د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عقبګرائي

ډاکتر څپاند
25.10.2010

محترم ډاکټر وطنمل اوددې سايټ نورو چلونکو سلامونه ومنۍ٠
دمترقي او چپ بحثونو نه د چپ کلمه وويستل شوه٠
مګر اوس دادی ددې بحث د مسؤلينو له ډلې نه ځما نوم هم وويستل يا ډليټ شو،مګر ولې؟
داسې ښکاري چه ښاغلی وهاج او حامد ددې سايټ هر کاره او همه کاره دي!

هيله ده يو قانع کونکی اومنصفانه ځواب وليکئ٠


ډاکتر وطنمل
25.10.2010

له درناوي او سلامونو وروسته :

د متل له مخې يو سړی بل ته په ځواب کې ويل : لږ صبر، له نامه سره مې داد هم شته ، زما نوم خدایداد دی :
د يو فوروم ليکنې بل ته ليږدول شوي ، متاسفانه د مسولينو نومونه ورسره په اوتوماتيک ډول نه دي انتقال شوي ، نو لږ صبر ، چاره به يې وشي .

د نوم په اړه :
د ملي سره د مترقي ټکی کافي دی چې هم د چپيانو تنده ماته کړي او هم رښتيني مترقي ځواکونه پرې ډډه ولګوي .

په مينه !


عنوان

tandar
26.10.2010

وروڼو ړنګول او لیږل خو شروع شویدی دا داجیرانو چوکی رانه وانخلی دغټو چوکیو دعوا نه کوو٠
نور می له لاسه څه شی پوره نه دی یواځی په لیکنو کی د زړه بوغ اوباسو چه دا راباندی ونه دروی چه وبه چاودی٠
داشغالګرو په سر تندر٠


رښتینی
29.10.2010

ډاکټر صیب څپاند که ډاکټر وطنمل لیږ ناوخته شوی وی اوموږ
دخپلی صفایی له پاره ډیر دلایل هم درته راوړی وی نو منلی به دی
نه و خو الحمد لله چی ډاکټر صیب رامخته شو نو لطفا له داد پوری
یی پریږدئ

اوس نو ستا اوموږپه منځ کی دعوه پاتی ده ته باید اه ما او وهاج
صیب نه رسما بښنه وغواړی چی دلوی مسئول دتخنیکی تیروتنی
مسئولیت دی زموږ په وږو غورځولی اوبیځایه دی ګرم کړی یو

البته په ټوکو به نه خپه کیږی

په مینه


ډاکتر وطنمل
01.11.2010

څپاند صيب ته سلام او درناوی !
تاسو لږ په خپله پيژندڅېره کې ګوتې ووهئ، ښاڅونه يې صاف کړئ : ويبماسټر
شېرزاد کامه وال راته وويل : داسې بريښي چې د (ډاکتر څپاند) نه علاوه څۀ نور توري مو هم ورسره ثبت ته ورکړي او هغۀ لکه دبيړۍ لنګر يا د سرطان منګل خپلې پنجې ښخې کړې دي اوستاسې د نوم په وړاندې خنډ ګرځي ، څو له خپل ځايه څخه بل ځای ته وليږدول شي . نو که يواځې (ډاکتر څپاند) پرېږدئ او د نامه نور ښاخونه ترې پرېکړئ نو د نوم انتقال به مو آسانه شي .
په درنښت


و.افغان
02.11.2010

دروند ډاکټر وطنمل صاحب:
السلام عليکم
که د ښاغلي ډاکټر څپاند صاحب خوښه وي، نو زه يوه مشوره لرم چې زما نوم دې د پښتونستان له فوروم څخه لرې شي، او پر ځای دې د څپاند صاحب نوم ځای پر ځای
شي، د پښتونستان د قضيې ستونځه خو زمونږ مستقيما له پنجابي او بيا د هغه د بادار
انګرېز سره ده.
او څپاند صاحب وخت ناوخت زما په لور پنجابو او انګرېزانو ته د خدمت ټاپې
راتوغوي، بله دا چې زه د دغه فوروم په حق کې ډېر مقصر يم، هيڅ حق مې ورته نه دی
ادا کړی، د دغه تقصير ډېر اسباب دي،چې يويې د ډېورنډ د کرښې په اړه، او د لر
او بر افغانانو د مشترکو تاريخي، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي تړاوونو په اړه
د معلوماتو کمزوري ده.
نو که ډاکټر څپاند يې مدير شي؛ نو فكر كوم چې خامخا به يې له ټولو
فورومونو څخه زيات وځلوي.
ځکه چې هم پوهه لري، هم کاري تجربه لري، او هم افغاني وطني احساس.
په دې سربېره له انګرېزانو او د هغوی د غلامانو څخه يې تر نورو افغاندښمنو کړيو
ډېر بد راځي، لکه څنګه يې چې د خبرو له ظاهر څخه معلوميږي.
په درنښت


ډاکتر څپاند
03.11.2010

دروند محترم او مکرم وهاج صيب سلام مو عليکم و رحمة الله وبرکاته ، او نېکې هيلې مې ومنه !

ستاسو دنيک نظر په درناوي سره، بايد عرض کړم چه په سايټونو کی دکنترول وظيفه يو مسوليت دی نه امتياز٠البته ځينې خلک ددې مسوليت نه ناوړه استفاده کوي،"دوي او ډينګ ډينګ اخرت ئي"٠

زه پخپل ژوند کې خورا مصروف يم،مګر ددې احساس را سره دی چه خپل
معلومات او نيمګړې پوهه دنورو هيواد والو سره شريکه کړم،دشهرت طلبئ او لافو سخت مخالف يم٠

ځما په اند په ننۍ نړۍ کې دټولو مصيبتونو اساسي عاملين انګريزان او يهودان دي٠دسعودي،پاکستان او دکرزي حکومت، د انګريز او يهودو غلامان او لاس تړلي نوکران دي٠
هر هغه څوک چه د سعودي،پنجابي او کرزي درژيمونو نه ننګه اوملاتړ کوي،
په پوهاوي،يا غلطۍ سره د انګريز او يهودو خدمتګذاران دي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more