د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دارالمجانین


ع کريم حليمي
02.11.2010

اغا ماما تللې ؤ دارالمجانین ته چه د خپلي لېونۍ ! پوښتنه وکړي
اغا ماما د لېونۍ کوټه د اوبو د حوض پر هغه غاړه وه ، اغا ماما کوښښ کاوه چه لار ّڅه کوتا کړي‌ نو د حوض دبغل سره نرۍ لار وه پر دغه لار به و خپلي
د لېونۍ کوټې ته ورتلۍ ، او د اوبو نه خېخي ډارېدلی ، ولي چه لامبو يې نه وه زده ، د خدای ښې او بدي دي ، اغا ماما وه ښویدلې حوض ته ولوېدلی
خپلي لېونۍ ولیدې چه اغا ماما اوبو ډوب کئ ، لېونۍ په ځغاسته راووتله
درز اوبو ته ورولوېده ، اغا مما يې د اوبو راوکښئ‌ ، ښه ټینګ سي پي ار
ئې ورګړئ د دارالمجانین خادمین او ډاکتران هګ پګ درته ګوري
لېونۍ اغا ماما پر اوږه واړاوه کوټې تې بوتلۍ ، هلته يې یو وار بیا CPR
ورګړي ، نو د باندي را ووتله ، ډاکترانو ته ورغله چه تاسو ولي د اغا ماما د کومک له پاره څوک نه راغلاست ،‌ ډاکتران پر لېونۍ مشتبه سوه چه اغا ماما
او لېونۍ ئې کومه دوسه جوړه کړېده ، دا ښځه نه ده لېونۍ !
ډاکتر و لېونۍ ته وویل چه ته کښېنه ، ّلک يې واستاوه چه ورسه د لېونۍ
له اطاق څخه اغا ماما راوله ، هلک چه ورغلۍ ، اغا ماما ځان ځړولئ ؤ‌
خودکوشي يې کړېوه ، هلک چه راغلئ ډاکتر ته ئې وویل هغه ځان ځړولئ دي
خود کوشئ ئې کړېٖ ،‌ لېونۍ ناره کړه هغه ما وځړاوه چه وچ شي
بېخي لوند وو


پښتون.
02.11.2010

دروند حلیمی صیب خدای دی وکړی چی نور لوستونکی ستاسی په ټوکه پوه شوی اوسی .زه په اخره کی پوه شوم ،ځکه ما دومره اوږده نه وه اوریدلی.او لږ څه نوری غلطیانی هم لری.
خدای دی وکړی چی زما ټوکه دی وخندوی.

ټوکه!
یو سړی د اورګاډي ډبې ته ورخوت چي ګوري ټوله ډکه ده نو اخوا دېخوا یې وکتل ویې ویل ښه ده دنوح علیه السلام کشتۍ خو له ځناورو ډکه ده په ناستو کسانو کې یو تن وویل راځه دا دخره ځای خالي دی هغه به ته ډک کړې. :lol:


عنوان

tandar
02.11.2010

پوښتونه ،نه پوهیږم چه جاود درسره دی او که څنګه ،په سایټو کی دی لټومه ،مګر نوم دی ښه دی په غټو ټکو لیکلی له لری معلومیږی٠
دا راراته ووایه دغوړو شورواګانو نه راغلی ،دی دارالمجنانین کی څه غواړی خیریت خو به وی؟ هغه دی نه اوریدلی چه لیونی ته ې مه ورکوه او مه ې تری غواړه؟
زمونږ په کیلی دی دملا ځوی و ،دشپی به چه دا ځوانان په دیره کی سره راټول شول ،نو ده به غلا ته تشویق کول چه دپلانی لوکاټ پاخه دی او دپلانی پالیز پوخ دی راځی چه ې راوړو٠
یوه شپه یوه پالیز ته لاړل چه هندوانی راوړی ،او خاوند ې هم په کوډی کی ورته پروت دی ٠ دکوډی په څنګ کی دهندوانو خره وه ټولو څادرونه تری ډک کړل او راروان شول٠
دملا ځوی نو په څادر ډیری هندوانی اچولی وی شاته ې نه شوی پورته کولی اخر ې خاوند ته غږ کړ چه وه ماما وه ماما ،نیمه شپه وه سړی په خوب ویده و،وارخطا راجګ شو چه څه خبره ده، ملا ځوی ورته وویل ما ما هیڅ خبره نشته ،فقط داپنډ لږ راپورته کړه٠
سړی ورته وویل چه غلا هم کوی او پنډ هم در پورته کړم ،په نیمه شپه کی دواړه غیږ په غیږ شول ،او د غالمغال غږ ې تر کیلی راتلو،بیا دکیلی خلک ورغلل او دواړه ې سره خلاص کړه ٠
دا واقیعت تیر شویدی ،مګر له ټوکی که زیاته نه وی شاید کمه هم نه وی٠
حلیمی صاحب چه خپله ټوکه په خپله ولولی نو سړی به ښه پری پوه شی ٠
ټوله قیصه سره ژول شویده لکه جاولی، داچه لنډه کړی وی چه سړی لوند و او وچولو ته می زوړند کړو،بس خبره خلاصه وه٠
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
02.11.2010

