د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیت الکرسی او د علم غیب موضوع

وزیري
02.11.2010

آیت الکرسی او د علم غیب موضوع

د علم غیب په پیژنګلوی کی آیت الکرسی یو مرکزی او کلیدی اهمیت لری. له ټولو نه مخکی په دی خبره پوهیدل مهم دی چی آیت الکرسی د الله جل مجده د ذات او صفات له پلوه د یو ډیر جامع آیت درجه لری. دا آیت د الله جل جلا له په عظیم نوم سره شروع شویده او او خلکو ته ددی درس ورکوی چی دا الله جل جلا له هغه ذات ده چی واجب الوجود، قدیم بالذات، د ټولو نیکو صفتونو درلودنکی او له هرقسم عیب نه پاک ، مبرا او تنها د عبادت لایق ده. بیا د الوهیت اثباد د باطلو معبودانو په نفی سره کوی. بعد له دی نه دده د داسی صفاتو ذکر کیږی چی همیشه ژوندی او قایم ده کوم چی د خپل حیات او قیام له پلوه هیچا ته هم محتاج نده. همشه حی او قیوم ذات ده چی له هرقسم خوب، پریشانی او ستړیا نه منزه ده. د ټولو کایناتو که پاس دی او که لاندی، په هرځای کی دده حکمرانی په کامله توګه برپا ده. دده د اجازی پرته هیڅوک دا مجال او قدرت نه لری چی د چا شفاعت وکړی. له دی صفاتو نه بعد الله جل جلا له د خپل علم ذکر په دی الفاظو سره کوی:
یعلم ما بین ایدیهم وما خلفهم ولایحیطون بشیء من علمه الا بما شآء.
یعنی: هغه څه چی د مخلوقاتو په مخکی (کیږی او یا شویدی) دی او هغه څه چی له دی بعد (کیدو والا دی) دی الله جل جلا له په ټولو باندی خبر ده. او هیڅ شی هم دده علم نشی احاطه کولای مګر که دی وغواړی.

او خبره داده چی د (هم) ضمیر مرجع څوک/څه شی ده؟
دلته اوس سوال پیدا کیږی چی په مابین ایدیهم وما خلفهم کی د (هم) ضمیر څه شی ته ده او له دی نه څه مراد ده؟ ددی جواب به دا وی چی د (هم) ضمیر مرجع ددی آیت کریمه مخکی مذکوری کلمی چی له ما فی السموت وما فی الارض دی وی. که له دی پلوه ورته وګورو نو د (هم) ضمیر نه مراد پاس او لاندی عالمونه یعنی زمکه او اسمانونه او په دی کی اوسیدونکی ټول مخلوقات کوم چی د عقل او شعور حامل او حصول علم صلاحیت لرونکی دی مراد وی. ګویا په دی کی جمیع صاحبان عقل او شعور، انبیاء، ملایکه، جنات، انسان او نور داسی شیان راځی. او یا د (هم) ضمیر دوهمه مرجع ددی آیت کریمه مخکی حصه چی (من ذا الذی یشفع عنده الا باذنه) مراد ده. که له دی پلوه ورته وګورو نو له دی نه بیا شفعاء مراد چی انبیاء او ملایکه دی. ددی مرجعی په نظر کی نیولو سره نو بیا دا معنی ورکوی چی: چی الله جل جلا له د شفعاء چی انبیاء او ملایکی دی له دی وو نه مخکی چی څه وه او له دی وو نه ورسته چی څه دی پری باخبره ده او پوره علم پری لری.
اوس نو که دوهمه معنی ترینه واخستل شی او انبیاء او ملایکو پوری محدوده شی نو د مخلوق اکثره ذی شعوره طبقه به تری پاتی شی. حالانکه د الله جل جلا له علم د انبیاءوو او ملایکو په اندازه نورو ذی شعورو او لاشعور ته هم شته ده. بناء اولی مرجع ته ترجیح ورکول به بهتره وی.
همدارنګه مفسرینو هم دواړه ارخه څیړلی او اولی مرجع ته یی ترجیح ورکړی ده لکه:
امام اسماعیل حقی رح لیکی:
والضمیر لما فی السموات وما فی الارض لان فیهم العقلاء فغلب من یعقل علی غیره او لما دل علیه من ذامن الملایکة والانبیاء فیکون للعقلاء خاصة. (اسماعیل حقی، روح البیان، اول جلد صفحه ۴۳)

