نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش اخلي
پښتون.
30.10.2010
په نړۍ کې کوم واکمن يا چارواکی په کال کې څومره معاش اخلي :
د سنګاپور لومړی وزير Lee Hsien Loong لي هېسين لونګ 1.7 ميليونه يورو په کال کې تر ﻻسه کوي ؛
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما 300 زره يورو په کال کې تر ﻻسه کوي ؛
د فرانسې جمهور رييس نيکوﻻی سرکوزي 230 زره يورو په يو کال کې اخلي ؛
د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل په کال کې 284 زره يورو تر ﻻسه کوي ؛
د انګلستان لومړی وزير ډېوېډ کامرون 65 زره يورو تر ﻻسه کوي ؛
هسپانيه سپما ته مخه کړې او لومړی وزيرí جوسې لويس رودريګس يوازې تقريبا 78 زره يورو په کال معاش لري ؛
د وينسويلا جمهور ريس هوګو چاوز بيا تر200 زرو زيات معاش لري ؛
د ارجنټاين جمهور ريسې کريستينا فېرناندېس باندې بيا د يوې ښځې په توګه ظلم شوی (ځکه ښځې ډېرې خرچې لري) او د کال يوازې 57 زره ورکول کيږي ؛
.................................................................................................................................
هيله ده ، چې ولسمشرکرزی او زموږ وزيران ، مارشال ، واليان او نور چارواکي د دغو غريبو ولسمشرانو پر عايداتو باندې ونه خاندي . ځکه دوی خواران تاسو غوندی څو څو ماڼی به دننه او باهر د هیواده نلری او خپلو هیوادوالو ته د درواغو حسابونه نه ورکوی او خپله دنده هغسی یی چی ورته قسم خوړلی سرته رسوی. او تاسی قسم خواره دی الله تعالی د نورو بنده ګانو د خلاصون په خاطر د دوزخ کندو ته ګذار کړی.
امین یا رب العالمین
عنوان
tandar
30.10.2010
چه دملت ښه په کی نه وی
.........................خدای دی په داسی معاشو اور ولګوینه٠
دیرغلګرو په سر تندر
31.10.2010
د پښتون له ليکنې داسې معلوميږي چې :
څومره چې د ملک ولسواکي چندان پخه نه وي
................................................. هومره د معاش پټ او ښکاره څه اندازه نه وي
چيرې چې پردۍ ولسواکي د جنګ پلمه اوسي
.......................................................... هلته له فساد پرته څه بله اندېښنه نه وي
لا د CIA به پورته شوې جنازه نه وي
............................................................. يا د ISI به لنګه شوې لا خرېمه نه وي
ورشئ طالبانو په دوښمن او ځان بيداره کئ
..................................................... دلته CIA ، او ISI هلته ، مرداره کئ !
نوروز خان
01.11.2010
[quote:3331f0ecb0]ورشئ طالبانو په دوښمن او ځان بيداره کئ
..................................................... دلته CIA ، او ISI هلته ، مرداره کئ ![/quote:3331f0ecb0]
واه واه ډیرخوندور پتوال صیب !
طالبانو ستادا قومنده وخته لا منلې ده ،حمیدګل په پنجو نه ورځي خو خالدخواجه چې هغې خواته ورغئ دمیرعلي دجومات مخې ته یي حلال یعني مردار کړاو کرنیل امام دسروزرو چرک یي ساتلی ترڅو خویازرګونه بندي طالبان پرې راخوشي کړي اویا یي بل وخت دخواجه غوندې ونډۍ کړي
نفيسه جلال
01.11.2010
نوروزخان وروره
داخلك بيادادرسره نه مني دوي وايي دباكستان طالبان جدادي او دافغانستان جدا.. او هريوبيله بيله اجنډا لري.
دوي وايي كرنيل امام پاكستاني طالبانو نيولي
دده نيول به دافغانستان طالبانو په درد دوا نشي.
دوي ته څه جواب وايي؟
عادل عادل
01.11.2010
سلامونه
پتمنې خورې نفیسه جلال، خدای مو ښاده لره، آمین
ستاسو د پوښتنې په اړه ماته د دروند پتوال صیب هغه خبره رایاده شوه چې د یوې ویډیو په اړه یې لیکلې وه.
زما ځواب چې ستاسو د پوښتنې ځواب هم دی، کوښښ کوم چې په بحثونو کې یې پیدا او دلته یې تاسو ته رانقل کړم، خو دا چې زما ځواب پخپل ذات کې پوښتنه ده هیله ده چې د پتوال صیب په شان یې بې ځوابه پرې نږدئ.
[quote:d136d465b5]سلامونه
دروند پتوال صیب
[color=white:d136d465b5]اقتباس:
ځوانه ما دپاکستان دعسکرو وژنه دطالبانو په لاس ليدلې، خو نه د افغاني طالبانو په لاس، ......... [/color:d136d465b5]
ستاسو مطلب د پاکستاني طالبانو څخه څوک دي؟ پنجابیان، سندیان او که بلوڅان
که مو مطلب پښتانه وي، نو بیا خو د مور او میرې خبره شوه، چې په ذلیلو یې ویاړو او باتورو ته یې پاکستاني وایو !!
خدای وکړي چې تاسو به د غیرپښتني طالبانو سي-ډي لیدلي وي (مونږ ته به یې هم لینک/پته راکوئ) ، کنه نو تر سوال لاندې یاست او د ورورولئ شعار به مو خدای مکړه په نوم پښتونولي خو په اصل کې ایډیالوژیک وي. [/quote:d136d465b5]