اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
والصلح خير
و.افغان
31.10.2010
محترمو درنو وروڼو او پتمنو خويندو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
نه پوهېږم چې له کوم ځای څخه يې راپيل کړم، خو کوښښ کوم چې خبره په لنډو ټکو کې
راټوله کړم.
محترمو وروڼو! په فقهي اجتهادي مسائلو کې د امت اختلاف رحمت دی، د اسلامي
شريعت د کمال يوه لویه نښه ده، د هر زمان او مکان لپاره د دين د صالحيت
د اثبات يوه لويه وسيله ده، البته په هغه صورت کې چې دغه اختلاف د اسلام د لوړو
مقاصدو، او اصولي قطعي مسائلو سره په ټکر کې نه وي.
دا د رحمت اختلاف بايد د زړونو د اختلاف سبب نشي، د زړونو د فرقت سبب نشي،
د کينې ، بغض او نفرت سبب نشي، په لسګونو مسائلو کې صحابه کرامو سره
اختلاف کړی دی، خو زړونه يې سر يو وو. يو بل ته مخلص وو.
محترمو! حق له هر چا پورته دی، که څوک د يوه چا د مداهنې لپاره په حق سترګې
پټې کړي؛ نو هغه ته په اسلامي شرعه کې شيطان أخرس يعنې ګونګ شيطان ويل
کيږي.
په دې فوروم کې زما د ډېرو وروڼو سره بحثونه شوي دي، او پوهېږم چې ځينې يې
راڅخه خواشيني شوي هم دي، خو الله جل جلاله پوهيږي چې ماته د زړه له تله ګران دي،
زما د هغوی خفه کول مطلب نه دی، ما به د هغوی په وړاندې د غير مناسبې لهجې
پيل نه وي کړی، البته د عکس العمل په توګه به يوه غير مناسب خبره شوي وي، اګر
که عربان وايي چې: البادئ أظلم، خو بيا هم زه له هغوی معافي غواړم.
په ما باندې محترم ورور عادل عادل ډېر ګران دی، ښه تکړه طالب العلم دی، اګر که
ځان د طالب العلم په نوم نه معرفي کوي، دين ته ښه خدمت هم کوي، همدارنګه ډاکټر
احمدزی صاحب هم راته د زړه له تله ګران دی، ډېر محترم انسان دی، زه ورسره
اختلاف نظر ضرور لرم، خو د هغه قدر او احترام زما په زړه کې نه کميږي. همدارنګه
نورو هغو وروڼو ته هم په زړه کې درناوۍ لرم، کوم چې مو کله کله ځينې شوخۍ ته
مجبوروي، او ځان را څخه خپه کوي.
خو له هر چا زيات ماته حق ګران دی.
هغه څه چې زه يې حق وينم، هغه به ضرور وايم، په دې فوروم کې ځينې وروڼه راته
صراحتا او ځينې ورونه همزا ولمزا اهانت آمېز الفاظ کاروي، او په ځای د دې چې په
موضوع بحث وکړي، خبره شخصي اهانت ته واړوي، يا موضوع ګډه وډه کړي.
محترمو وروڼو! دا د حل لاره نه ده.
زه پوهېږم، چې زما د ليکنو په وجه به ډېر خلک له ما سره مخالفت کوي، ځکه چې
پرته له استثناء د مختلفو احزابو په ديني فکر، او سياسي خوزښت تنقيد کوم، مداهنه
نه کوم، او ولې به مداهنه کوم، ځکه چې زه په آينده کې له يوه حزب او ګروه څخه هم د کومې
چوکۍ او دنیوي منفعت طمعه نه لرم، زه خپله علمي زندګي د دنيا په تختونو نه ورکوم،
الله جل جلاله مې دې چا ته نه محتاجوي، تمنا لرم چې ټوله زندګي مې په علمي تحقيقي سنګر
کې تېره شي، زما قلم د حق څخه د دفاع لپاره د سلفيانو د ځينو ګٌلکاريو خاطر نه
کوي، د اخوانيانو په ځينو غلطو مفکورو رحم نه کوي، د ځينو مزيفو رموزو د غلطو
دخيلو نظريو لحاظ نه کوي.
