د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو په غیر مستقیمه مرسته څلویښت هزاره او تاجک وکیلان شول، پشتانه را کم شول

طالب ISI
23.10.2010

سلامونه او نیکی هیلی،

په وروستیو ټولټاکنو کی هزاره وکیلان زیات شول، چی یوڅه د دوی خپل زحمت وو، خو طالب د هزاره په منطقه کی نه کوم مشکل جوړوی، نه څوک وژنی، نه مشر وژنی نه کشر، نه ښونځئ ورانوی، نو ځکه خو له غزنی څخه ټول یوولس وکیلان هزاره ګان تعین شول، اوس چی پارلمان کی ددوی وکیلان زیات شول، نو ښکاره خبره ده، چی هم به یی وزیران زیات شی، هم به نور هم په دولت کی ځای په ځآی شی، چی په دی ترتیب به بیا هم پښتانه ضعیف شی، تعلیمی بورس به ددوی وی، کار به ددوی وی، قدرت به ددوی وی.

بیا ملا صاحب چیری، چی د پښتون بچئ وروزی، کار او کسب ورته پيدا کړی.

آیا طالبانو بلا وهلی، چی د هزاره ګانو مطقه کی هم خلک له ټولټاکنو را وګرزوی؟

اوس خو ښکاره خبره ده، چی د طالبانو سره پاکستان مرسته کوی، او له پاکستان سره بیا امریکا(لکه پرون یی چی بیا دوه میلیارده دالره مرسته ورسره ومنله)،
نو داسی ښکاری چی طالب، پاکستانئ، او امریکا ټولو پښتنو ته سره جوړه کړی.

خو طالب ساده فکر کوی، چی دی جهاد کوی!

پښتنو راویښ شئ که نه تباه کیږئ!!!


mehman
27.10.2010

دوستان گرانقدر سلام بر شما!
میگویند:
چو تو خود کنی اختر خویش را بد
مدار از فلک چشم نیک اختری را
______________________________________________________

http://www.tolafghan.com/posts/20223

په ټاکنو کي د غزني د پښتنو ناکامیدل

نواب خان
د غزني د ولایت ویاړمنو پښتنو او هزاره ورونو ته!
اسلام علیکم
محترمو !
زه د یو افغان او یو پښتون په حیث دا خپل مسؤلیت ګڼم چي باید خپل نظر تاسی ته څرګند کړم.

زما په نظر دا د غزني د ولایت د غیرتمنو پښتنو او د هغوی د غیرتمنو مشرانو مسؤلیت دي چي دوی د ټاکنو په وخت کي دا فکر نه وه کړي چي که چیرته مونږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ نشو او خپلو وکیلانو ته رايي ورنکړو نو مونږ به دغه ټاکني وبایلو.
هزاره قوم لویه کارنامه وکړله هغوي ټول په یوغږ د ټاکنو مرکزونو ته ولاړل او په ټول غزني کي د ۱۵ ولسوالیو څخه د یوي ولسوالۍ رایي زیاتي شوي .

هزاره ګانو خپلي ښځي ، خویندي ، میندي ، زاړه او ځوانان ټول وهڅول چي د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي رایه ورکړي او خپل مسؤلیت اجراء کړي، خو په مقابل کي د پښتنو مشرانو او محترمو طالبانو هر پښتون ته اخطار ورکولو چي که چيری د رایو مرکزته ورغلۍ نو مونږ به تاسي ووژنو ، پښتنو به په خپلو کی وییل چي دا خو ډیره لویه بي غیرتي ده چي زه خپله ښځه، لور یا خور د ټاکنو مرکز ته ولیږم چي رایه ورکړي، طالب اخطار ورکولو که چیري تاسی رایه ورکړله او ګوته مو په رنګ شوه نو مونږ به ستاسي ګوته درپریکړو ،
د پښتنو کاندید ( نوم يي زما په یاد ندي) چي یوي ولسوالۍ ته د انتخاباتي کمپاین لپاره تللي ؤ هغه ووژل شو، خو هزاره ګانو خپلو کاندیدانو ته میلمستیاوي ورکولي د هغوي حمایت او ساتنه يي کوله، د پښتنو کاندید د غزني د ښار څخه بهرته نشو تللاي.
نو اوس تاسي محترم پښتانه فکر وکړۍ چي ایا دا د هزاره ګناه ده ، د محترم حامد کرزي ګناه ده او که د هغه غیرتي پښتون ګناه ده چي نه يي غوښتل چي څوک د رایو اچولو مرکز ته ورشي او رایه ورکړي.

