نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغان دننی پیړی په بچیانو څه نظر ورکوی؟
tandar
24.10.2010
ایا دافغان ددی پیړی نسل او بچیان به دنیکونو شملی پورته کړی او که دپنجابیانو غوندی به دامریکی او غربیانو غلامان پاتی شی؟
دیرغلګرو په سر تندر٠
طالب ISI
25.10.2010
تندر صاحب سلامونه،
که د ۱۹۹۲ کال غوندی شمله پورته کول وی، چی له ۱۴ کاله جهاد ورسته مو پورته کړه، فکر کوم همداسی لویدلی شمله ښه ده.
که په دوهم ځل د طالبانو د نظام کاپی منځ ته راوړل وی، بیا هم همداسی لویدلی ښه ده.
pattang
20.11.2010
نو دا تاريخي شملور څوک دي ? خلقيان ، پر چميان او که ستاسو شهيد ډاکتر صيب ?????????
[quote:b99c475be2="shaheer"]تندر صاحب سلامونه،
که د ۱۹۹۲ کال غوندی شمله پورته کول وی، چی له ۱۴ کاله جهاد ورسته مو پورته کړه، فکر کوم همداسی لویدلی شمله ښه ده.
که په دوهم ځل د طالبانو د نظام کاپی منځ ته راوړل وی، بیا هم همداسی لویدلی ښه ده.[/quote:b99c475be2]
حذيفه
21.11.2010
تندراوپتنګ صاحب سلامونه مي ومنئ!
که زموږدهيوادبچي په اسلامي روحيه وروزل سي نوهرومروبه موشملې رااوچته وي اوکه په غيراسلامي مفکوره(لکه نشنلزم،پښتونخوايزم،پرچميزم،خقليزم،کمونيزم او...)وروزل سي نوبياترې داسي هيلې نه ښايي هغه به داسي نظريه ورکوي لکه ستاسودووترمنځ چي کوم کس خپله نظريه څرګنده کړې ده .وروڼوپوهيږئ چي داسي کسان موهم شمله نسي راپورته کولای نوسوچه مسلمان به يي چي افغانۍ شمله ټېټېدوته پرېنږدي .
تندراوپتنګ وروڼو!کوم هيوادته ترښرامخکي دعاکوئ اوپه دي کښي زموږاوستاسوټولوخيراوښېګړه ده .
طالب ISI
21.11.2010
سلامونو ټولو ته،
که د ظاهر شاه څویښت کاله حکومت ته وکتل شی، نو د ورو پرمختګ سره هم بیا پرمختګ شوئ وو، بیا داود خان ډیر څه وکړل، خو د سیاسی انډول نه ساتلو له کبله د روس ښکار شو، دواړه شمله ور کسان وو.
خلقیانو د افغانستان د بربادئ تهداب کیښود، ډیر خراب کار یی وکړ چی کودتا یی وکړه، بیا وروسته له کودتا نه وه پکار چی دومره خلک یی وژلی وئ، بیا په خلقیانو کی هم دوه ډلی وی، یو ښه خلقیان وو، چی یا خو یی خپل عضویت لغوه کړ یا تر آخره ټیټ رتبه مامورین پاتی شول، ځکه هغه کارونه یی نه کول چی د خلق مشرانو تر غوښتل، البته د کانکار ناکامانو ، لوچکان، بی کارانو هر څه ته غاړه ایښی وه، همدا علت وو، چی ډیر مخکی هم شول.
بیا مجاهدینو د جهاد جریان او وروسته داسی کارونه وکړل، چی خلقیانو او پرچمیان یی پدی فکر کی واچول چی سره له دومره ظلمونو بیا هم نظر مجاهدینو ته د آب او عزت څښتن دی.
طالبان بیا په اول کی ښه وو، خو کله یی چی په ارادی او غیر ارادی توګه د پاکستان هغه پالیسئ تعقیبول چی د افغانستان د غلامئ، ورسته پاتی والی، سبب کیدلی، بیا نو دوی هم د خلقیانو په شان، غلامان وو، البته باداران یی تر نن ورځی، پوری روسان نه بلکی، پاکستانیان دی.
