د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکندهار دعملیاتو رښتینی ماهیت

نوروز خان
25.10.2010

دادکندهار په ډنډ کې دطالبانو دستر قومندان چې هلته په مبارزه بوخت دی مرکه دی چې ډیرې ناولدې په کې شته ویي ګورئ او دکندهار په روان قتل عام تبصره وکړئ ..

پوښتنه

ترهرڅه لومړی که د ډنډ په ولسوالۍ ددښمن دبرید او دعملیاتو ددوام په اړه معلومات راکړئ چې دا تازه انکشافات څنګه رامنځ ته شول ؟

ځواب

ډنډ ولسوالي چې دکندهار ښار ته بیخي نږدې پرته ده او دمجاهدینو نفوذ په کې خورا پياوړی دی دښمن په دې وډار شو هسې نه چې ددې ولسوالۍ دمربوطاتو غوندي یې ښار هم له لاسه ووزي ، نوځکه یي ترټولو لومړی دروژې په میاشت کې په ډنډ باندې هجومي عملیات پيل کړل ، دوی لومړی په ډیرزیات شمیرکې محله جات ته راغلل دغسې ورپسې یي په چلغور ، ناخوني ،خنجکک ،زله خان اوصلاوات کې له څرخکو نه پیاده کوز کړل ،داسلامي امارت له خوا دراکړل شوي پروګرام له مخې ددوی په وړاندې مونږ له پيله دچریکې جګړې تیاري نیولي وه او قصدا مو نه غوښتل چې په جبهه یي جنګ کې ورسره مخامخ شو دوی چې دمجاهدینو دریموټي بمونو له وجې په سرکونو نه شوای تلای نو له لویو بیلډزرونو یې نوې لارې دخلکو په کښتونو او باغونو کې پرې کړې ترڅو یوڅه پرمختګ وکړي ،په دې وخت کې شپه ورځ ورسره دمجاهدینو تاکتیکي جنګ روان وه ددوی دپرمختګ په لارو کې یي ورته بمونه ښخول ،ناڅاپي حملي یي پرې کولې او توغندویي پرې راوغورځول که مختصرا ووایم داسې ورځ په ډنډ کې نه ده تیره شوې چې په دوی درې څلور ترلسو پورې پټاوونه نه وي شوي ،څرنګه چې دوی ته په دې چاودنو اوحملوکې هره ورځ تاوانونه اوښتل او مجاهدین په نظر نه ورتلل نو ټول زور یي له ولسي خلکو یوست تردي چې په ولسي کورونو یي بمبارونه وکړل ،خلک یي دسیمو پریښودلو ته اړکړل دغه راز دوی دپخوا خلاف داځل دکروز توغندویو ګوزارونه هم کول چې په دې لړکې دخال خال وارونو ترڅنګ یي یوه ورځ تقریبا ۲۷ فیره کروز درانه میزایل راوویشتل خو ټول په ولسي کورونو او خرابو ځمکو کې ولګیدل ، نوپه دې رقم دوی د ډنډ یادو شویو سیمو ته دهوا له لارې پیاده شول وروسته یي بیلډوزرونه او نوروسائل هم ورته راوړل او دمهاجرو خلکوپه کورونو کې یي قرارګاوې جوړول پيل کړل دوی اوس له ځينو سیمو یومخ وتلي خوپه ځینو کې یي نوې قرارګاوې جوړې کړي دي ،مګر له قرارګاوو بهر نه راوتلي او نه راوتلای شي ځکه په سیمه کې دمجاهدینو تشکیلات دپخوا غوندې موجود دي او دښمن یوازې داسې سیموته قرارګاوې لیږلی چې په راتلونکي کې به یي ددوی لپاره پالل او اکمال خورا درنه بیه ولري .

پوښتنه

ویل کیږي چې په دې عملیاتو کې یوازې ملکي خلک متاثره شوي دي که په دې اړه معلومات راکړئ ؟

ځواب

که په یوه جمله کې ووایم دښمن ټول زور له ملکي خلکو ایستلی ، دملکي خلکو په وړاندې یي داسې ظالمانه کردار ترسره کړی چې ښایي تراوسه په تاریخ کې نه وي پیښ شوی زه قسم درته کوم چې دعملیاتو له پیل نه تراوسه زمونږ یوازې پنځه ملګري شهیدان شوي او درې ټپيان شوي دي نیولي خویي یولاندي خو په بې ګناه ملکي کلیوالو یي دکندهارزندانونه ډک کړل ،زه دملکي خلکو دځور اوپه ډنډ ولسوالي کې ددښمن دوحشت په اړه چې دنیا ترې ناخبره ده یوڅو لنډمثالونه درته وایم .

ــــــ اول چې په محله جات راغلل ددښمن عسکر ښار ته په تلونکو ټولو لارو باندې ودریدل او چې څوک سهار په مخه ورتلی سترګې یي ورتړلې او پورته کاوه یې ، دمحله جات اکثره اوسیدونکي په ښار کې دوکانونه لري یاسبزي او نورې میوې دانې دخرڅلاو لپاره وړي دوی په اول سهار همدغه غریبکاران نیول شیان او سبزیجات یي ترې غورځول او دوی یي لاستړلي موټر ته خیږول په اوله ورځ یي دمحله جات په همدې عاموسرکونو تر۳۰۰ ډیر کسان دطالب په نامه ونیول او دطالبانوپه نامه یي اعلان کړل .

