نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
روسانو!ښه راغلاست افغانان په مینه سترګې پرلاردي!!!
وصيل پېروز
01.11.2010
لیکوال: حنان حبیبزی
سرچینه : اوپینین میکر
نیټه:۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۳۰
پښتو بڼه او لنډیز: پخپله لیکوال
د شوروي پخوانی مشر میخایل ګورباچوف په دې ډیر ښه پوهیږي چې افغانان څومره له روسيي عسکرو څخه کرکه کوي، ددغې پوهې له مخې هغه هڅه وکړه چې د روسیې مشرتابه ته سلا ورکړي چې په افغانستان کې د ناټو د ملاتړ لپاره ځان په خطر کې ونه غورځوي.
دا ځکه د روسانو لپاره یو خطر دی چې دوی یو ځل په افغانستان کې غاښ ماتونکې ماتې خوړلې او روسان لا هم د افغانانو په لاس د خوړل شوې ماتې بدې پایلې زغمي . له بلې خوا بې شمیره افغانان د روسانو د یرغل په نتیجه کې ووژل شول او زیات شمیر نور افغانان یې شل او معیوب کړل ، یایې دافغان کورنیو ډوډۍ راوړونکي له منځه یوړل.
کله چې دغه خبر ما واوریده چې روسان یو ځل بیا خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته لیږي ، زه په بیړه تیر وخت ته ستون شوم. دې خبرې ماته هغه ظلمونه او تیري را په زړه کړل چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د روسانو د یرغل پر مهال زما کورنۍ وزغمل.
زما یو شمیر خپلوانو د شوروي د ځواکونو په لاس خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ،هغوی چې له هغو ظلمونو ژوندي ووتل لا هم جسمي او روحي کړاوو زغمي . دوی د شوروي ځواکونو هغه بې رحمانه چلند کټ مټ په زړه دی. د ګڼو دلایلو له مخې هیڅ یو افغان دې ته چمتو نه دی چې د روسيي عسکرو بیا راستنیدنه ومني.
دوی په بشپړ ډول له دغه ډول یوې مفکورې کرکه لري. زه پخپلو خپلوانو کې یتمان ( چې اوس ځوانان دي) ، کونډې او معیوبین لرم، همدغسې پخپل کلي کې.
ددې لپاره ګورباچوف پر هغه کرکه پوهیږي چې روسیې ځواکونه به په افغانستان کې ورسره مخامخ شي ، که دوی یوځل بیا افغانستان ته ورننوځيي .
( په افغانستان کې پوځي بریالیتوب ناشونی دی ، ګورباچوف وویل ، د امریکا متحد ایالات بله لاره نلري خو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستل ،که غواړي چې له بل ویتنام څخه ځان وساتي.)
ګورباچوف دغه خبرې تیره اونۍ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړي دي. یو ویشت کاله وړاندې د شوروي اتحاد د وروستي مشر په توګه ګورباچوف مجبور شو چې له لس کلنې جګړې وروسته خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
اوسنۍ روسیې هوکړه کړې چې د لویدیځو هیواونو په غوښتنه ( چې یو ویشت کاله وړاندې یې له هغو مجاهدینو سره مرسته کوله چې شوروي اتحاد ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړه) د افغانستان جګړې ته بیا ورستنه شي.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې له مخې مسکو د افغان پوځ په روزنه او د نشي موادو پخلاف د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنه بوخت دی ،او په اصل کې یې دا هوکړه کړې چې دناټو ځواکونو ته به پوځي چورلکې ورکړي چې په جګړه کې ترې کار واخیستل شي.
