د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

فلسفه

و.افغان
25.10.2010

يو دوست چې په فلسفه کې يې په خارج کې د دکتورا درجه حاصله کړې وه، او
خپل کور ته راستون شوی وو، ملګري يې ستړي مشي ته ورغلي وو، هغه ته يې د ډاکټر
صاحب په لقب خطاب کاوه، د دې دوست پلار چې تعليم يې نه لرلو، ډېر خوشاله شو، چې
له خيره زوی مې طبي ډاکټر شوی دی، وار له مخه يې ورته وويل چې:
زويه دا فلانې ځای مې خوږيږي، ته يې لږ راته وګوره، چې څه بلا پرې لګېدلې؟
زوی يې ورته وويل، چې ما خو ډاکټري په فلسفه کې اخيستې، پلار يې ورته وويل چې:
دا فلسفه څه شي ده؟
ډاکټر صاحب ډېر کوښښ يې وکړ، خو د پلار ذهن يې په خبره نه خلاصېده، آخر
يې ورته وويل: پلاره، د دغې چوکۍ له پاسه کښېنه، پلار يې په چوکې کښېناست،
زوی يې ورته وويل: پلاره! اوس ته د چوکۍ له پاسه يې؛ نو چوکۍ ستا نه لاندې شوه،
بيا يې ورته وويل: پلاره، اوس له چوکۍ لاندې کښېنه، پلار يې لاندې کښېناست، ورته ويې ويل:
پلاره! اوس دا چوکۍ ستا له پاسه شوه؛ نو ته د چوکۍ نه لاندې شوې.
همدې ته فلسفه وايي.
پلار يې ورته مخ راوګرځاوه، او په غوسه يې ورته وويل: خوار شې،
دا ټول عمر تا د دې په زده کولو کې تېر کړ، چې چوکۍ راڅخه پورته ده؛ نو زه د چوکۍ
نه لاندې يم، او چوکۍ را څخه ښکته ده، نو زه د چوکۍ له پاسه يم؟؟!!

په درنښت


عنوان

spinkar
25.10.2010

وهاج صاحب ستاسو دټوکی په تعقیب٠
یو افغان ډیر عمر په امریکا کی تیر کړی و اخر وطن ته راغی٠
دده یوه ترور ګل کوکو او تره ې ګل محمد نومیده٠
ډیر خپلوان ې ستړی مشی ته راغلل خو دا دوه کسه په کی نه وه٠
اخر ې دی نورو ته مخ راوړاوه او پوښتنه ې ځنی وکړه٠٠٠
چه پلاړوس موټین موټین او پلاوړس محمد چیرته دی؟
دی هم دخارج تحصیل کرده و٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more