د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جرمني د امريکايې عسکرو تجاوز ته په کومه سترګه ګوري

م ن غروال
12.05.2004

محترمو لوستونکو سلامونه عرض کوم !
[color=yellow:3bd575c263]د May په لسمه د ماښام په ٨:٣٠ د XXP د جرمني يوې تلويزيوني خپرونې پخپل راپور کي داسي وايي :[/color:3bd575c263]امريکا عراق ځکه د اور ﻻندي نيسي چه هلته اتومي او نور د تباهۍ خطرناکې وسلې او زېرمې شته خو ﻻ تراوسه دوي هيڅ هم لاس ته ندي راوړي٠ امريکا ويل چه مونږ د عراقيانو يا د عام ولس پلوي لرو خو اوس داسی نه ښکاري٠ موږ هلته ديموکراسي راولو خو د ديموکراسۍ لپاره هيڅ ډول ګام ندې اخيستل شوۍ او په عربي ژورناليستانو يي په ښکاره ډزې ( ټکان ) کړي دي٠ د عام ولس د چور مخه يې ونه نيوه٠ حتی د جرمني له سفارته څخه امريکايانو ته وويل شول چه لطفا د سفارتو مخې ته يو سرباز ودروئ! ځواب يي وو : دا په مونږه اړه نه لري٠
د ملګرو ملتنو ملګرتيا يي نه درلوده او د وېتو رايي ته يي زړه نشو ښه کولای چه فرانسه لا په ډاګه د عراق جګړي مخالفت درلود٠ د جرمني خبرې د هغه په تاريخي ( د دوهمې جګړې ) له امله د خپلو پورو او مرستو په يادولو بې اهميته ګڼل کېدې٠
څوک به دا تضمين کړي چه عراقيان وروسته له يوه کاله خپله يو نظام لرلای شي؟ څوک به تضمين کړي چه عراقيان به ديموکرات نظام ولرلاي شي؟ ددې مسئول به څوک وي چه هره ورځ بې ګناه خلک وژل کيږي؟
[color=yellow:3bd575c263]امريکايان داسي وايي : [/color:3bd575c263]
يو ځوان ځلمۍ : زه شرميږم چه امريکايي يم٠
او يو بوډا: مسلمانان به هرمرو خپل انتقام اخلي کله ؟ ، سړئ نه پوهيږي اما غچ به يي دروند وي٠
د دفاع وزير نبايد يوازې ليري شي بلکه بايد محاکمه شي٠
ج ډ بوش داسي امر ندي کړئ اما دا دنظاميانو لويه سرغړونه ده٠
د انګلستان د دفاع وزير : دا عکسونه چه چا اخيستي دي هغه هلته نه وؤ موجود، کيداشي درست نه وي بايد پلټنه وشي چه واقعيت په لاس شي٠ هلته په هماغه ورځ بلير په فرانسه کي په ډاګه وايي : زه له دغو بنديانو بخښنه غواړم٠ پداسي حال کي چه حکومت يي لا ډاډه ندي چه آيا دا عکسونه به ريښتيا وي او که نه؟
ايا دغه د ويديو اسناد چه د انګلستان عسکر دي په عراقيانو د پلاستيک په کڅوړويې مخونه ورپټ کړي دي چه د تنفس امکانات نه لري، هم درواغ دي؟ دا اته کلنه ( آنه ) نومه جينۍ چه ويشتل شوې ده له هغو ٣٨ ماشومانو څخه ده چه ددوئ لخوا وژل شوي دي٠ او داسي نور د ويديو فلم چه عراقي تشيع بې وسلې او بې ګناه خلک وژل شوي او په سړکانو او کوڅو کي پراته دي٠ د سره صليب کارکوونکي چه عراقيان آستراليايان او فرانسويان وؤ له کوڅو او سړکانو يې مړي او ژوبل کسانو سره مرستې کولي د امريکايانو لخوا نيول شوي او ټوله ورځ په ګرمۍ کي پرته له څښاک او خوراک په اوسپنيزو پنجرو پوري تړل شوي وؤ ٠
جرمنيان وايي: يوازې د عسکرو په محاکمه دا داستان نه خلاصيږي بايد چارواکي تر بوشه پوري په نړېواله محکمه کي ددغو غيري انساني کړو ځواب ووايي٠