دا یوازې زما خپل خپلوان او قبیله نه ده ، سلګونو زره افغانان به راوړاندې شي او د روسي د پوځونو د دوم یرغل په وړاندې به سخت غبرګون وښيي. لکه د کندهار ولایت حمیدالله چې خپل غبرګون راسره د ټلیفون له لارې شریک کړ :
( له هغې راهیسې چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ ،زموږ هیواد په دغه کړاوو کې دی. دا بل څه نه دي بلکې افغانانو ته د سخت وخت ور په زړه کول دي. په افغانستان کې د روسانو د ځواکونو شته والی به لا نور افغانان د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي او دا به له روسانو څخه د غچ اخیستلو نوې موقع وګڼل شي. دهغو خلکو زامن چې د شورویانو په لاس په ۱۹۸۰ کلونو کې وژل شوي دي ، اوس ټوپک ګرځولی او جنګیدلی شي.)
د شورویانو له یرغل وروسته د افغانستان حالات پر تاوتریخوالي بدل شول:
د شورویانو جګړه په افغانستان کې لس کاله اوږده شوه او دا جګړه ددې لپاره کیده چې په دغه هیواد کې د وخت له مارکسیست حکومت څخه دفاع وکړي.
د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ نیټه دافغان ځواکونو په جامو کې شاوخوا ۷۰۰ شوروي عسکر چې استخباراتي او ځانګړي ځواکونه د الف ډلې او د زینت ډلې په نامه پکې وو افغانستان ته ننوتل.
دا یو بشپړ لړزونکی او ټکان ورکونکی عمل وو چې ژر یې افغانان په ټول هیواد کې وخوځول. په چټکۍ سره خلک له دې یرغل خبر شول، او هیواد په بیلا بیلو برخو کې پاڅونونه راپورته شول.
مجاهدین او ازادي غوښتونکي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خواره واره وو خو ژر منظم شول. دوی له یو شمیر هیوادونو لکه دامریکا متحد ایالات ، برتانیا ، سعودي عربستان، پاکستان ،مصر او له یو شمیر نورو اسلامي هغو څخه دسړې جګړې په لړ کې مرستې ترلاسه کړې.
د شورویانو څلویښتم لمبر قول اردو د بریژنیف په لارښونه په افغانستان کې ځای په ځای شو چې په پای کې یې نژدې پنځلس زره ځواکونه په په دې هیواد کې ووژل شول .
د شورویانو یرغل دافغانستان بنسټونه ویجاړ کړل:
پر افغانستان د شورویانو یرغل دغه هیواد ویجاړ کړ خو په بد ډول وځپل شول او د خلکو د مرستې په تر لاسه کولو کې پاتې راغلل.دغه جګړه د شورویانو په مشرۍ دداسې خلکو پخلاف کیده چې تش لاسي وو او د نوو وسلو په اړه یې روزنه نه درلوده.
خو د لوړې ارادې او د ټینګ هوډ له مخې چې د خپل هیواد ددفاع لپاره یې درلوده ، د روسانو پخلاف راپورته شول، خو لکه په اټومي بم ځپل شوو سیمو هیروشیما او نګاسکي ،افغانستان هم د جګړو په خونړیو زخمونو او پرهارونو کې ډوب پاتې شو.
دا پرهارونه لا جوړ شوي نه وو چې امریکایان له درندو بمونو سره راغلل ،دغه جګړه هم پر موږ وتپل شوه او بیا د لویدیځ د پټو موخو د رامنځته کولو لپاره د رسنیو موضوع شوه .
افغانان خپله وینه نه بخښي:
موږ به هیڅکله دا هیر نکړو چې یرغلګرو له موږ سره څه وکړل. دغه زخمونه به تازه پاتې شي. افغانان په اوږدمهالې دښمنۍ کې شهرت لري او خپله وینه نه بخښي. روسانو ته دغه بلنه امریکا له لارې ورکړل شوه چې په هیواد کې به د بهرنیانو پخلاف کرکه نوره هم ډیره کړي.