[quote:307a49bf93]دی دارالمجنانین کی څه غواړی خیریت خو به وی؟ هغه دی نه اوریدلی چه لیونی ته ې مه ورکوه او مه ې تری غواړه؟ [/quote:307a49bf93]
تندر صیب ته هم پخیر راغلی دی دارلمجانین ته،او پام کوه چی کوم لیونی باندی وانوړی.
او یو کس ویل چی دا فلانی خو ډیر بد عادت لری غټ خیرات خور دی،په هر خیراته کی یی وینمه .بل کس ورته ووی چی ته خو هم د هغی په عادت باندی اخته یی ،چی ته هلته ولاړ نشی نو هغه به څه ووینی.
او تاسی اوس دا ټوکه لیکلی او که په سر تیر شوی وخت دی.د ځوانی خو بیل قسم وخت وی .او دا د وږو ماتول او لوکاټو او انګورو شکول او د کان او قطرغۍنه د انځیرانو راشکول دا خو ډیرو ځوانانو ستا په شمول ،کړی دی.
او اوس خو دارلمجانین ته راغلی یی نو دا ټوکه هم ولوله او بیا دی خوښه چی د چا نوم موږی ږدی او که چوکه؟
وایى كومه ورځ رباني د خپلې ولسمشرى په دوران كې د ټولو دولتي ادارو په لړ كې د علي آباد ليونتون ته لاړو او هلته يې سلام واچاوه چې اسلام عليكم ورحمته الله وبركاته اينجانب استاد ربانى ريس جمهور افغانستان براى ديدن شما عزيزان تشريف آورده است، له يوه كنج څخه بل ليوني ورته غږ كړو چې برو دیوانه روز اول كه مام آمده بودم امي ګپ ها را ميزدم.
اوس وخاندی ټوکه خلاصه شوه.


عنوان

tandar
02.11.2010

وروره کارته می نه پریږدی ،دتا لپاره یوه لنډه ټوکه ټوکه اینجانب پوری چه په واقیعت کی تیره شوی لیکم٠
زمونږ یو هم صنفی قمبرخیل نومیده ډیر شوخ و٠
او په معلمانو کی یو ډیر غوسه ناک معلم هم و٠
قمبرخیل غوښتل چه دته ازار ورکړی٠
یو ورځ مخکی له دی چه دا معلم صنف ته راشی،په تخته ې نوشته کړل چه نن نوی درس نشته او زوړ درس تکرارو ،ځکه چه دمعلم صاحب سر درد کوی٠
کله چه معلم راغلو او په دی لیک ې سترګی ولګیدلی نو پوښته ې وکړه چه دا چا نوشته کړی؟
قمبرخیل ور غږ کړ،، اینجانب،،
معلم شروع وکړه نو،، اینجانب غول خوړلی ،اینجانب رزیل دی اینجانب خر دی او داسی نور.....
وروره له خندا ې مړه کړی و مګر له ډاره مو جګ نه شو خندلی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دخیرات قیصه داسی وه ،چه یوه سړی بل ته ویلی وه ،چه چیرته خیرات دی تا په کی وینم لکه چه نور روزګار نه لری او همدی خیراتو پسی ګرځی ؟
هغه ورته وویل چه وروره ته هم په کی ې ،او که په کښی نه وی نو ما څنګه وینی٠
تربیا٠


