ادبي ټوکې ټکالې
بخيل او مالټه
و.افغان
28.10.2010
وايي چې يوه بخيل درې مالټې په پيسو رانيولې وې، لمړنۍ مالټه يې چې د خوراک
لپاره پرې کړه، ګوري چې خوسا ده، نو ګوذار يې کړه، دويمه چې راوخيسته هغه يې هم
ګوذاره کړه، درېيمه يې لاس کې ونيوله، کوټې ته ننوت، رڼا يې مړه کړه، بيا يې ترې
درز پورته کړ.
------------
وايي، چې يو چا نور فور بای فور ګاړی اخيستی وو، 4×4, د شپې به له کوره بهر
ولاړ وو، يولېونۍ به په دغې لارې تېرېده، تيږه به يې راخيستله، او ليکل به يې چې:
= ۱۶، د ګاړي والا په مکرر ډول په مستري خپل ګاړی جوړوه، آخر مستري مشوره
ورکړه، چې = ۱۶ ته وليکه چې له مصيبت څخه خلاص شې، دا کار يې هم وکړ، بل
سهار ګوري، چې ليوني دغې د ضرب عمليې ته د صحي علامه کش کړې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
د يوه سړي خره ورک وو، په ګرځېدو ګرځېدو ورپسې ستړی شو، ګوري چې يوه ځای
کې انجلۍ او هلک د يارانې په خبرو بوخت دي، هلک انجلۍ ته وايي، چې زه دا
ټوله نړۍ ستا په سترګو کې وينم، د خرو والا ورنږدې شو، او ترې ويې پوښتل،
وګوره، زما خره خو په کې نه ښکاري؟
هيله ده، چې ټوکو يو څه خوند کړی وي.
په درنښت
محمدزمان هوتک
29.10.2010
وهاج صیب سلام داهم ولوله
، وایې یوناروغ په ډیربدحالت کښی ډاکتر ته راغی اوناری وهی چه ډاکترصیب دخدای دپاره مړشوم چاره می وکړه اوومی ګوره ډاکتر ورته وویل چه ته اول فیس راکړه چه کومه بلا درباندی ونه شی اوددی دنیا څخه قرضداره ولاړنه شی _____________________
یوه سړی دروژی په پای کښی واسمان ته وکتل که ګوری میاشت یې ولیدله اوډیره نری وه نو ورته ویې ویل چه روژه ګلی زموږ څخه دی څه شی جوړکړه اودځان څخه دی څه شی جوړکړه
هیله ده چه خوښی موسی په مینه