هغه کونډې چې ډوډی راوړونکي او د ژوند ملګري یې د شورویانو د یرغل پر مهال له لاسه ورکړي دي لا هم ژوندۍ دي او لا هم غم او کړاوو ګالي خو له زړور هوډ سره. دوی به خپلو زامنو ته ووايي چې د خپلو پلرونو غچ واخلي.
اټکل کیږي چې دوه میلیونه افغانان د شورویانو پخلاف د جګړې پر مهال ووژل شول، ډیر شمیر نور معیوب شول. له پنځو څخه تر لس میلیونو پورې افغانان پاکستان او ایران ته وتښتیدل او دوه میلیونه نور دننه په هیواد کې بیځایه کیدو ته اړوتل. په ۱۹۸۰ کلونو کې د ټولې نړۍ نیمايي کډوال افغانان وو. سویډن د مرستو د کومیټې د څیړنې له مخې دافغانستان په لوی ښار کندهار کې چې له جګړې مخکې دوه سوه زره وګړي اوسیدل ، د شورویانو د یرغل له کبله یې شمیره پنځه ویشت زرو ته راټیټه شوه.
په ۱۹۸۵ کال کې د جګړې په بدو شیبو کې د شورویانو د پرله پسې خونړیو بمباریو په نتیجه کې دافغانستان د اوبو لګولو سیسټم او ځنګلونه ویجاړ شول. له نیمايی ډیرو کروندګرو چې د هیواد په کلیوالو سیمو کې پاتې وو خپلې کرنیزې مځکې یې د شورویانو د بمباریو له کبله څیرې څیرې او ویجاړې وموندلې. کرنیز سیسټم چې د افغانستان د اقتصاد زړه وو ، د شورویانو پر بمونو لولپه شو.
په افغانستان کې د شورویانو او ځايي کمونیست رژیم له خوا تر پنځلس میلیونو پورې مځکیني ماینونه کییښودل شول ، دغو مځکنیو ماینونو دجګړې پرمهال پنځه ویشت زره نور افغانان ووژل. د روسانوله وتلو وروسته لا هم دغه بمونه ځای ځای د افغانانو ژوند ګواښوي. شمیرې ښيي چې د شورویانو د عصر د مځکینو ماینونو له کبله له درې فیصدو څخه تر څلور فیصدو پورې افغانان معیوب دي. ځینې څیړنې ښيي چې ددغو بمونو او ماینونو لوی قربانیان ماشومان او ښځې دي.
اوس نو، باید دا ووایم چې روسان دافغانانو پر سایکالوجۍ ډیر ښه پوهیږي. دوی په دې پوهیږي چې ددوی د نوي راتګ زغم به د هغو خلکو لپاره ډیر سخت وي چا چې ژوند او د زړه ټوټې د شورویانو د یرغل پرمهال له لاسه ورکړي دي.
ساحل
01.11.2010
د حیرانتیا خبره خو دا ده، چه د افغان حکومت او د سنا غړي د امریکایانو شتوالی منی - چه هم اشغالګر دي - خو د روسانو عمل ته اعتراض کوي۰
ډاکتر څپاند
05.11.2010
د.mosalehaimeli.org نه کاپي:
دهيروينو خلاف په ننګر هار کې دروس-امريکې ګډ عمليات
Written by داکتر صافی
Sunday, 31 October 2010 09:43
دهيروينو خلاف په ننګر هار کې دروس-امريکې ګډ عمليات
وې دملانصردين کور ته غله ورغلل،تر تاراج روسته ئي بيناموسي هم وکړه٠سبا سهار ملا دکلي خلکو ته په ژړا ژړا دتيری شپې کيسه کوله٠
خلک په ډير هيبت سره ټول غوږ ول٠
ملا زياته کړه، زه په دې خفه نه يم چه بيګاه شپه څه شوي،ځما دخفګان سبب دادی چه ولي ډاړه مارانو ځما داجازې پرته بيناموسي وکړه٠چا ترې وپوښتل چه
ددې خبرې نه مطلب څه دی؟
ملا ځواب ورکړ چه دډاړه مارانو دجملي نه دوه تنه ځما پخواني ياران ول!