امام قرطبی رح لیکی:
قوله تعالی (یعلم مابین ایدیهم وما خلفهم) الضمیر ان عاید ان علی کل من یعقل من تضمنه قوله: له ما فی السموت وما فی الارض. (قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، دریم جلد صفحه ۲۷۶)

علامه سید محمود آلوسی رح لیکی:
وضمیر الجمع یعود علی ما فی (المسوت) الخ لا انه غلب من یعقل علی غیره وقیل للعقلاء فی ضمنه فلا تغلیب و جوز ان یعود علی ما دل علیه (من ذا) من الملایکة والانبیاء وقیل الانبیاء خاصة. (آلوسی، روح المعانی، دریم جلد صفحه ۹)

امام ابن جوزی رح هم د (هم) ضمیر نه مطلب ټول مخلوق اخیستی ده. دی ددی آیت په تفسیر کی وایی:
(یعلم ما بین ایدیهم وما خلفهم) ظاهر الکلام یقتضی الاشارة ولی جمیع الخلق. (ابن جوزی، زاد المسیر، اول جلد صفحه ۳۰۳)

د مابین ایدیهم وما خلفهم مفهوم:
اوس دلته دوهم سوال دا پیدا کیږی چی د مابین ایدیهم وما خلفهم څه مطلب ده؟ ددی سوال په جواب کی بعضو مفسرینو په خپلو کتابو کی داسی بیان کړیده.

اول مفهوم:
ددی یو مفهوم خو داده چی مابین ایدیهم نه مراد هغه امور دنیاوی دی چی د اهل بینش په مخکی تیر شوی وی او وما خلفهم نه مراد هغه امور دی چی له دی نه بعد واقع کیږی او د اهل عالم له نظرو نه پټ دی. په دی کی ټول هغه امور شامل دی چی په اخروی ژوند کی به مخی ته راځی. الله جل جلا له دنیوی احوال چی ددوی په مخکی تیریږی او اخروی احوال چی ددوی نه پټ دی پری پوهیږی.

اما ابن جریر طبری رح ددی په تفسیر کی وایی:
یعلم مابین ایدیهم ما ماضی من الدنیا وما خلفهم من الآخرة او په بل ځای کی لیکی: قوله یعلم مابین ایدیهم ما مضی امامهم من الدینا وما خلفهم ما یکون بعدهم من الدنیا والآخرة (طبری، جامع البیان دریم جلد صفحه ۷)

امام رازی رح د مجاهد، عطا او سعدی علیهم الرحمه دا قول رانقل کړی:
(مابین ایدیهم) ما کان قبلهم من امور الدنیا (وما خلفهم) ما یکون بعدهم من امر الاخرة. (رازی، التفسیر الکبیر، ۷ جلد، لسمه صفحه)

علامه محمود الوسی رح لیکی:
یعلم مابین ایدیهم ای امر الدنیا وما خلفهم ای امر الاخرة. (آلوسی، روح المعانی، دریم جلد، نهمه صفحه)

دوهم مفهوم:
مابین ایدیهم نه مراد حاضر او مشهود ده او ددی معنی هغه څه دی چی فعلا په سترګو لیدل کیږی او وما خلفهم نه مراد غایب ده چی له دی نه وروسته کیږی او زمونږ له نظرونه پټ ده.
اما رازی رح ددی په تفسیر کوی او له حضرت عطا رح نه نقل کوی هغه بیا سیدنا حضرت ابن عباس رض نه روایت کړی وایی:
(یعلم مابین ایدیهم) من السماء الی الارض (وما خلفهم) یرید مافی السموت. (رازی، التفسیر الکبیر، اووم جلد، لسمه صفحه)

امام ابوحیان اندلسی رح لیکی:
مابین ایدیهم ما اظهر وا وما خلفهم ما کتموه. او په بل ځای کی بیا داسی لیکی: ما بین ایدیهم الحاضر من افعالهم و احوالهم وما خلفهم ما سیکون. (ابوحیان اندلسی، البحر المحیط، دوهم جلد، صفحه ۲۷۹)

دریم مفهوم:
مابین ایدیهم نه مراد خلق مخلوق نه مخکی احوال او له ماخلفهم نه مراد د خلق مخلوق هغه احوال چی له دی بعد وقوع پذیر ده.

