيال ننګ (= ن) : تاسو د هدفمند ستاينتاړي له کارولو څخه دلته موخه څه ده او د حکومت يا مقاومت هڅې يا روغه جوړه تر کومه بريده د يوې مشخصې هدفمندۍ سره په تړاو کې وينئ ؟؟؟؟؟
رښتينپال (ر) : ما د هدفمندۍ پوهيزی د انسان د ټولګړې ځانګړنې په توګه کارولی، په دې معنی چې انسان د خپل خير او ګټې
په موخه کړنه(عمل )او کواندتيا تر سره کوي ، آن د الله تعالی اطاعت (بندګي) هم د خپل خير او ګټې په هيله کوي او د ژوند هدف يې د دواړو
دنياو خير او ګټه ده . که ددوزخ وېره ( خوف ) او د جنت اميد( رجا) نه وای، بيا به دغه لنډپاري انسان صرف دنياوي خير او ګټه په پام کې نيولای
او له بندګۍ څخه به يې سرغړونه کوله .
نو کله چې مونږ سوله د خپل مومن مسلمان ملت له پاره خير او ګټه بولو، موخه مو ددواړو دنياو له خير او ګټې څخه عبارت ده !
د مبارک اسلام حکم هم د مسلمان له پاره ددواړو (دنيوي او اخروي ) ګټو او کواندتياو تر منځ تعادل ساتل دي !
ن : زما په اند خو له دې عام او زرين اسلامي اصل او پرېنسيپ څخه خو هيڅوک هم انکار نه کوي .
ر: خوخبره صرف ددې پرنسيب په منلو کې نه ده، بلکې د هغه په مشخصو او هر وملي ابعادو کې ده چې لري يې .
ن : خو فکر نه کوم چې په عملي ابعادو کې به يې هم اختلافات موجود وي او که وي هم ډير لږ او جزوي به وي ، که څنګه ؟
ر : ننګيال صيب تاسو به فکر نه کوئ، خو ستر او کوټلي اختلافات په همدې عملي ابعادو کې دي ، نه په اصولو او عقايدو کې ، مثلا ً ، يو مثال :
سوله به ملي او اسلامي وي ، نو د افغانانو مسلمانانو تر منځ به وي او د افغان مسلمان اړڅونو تر منځ به کيږي، نو کفار او اشغالګر به نه په کې لاس لري او نه به د هغوی سره سوله کيږي !
يعنې د سولې لومړی شرط به له افغانستان څخه بې له قيد و شرطه د اشغالګر و د وتلو له پاره د نېټې اعلامول وي !
د سولې په ملي بعد کې له دې سره جوخت دا هم تړلې ده چې هېڅ بهرنی هيواد ته به
په خپله ګټه د سولې په تړاو د لاسوهنې او لاسلرني
چانس او حق نه ورکول کيږي . د سولې پروسه به کاملا ملي بين الافغاني پروسه وي !
ن : ستاسو په اند به دملي سولې لومړنی حکومت به څه خصوصيت او ترکيب ولري ؟
ر : دملي سولې حکومت به بشپړ آزاده، ملي او اسلامي واکمني پلې کوي ، د اشغالګرو او د هغوی د شتراتيزيکو متحدينولکه پاکستان اونورو له هر ډول اغيز څخه آزاد ، پاک او مبرا وي او د هند او پاکستان د خپلمنځي اړيکو په وړاندې به بالکل بېطرفه اوسي او له دواړو سره به د خپلو ملي ګټو په تلست خپلې اړيکي جوړوي او بس ٠
ن : او له القاعدې سره به څه چلند غوره کوي ؟؟؟؟