نو خلقیان، پرچمیان، نجیب، مجاهدینو رهبران، طالبانو یو هم د شملی وړ خلک نه دی، هو که شمله په غلامئ کی وی بیا هر یو تر بل مخکی دی.
خو د طالب بدوالئ پدی کی دی، چی په دی ټولو تیر شویو بدنامو رژیمونو کی هیڅ کله هم افغانستان داسی نه وو، چی دولت یی چا په رسمیت نه وی پیژندلئ.
د طالبانو وقت کی افغانستان یو مملک نه بلکی یو ځای وو، لکه یوه دښته په نړئ کی.
او پتنګ او حذیفیه څه ضمانت کولای شی، چی افغانستان به بیا د طالبانو د لاسه یو مملکت وی، نه یو ځای پدی نړئ کی.
Re: دافغان دننی پیړی په بچیانو څه نظر ورکوی؟
غازی خان
21.11.2010
[quote:a28d14f50d="tandar"]ایا دافغان ددی پیړی نسل او بچیان به دنیکونو شملی پورته
او که دپنجابیانو غوندی به دامریکی او غربیانو غلامان پاتی شی؟
دیرغلګرو په سر تندر٠[/quote:a28d14f50d][color=black:a28d14f50d][/color:a28d14f50d]کړی انډیواله که دخرزی باچهی وی خوګمان نکوم
سلامونه ،ښه چاری
پښتون.
21.11.2010
ستاسی د نظر سره
[quote:0afe807284="حذيفه"]
که زموږدهيوادبچي په اسلامي روحيه وروزل سي نوهرومروبه موشملې رااوچته وي اوکه په غيراسلامي مفکوره(لکه نشنلیزم،پښتونخوايزم،پرچميزم،خلقيزم،کمونيزم او...)وروزل سي نوبياترې داسي هيلې نه ښايي .[/quote:0afe807284]
هم نظره یم.
حذيفه
27.11.2010
شهيرخانه!
په سياست کي دومره واردنه يې چي دهيواداووطن دوستان اودښمنان سره بېل کړې،دافغانستان لپاره دظاهرشاه پاچاهې ډېره بده اويوه لويه غميزه وه په ۴۰کالوکي يي دهيوادلپاره څه وکړل؟روسان يي راوستل،روس په هيوادکي رښې ټېنګې کړې،خلک يي وروزل اوپه هيوادکي يي وراني ته چمتوکړوخوزموږشاه صاحب لادپيل په غوږکي ويده وواوپه هيڅ هم نه ووخبر.
داودښه ووخوهيوادلادوخته شاه پرروس پلورلی وونوځکه سردارداودهم هيوادونسوژغورلای اوپه دي لاره کي دهيوادديوه رښتني بچې په څېرشهيدکړل سو.
تردي وروسته خلقيان اوپرچميان خودانسانيت څېره مسخه کړه،دافغان وياړمن تاريخ يي داغ من کړ،خپل هيواديي کنډي کپرکړاودخپل ملک بچانويي دروسانوپه
پښوکي ذبح کول الله دي هروخت نامراده لري .
مجاهدينوهم جهادوکړخوڅرنګه چي هغوئ يوه منظه ادارده نه درلوده اوپه ډلووېشلي ووځکه نوهغه څه ترې وسول چي ټولي نړۍ وليدو.
طالبانوپه دي وران هيوادکي ډېرڅه وکړل،خوته پرې سترګې پټوې نوموږڅه درسره وکړو،که حقيقت ته څېرسې نودمغزوپېچلې غوټې به دي خلاصې سي ان شاءالله !
اواوسني په اصطلاح حکومت خوموشمله راټيټه کړه،زموږتاريخ يي رابدنام کړ،دافغان اوپښتون نوم يي بدکړ.الله دي خپله جزاورکړي .