ابوحیان اندلسی رح لیکی:
مابین ایدیهم هو ماقبل خلقهم وما خلفهم هو ما بعد خلقهم. (پاسنی حواله)

څلورم مفهوم:
مابین ایدیهم نه مراد هغه څه چی ستاسی په علم کی دی او ما خلفهم نه مراد هغه څه چی ستاسی په علم کی نه دی.

علامه بیضاوی رح ددی په تفسیر کی لیکی:
یعلم مابین ایدیهم وما خلفهم اوما یدرکونه وما له یدرکونه. (بیضاوی، انوار التنزیل، اول جلد، صفحه ۲۱۶)

قاضی محمد ثناء الله پانی پتی رح هم ترینه همدا د امام بیضاوی رح مطلب اخیستی دی، لیکی:
مایدرکونه وما لایدرکونه (قاضی ثناء الله، تفسیر المظهری، اول جلد، صفحه ۳۵۸)

پنځم مفهوم:
په روح البیان تفسیر کی امام اسماعیل حقی رح د پورتنی مفاهیم نه علاوه یو بل مفهوم بیان کړیده چی دا صوفیانه تفسیر ده چی حقی رح یی کوی، دی لیکی:
(یعلم) محمد صلی الله علیه وسلم مابین ایدیهم من الامور الاولیات قبل خلق الله الخلایق کقوله (اول ما خلق الله نوری) وما خلفهم من احوال القیامة وفزع الخلق وغضب الرب و طلب الشفاعة من الانبیاء و قولهم نفسی نفسی و حوالة الخلق بعضهم الی بعض حتی بالاضظرار یرجعون الی النبی صلی الله علیه وسلم لاختصاصه بالشفاعة. (اسماعیل حقی، روح البیان، اول جلد، صفحه ۴۰۳)

نو، له پورتنی پنځه مفاهیمو نه دا معلومیږی چی الله جل جلا له په کاینات ارض وسماوات کی چی څومره مخلوق اوسیږی ددوی مخکی، وروسته، ظاهری او باطنی ټول احوال الله جل جلا له ته مکمل معلوم دی. او شان داده چی دا ټول علم من کل الوجوه محیط ده.

امام ابن کثیر رح خپله رایه داسی لیکی:
(یعلم مابین ایدیهم وما خلفهم) دلیل علی احاطة علمه بجمیع الکاینات ما فیه وحاظرها و مستقبلها. (ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، اول جلد، صفحه ۳۰۹)

د احاطه علم نفی او د مخلوق د علم مرتبه:
ولا یحیطون بشیء من علمه الا بما شاء
د آیت کریمه په اوله برخه کی الله جل جلا له د خپل علم په باره کی معلومات راکړل اوس الله جل جلا له د خپل علم په څنګ کی د مخلوق د علم د مرتبی بیان کوی. ځکه چی دلته د ولایحیطون فاعل انبیاء، ملایکه او نور جمیع مخلوقات دی.

اما اسعاعیل حقی رح د ولایحیطون تفسیر په دی الفاظو سره کوی:
(ولا یحیطون) ای لا یدرکون یعنی من الملایکة والانبیاء وغیرهم. (اسماعیل حقی رح، روح البیان، اول جلد، ۴۰۳ صفحه)
په دی کی مطلقا د علم مخلوق نفی نه ده مراد بلکی د احاطه علم نفی ده. په (من علمه) کی د (ه) ضمیر مرجع الله جل جلا له ده او (من) د تبعیض لپاره ده او پر (شیء) باندی (ب) هم د تبعیض لپاره ده ځکه چی په اخیر کی راتلونکی تنوین د تنکیر فایده ورکوی. نو معنی به دا ورکړی چی هغه د الله جل جلا له په علم کی د معمولی شی احاطه هم نه شی کولای.

علم او په احاطه د علم کی فرق:

نور بیا .....


وزیري
02.11.2010

ّپه تیر پسی...

علم او احاطه علم کی د فرق په پوهیدو نه مخکی باید د علم او احاطه علم په لغوی معنی وپوهیږو.

