د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حميدګل ادعاوې


28.10.2010

سلام خان

28.10.2010 19:01

دې ته ورته لیکنې
•دطالبانو په هکله دیو څو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( اتلسمه برخه )
•صلح څوک نه غواړي ؟
•په افغانستان کې پوځي بریا ناشونې ده
•سېڅلې سوله او کرغېړن لاسونه
•"خبرې" ښې دي خو لکۍ یې کږې دي
•له مخالفينو سره د خبرو اترو لاره له اسلام اباد اوعربستان ځخه تیر یږی
•طالبان مکتب اناث را به آتش کشیدند
•اوروپا ازاعتراف به درگیری خویش در افغانستان نگران است
•دطالبانو په هکله دځینو پوښتنو او اندېښنو ځوابونه ( شپاړسمه برخه )
دپاکستان داستخباراتو پخوانی مشر جنرال حمید ګل له یو پاکستانی تلویزیون سره په یوی تازه مرکه کی ویلی دی چی:طالبان د پاکستان د گټو او بقا ساتونکي دي ، د پاکستان د بدنامې استخباراتي ادارې مخکيني مشر همداراز ویلی دی که چیری امریکایی چارواکی له پاکستانه وغواړی چی پر شمالی وزیر ستان باندی نظامی عملیات پیل کړي خو که داکار تر سره شو نو اسلا م اباد دی له افغانستان لاس ومینځی،په دی مرکه کی جنرال حمیدګل دطالبانو دویاند په ځیر خبری کوی او نوموړی یو ځل بیا خپله ناوړه ځیره او دمداخلو ډکه مفکوره په ډاکه کړه،او په ډیر ټینګار وایی چی په شمالی وزیر ستان باندی باید عملیات ونه شی.
جنرال حمید ګل چې د طالبانو د مشر په څیر پیژندل کیږی وایی، امريکايي چارواکي له پاکستانه غواړي چې پر شمالي وزيرستان دې بريد وشي خو که دا کار وشو نو دا به د دۀ په وينا د پاکستان د ستراتيژيکو گټو خلاف کار وي . خو جنرال حمید ګل په دی مرکه کې دا سپيناوى ونه کړ چې ولې به پر شمالي وزيرستان بريد د پاکستان د ستراتيژيکو گټو خلاف وي
د اى ايس اى دغه پخواني مشر دا هم وويل چې اسلام اباد بايد تر هغو د کابل او نوي ديلي ترمنځ سوداگريزه لاره ورنه کړي چې د کشمير مساله نه وي حل شوې .
حميد گل دا هم ویلی دی چې گواکې ملا محمد عمر په ارزگان کې دى او نوموړی پاکستان ته نه دى ورغلى .خو داسامه بن لادن دځای په برخه کی یی دخبرو ډه ډه وکړه او داسی یی وښودله چی بن لادن په باکستان کی وي،نوموړی دا ومنله چی لا هم له ای،اس،ای سره اړیکی لری او ددغه اداری داستاد په ځیر دي
له حميد گل څخه د کابل او طالبانو د خبرو په باب پوښتنه وشوه دۀ وويل چې دا خبرې مانا نه لري .
د اى ايس اى دغه پخواني ريس وړانديز وکړ چې ملا عمر او اوباما بايد سره په لومړي پړاو کې وگوري او له هغه وروسته اوباما او اسامه بايد سره کښيني چې دا مساله حل شي .
د متقاعد جنرال حميد گل د خبرې او تبصرې د شننونکو په وينا د دې ښکارندويي کوي چې ښايي اى ايس اى په هيڅ حالت کې د افغان حکومت او طالبانوترمنځ د روغې جوړې د خبرو غوښتنه نه لري او نه هم دا مساله د خبرو له لارې حلول غواړي .