عنوان

tandar
03.11.2010

زړی خاطری د ټوکو نه زیاتی دی ٠
پوښتونه یاره خاطره واوره،تا خو هم یو وخت دمعلمانو قیصی لیکلی٠
یو وخت کی درحمن بابا لیسه کی به ې په شاګردانو په زوره پطلون اغوستلو٠
خو خیر زمونږ دانګلیسی معلم کابلی و او پوښتو ژبه ې هم ګډه وډه ویلی مګر ډیر اوتو کړی به مکتب ته راتللو او دځوانانو سره به ې لږ سیالی هم کوله٠
داوبو دمحزن شاته هلکانو دوزنبردای سپورت هم کولو ، معلم صاحب راموخته شو مټی او سینی به ې راایستلی وی بس ټیم به ې ورکولو ،چه زه هم یو څوک یمه٠
یوه ورځ چاپیر دی، وزن جیک کړی او ښکرته کړی او ساړه ساړه اوسیلی هم ورسره کوی او نور شاګردان دده سیل ته ولاړ دی ٠
ده نو دا وزن لږ ورزیات کړو او غواړی چه پورته ې کړی٠
وه وروره د وزن پورته کیدو سره یو غر شو لکه بزاز چه ټوټه څیری کړی٠
سړی وزن په ځای خوشی کړو ،بیا معلمی ته هم رانغلو او تر ننه مو ولاکه لیدلی٠
اشنابس دی تربیا٠


خر ئې سړی سو


ع کريم حليمي
03.11.2010

اغا لالا یو زبر خر درلودی ، خر نه ؤ ، و اغا لا لا ته د چنجا کارېز ؤ
يعني دا خر د اغا لالا د پاره بېنز ټرک ؤ ،‌يو ورځ يې خر يه لرګیو بار کړیدی
ښارته راروان دی ، په چورت يې ایله کړی ، نو ځان ته وایی چه ښار ته ورسېږم
چه بوټي خرڅ کم ، يوه جوړه بوټونه به واخلم ، يوه به صدرۍ اخلم او لېونۍ
ته به نکرځي ورواخلم

هو ، اغا لالا دمخه دی خر تر شا په پسې دی خر ئې تر اوسار نیولی دی
اغا لالا چورت کي ډوب تللې ، پر یده کجګر دوه غبله په پسې سوه ، يوه غله
د خره څخه اوسار راخلاص کی ، د خپل انډوال په غاړه کي رواچاوه
يوه غله خر پر خپله تړه رهي کی ، دا بل په غالالا پسې دی ، د خره اوسار
یې په غاړه ، خر او هغه انډوال چه يې نیهام سوه ، غله په اغا لالا پسي و ټوخل ، اغا لالا چه تر شا وکتل ، سړئ په پسې دی ، اوسار په غاړه

اغا لالا و سړي ته وایي ته څه کوېٖ ، زما خر څه سوو ، غل ورته وايي
اغا لالا زه خر وم ، اوس سړی شوم ،‌ماته مور ښېرا کړېوه خر سوئ
وم ، زه فکر کوم چه مور مي نن عفوه راته کړيٖ زه سړی شوم
اغا لالا ورته وویل ځه خدای دي مل سه ، ورسه د خپلي مور لاسونه او پښې
ورمچ که پر خدای ګران وېٖ چه مور وبخښلې

غل ولاړی پر خپله لار ، اغا لالا بیرته مخ راوکرځاوه ، مخ پر کور
يوه هفته ورسته نیت وکي چه بل خر واخلي ، نو ولاړی د خروګنج ته
چه کوري دده خر هلته ولاړ دی ، اغالالا ګامونه ورغټ کړه ، چه خره ته ور
نیزدېٖ سو ، پر غوږ ور پرېوتي ، خدای دي وواهه بیا دي مور آزار کړېٖ
خرشوېٖ ، خپل خر ئې بیا رانیولې