ګوانتينامو کي په کالو پراته افغان پاکستاني او عرب دي چه اوس د هغو هم بايد پوښتنه وشي دد غو اعمالو سپيناوۍ به امريکايان څنګه کله او چيرته کوي چه هغوئ له دغه تجاوز څخه په امن کي پاتي دي؟ ددغو اعمالو راپور په جنوري او فبروري کي ورکړل شوۍ وو اما بلير او بوش غوږونه ونه ګرول٠ او په بګرام ( کابل ـ افغانستان) کي د امريکا دفاع وزير ته د امريکايي عسکرو ناوړه چلند راپور ورکړل شوو چه د عراق هم يادونه ورته وشوه٠
يوه زړه جرمنۍ ميرمن وايي :
روسان برلين ته په راننوتو سره مونږ ته خواږه راکړل او له خپلو کڅوړو يي ډوډۍ راکولې٠
يو جرمنئ نظامي اسير وايي:
زه لس کاله له روسانوسره بندي وم خو چا پر مخ هم نه يم وهلۍ کله کله به يي ډوډۍ نه راکوله مونږ به داسي فکر کاوه چه نور مو لکه چه وژني اما وروسته وپوهيدو چه دوئ هم نه درلوده او وروسته چه جګړه تمامه شوه مونږه هيڅ وخت هم وږي پاتي نه شوو٠
اوس چه څه امريکايي او انګليسي عسکرو کړي دي هغه ترخې ګولې دي چه تېرول يي ج ډ بوش او ت بلير ته آسانه کار نه دي٠
عراقې جنګيالئ وايي: دغه زما سينه وګورئ چه د امريکايي له عسکرو له مرميو ددفاع لپاره هيڅ هم نه لري او ﻻغه دي د امريکايي عسکر د سيني ډال ، چه بيا هم ويني يي دلته پرتې دي او زه جنګيږم تر څو چه شهيد شم ـ الله اکبر٠ دغه ده د امريکايي د سر خولۍ، خو بيا هم سر ته لګېدلۍ دي او مرمۍ مې له دغه اوسپني ننوتې ده ـ وګره لطفا وګوره٠
بوش وايي: مونږ د عرب ولس کلتور او اخلاپو او دين او رسمو ته درناوۍ کوو
بلير وايي: مونږه هلته د بشري حقوقو ساتلو او د عراق ولس د نجات لپاره تللي يو
تاسو ولې مسلماني ښځي تلاشي کولي ايا معلومات مو نه درلو د چه د عرب ولس کلتور سره لويه بې احترامي ده؟
امريکايي قوماندان له دغه پوښتني غوږ کوڼوي او ور په ځان تړي٠
ستاسو عسکر بې ګناه غير مسلح خلک وژلي دي ؟
پر مونږه ددوئ لخوا ډزې شوس دي
نه نه هغوئ بې وسلي وو هاې سر هلو هلو٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
او انګليسۍ جګړن نور له ژورناليسته روانيږي او باډي ګارد د ژورناليست د تګ مخ نيوۍ کوي٠
[color=#444444:3bd575c263][/color:3bd575c263][color=#444444:3bd575c263][/color:3bd575c263]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هو درنو لوستونکو
دغه خپرونې هغه حقايق په نشر ورسول او داسې تبصره د ښودلو تر څنګ ورسره جوښت کوله چه جرمنيانو سهار د کار ځاي کي راته ويل : دا ريښتيني خوږان او وحشيان دي ٠ او خپله امريکايي او انګليسي لوړ نظامي چارواکو ددغه تجاوزاوامر ورکړي وي٠ دا کومه سرغړونه نه ده بلکه دا د امر لاندي يو اجرا شوئ عمل دي چه د بخښنې په غوښتو بوش او بلير نه خلاصيږي٠
لوئ بصير او خبير الله جل جلاله دې د خپل کلام سوره فيل د فلسفي په حکمت او برکت ظالم او شريراو د اسلام دښمن ته هغه جزا ورکړي چه بې له شکه هغه جل جلاله له ښه پرې پوهيږي ـ آمين ثم آمين٠
په درناوې ــ غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more