محترمو پښتنو ورونو او خویندو !
اوس راځۍ چی خپل کوششونه جاري وساتو او د راتلونکي لپاره له ځان سره فکر وکړو چي دغه مونږ چي کوم کارونه شروع کړي دي دا د پښتون قوم په تاوان او د هزاره، تاجک ، ازبک او نورو په ګټه دي، نو ولي مونږ په خپله خپل ځان ته تاوان ورسوو او نورو ته ګټه.

د پښتنو مشرانو !
د خداي لپاره په دغي مظلوم ملت باندی رحم وکړۍ خپلي شخصي ګټي په ملي ګټو غوره مه ګڼۍ، د خداي په خاطر ملي ګټو ته پام وکړۍ، تاسي د غزني او د ټول افغانستان د پښتنو د کونډو او یتیمانو په خاطر د هغوي ملاتړ وکړۍ ، مه پریږدۍ چي نور زمونږ په منځونو کي بي اتفاقي خپره کړي او خپلي ګټي پکي ولټوي.
جنګ د پښتنو په سیمو کي په دواړو لورو کي د پښتنو بچیان وژل کیږي. هره ورځ کم تر کمه ۱۰ څخه تر ۲۰ پوري پښتانه ځوانان وژل کیږي، دا ولي دي پښتون څه ګناه کړي ده ، څوک يي وژني؟ خپل پښتون ورور يي وژني .
یو ورور يي طالب دي بل ورور يي د ملي اردو یا ملي پولیسو یو عسکر دي، دواړه یو د بل دښمنان دي. دا ولي؟
ولي خپل ورور وژنۍ ؟

د خداي لپاره دا کارونه بس کړۍ

د دي ټولو نتیجه همدا شوه چي له غزنی څخه یوولس تنه کاندیدان کامیاب دي خو ټول يي د هزاره له قوم څخه دي ځکه چي هغوي په خپلو کي اتفاق لري، یو د بل په ګټه خوشحالیږي، او همیشه غواړي یو له بل سره کمک وکړي.
د وردګو د ولایت په پنځو کامیابو کاندیدانو کي څلور هزاره ګان دي، یو يي پښتون دي .

په اخر کي د پښتنو مشرانو ته عذر او زارۍ کووم چي د خداي په خاطر سر یوشي او د مظلومو پښتنو لپاره کار وکړۍ.
هغه د بابا خبره رښتیا ده چي واي :

یو کیږو که نه ورکیږو.


هیښ
29.10.2010

سلامونه

دا خو کومه دتعجب خبره نه ده چې دهزاره ګانو او نوروقومونو نه دفرمایشي او نمایشي تش په نامه وکیلانو شمیره دتش په نامه پښتنو وکیلانوپه تناسب ډیره ده .
پښتون وولس چې دې پارلمان ته ،دې حکومت،دې قضاته او په مجموع کې دې دولت ته دمزدور او اجیر په سترګه ګوري او دامریکایانو دوحشیانه تجاوز ،اشغال ،ظلم او جنایت سمبول ئې ګني په کوم اساس دانتخاباتو ترنامه لاندې په دې دسیسه کې اشتراک وکړي او خپل نمایندګان وټاکې .

پښتون وولس چې دافغانستانستان مطلق اکثریت دئ ،دلاسپوڅې او اجیرې ادارې سره ذاتاُ جوړ نه راځي ،دا ورته مهمه نه ده چې په دې اداره کې مهرې او حلقې دپښتون دنسبه دي او که دازبک ،تاجک ،هزاره او یا کوم بل .

که پښتانه یا افغانان دازادۍ او خپلواکۍ دمقاومت دجبهې څخه چې په سر کې ئې دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک قرار لري دفاع کوي ، دهغوئ غوښتنوته مثبت ځواب وائې او پالیسي ئې تائیدوی ،وجه ئې دانه ده چې دمقاومت دجبهې اکثریت پښتون نسبه دي او دژبني او قومي اړیکو په بنا پښتانه ورسره همغږي او همکاره دي ،بلکه ددې وولسي ملاتړ او تائید اصلي انګیزه او علت ئې دهغو ملي ،دیني او کلتوري ارزښتونونه دفاع ده چې دهمدې پارلماني،حکومتي او دولتي مسخ شویو،خائینو اجیرانو(پښتانه او غیرپښتانه) په لاس او څیره کې دغربي تجاوزګرانو او اشغالګرانو له لوري په وحشیانه توګه پایمالیږی او دمقاومت دجبهې شازلمیان ئې دخپلو ځانونو په قربانولوسره دساتنې او پالنې دپاره مبارزه کوي.