په ننګرهارکې دګډو عملياتو روسته دملا نصرالدين پشان ،کرزی هم ډير په غوسه وو،او نوموړي عمليات ئي پر هيواد تيری وباله٠معنی داچه که امريکه او ٤٤ نور
هيوادونه هر څه کول غواړي،خير دی مګر دادوه روسان دچا په "اجازه" بيا ورغلي ول :shock:
واقعيت دا چه امريکې دروس داستخباراتو په مرسته د "جهادي مشرانو" دهيروينو کارخانئ وسيزلې،مګر ولې روسانو پدې عملياتو کې مستقيم
ګډون وکړ؟ داسې بريښي چه روسانو پر امريکائي يارانو اعتماد ندرلود،نو
ځکه په سيخ ډول ددې عملياتو دڅارون لپاره ورغلي ول :roll:
محمدزمان هوتک
05.11.2010
افغانستان ته د روسانو راتګ دا ښکاره کړه چه کرزی هیڅ واک او اختیارپه افغانستان کی نلری
زموږ هیواد اوس دلوبی میدان جوړسوی
monir
05.11.2010
سلامونه او ښې چارې !
[quote:2e969549d0="محمدزمان هوتک"]
زموږ هیواد [color=blue:2e969549d0]اوس[/color:2e969549d0] دلوبی میدان جوړسوی[/quote:2e969549d0]
اوس ؟؟؟ له تېرو دېرشو کلونو را پدېخوا افغانستان د پردیو د لوبې میدان دی خو یواځې افغانان پر دې نه پوهېږي!!! که طالبان ژوندي وي روسان څه چې ټولې پاتې نړۍ ته به هم ضمینه برابره کړي چې افغانستان ته راشی او خپل ازمویښتونه وکړي!
په درنښت
محمدزمان هوتک
05.11.2010
مونیر جانه که همدا طالبان نه وای اوس خو وطن ته راغلی بیا کورته راته راغلی وای
monir
05.11.2010
هوتک صیب روسان ( شورویان) د طالبانو له ظهوره د مخه له هېواده وتلي وو. که طالب نه وای امریکایان او دا نور به هم زموږ په هېواد کې نه وای. همدا طالبان دي چې پدې تېرو نهو کلونو کې د پښتنو تاریخي دښمن پاکستان په لمسون د آزادۍ په پلمۍ لر او بر پښتانه در په دره کړل او داسې ښکاري چې د بربادی دا لړۍ به همداسې دوام ولری!
محمدزمان هوتک
06.11.2010
مونیر صیب نه یې خبر ګرانه که طالب وای اوکنه خو دا امریکایان به دلته راتله ولی پنځوس یاپنځه پنځوس کاله وړاندی امریکایانو او ملګرو یې دا وعده سره کړی وه چه افغانستان به اشغاله وو طالب او اوسامه یې بانه سول او هیواد ته راغله
حذيفه
07.11.2010
مونيراومحمدزمان صاحب ښې چارې!
دامريکايانواوروسانودښمني موږته يوشان ده خواوس له بې ځایه بحثونوڅه نه جوړيږي .راسئ اوس په ګډه ددښمنانومقابله وکړوزموږپه دين،هيواد،ناموس،کلتور،رواج،نبي،معبود،اقتصاداو...باندي تېری اويرغل سوی دی ددي مقابله اوورسره مبارزه په کارده .کرزی اودادارې غړي يي دنوروتاريخي غلامانوپه شان بې واکه اومرېيان دي کوم واک ورسره نه سته .ټول اختيارات دصليبي يرغلګرواواستعمارګروپه لاس کي دي .طالبانوکه هرڅه کړي اوس يي ملاتړپه کاردی ځکه زموږاوستاسوددښمنانومقابله يي پيل کړې ده .