علم: العلم ادراک الشیء بحقیقته. (راغب اصفهانی، المفردات)
احاطه: الاحاطة ادراک الشیء بکماله ظاهرا و باطنا. (جرجانی، التعریفات، صفحه ۳۲)

امام ابو حیان اندلسی رح د احاطی د لفظ داسی معنی کوی:
الاحاطة تقتضی الحفوف بالشیء من جمیع جهاته والاشتمال علیه. (ابوحیان اندلسی، البحر المحیط، دوهم جلد، صفحه ۲۷۹)

او ابن جوزی رح یی تعریف داسی کوی:
یقال لکل من احرز شیا اوبلغ علمه اقصاه قد احاطه به. (ابن جوزی، زاد المسیر، اول جلد، صفحه ۳۰۴)

او علامه محمود آلوسی یی بیا داسی تعریفوی:
الاحاطة بالشیء علما علمه کما هو علی الحقیقة والمعنی لا یعلم احد من هولاء کنه شیء ما من معلوماته تعالی (الا بما شاء) ان یعلم. (آلوسی، روح المعانی، دریم جلد، صفحه ۹)

نو له دی تعریفو نه دا معلومیږی چی (علم) یعنی د یو شی حقیقت پیژندل او (احاطه) د یو شی د حقیقت داسی پیژندګلوی چی حتی یو کونج یی هم نه وی ترینه پاتی. نو له دی نه معلومه شوه چی الله ج هر چا ته هر قسم علم ورکولای شی که دده خوښه شی مګر احاطه فقط الفقط دده شان سره ښایږی او مخلوق کی کوم نفر ته نه ده ورکړی.

علم محیط د خالق او علم محاط د بنده صفت ده:

ان الله بما یعملون محیط
وکان الله بما یعملون محیطا
وکان الله بکل شیء محیطا
ان ربی بما تعملون محیط
وان الله قد احاط بکل شیء علما

دا خبره په ذهن کی ساتل په کار دی چی الله په آیت الکرسی کی د ټول مخلوق لپاره که هغه انبیاء دی، صلحاء دی، ملایک او یا نور مخلوق دی دی ټولو ته یی احاطه علم کی نفی کړیده خو مطلقا علم ته یی نفی نه ده کړی. که چیرته یی مخلوق ته د علم نفی کړی وای نو بیا به یی د ولایحیطون په ځای ولا یعلمون فرمایلی وای.

قاضی ثناء الله پانی پتی رح په دی باره کی فرمایی:
ولم یقل ولایعلمون شیا تنبیها علی ان العلم التام المحیط بکنه الاشیاء کلها مختص به تعالی ولایوجد احاطة علم غیره بکنه شیء الا نادرا. (قاضی ثناء الله، تفسیر المظهری، اول جلد، صفحه ۳۵۸)

جزیی علم محاط:
ملایکو الله جل جلاله ته وویلی:
قالوا سبحنک لا علم لنا الا ما علمتنا.
په دی ځای کی فرشتو ددی اقرار وکړو چی یا الله ج مونږه غیر له هغه علم نه چی تا مونږه ته راکړی دی هاخوا نه پوهیږو نو له دی نه معلومه شوه چی د الله ج له معلوماتو نه علم حاصلیږی ولی احاطه نه کیږی. که احاطه ورکول شی نو بنده به په لامحاله طور د الله ج صفت علم کی شریک شی کوم چی ناممکنه ده او داسی عقیده لرل کفر ده.

کلی علم محاط:
الله ج حضرت آدم ع ته د ټولو شیانو معلومات مخکی له مخکی ورکړی وه کوم یی چی د ملایکو په مخ کی پیش کړل او هغوی یی په بدل کی د لاعلمی اقرار وکړو، الله ج وایی:
وعلم ادم الاسماء کلها.

امام ابن کثیر رح وایی:
الصحیح انه علمه اسماء الاشیاء کلها ذواتها وصفاتها و افعالها کما قال ابن عباس حتی الفسوة والفسیة عینی ذوات الاسماء والافعال المکبر والمصغر. (ابن کثیر‎‎، تفسیر القرآن العظیم، اول جلد، صفحه ۷۳)

په صحیح بخاری کی د شفاعت په حدیث کی ذکر دی چی کله خلک حضرت آدم ع ته راشی نو ورته به ووایی:
انت ادم ابو الناس خلقک الله بیده واسکنک جنته واسجد لک ملایکة وعلمک اسماء کل شیء فاشفع لنا عند ربک حتی یریحنا من مکاننا هذا. الخ. په دی حدیث کی هم د (کل) کلیمه استعمال شویده.