و.افغان
28.10.2010

مشر پتوال صاحب:
السلام عليکم
محترما! نن سبا په هر اړخ کې تور او سپين هر چا پېژندلي دي.
د افغانستان د کشالې حل د طرفينو په لاس مستحيل دی.
رب جل جلاله دې سوله راولي، داسې سوله چې لومړۍ بند يې د يرغلګرو غير مشروط
وتل وي.
او دويم شرط دا وي، چې په يوې آزادې مستقلې او په پوهو او پرهېزګارو مسلکي
کسانو پوښلې محکمه کې د جنګي جنايتکارانو او ورته متهمينو عادلانه محاکمه
تر سره شي.

په درنښت



29.10.2010

[quote:eaf1943a96="وهاج ساپی"]مشر پتوال صاحب:
السلام عليکم
محترما! نن سبا په هر اړخ کې تور او سپين هر چا پېژندلي دي.
د افغانستان د کشالې حل د طرفينو په لاس مستحيل دی.
رب جل جلاله دې سوله راولي، داسې سوله چې لومړۍ بند يې د يرغلګرو غير مشروط
وتل وي.
او دويم شرط دا وي، چې په يوې آزادې مستقلې او په پوهو او پرهېزګارو مسلکي
کسانو پوښلې محکمه کې د جنګي جنايتکارانو او ورته متهمينو عادلانه محاکمه
تر سره شي.
په درنښت[/quote:eaf1943a96]
دروند محترم او مکرم وهاج صيب سلام مو عليکم و رحمة الله وبرکاته ، او نېکې هيلې مې ومنه !
له نظر څرګندولو څخه مو ډيره مننه ، رښتيا هم تر اوسه پورې له طرفينو څخه يو هم د افغانستان د حل وړتيا نه ده ښودلې، خو ډير اميد طالبانو ته و او دی، چې د
افغان ولس په ځال به زړه وسيزي او حل لار به خپله کړي . دا ځکه چې د اشغالګرو او د هغه د ګوډاګيو اړخ د حل له پاره له دې پرته له افغانستان او سياسي قدرت څخه ووځي او دا کار تر څو چې قدرت ساتلی شي نه يې کوي.
خو طالبان ورونه د ځان په وږ و سياسي اصلاح اتو سره کولی شي د حل لار وړاندې او پلې کړي، خو داسې بريښي چې تر اوسه دوی
هم څوک په خپله سياسي تګ لاره کې دغسې اصلاحاتو ته نه پريږدي او يوه آزادانه مستقله ملي لارنشي نيولی . همدا اوس
د پاکستان يو بل پخواني جنرال بريګيدير سعد محمد هم د خپلو ځوابونو په ترڅ کې په ډيره سپين سترګۍ ادعا وکړه چې پاکستان د افغان طالبانو له ملاتړ
څخه لاس نشي اخيستی، کوم چې دده په اند بايد او بايد د بهرنيانو له وتلو وروسته قدرت ورسيږي او د پاکستان سره خپل ملګرتوب ته ، چې
ګواکې د هند په وړاندې د پاکستان يو شتراتيژيکي هدف دی، دوام ورکړي . دغه
سياست دپاکستان يو تور پنجابي خامار دی چې د افغان ملت له غاړې څخه د سياسي ناپوهو طالبانو په مټ را تاوېدل او افغانستان له دننه څخه
زبېښل او هډوکي يې ورماتول غواړي .


ساحل
02.11.2010

اسلام علیکم،
زه فکر کوم، د طالبانو مرموز حرکت ته هیله لرنه به هغه درد او نا امیدی راپیدا کړي، چه افغان ولس یي د دوی د حکومت په وخت کي لرله. دوی مهم اسلامی اساس، چه امت سره مشوره او بحث دئ، تر پښو لاندي کوي او کړئ یي ده. خدای مي غاړه بندي نکړي، خو هیڅوک په کامله توګه نشي ویلای، چه طالبان په اصل څوک دي، او کوم کسان پکي د ویلو واک لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more