اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دله ځانه جوړوبدعاتوګټه!
مومن مهاجر
02.11.2010
تاند(دوشنبه/نومبر۱) اجمیر په جنوبي اسیا کې د مسلمانو زیارت کوونکو لپاره یو مهم ښار دی. د هند راجستان ایالت پولیس وایي چې دوی په اجمیر کې د هغو دریو مسلمانانو د مړینې په اړه پلټنې کوي چې د اجمیر شریف زیارت ته به تلل او ثوابي روژې به یې نیولې. دغه درې واړه کسان د یوې کورنۍ غړي دي. یو پکې دولس کلن هلک ، بل اولس کلن زلمکی او بله یوه دوه ویشت کلنه ښځه ده . دوی چې د صوفیانو له یوې ډلې سره یې تعلق و، په ظاهره دومره ډیره لوږه ګاللې چې سا یې ورکړې ده.
پولیسو لس نور روژه تیان هم د بیهوشۍ په حال کې موندلي او روغتون ته یې رسولي دي چې ژوندي پاتې شي.
خو د اجمیر د پولیسو یو مشر هایپراسډ شرما رسنیو ته ویلي دي چې دغه کسان په روغتون کې له دوا او ډوډۍ خوړولو سره مخالفت کوي او وایي چې لوږه راته بهتره ده.
پولیس وایي دغه کسان له تیرو دیرشو میاشتو په اجمیر کې اوسي، په منظم ډول د اجمیر شریف زیارت ته ورځي او د روژې په حال کې دي. د اجمیر شریف د زیارت د کارکوونکو په قول، دې زیارت ته هره ورځ شاوخوا پنځه زره کسان راځي او په ګڼو زیارت کوونکو کې د هغو زایرانو پیژندل ورته اسان نه دي چې دومره لوږه او سخته یې په ځان تیره کړې ده.
حذيفه
02.11.2010
السلام عليکم !
يقيناڅوک چي خپل عقل دالله اورسول صلی الله عليه وسلم په مقابله کي جنګوي نوتل به له داسي تباهيواوناکاميوسره مخ وي .الله جل جلاله په قرآن کريم څومره ښه ويلي دي :وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (الحشراية7 )
بل ځای الله تعالی وايي :ولقدکان لکم في رسول الله اسوةحسنة .
نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دي هلکه وخپل امت ته وايي :عن أنس بن مالك رضي الله عنه يقول جاء ثلاثة رهط إلى بيوت أزواج النبي صلى الله عليه و سلم يسألون عن عبادة النبي صلى الله عليه و سلم فلما أخبروا كأنهم تقالوها فقالوا وأين نحن من النبي صلى الله عليه و سلم قد غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر قال أحدهم أما أنا فإني أصلي الليل أبدا وقال آخر أنا أصوم الدهر ولا أفطر وقال آخر أنا أعتزل النساء فلا أتزوج أبدا فجاء رسول الله صلى الله عليه و سلم إليهم فقال : " أنتم الذين قلتم كذا وكذا أما والله إني لأخشاكم لله وأتقاكم له لكني أصوم وأفطر وأصلي وأرقد وأتزوج النساء فمن رغب عن سنتي فليس مني "
(متفق عليه، مشکوة باب الاعتصام بالکتاب والسنة ۱ / ۲۸(
ژباړه : له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي درې کسان درسول اکرم صلی الله عليه وسلم مېرمنوته راغلل دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دعبادت په اړه يې پوښتنه کوله ، کله چي دوئ ورته بيان کړ، نو هغوئ لږوبالی اوويې ويل : زموږاودنبي کريم صلی الله عليه وسلم خوډېرتوپيردی هغه ته خومخکينۍ اووروستنۍ ټولي خطاوې وربخښل سوې دي . په دوئ کي يوه وويل : زه به تل دشپې لمونځ کوم، هغه بل وويل : زه به تل دورځې روژه نيسم اونه به يې خورم اودرېيم وويل : زه به ځان له ښځوګوښه کوم نکاح به نه کوم . بيارسول اکرم صلی الله عليه وسلم دوئ ته راغی اوورته ويې ويل : هغه تاسوواست چي داسي خبرې موکړې وې؟ قسم په الله ! زه ترتاسوله الله جل جلاله ډېروېرېږم اوترتاسودالله جل جلاله ډېرمتقي يم خوزه روژه هم نيسم اوهم يې خـــورم، هم لمونځ کوم اوهم ويدېږم اونکاح هم کوم ، نوچاچي زماله سنته اعراض وکړهغه له ماسره هيڅ تړاونه لري .
Please cherish the time - famous quotes
SMILER45
03.11.2010
بسم الله الرحمن الرحيم
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ
وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
وَلا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ
وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ
1. Say : O ye that reject Faith!
2. I worship not that which ye worship,
3. Nor will ye worship that which I worship.
4. And I will not worship that which ye have been wont to worship,
5. Nor will ye worship that which I worship.
6. To you be your Way, and to me mine.
نصراني لیکنه مو نګه شوه !!!!!
حلیمي