د (علمه) مفهوم:
قرآن مجید کی ارشاد ده: ولا یحیطون بشیء من علمه.
اوس دا سوال پیدا کیږی چی (علمه) یعنی څه؟ ددی ځواب به دا وی چی د (علمه) دری معناوی کیداشی.

اوله معنی: معلومات الهیه:
له دی نه هغه معلومات الهیه مراد دی چی د نوعیت او جامعیت اندازه یی هیڅوک هم نشی کولای. اکثره مفسرینو همدی معنی ته ترجیح ورکړی ده. امام رازی رح فرمایی:
المراد بالعلم ههنا المعلوم والمعنی ان احدا لا یحیطون بمعلومات الله تعالی. (رازی، التفسیر الکبیر، اووم جلد، صفحه ۱۱)

امام قرطبی رح وایی:
العلم هنا بمعنی المعلوم ای ولایحیطون بشی من معلوماته. (قرطبی، الجامع لاحکام القران، دوهم جلد، صفحه ۲۷۶)

امام ابن جوزی لیکی:
والمراد بالعلم هاهنا المعلوم. (ابن جوزی، زادالمسیر اول جلد صفحه ۳۰۴)

قاضی ثناء الله پانی پتی رح وایی:
ولایحیطون بشی من علمه ای معنی معلوماته. (قاضی ثناء الله، التفسیر المظهری اول جلد صفحه ۳۵۸)

الهی ذات معلوم نه علیم ده:
معلوم هغه شی ته وایی چی د علم په احاطه کی وی. ټول کاینات د الله ج د علم په احاطه کی دی نو دیته معلوم وایی او الله ج د هیچا په احاطه کی نه دی نو ځکه ورته معلوم نه وایی: الله ج وایی: ولایحیطون به علما.

دلته یو سوال دا پیدا کیږی چی که الله ج معلوم نه ده نو بیا څه شی ده. ددی ځواب دا ده چی د الله ج په باره کی دا عقیده ساتل په کار دی چی هغه علیم ده. لکه چی وایی: و ان الله بکل شیء علیم. / ان ربک هو الخلق العلیم.

علم او معرفت کی فرق:
علم پوهیدل او معرفت پیژندلو ته وایی. د علم تعریف مخکی وشو او د معرفت تعریف دا ده:
المعرفة والعرفان ادراک الشی بتفکر و تدبیر لاثره وهو اخص من العلم ویضاده الانکار ویقال فلان یعرف الله ولا یقال یعلم الله. (المفرداد فی غریب القرآن: ۲۳۰)

د الله ج په ذات کی فکر کول انسان ګمراهی ته کش کاږی ځکه چی الله ج معلوم نه بلکی علیم ده. چی معلوم وی هغه محاط ده او چی علیم وی هغه محیط ده. نو همدا خبره ده چی د الله علم نه بلکی معرفت حاصلیږی.
د (علمه) دوهمه معنی: علم غیب:
د (من علمه) یوه معنی د الله ج خاص علم چی علم غیب ده هم کیدای شی لکه:

نور بیا....


Eyes can speak

SMILER45
03.11.2010

بسم الله الرحمن الرحيم

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ

لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ

وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ

وَلا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ

وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ

لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ

1. Say : O ye that reject Faith!

2. I worship not that which ye worship,

3. Nor will ye worship that which I worship.

4. And I will not worship that which ye have been wont to worship,

5. Nor will ye worship that which I worship.

6. To you be your Way, and to me mine.

عیسوی تبلغ ړنګ شو !!!
حلیمي


وزیري
03.11.2010

ّپه تیر پسی...

د (علمه) دوهمه معنی: علم غیب:
د (من علمه) یوه معنی د الله ج خاص علم چی علم غیب ده هم کیدای شی لکه:

قاضی ثناء الله پانی پتی رح لیکی:
والمراد بعلمه المختص به وهو الغیب فهم لایحیطون بشیء من علم الغیب. (تفسیر المظهری، اول جلد صفحه ۳۵۸)

علامه سید محمود آلوسی رح لیکی:
وجوز ان یراد من علمه معلومه الخاص وهو کل ما فی الغیب. (آلوسی، روح المعانی، دریم جلد، نهمه صفحه)
په بل ځای کی علامه آلوسی رح بیا لیکی:
وعطفت هذه الجملة علی ما قبلها لمغایرتها له، لان ذلک یشعر بانه سبحانه یعل کل شیء وهذه تفید انه لا یعلمه غیره ومجموعها دال علی تفرده تعالی بالعلم الذاتی الذی هو من اصول صفات الکلمال التی یجب ان یتصف الاله تعالی شانه بالفعل. (پاسنی حواله)