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
03.11.2010

[quote:8ce57aedd8]پوښتونه یاره خاطره واوره،تا خو هم یو وخت دمعلمانو قیصی لیکلی٠[/quote:8ce57aedd8]
تندر صیب غلط شوی یاست ما خو چیرته کومه خاطره نده لیکلی د بل چا ګومان دی راباندی کړی. که بل ځای دی دا نوم لیدلی وی نو هغه زه نه یم.زه همدلته یم او په بل ځای کی بیا زه نه یم.
تاته به خاطره وایم خونپوهیږم چی دا دارلمجانین به صحیح ځای وی او که نه؟
زمونږه د سرمعلم جګ قد او په مخ باندی یی همغسی جګه پوزه وه او خدای بیا ورته کوپه خوله ورکړی وو.نو زمونږ نه یو څو دوری مخکی هلکانو ورباندی د هغی د څیری له مخی د چرګ نوم ایښودی وو،او دا هم په اخره کی په ځان د کیښودل شوی نوم څخه خبر شو.نو د هغوی د فارغیدلو په وخت کی یی هغوی ته وویل چی بچیانو زه پوهیږم چی په ما مو څه نوم ایښودی دی خو اوس به ماسره یوه مرسته اوکړی .
چی ماته به اوس حتمی یوه چرګه پیدا کوی.هاهاهاهاهاهاها
او پدی سره ټول مکتب د خندا شین شو .او بیا چا د هغی نوم په سپکه نه یاده وو.
یعنی د ټوکو څخه ویره پکار نده او د نوم څخه هم نه.


عنوان

tandar
03.11.2010

حلیمی صاحب دخرو قیصی شروع کړی چه کنځلی هم څوک راته وکړی دا خپله ټوکه لیکم٠
یو سړی لیونی رقم او ګنجی هم و او په مخ ې ځون دانی راختلی،پلار او مور ې ډیره خواری کولی چه ښځه ورته وکړی،خو دته چالور نه ورکوله ،دځوانی وخت ې و پټ پټ به خرو پسی ګرځیدلو٠
یوه ورځی کوم ځای کی دیوی خری سره زړه خواله باندی اخته دی چه خاونده ې ورباندی راغله او پوښتنه ې ځنی وړکړه چه وړکیه داڅه کوی؟
هلک ورته وویل چه ماته ډاکټر ویلی چه خری ته واکسین وکړه ځوان دانی خپله ورکیږی٠
اوسړی ې دواکسین سره پسی مخکی کړو،دهمدی ورځی څخه ې خپله خره په پیره ساتله چه بیا پسی رانشی٠
پوښتونه لکه چه خوند په کی نه و،داځلی په واقیعت سره دپطلون ایستلو قیصه درته لیکم چه ټوکی ې شرمولی دی هغه هم کابل کی٠
تربیایاره٠
پوښتونه یاره مرکی دی خوږی دی ،خو چه دا بعضی خلک چه دټوکو نه دی ،ځان ګوښه وساتی ، ښه به وی،زما په ترونوکی یوه تره و دهغه دلاسه حتی دهقانان تری تښتیدل اخر می پلار له حجری څخه منع کړی و همیشه به ې تروش و٠ دتبی خلک پیدا کول ګرانه ده٠


عنوان

tandar
03.11.2010

زمونږ دلیلی سرمعلم و نوم ې نه اخلم ،ده به په اوړی کی هم وروسی کلوشی په پښو کولی ،اخر هلکانو ورباندی کلوشه نوم کیښودلو٠ او دی هم پوهیدلو٠
دغرمی ډوډی ته به ټول په قطار ننوتل ،نو ده به دکاشق پنجو کنترول کولو٠
د کاشق پنجی نه به مو لکه پاسپورت استفاده کوله چه طعام خوری ته ننوزو،بیا به مو په لاس خوړله ٠
مقصد بعضی شوخو هلکانو به دقطار له اخره د کلوشی غږ پورته کړو دی له ونی ټیټ و څوک ې لیدل نه او دا نور به له خندا ورته شنه وه٠
تربیا٠