په افغانستان کې دتاجک ،ازبک ،هزاره ،پښتون او .....مسئله مطرح نه ده .دافغانستان مظلوم قومونه یو دبل سره هیڅ مشکل او ستونزه نه لري .په زرهاوو کلونه ئې یو دبل ترڅنګ دیوې کورنۍ دغړو په شان ژوند کړئ دئ او دیو بل په غم او ښادئ کې ئې برابره برخه اخستې ده او په خپل ټول تاریخ کې دمستبدینو ،ظالمانو ،ستمګرانو او ملي خائینانو له لاسه ئې یوشان زجر او عذاب لیدلئ دئ .

په افغانستان کې دغربیانود وحشیانه تجاوز ،اشغال او دهغوئ ظالمانه حضور او وجود او دیوه ازاد او مستقل وولس په انساني ،طبیعي ،ملي او بین المللي حقوقو دیرغل او تیري مسئله اودهغې نه د راپورته شوې تراژیدي ستونزه مطرح ده چې حل ئې په یوه پوشالي پارلمان کې دیوه یا بل قوم دوکیلانو په اکثریت او اقلیت پورې هیځ اړه نه لري او هغه پارلمان چې دمسلکي لیاقت ،اهلیت ،ملی ارزښتونو ته دتعهد او وفادارئ ،وولس ته دخدمت او دملي نوامیسو نه ددفاع داصولو اوضوابطو په ځائ ژبني ،قومي ،سمتي،اډیولوژیکي او نژادي انګیزې او هوسونه په کې معیار وي ،بیله شر او فساد نه بل  هيڅ پیغام ا و مرام نه لري او دملي ګټو په ځائ به دپردیو دګټو او هدفونو تمثیل کوونکي وي .

له دې کبله په یوه لاسپوڅې ،اجیره او مزدوره اداره کې بې له غلامانو ،اجیرانو او مزدورانو بل څوک اشتراک نه کوی او هغه چاته چې دخپل وطن په ازادۍ او خپلواکۍ ایمان لري او ځانونه ورته متعهد بولي په دا ډول تحمیلي او نصب شویو ادارو کې کار کول دبې عزتۍ او شرم خبره ده چې ازاد وجدان ئې دا ډول بې غیرتي نه مني.
نن ورځ خائين او وطنفروش  پښتون دتاجک ،هزاره ،ازبک او نورو جنایتکارانو سره د غربي تجاوزګرانو او اشغالګرانو تردستور او امرلاندې دافغان وولس په مقابل کې په بشري جنایت لګیا دي او دافغان وولس دعامه قتلولو او بې عزته کولو له پاره ئې پردئ سلا په اوږه اخستې ده .

داسې تش په نامه پښتانه چې دخپل لوئ قام دبې عزتۍ او تباهۍ دپاره ئې ملا تړلې وي او دخپل وولس په ځائ داشغالګرانو سره دهرې انګیزې په اساس چې وي په یوه صف کې ولاړوي ،ملي شعور ونه لري ،دشهرت او ثروت دپاره هرې بې ناموسۍ او پستۍ ته تیاروي ،دخپل وولس سره د مصیبت او مشکل په وخت کې خپل ملي مکلفیت ونه پيژني ،دوولس دمظلومیت او محرومیت غږ پورته نه کړي او دحیوان په شان دځان دراحت او ارضاء په تلاش کې وي ،دپښتون وولس دپاره بدمرغي ده ،چې په وجود ئې دټول وولس سرونه ښکته وي لکه دغه په تپل شوې اداره کې پښتون دښمنه پښتانه .

دا ډول اشخاص که دهر قوم نه وي ،په هره ژبه وغږیږي ،لنګوټئ ئې په سر وي یا پکول ،چپنه ولري یا څادر،دحیوان څرمن ئې په سر کړې وي یا سرلوڅئ وي ، مذهبي وی یا مکتبي ،دهیڅ قوم او وولس په درد نه خوری بلکه تر ټولو زیات زیان ئې منسوبه قوم ته رسیږي.نن که پښتانه دیوه لوئ ناورین سره مخامخ دي او دوجود او عدم سوال ئې را پورته شوئ دئ یو عمده علت ئې دهمدې تش په نامه بې شعوره او خرڅ شویو پښتنو حضور په دې تپل شوې اداره کې دئ چې ددوئ په وسیله پښتون ضد پالیسي دملي او بین المللي جانیانو له لوري په مخ وړل کیږي او عملي کیږي.