علامه بیضاوی رح لیکی:
وعطفه علی ما قبله لان مجموعهما یدل علی تفرده بالعلم الذاتی التام الدال علی وحدانیته. (بیضاوی، انوار التنزیل، اول جلد، صفحه ۲۱۶)

امام محمد العمادی رح لیکی:
وعطفه علی ما قبله لما انهما جمیعا دلیل علی تفرده تعالی بالعلم الذاتی التام الدال علی وحدانیته. (العمادی، تفسیر ابی السعود، اول جلد، صفحه ۲۴۸)

قاضی ثناء الله صاحب بیا لیکی:
والواو فی ولایحیطون اما للحال من فاعل یعلم مابین ایدیهم او للعطف وانما ذکر بالعطف لان مجموع الجملتین یدل علی تفرده بالعلم الذاتی التام المحیط باحوال خلقه الدال علی وحدانیته. (تفسیر المظهری، اول جلد، صفحه ۳۵۸)

نو له پورتنی تفاسیرو نه داسی معلومیږی چی له (علمه) نه مراد د الله تعالی هغه علم غیب ذاتی ده چی بالکل محیط ده چی دده د ذات خاصه او د وحدانیت دلیل ده.

د علم غیب عطایی جواز او ثبوت:
په آیت شریف کی د نفی اطلاق په ذاتی علم غیب باندی ده نه په عطایی علم غیب باندی او (الا بما شاء) ددی ثبوت ده چی په همدی ذاتی علم غیب چی نفی پری شویده د عطا په توګه الله ج چی چا ته یی خوښه شی ورکوی یی.

امام بغوی رح لیکی:
(ولایحیطون بشیء من علمه) ای من علمه الله (الا بما شاء) ان یطلعهم علیه یعنی لا یحیطون بشیء من علم الغیب الا بما شاء مما اخبر به الرسل کما قال الله تعالی (فلا یظهر علی غیبه احدا. الا من ارتضی من رسول). (بغوی، معالم التنزیل، اول جلد، صفحه ۲۳۹)

امام رازی رح د الا بما شاء په تفسیر کی لیکی:
اما قوله: الا بما شاء ففیه قولان: احدهما انهم لا یعلمون شیا من معلومات الا ما شاء هو ان یعلمهم کما حکی عنهم قالو: (لاعلم لنا الا ما علمتنا) والثانی: انهم لایعلمون الغیب الا عند اطلاع الله بعض انبیاءه علی بعض الغیب کما قال: (فلا یظهر علی غیبه احدا. الا من ارتضی من رسول). (رازی، التفسیر الکبیر، اووم جلد، صفحه ۱۱)

نو له پاسنی تفسیرونو نه دا په ثبوت ورسیده چی دلته نفی په علم غیب ذاتی باندی ده نه په مطلق علم او یا په اطلاع علی الغیب. الله ج خپلو رسولانو ته د علم نه هرڅومره چی وغواړی ورکوی.

د (علمه) دریمه معنی: علم په معنی د اسم مصدر:
د دریمی معنی له رویه د (علم) لفظ اسم مصدر ده او (علمه) دده د علم د اضافت معنی ورکوی. ان العلم کله لله تعالی.
علامه سید محمد حسین طباطبایی رح لیکی:
ولایحیطون بشیء من علمه الا بما شاء علی تقدیر ان یراد بالعلم المعنی المصدری او معنی اسم المصدر. دلالة ان العلم کله لله ولا یوجد من العلم عند عالم الا وهو شیء من علمه تعالی. (حسین طباطبایی، المیزان، دوهم جلد، صفحه ۳۳۵)

ولایحیطون بشیء من علمه کی ټول مخلوق ته د هغه علم چی د الله ج خاص علم ده دوی ته نفی ده حتی یوه ذره هم څوک نشی احاطه کولای. نو ددی معنی دا شوه چی هیڅوک هم له خپله ځانه عالم کیدای نه شی په خپله په علم تصرف نشی راوستلا مګر الله تعالی یی ورکړی. د الا بما شاء د استثنا دا معنی شوه چی ولایوجد من العلم عند حال الا وهو شیء من علمه تعالی.