ـــــ څو موده وړاندې امریکایانودډنډ ولسوالۍ دزله خان دغره او مایي په کلیو چاپه ووهله څرنګه چې ددې کلیو خلک لا له وړاندې په هجرت اړشوي وه پاته نارینه یي چې شمیر یي ۹۷ تنه وه ټول راویستل کمیسونو یی ترې وباسل او ترسهار ه یې همداسې لغړ کینولي وه په دې کسانو کې له ۱۲ کلن نیولي داسې کسان لاوه چې په لکړه ولاړیدل بلکې اکثره همداسې سپین ږیري وه غرمه یي ټول ټانګانو او موټرو ته واچول او کندهار ته یي ولیږل چې ۱۲ ورځې بعد یی له سخت ځور وروسته بیرته راپریښودل .

ـــــ دوی چې په کومو سیمو کې نوې قرارګاوې جوړي دي ټولې په ولسي کورونو او ځمکو کې دي دوی له ځان سره لوی لوی بیلډوزران راوستي او بې خاره دخلکو په باغونو کې سرکونه تیروي کورونه نړوي ،کښتونو خرابوي او داوبوویالي ډکوي ،په دې لړکې دوی په ناخوني سیمه کې تراوسه تر ۵۰ ډیرکورونه اودوکانونه په بیلدوزرو هوار کړل ،دخنجکک له بغل سره په خیروکلاکی یي هم ډیرزیات نړولي ،لس دولس کورونه یي په چلغور کې نړولي دغه راز یي په چلغور کې دخلکو له ډکو کشمش خانو پریمکاټونه (بارود رسۍ ) راتاو کړې اوپه شاټ ورکولو سره یی له بیخه ونړولې په دې نړول شویو کورونو کې داسې شته چې اوسیدونکو یې یوازې سرونه روغ ایستلي وي او ټوله هستي یي په کې له منځه تللي دغه راز دوی ډیر له وړاندي خالي شوی کورونه هم هوار کړي او قرارګاوی يي په کې جوړي کړي دي .

پوښتنه

دښمن وایي چې په دې عملیاتو کې یي ډیرزیات مجاهدین له منځه وړي په تیره دهغوی مرکز ونه اومشران یي په نښه کړي داخبره څومره رښتیا ده ؟

ځواب

ماوړاندي وویل چې ددښمن دعملیاتو یوازیني نتیجه دا راوتلي چې ددوی دنویو قرارګاوو داچولو په نتیجه کې اولسي خلکو او ددوی ځایونو ته تاوان رسیدلی دښمن داسي سوچ کړی وه چې که په دې سیمو کې خال خال قرارګاوي واچوي نو مجاهدین به سیمه ورته پریږدي ، خودوی په دې نه پوهیدل چې ددوی په وړاندې زمونږ دجنګ نوعیت چریکي دی چې دمناطقو یواړخیزه دفاع په کې هدف نه وي ، اوس دښمن په ځینو سیمو کې قرارګاوې جوړې کړي خویوازې یي دهغه ځای سلطه ترلاسه کړې چې ریګي جوالونه یي ترې راتاو دي ،نور له خپلې قرارګاه پنځوس متره هم دځمکي دلارې ګزمه یا پرمختګ نه شي کولای ، اوزمونږ دتلفاتو په باره کې به درته ووایم چې پنځه ملګري مو شهیدان شوي دي او دری ټپیان دی چې ټول کشران مجاهدین دي مشران او سرګروپان مو لله الحمد ټول روغ او برحاله دي .

پوښتنه

نودې عملیاتوپه ډنډ کې ستاسو په شتون او تشکیلاتو کوم ډول اغیزکړی دکندهار یوچارواکی احمدولي کرزی دعوه لري چې دډنډ په شمول یي په درست کندهار کې دمجاهدینو ثابت مرکز نه دی پرې ایښی ؟

ځواب

احمدولي چې اوس په خپل کور کې هم دمجاهدینو دپرلپسې بریدونو له وجې دارام خوب نه شي کولای ،نه پوهیږم په کوم مخ دداډول دروغو او بې بنسټه ادعاګانو جرأت کوي ،ده که رښتیا کندهار له مجاهدینو نیولی وي یوځل خودي دنمونې لپاره په ډنډ او پنجوایي کې نه ، بلکي دښار په داخل کې ازادانه منظره وکړي او ودې ګرځي ،داسوچ دروغ دي ،دښار او نورو سیمو غوندې په ډنډ کې هم چې پسرلی زمونږ څومره ګروپونه فعال وه اوس هم همدومره فعالیت لري دمجاهدینو داطاقونو اوقرارګاوو شمیرهم نه دی کم شوی یوازې مونږ ددښمن دعملیاتوپه لومړیو کې داحتیاط په بنا له ځینو ګروپونو څخه یوڅه مجاهدین کم کړل مګر اوس چې ددښمن اولنۍ جذبه په ختمیدو ده مونږ بیرته خپل مجاهدین له سره سمبالوو ،ګروپونه لازیاتوو ځکه په سیمو کې زمونږپه وړاندې اهداف زیات شوي دي ،زه خپلو وطنوالو ته زیری ورکوم چې په دې ټولوسیموکې به دښمن داوس په پرتله په راتلونکي کې سخت تلفات ولري ځکه مجاهدینو ځانونه ساتلي او دښمن نه شي کولای داوږده مهال لپاره داډول زور ازموینه جاري وساتي او خپلې لرې پرتې قرارګاوې په وخت اکمال کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more