د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د بدعت حقیقی تصور

وزیري
03.11.2010

د بدعت حقیقی تصور:
له ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله عنها نه روایت ده چی محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
من أحدث فی امرنا هذا ما لیس منه فهو رد (مسلم، الصحیح، کتاب الاقضیة، باب نقض الاحکام الباطلة)

او په صحیح بخاری کی له ام المومنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها نه روایت ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
من احدث فی امرنا هذا ما لیس فیه فهو رد (بخاری، الصحیح، کتاب الصلح، باب اذا اصطلحوا علی صلح جور)

په دی دواړو حدیثونو کی د (احدث) نه بعد د (ما لیس منه) او (ما لیس فیه) الفاظ قابل د غور دی.
په عام عرف کی (احدث) په دین کی د شی ایجادولو ته وایی. او د مالیس منه لفظ د احدث مفهوم واضح کوی. له احدث نه مراد هغه نوی شی ده کوم چی په دی دین کی نه وی. اوس په دی رابطه یو سوال پیدا کیږی.

که له احدث نه مراد، په دین کی کوم نوی شی پیدا کول وی نو چی کوم نوی شی پیدا کیږی نو بیا ددی ویلو څه ضرورت ده چی مالیس منه یا مالیس فیه. ځکه چی که هغه ددین یوه حصه وی نو بیا نوی ورته ویل ضرورت نشته. او کوم شی که نوی وی نو بیا د احدث نه بعد د مالیس منه اضافه کول ضرور نه دی. خبره دا ده که له دین نه وی نو بیا محدثه نه ده او که نوی وی نو بیا د مالیس منه د ویلو ضرورت نشته.

احدث نه بعد د مالیس منه د فرمایلو حکمت:
په پورتنی حدیثونو کی د احدث نه بعد مالیس منه نقطی باندی د فکر او تدبر نه ورسته دی نتیجی ته رسیږو چی هر نوی کار مردود نه ده بلکی هغه نوی کار مردود ده چی د کوم لپاره په دین کی کوم اصل، مثال، ذکر، معرفت او یا حواله نه وی. ددی په رابطه علامه ابن اثیر جزری (المتوفی ۶۰۶ هجری) د احداث د معنی په تعیین کی داسی لیکی:
وعلی هذا التاویل یحمل الحدیث الآخر کل محدثة بدعة انما یرید ما خالف اصول الشریعة ولم یوافق السنة (ابن اثیر جزری، النهایة فی غریب الحدیث و الاثر، اول جلد صفحه ۱۰۶ او ابن منظور افریقی، لسان العرب، اتم جلد صفحه ۶)

امام غزالی رح هم دا نظر لری او لیکی:
فلیس کل ما ابدع منهیا بل المنهی بدعة تضاد سنة ثابتة و ترفع امرا من الشرع مع بقاء علته (غزالی، احیاء العلوم، دوهم جلد، دریمه صفحه)

په لیس فیه او لیس منه کی فرق:
د هرکار دوه حیثیته وی – یو یی اصل او بل یی هییت لکه د لمونځ اصل د الله جل جلا له ذکر او هییت یی په مخصوصه وختونو کی خاصی طریقی سره عبادت کولو ته وایی. همدارنګه لکه د روژی د نیولو اصل حصول تقوی ده او هییت یی د یو خاص وخت نه یو خاص وخته پوری خوراک او څښاک نه کول دی.
نو (ما لیس فیه) نه مراد داسی یو کار را منځ ته کول دی د کوم لپاره چی په شریعت کی اصل، کومه حواله، کوم مثال او کوم بنیاد موجود نه وی او په مالیس فیه او مالیس منه کی دا د (ه) ضمیر مرجع (امرنا هذا) ده. یعنی داسی یو نوی کار پیداکول چی ددین په ضروریاتو کی نه وه.

د یوی مغالطی ازاله او د (فهو رد) درست مفهوم:
ام المؤمنین حضرت بی بی عایشه رضی الله عنها روایت کوی چی جناب محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
من عمل عملا لیس علیه امرنا فهو رد (مسلم، الصحیح، کتاب الاقضیه، باب نقض الاحکام الباطلة)
په دی حدیث کی د لیس علیه من امرنا نه په عام طور دا معنی اخستل کیږی چی هر کار مثلا ایصال ثواب، میلاد او نور سماجی، روحانی او اخلاقی امور که په هغه باندی د قرآن او حدیث نص موجود نه وی نو دا بدعت او مردود دی. دا مفهوم سراسر غلط او پر جهالت مبنی ده ځکه چی له دی حدیث نه دا مراد واخستل شی چی هر هغه شی که په قرآن او حدیث کی نه وی مردود ده نو بیا به د مباحاتو څه حکم وی په کوم کی چی د شریعت حکم نشته.
نو د ام المؤمنین رض نه مروی دواړه روایاتو کی د فهو رد اطلاق نه صرف په مالیس منه باندی کیږی او نه خو هم فقط په (احدث) بلکی ددی صحیح اطلاق به په هغه صورت کی وی چی په کوم کی (احدث او مالیس منه) دواړه سره جمع شی یعنی مردود به فقط هغه عمل وی کوم چی بالکل په دین کی نوی وی او کوم اصل، مثال یا دلیل هم په دین کی ونه لری او له هیڅ جهت نه هم د دین په تعلمیاتو کی ثابت نه وی. نو ددی وضاحت په رڼایی کی هر محدثه چی بدعت او ضلالت شمارل کیږی دوه شرایط په کی لازمی دی.
اول: په دین کی ددی لپاره کوم اصل، مثال یا دلیل موجود نه وی.
دوهم: نه صرف د دین مخالف او متضاد وی بلکی د دین نفی وکړی او احکام د سنتو مات کړی.

لهذا نو معلومه شوه چی هر نوی کار چی د کوم لپاره اصل بالواسطه یا بلا واسطه په قرآن او سنت کی نه وی او دا بیا د دین په ضروریاتو کی وشمارل شی کوم چی په اصل کی د دین مخالفت وی نو داسی بدعت ته بد بدعت او بدعت ضلاله وای لکه چی رسول الله ص فرمایلی: کل بدعة ضلالة.
معروف غیر مقلد عالم شیخ وحیدالزمان (المتوفی ۱۳۲۸ هجری) د علامه بهوپالی په حواله په خپل کتاب هدیة المهدی کی لیکی: چی بدعت هغه شی ته وایی چی د هغه په بدل کی کوم سنت پاتی شی او په کوم شی کی چی سنت ترک نه شی نو هغه په خپل اصل کی مباح ده (وحید الزمان، هدیة المهدی، صفحه ۱۱۷)

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more