مظهر عزت:
عزت صرف الله جل جلا له لره ده، قرآن وایی:
ایبتغون عندهم العزة فان العزة لله جمیعا

په دی آیت کریمه کی اسلوب استفهام انکاری دی له کوم نه چی د حصر او قصر فایده اخستل کیږی. ددی سوال چی ایا هغه د کافرانو نه د عزت تلاش کوی؟ ددی جواب داده چی هیچری نه عزت خو صرف الله جل جلا له سره ده. ددی آیت په مخکی برخه کی چی فان العزة ده، (فا) د تاکید لپاره ده (ان) هم د تاکید لپاره ده او دا جمله اسمیه ده په کوم کی چی د دوام او استمرار معنی لیدل کیږی. هرکله چی عزت الله جل جلا له ته ثابت دی نو له ازل نه تر ابدالآباد پوری به ثابت اوسیږی. داسی نشی کیدلای چی د یوی لحظی لپاره دی هم عزت بل چا ته ثابت شی. په دی آیت کی جمیعا پنځم صورت د تاکید ده چی دا راښایی چی ټول عزت الله جل جلا له لره ده.

الله جل جلا له په دی آیت کی د پنځو تاکیدو سره مونږه ته دا راوښودل چی عزت صرف الله جل جلا له لره ده ولی مونږه وینو چی په کتاب او سنت کی داسی هم راغلی دی چی عزت رسول، والدین، اولیا، علماء، صلحا او نور اکابر امت ته هم شته ده. الله جل جلا له فرمایی:
ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین
دلته خو عزت پرته له الله جل جلا له نه رسول او مومنانو ته هم ثابت شو. بظاهر د پورتنی دوه آیتو کی تعارض او تناقض معلومیږی ولی په حقیقت کی داسی نه ده ځکه قرآن کریم داسی یو کتاب ده چی له هرقسم تضاد، تعارض او تناقض نه مبرا ده. که لږ هم په غایر نظر سره ورته وکتل شی نو معلومه به شی چی ددی آیت مفهوم ذاتی او عطایی ده لکه الله جل جلا له چی مهربانی کړیده:
وتعز من تشآء و تذل من تشآء بیدک الخیر انک علی کل شیء قدیر.

د پاسنی مظهر عزت په څیر لاندی یو څو نور مثالونه هم په لنډ ډول وړاندی کول غواړم.

مظهر قوت:
الله جل جلا له فرمایی: ان القوة لله جمیعا
په بل ځای کی همدا قوة انسان ته د عطا په ډول داسی ورکوی:
قالو نحن اولو قوة و اولوا باس شدید.
او د بلقیس د تخت په انتقالولو کی یو جن داسی وایی:
قال عفریت من الجن انا اتیک به قبل ان تقوم من مقامک و انی علیه لقوی امین.

مظهر خیر:
د خیر مالک الله جل جلا له دی، الله جل جلا له فرمایی:
بیدک الخیر
په بل مقام کی بیا د انسان لپاره وایی:
ومن یؤت الحکمة فقد اوتی خیرا کثیرا.

مظهر سمع او بصارت:
الله جل جلا له سمیع او بصیر ده.
انه هو السمیع البصیر
په بل ځای کی بیا انسان لپاره وایی:
فجعلنه سمیعا بصیرا

مظهر شهادت:
الله جل جلا له شهید یعنی مشاهدی والا ده.
ان الله کان علی کل شیء شهیدا.
انسان لپاره وایی:
هو سمکم المسلمین من قبل وفی هذا لیکون الرسول شهیدا علیکم وتکونوا شهداء علی الناس.

مظهر رافت او رحمت:
د الله جل جلا له یو صفت رؤف او رحیم ده.
ان الله بالناس لرءوف رحیم.
په بل ځای کی رسول الله ص په باره کی وایی:
لقد جآءکم رسول من انفسکم عزیز علیه ما عنتم حریص علیکم بالمؤمنین رءوف رحیم.

نو له دی ټولو آیاتو او تفاسیرو نه په واضحه توګه دا نتیجه لاس ته راځی چی هرقسم علم الله جل جلا له لره ده ولی که الله جل جلا له وغواړی په عطایی ډول یی هرچا ته چی خوښه شی ورکوی یی.

زه په دی اقرار کوم چی زما په لیکنه کی به ډیری املایی غلطیانی وی ځکه چی بیا می نه ده لوستلی هیله دی چی معذرت می ومنی.

ومن الله التوفیق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more