ادبي ټوکې ټکالې
ټولی نښی ې صحیح دی دروغ په کی نشته٠
tandar
29.10.2010
پوښتون ه دا یو ه ټوکه در واخله ٠
ټولی نښی ې صحیح دی دروغ په کی نشته٠
په یوه کلی کی دوه هلکان دځوانی په ټیم کی انډیوالان وه٠
یوه ورځ یوه دبل سره په چل کی دخیر معامله کړیوه٠
نو دا لاندنی هلک مخ ورواړاوه ،چه وړکیه کار خو دی وکړو مګر چاته ونه واې٠
پاسنی ورته قسمونه او قرانونه وخوړل چه میږی به هم نه خبریږی بی غمه اوسه٠
دا دواړه غټ شول ودونه ې وکړل او بچیان ې پیدا شول٠
یوه ورځ ددواړو ښځو دویالی په غاړه جامی مینځلی او قیصی کولی چه په عین دقیصو کی ې سره جنګ شو٠
یو تر بله سره دپلار او نیکه خولو کی متیازی کوی او نوری سختی خبری٠٠٠٠
اخر دپاسنی هلک ښځی دی بلی ښځی ته مخ راواړاوه چه کیښینه ته هم خبری کوی ،زما میړه دتا دمیړه سره دابل کار کړیدی ته هم ځانته ښځه واې ،پلانی ځای کی او په پلانی ورځ ٠
جنګ خلاص شو ښځی کوروته ولاړی ،نو دلاندینی هلک ښځی خپل میړه را ایسار کړو ،چه تا سره دپلانی سړی دا کار کړیدی؟
سړی ښځی ته قسم او قران خوری چه ټول دروغ دی په جنګ کی خلک داسی خبری کوی مقصد ښځه ې راځی کړه او نور د کور څخه په یوه چل ووت او راسا هغه پاسنی هلک یا سړی پسی ورغی،او ورته واې چه ناځوانه تا داخبره څنګه کړیده ؟
پاسنی سړی ورته قسمونه خوری چه ما نه دی ویلی دروغ دی٠
لاندینی ورته واې چه ښځی دی زما ښځی ته ټولی نښی ښودلی دی او ټولی نښی ې
صحیح دی٠
ددوی هم سره جنګ شو او بیا خلکو خلاص کړل او ټول کلی ته رسوا شوه٠
اودا خبره چه ټولی نښی ې صحیح دی٠
یو متل ګرځیدلی دی٠
Shir Baz
29.10.2010
تندر صيب
دا چې په ټوكه كي پښتون صيب خاص ميلمه ګرځيدلى،، پوښتنې او شبهات راپاروي,
كه وضاحت وركړئ ډيره مهرباني به مو وي او لوستونكي به له تشويشه خلاص شي :)
پښتون.
29.10.2010
تندر صیب ،واه څه ښه ټوکه دی لیکلی چی حتی شیرباز خان ورته تخنیدلی دی .
او شیر بازخانه !
ځکه چی د نوم په اخر کی دی (باز)راځی او پدی خاطر ټوکی هم خوند درکړی. :lol: :lol
[quote:c4b9f2219a="Shir Baz"]تندر صيب
دا چې په ټوكه كي پښتون صيب خاص ميلمه ګرځيدلى،، پوښتنې او شبهات راپاروي,
كه وضاحت وركړئ ډيره مهرباني به مو وي او لوستونكي به له تشويشه خلاص شي :)[/quote:c4b9f2219a] :lol: :lol:
Shir Baz
29.10.2010
پښتون صيب حاضرځوابۍ ته دې حيران پاتې شوم
خو په دې چالاكۍ نه خلاصيږې!
ته صبر چې تندر صيب راشي :lol: :lol:
چې پوښتني ته څه ځواب راكوي؟,
زمونږ خو دې اوس نوره هم ورته سودا کړه
شايد تندر صيب د نښو نښانو په راجمع كولو کې مصروف وي :D
عنوان
tandar
29.10.2010
ډیرو ډیرو په زړه پورو او دعذت نه ډکو وروڼو شیرباز خانه او پوښتونه سلامونه٠
ما نه غوښتل چه دی مخ کی نوری لیکنی وکړم مګر د پوښتون دا غوښتنه وه ،نو دده لپاره راڅخه یوه ټوکه ولیکل شوه ،چه دی یواځی پاتی نه شی٠
او تاسی دواړه راته زما دوه سترګی یاستی زه کوم فرق نشم کوالای .
ددی لپاره چه ټولی نښی ې صحیح دی، نو ستاسو خوښی غواړم٠
شاید تشویش مو له مینځه تللی وی ٠
مننه تربیا
عنوان
spinkar
29.10.2010
رښتیا چه ټولی نښی ې صحیح دی ٠
د٢٠١٠ کال ټوکه مو لوستلی ده ،ما ته خو ډیره جالبه ده٠
خوشحاله اوسی٠