د کمونستانو سابه په مالګه کوي، د هغه خرافي خلکو او خرافي نظرياتو نقد کوي، چې
د ټولنې د تخلف او وروسته والي مسبب دي، او بيا ظلما وزورا وبهتانا اسلام د دغو
خلکو په وجه متهم کيږي.
په وطن کې د موجوده احزابو ديني او سياسي غلطۍ ښه په جهر سره بيانوي، د نشنلېزم بت ماتوي ، د افراطيانو او تفريطيانو دواړوپه وړاندې تر خپلې وسعې مبارزه کوي.
زمونږ د ټولنې پوهه په ټوليزه توګه په همدغو ډلو ټپلو کې ويشل شوې، او هره
يوه ډله د ليلی د وصال دعوا کوي، خو ليلی د يوې سره هم د مينې اقرار نه کوي.
نو طبيعي خبره ده چې زما غوندې يو شخص د دې ټولو له اړخه نښه وګرځول شي.
که چېرې ځينو احزابو پورې تړلي خلک، يا په اوسني نظام کې کارکونکي خلک، يا آينده سياسي نظام ته هيله لرونکې خلک ټول له ما سره د حق د بيان په وجه دښمني وکړي،
او زه يواځې يک تنها په ميدان پاتې شم، نو تاريخ به زما له ليکنو او کتابونو سره ضرور انصاف وکړي، بلکه له هغه تر مخه به غير منحاز منصفين زما او زما د ليکنوپه اړه پرته له تهمته او اتهامه د عدل فيصله وړاندې کړي.
بيا هم الحمد لله ثم الحمد لله، د اهل سنت اکثريت علماء او طلاب العلم په دغو مسائلو
کې زما نظر ته ورته نظر لري. چې زه به يې ان شاء الله په را روانو بحثونو کې نور هم
په اثبات ورسوم.
له دغو وروڼو سره چې زما بحث کيږي، له ډېرو يې د سن او سال اوتجربې په لحاظ کم
يم، خو اختلافي مسائلو کې زړه ښه پراخه نيسم، بلکه هيڅرنګه تنګدلي نه احساسوم،
تر هغو چې بحث له خپل اصلي محور څخه نه وي وتلی.
نه پوهېږم چې دوی مشران ولې دومره ژر زړه تنګي کيږي.
زه د خپلو پلار په پچيو کې اووم اولاد يم، کله چې په ثانوي دوره کې وم، عمر مې له
۱۵ کالو کم وو، زما پلار چې د ظاهرشاه له پاچاهۍ راهيسې د ديني علومو مدرس
پاته شوی وو، او هر سهار او ماښام به يې د تفسير او حديث درس په کور کې او بهر
هم کاوه، ما له هغه سره په دغه عمر کې علمي مناقشې کړي دي، او هغه خپل په عمر
کم ځوی سره مناقشې ته غاړه ايښې ده، او په ډېرو مسائلو کې يې د خپل ځوی نظر
هم منلی دی، کله يې چې ليدلی چې جانب په حق دی.
نو محترمو! د داسې ډېر عمر انسان چې د داسې کشر عمر ځوی په اړه د اورېدا او
مناقشې دومره حوصله لرلی شي، کبر او غرور يې نه نيسي، نه پوهېږم چې مونږ ولې په
علمي بحث کې خپله حوصله بايلو، او تهمتونو او ټاپو ته لاس اچوو.
آيا د حق په وړاندې داسې مداهن به شيطان اخرس نه وي؟
آيا د حزب اسلامي هغه علماء، تکړه مفسرين، او محدثين چې د خپل مشر حکمتيار
په ګمراهيو خولې پټې نيسي؟ آيا دوی مداهنين نه دي؟
د جهاد پته خو يې نه لګيږي، خو داسې کارونو ته يې لاس ورته کړی دی، چې غواړي
اسلامي متفقو عليه مسائلو کې تشکيک وکړي، او خپله غلطه او ناسمه بې منطقه
او د مختلفو ګمراه نظريو راټوله شوې مخلوطه فلسفه ځينو مغرربهم ځوانانو ته
وروڅکوي.
