د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هيواد پېښليک او برخَليک د اسلام په رڼا کې

طالب ISI
16.10.2010

سلامونه او نیکې هیلې:

اسلام تر ټولو کامل دین، او داسې یو دین چې تر قیامته پورې دوام کوي.

خو که په یوه اسلامي موضوع کې ښه پوه نه شو، یا ځان سم پری پوه نه کړو، بیا ځان او خلکو ته تاوان هم رسوو، او اسلام هم بدنامه کوو.
یوه وورو د عبدالطیف صاحبزاته کیسه را اخیستی، له دی کیسی معلومیږی، چی کله افغانان د منافق او مسلمان تفکیک سم ونه کړی، څومره خرابی پایلی لری.
که صاحب زاده په ریښتیا مسلمان وی، نو امیر ته به یی ښه مشوره ورکړی وه، خو که امیر هم ساده نه وی، ولی به یی د دیوبند د ملا په نامه بازی خوړه!

پدی حال کې اسلام ملامت نه دی، مونږ ملامت یو چي د احساساتو پر ځای له عقل څخه کار نه اخلو.

زما په اند د چا په ګیره، پکړئ، مدرسه، ...نیکتایی، خریلی ګیره، پتلون...بازه ونه خورو.
کله چې افغانستان محصلین روسیی ته ولیګل، نو یو تعداد خلقیانو خپل اصلیت له لاسه ورکړ، او بی له دی چې فکر وکړی، چې افغانستان کي ۹۹٪ مسلمانان دی، ۷۰٪ دهقانان دی، ۸۰٪ بی سواده ده، دوی د سوسیالیزم په هکله تبلیغات پیل کړ.

په زرهاوو خلک یی شهیدان کړل....خو د څه لپاره؟!

کله چې ددوی د ظلمو له کبله ، خلک مهاجر شول، نو دوی خپل مقاومت پیل کړ، پدی توګه منافقینو ته هم موقع په لاس ورغله، او هغوی خلک تشویق کړل، چي هر بی ګیری، هرنیکتایی واله، هر معلم، هر مامور کافر دی، یا مرتد دی، او ویی وژنئ، هر پول، ښونځی، دولی ورانئ باید ورانه شی، تر دی چې لوی بندونه باید والوځول شی، (په دی برخه کی مونږ بیا لکه امان الله د اسلام په نامه بازی وخوړه)
ځکه دا خبری یا پاکستانی ملا کولی، یا د پاکستان معاش خور، راشن خو، یا پاکستانی جنران.....
مونږ ددوی خبرو ته لبیک ووایه، او هر څه مو وکړل.
کابل وران شو، ۵۰ زره خلک مړه شول، د مجاهد او جهاد نوم مو بد کړ.....

اوس چې کله د کرزی دولت راغلئ، بیا هم د همدغه منافقینو له لاسه بازی خورو، پښتون مشروژنو ، ملا، مولوی وژنو، ښونځئ ورانوو، د نجونو ښونځئ نه پریږیدو ( ځکه بیا خو نیم پښتانه تعلیم یافته شول، د هفوی بچیان هم تعلیم یافته شول، او بیا دوی په ښو او بدو پوهیږی، منافقین همدا غواړی چی د ښو او بد فرق ونه شو کړی)، په مقابل کي هیڅ غیرپښتون ښونځئ نه ورانوو، هیڅ غیر پښتون مشر، نه وژنو.....

اوس یی داس سلسله په پاکستان میشتو پښتنو کی هم پیل کړی.

په نړئ کې په سلو بهترینو پوهنتونو کې یی یو هم په اسلامی نړئ کی نه شته.
په داسی حال کې یو وقت په اسلامی دور کی بغداد د علم مرکز وو، نو له دی څخه ثابتیږی چی په کوم ډول مونږ نن له اسلام څخه پیروی کوو، د مونږ د کمزورئ، شاته والی، او ضعف سبب کیږی، په خصوصی توګه د پاکستان ،افغانستان اوهند مسلمانان په ټولو کی شاته پاتی دی.
زما په اند باید پدی هکله مطالعه وشی، چې ولی مسلمانان یو وقت د دنیوی علم په ډکر کې تر ټولو مخکښ وو، او اوس نه دی.

یو ځل بیا هم وایم، چې خبره پدی کی ده چې مونږ څنګه له اسلام څخه استفاده کوو، نه په خپله اسلام کی.

یوه ورو یادونه کړی، چې زمونږ اصلی ژوند خو د آخرت دی، پدی کی شک نه شته، خو پدی توګه باید له واقعیت څخه سترګي پټی نه کړو، کله چې په پاکستان کی سیلاب راغلئ خو بیا چفی همدغه کفارو ته وهو، چي مرسته راسره وکړئ، د سیلاب وقت کي هغه ملا چیری وو، چی له ځان څخه پول جوړ کړی، چې ویل به یی، ټوله توجه باید اخرت ته وکړ، ښونځئ...او نور شیان هسی عبسیات دی.

یوه حدیث کې راځی، چی د دنیا لپاره باید داسی کاروکړو، لکه دایم چې پکی ژوند کوو، او د اخرت لپاره داسی کار وکړو، لکه سبا چي مړه کیږو.

کله چې انګریزان هند ونیو، نو ملانو داسی فکر وکړو، چې کله مونږ له انګریزانو سره نیږی کارو وکړو، نو دا به مو دین را خراب کړی، نو ځکه یی داسی پالیسی اختیار کړه، چي ښونځئ یی د خلکو په نظر کی بد کړ، یواځي یی په شرعی علومو تکیه وکړه، او چون د دیوبند د پاکستان او افغانستان خلکو ته ډیر د منلو وړ مرجع ده، دوی هم تر نن ورځی پوری، په همدغه نظر دی.
ډیر د الله فضل دی، چې اوس د الظهر پوهنتون په افغانستان کی خپله نمایندګې خلاصه کړه، کیدای شی، ورو ورو، د دیوبند د ملانو، د طرز تفکر تیاره برخه، ورو، ورو سپینه شی.

او په پای کی مونږ داسی ملان ولرو، چی جومات کی ووایی، چي خلک باید اول له اسلام، بیا له دنیوی علومو خبر وی، خلک باید پوهنتونونه ووایی، نجونی هم درس ووایی، هم کار وکړی، البته د کار شرایط داسی وی، چي عفت ته یی ضرر ونه رسیږی، که کوم نارینه په کار کی ورته مشکل جوړوی، باید سخت مجازات شی.

پدی توګه به په راتلونکې کې داسی یوه باعلمه ټولنه ولرو له د ایران، خو مونږ به سونیان وو!

کله چې ما دا پوښتنه مطرح کړه، چې په تیرو دولس سوه کالو کی مونږ ته اسلام فایده کړی یا تاوان، زما هدف دادی، چی دا مطالعه وکړو، چي که چیری په سم ډول د اسلام په لاره نه وو روان نو هغه فکتورونه په ګوته کړو، چي ددغه وروسته والی سبب کیږی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more