د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

شاید تاسی هم وخندوی؟

tandar
02.11.2010

دغرزی خبری ماته خندا راوستله ځکه می دټوکو بحث ته وړاندی کړه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
اېران ډاکټر سپنتا ته هم رشوت ورکړى وو
د نيوزويک مجلې افغان چارواکو ته د اېران د پيسو په هکله يو مطلب خپور کړى او وايي يوازي ولسمشر کرزى نه دئ چي له اېران څخه نغدي پيسې ترلاسه کوي.
نيوزويک ليکي د افغانستان هر چارواکى چي اېران ته سفر وکړي، له ها خوا هرو مرو د نغدو پيسو له بنچو سره راځي.
نيوزويک اونيزه وايي د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم له هغو افغان چارواکو څخه دئ، چي د اېران حکومت رشوت ورکړى وو.
په مطلب کي راغلي چي ډاکټر سپنتا د بهرنيو چارو د وزارت پر مهال اېران ته سفر کړى وو، هلته يې اېراني سيال ته ويلي وو، چي د اېرانيو مېرمنو چادرۍ يا حجابونه يې ډېر خوښېږي.
نيوزويک وايي د ډاکټر سپنتا دې خبري اېراني چارواکي ډېر خوشحاله کړي وو، تر سفر وروسته چي کابل ته راتلى هغوى يو بکس ورکړى وو او ورته ويلي وو چي په دې کي يې د ډاکټر سپنتا مېرمني ته يوه اېرانۍ چادري ډالۍ کړې ده، ډاکټر سپنتا چي کابل ته راغلى وو، اېراني چارواکو له چادرۍ سره ٥٠٠٠٠ ډالره هم ايښي وو.
د راپور له مخي ډاکټر سپنتا د اېران په دې رشوت خپه وو او غوښتل يې چي د اېران پيسې بيرته ور ولېږي، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يې په دې خاطر مخنيوى کړى وو، چي دا د اېران دولت ته سپکاوى دئ او ښايي اېراني حکومت په غوصه سي.
نيوزويک وايي ډاکټر سپنتا له ډېر ټينګار سره - سره هغه پيسې وانه خيستې، آخر يې د ماليې وزارت ته وسپارلې.

سلېمان يوسفي


پښتون.
02.11.2010

د راپور له مخي ډاکټر سپنتا د اېران په دې رشوت خپه وو او غوښتل يې چي د اېران پيسې بيرته ور ولېږي، خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يې په دې خاطر مخنيوى کړى وو، چي دا د اېران دولت ته سپکاوى دئ او ښايي اېراني حکومت په غوصه سي.[quote:47e326a724]پورته ټوکه د خبر په ځای تیره شوی ده .ههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه[/quote:47e326a724]

وایی یو وخت د درواغو ویلو مسابقه شوه نو د هر مملکت نه یو درواغجن راتلو چی دروغ ووایی او اتل ولی خپله کړی.نو هر یو به خپل دروغ وویل ،چاته به چک چکی وشوی او چاته به ونشوی. نو وار د افغان راغی هغه ستیژ ته راجګ شو او شروع یی وکړه چی د افغانستان حکومت د درغلیو او رشوتخوروڅخه پاک دی،چی یو وار چک چکی شوی او ټول د تالار خلک په پښو ودریدل چی واه واه څه نامی دروغ،سړی چی هر څومره ناری وهلی چی زما درواغ لاندی شروع شوی نو خلکو ورته ویل چی د دی نه نو غټ دروغ په دنیا که هم پیدا کړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more