عنوان

tandar
04.11.2010

پوښتونه دا ټوکه نه ده دمکتب دخاطراتو څخه ده٠ او یواځی تاته اجازه ده چه ې ولولی٠ یوه ورځ په رحمن بابا کی څو همصنفیا نو سره درس ته ولاړ نشو او په لیلیه کی مو چالدار وهلو٠
یو دلیلی معلم و چه دننګرار دبړو دجولاګانو څخه و او تل به لښته ورسره وه او په لیلیو به ګرځیدو او هلکان به ې په وهلو درس ته لیږل٠
او هلکان هم تری سخت ډاریدل٠
خیر مونږ په چالدار بوخت یو او په عین وخت کی د قمبرخیل په نوم چه دشینوارو څخه و او ډیر شوخ و او خبر شوی یم چه شکر ژوندی دی ،دا بدله ویله،
دهلک سپین کوناټی په مینځ کی توره سوړه٠
بس په جګ اواز تکراروله، چه معلم قدیرخان راننه وتو ،او واې چه اوس به زه تاته دا توره سوړه دروښیم٠
وروره هغه نر و چه د کړکی نه ې ځان غورځولو٠
خو یو تر چپرکټ لاندی ننوتی و، لږ چاغ هم و، دی ې را ګیر کړو ،سیمی چپرکټونه وه دده غوښی ې ټولی وړی وی ، وهل خو څه کوی٠
بس خوشحاله او ښه وختونه وه
تربیا٠


که خوله چا ته ورکړم ګناه خو نه لری

پښتون.
04.11.2010

تندر صیب هغه د پطلون ټوکه دی هم ونکړه او دا نوری دی هم لکه چی نیمچه نیمچه تیری کړی او که ستومانه وی چی پوره یی کړی او زړه یی درله وهلی دی.خو خیر دی هغه د پطلون ټوکه به بیا حتمی کوی.خو دا چی د توکو د میدان نه ونوځوتاسی ته او تاسی ته هم چی دا ټوکه لولی وړاندی کیږی.
لومړی چرسی : پوهیږې چې ستا او د خره څه توپیر دئ ؟
دویم چرسی په غصه شو او بدې بدې یی ورته وکتل
لومړی چرسی : یاره مه خپه کیږه ، هسې ټوکه مې وکړه . هیڅ توپیر نه لرۍ.
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol:
دا هم ورسره واخله:
یوه انجلی ملا نه وپوښتل چه که خوله چا ته ورکړم ګناه خو نه لری
ملا ورته وویل چه پام پام چه دوزخ ته ځی نو انجلی په خندا ورته وویل که تا ته ای در کړم
ملاورته وویل چه ای ځوانی مرګی لکه چه جنت ته د چل جوړ کړیدی :lol:


عنوان

tandar
04.11.2010

پوښتونه وروره دپطلون خبره یوواقیعت دی مګر له ټوکو نه که زیاته نه وی کمه نده لږ صبر وکړه ،په مونږ خو دلته کم بمبارد ونشو،زه خاص دتا په خاطر دی مخ ته راغلی یمه اوس زاړه یاران هم نشته چه سم ې خندولی وی، چه لږ قراری شی ،غوری ډیری دی٠
راشه دوطن قیصه درته وکړم چه په هغی کی زه خپله هم ومه٠
چه دتاداکتری نسخه درته واپس نه کړی، ځکه چاغی پوری ربط پیدا کوی٠
زمونږ په کلی کی دمیا صاحب دځوی واده و او ډومان ،،هنرمندان،، ې راوستی وه٠
ډیر خلک ناست وه ، چلمونه دچرسو او تنباکو په کی هری خواته څکول کیدل بس ګرمه میله وه٠
په میلمنو کی دوه دوطن شوقی غزل خوان هم چه ښی غزلی به ې په دیرو او حجرو کی ویلی ،هم راغلی او ناست وه،دوی دواړو په غزلو کی یو بل ته تن هم نه ورکولو٠
ناستو خلکو له دوی نه خواهش وکړو چه پورته شی اود ډومانو دساز سره غزل او بدلی وواې٠
اخر دواړه پورته شول ،بدلی شروع شوی په دبدلو کی ې سره سوال او ځوب باندی لکه مسابقه شروع وکړه او ټول مجلس ې ځانته متوجه کړی و٠
په دوی کی یو وچ کلک ،،ډنګر،، او بل ډیر چاغ و٠
یعنی یو بل باندی پرزی ویلی٠ اوړی واوښه تازه هوا وه او ګیسونه لګیدلی وه٠
غوږ نیسه ددی اوږدی لیکنی خوند په دی لاندی کرښه کی دی٠
دی ډنګر سړی یا قربان کړه او دی چاغ ته ې وویل ٠
ډه ډه بډه ....بلا در ګډه
دلته تاغی....کورکی دی کډه
وروره کوم ٥٠٠ نفر به ناست وه چه له خندا ې مړه کړه٠
نو چاغ سړی پسی داسی مثالونه هم شته٠
تربیایاره٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more