د حزب علماء ولې غلي ناست دي؟ اوس خو هغه ډار او هغه د مرګ او قتل وېره هم
نشته، نه پوهېږم چې د حکمتيار د دغو چټياتو په اړه به دغه مفسرين او محدثين
د الله جل جلاله په وړاندې څه عذر و لري؟
په هر حال، غوښتل مې چې وروڼو ته ووايم، چې زه هغوی ته په زړه کې پرته له درناوۍ
احترام، او محبت بل څه نه لرم، خو حق سره له هر چا زيات محبت لرم، او په هيڅ صورت
به ترې ان شاء الله شاته نشم.
هو، که په دغو مختلف فيه مسائلو کې وروڼو ماته قناعت راکړ، او خپل نظر يې په
شرعي دليل مبني او د سلفو د فهم په رڼا کې وړاندې کړ، نو ان شاء الله چې ضرور به
حق ته رجوع کوم.
په درنښت
عادل عادل
02.11.2010
سلامونه
محترم او قدرمن ورور وهاج صیب
ستاسو خبرې ټولې سمې او د تاسو په ګډون یې ځان او ټولو ته مفیدې او د استفادې وړ ګڼم.
په رښتیا هم هر هغه اختلاف ډیر بد دی چې نتیجه یې د وروڼو اطرافو په منځ کې واټن رامنځ ته کړي، د اختلاف نتیجه کله هم داسې نه وي چې یو طرف به بل طرف د خپل نظر منلو ته اړ باسي، بلکه هر څوک به تر خپله وسه خپل موقف روښانه کوي تر څو زر یا پس مقابل لورئ پرې فکر یا تجدید نظر وکړي.
په هر حال زما ټولو هغو ته چې خلک پسې اقتدا کوي او د دین علما یادیژي، وړاندیز دی چې د شیطاني ماحول په تاثر خپله غلبه قایمه او دایمه وساتي، او هیڅکله د لنډمهالو سیاسي مصطلحاتو او خیرنو سیاسیونو د مکر نه ډک ګول ونه خوري.
زما پر هغو علما کرامو ډیر زړه سوزي چې شیطان خلک ترې د مغرضو توجیهاتو په زیرکانه وړاندې کولو سره د خپلې ګټې او مصلحت مطابق صحیح رایه اخلي او بیا یې نورو ته په خپله ګټه د سند په توګه کاروي.
ماته شخصا تاسو د استاد حیثیت لرئ ځکه چې که ډیر نه وي نو یوه کلمه خو به مې ضرور ستاسو څخه زده کړې وي، ستاسو د اطمنان لپاره د یادولو بل مهم ټکئ هم دا دی چې هغه مسایل چې پکې د اطرافو د نظر یوالئ وي دایما د هغو په پرتله چې اختلاف پکې وي، زښت ډیر دي، نو څنګه به د یوه اختلاف پر سر ټول هغه بې شمیره مسایل نادیده نیول کیژي چې د رایې توافق پکې موجود دی .
ما هیڅکله هم تاسو ته اهانت آمیز هیڅ داسې څیز ندي لیکلي چې خدای ج ته پرې ماخوذ او پړ وم، خو که تاسو چیرته زما کومه خبره د اهانت په بڼه انګیرلې وي نو په التماس سره یې بښنه غواړم، الله پاک زما د نیت شاهد دی چې زه کوښښ کوم ستاسو او د بحثونو د اکثریت ګډونوالو وروڼو او خویندو د نظر او رایې مُکمِل واوسم نه مخالف.
دروند ورور ښاغلئ ډاکټر صیب احمدزئ دې هم یو څه ضرور ولیکي تر څو ستاسو وهم او یا خدای مکړه سوء تفاهم رفع شوی وي.
الله ج مو د سید جمال الدین افغان په څیر وځلوه، آمین
Positive view of every day
SMILER45
03.11.2010
بسم الله الرحمن الرحيم
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ
وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
وَلا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ
وَلا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ
1. Say : O ye that reject Faith!
2. I worship not that which ye worship,
3. Nor will ye worship that which I worship.
4. And I will not worship that which ye have been wont to worship,
5. Nor will ye worship that which I worship.
6. To you be your Way, and to me mine.
عیسوئ تبلغ ړنګ شو
حلیمي