افغان وولس داسې اشخاصو ،ډلو ،سازمانونو او تحریکونو ته ضرورت لري ،چې اسلامیت ،افغانیت ،انسانیت او ملي ارزښتونو ته مؤمن ،وفاداره او متعهد وي ،دخپل وولس سره رابطه ولري او دافغان وولس خدمت ئې شعار او عمل وي ،دامهمه نه ده چې دکوم قوم نه دئ ،په کومه ژبه غږیږي ،په کوم مذهب دئ او دکوم سمت نه راغلئ دئ

په افغانستان کې داسې نظرونه او تبلیغونه چې دپښتون ونډه په دې اداره کې لږده او دهغه بل قوم ډیره ده او قومي انډول په نظرکې نه دئ نیول شوئ یوه توطئه ده ،دسیسه ده ،فساد دئ ،دیوه بل جنایت دپاره زمینه برابرول دي او دبحران او قضیې داصلي لوري نه چې تجاوز او اشغال او دهغې ختمول دي بل لوري ته دخلکو دتوجه اړول دي .دا ډول استدلالونه او موضع ګیرئ داشغالګرانو او فرصت طلبانو دشومو مرامونو دپیاده کولو دپاره دي ،ترڅو دلته دقومي ،ژبني ،سمتي ،نژادي او مذهبي تعصبونواورونه بل کړي او مظلوم وولس ئې خوراک کړي او ددوئ جنایتکارانه او چټل ژوند دوام پيدا کړي او داسې وښئي چې په افغانستان کې جنجال او عامه قتل دافغانانو دداخلي قومي او ژبني تصادمونو څخه منځ ته راغلي او په دې توګه خپل غیرانساني اعمال توجیه کړي,حال داچې دا غمیزه دغربي وحشیانو دتجاوز او اشغال له امله منځ ته راغلې ده او یوازې ددوئ دچټل حضور او وجود په ختمولوسره دا مصیبت له منځه ځي،بل الترناتیوورته نشته دئ.

ددې تپل شوې او مزدورې ادارې سره دافغان ولس اوپه خاصه توګه پښتنو تضاد او دښمني ددې په سرنه ده چې قومي ا و ژبنئ انډول نه مراعاتوي او که پښتنوته دخپل اکثریتي حق په اساس دادارې په چوکات کې متناسبه سلنه ورکړل شي ،نو ابئ مړه او تبه به وشکیږي او مشکل به حل شي ،حق به حقدار ته ورسیږي او دمنازعې او کشالې ټغر به ټول شي ،بلکه داتضاد او دښمني ددې دپاره ده چې دا اداره تپل شوې ده ،پردئ ده ،مزدوره ده،ضدملی ده ،دوولس ضد ده ،خائینه ده ،فاسده ده ،مرداره ده ،دجنګي جنایتکارانواو ملي خائنانو نه ترکیب شوې ده ،دپردیو دارادې او ګټو تمثیلوونکې ده،حمایه کوونکي او تمویلوونکي ئې دوولس په ځائ غربي یرغلګر او اشغالګردي او طبعا ًهغه څوک به ددې ادارې سره یوځائ کیږي او ګد کار به ورسره کوي چې پورتني صفتونه او خصلتونه په ځا ن کې ولری ،که وزیر وي ،ولسمشروي ،والي وي ،قاضي وي او یا نامنهاده وکیل وي،دامهمه نه ده چې په پښتو غږیږي او که په پشه اي .

مننه


طالب ISI
29.10.2010

هیښه وروره، که دا درسره ومنو، چې د ناټو په ضد جهاد باید وشی، او په عین حال کي د کرزی ددولت هروالی، مامور، استاد، .... بایدووژل شی، ټالټاکنو ته خلک پری نښودل شی، ښونځی یا وتړل شی، یا وسوځول شی،

بیا نو عین کار په هزاره، تاجک، ازبک میشتو سیمو کی هم باید وشی، تر اوسه طالبان د ټلوالی کوم والی، مشر،... وژلئ؟
کوم ښونځئ یی په دغه سیمو کی تړلئ، یا الوزولئ؟

آیا طالبانو نه شوئ کولائ د ټولټاکنو په ورځ د پښتنو ، تاجکو، ازبکو طالبانو پوسیله، د غیر پښتون سیمو کی عملیات وکړی، ځان مرګي بریدونه وکړی.....

د هزاره او تاجک په ټنډه چی د ڼاټو نشان هم وی، طالب نه څه ورته وایی، نه یی وژنی، حتی په غیر مستقیمه توګه مرسته ورسره کوی.

نو له دی ښکاری چي، طالب د پښتون قوم په ضد یوه لویه توطیه ده، که داسی نه وئ، نو کوم کار چی پښتون مقابل کی کیږی، د نورو مقابل کی باید هم وشی.

که په دی هکله کوم شرعی یا سیاسی دلیل لری نو ووایه، که نه بیا خو اقرار وکړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more