د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دتاریخ پوهانو څخه پوښتنه٠

tandar
23.10.2010

دتاریخ پوهانو څخه پوښتنه٠
ایا دجهان په پیداښت سره او ددولتونو په جوړیدو سره داسی یو مملکت ،په غیر له ننی افغانستان څخه ،پیدا شوی چه اردو ې ،،وزارت دفاع ،، دیرغلګرو سره په خپله خاوره کی دخپل ملت په مقابل کی جنګیدلی وی؟
داخلی امنیت تل دپولیسو ډنډه وه٠
کله چه اردو داشاغلګر سره اوږه په اوږه دملت په مقابل کی سنګر ونیسی اوخپله خاوره هغوی ته په اخطیار کی وغورزوی؟
ایا دا دهغی خاوری اردو کیدلای شی؟
نو کومه بله قوه به دا خاوره له یرغلګر څخه وژغوری ؟
نو دهغوی وزارت به څه نوم سره یادیږی؟
زه په خپله دی اردو ته داردو نوم نه شم ورکولای٠
ځکه دوی دیرغلګرو مټ او بازو وی٠
دیو ازاد وطن په هیله٠


monir
23.10.2010

تندر صیب سلامونه او ښې چارې!
تاریخ پوهان څه وکړي دا خو د سلیقې خبره ده چې یوافغان یې په یو ډول تعریفوی او بل یې په بل ډول!. ځینې چې د طالبانو پلویان دي اردو پدې تورنوي چې بهرنیو سره مرسته کوی بیا دا نور هېوادوال پدې باور دي چې بهرنیان د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین او د بیا رغاونې کارونو تر څنګ پدې لګیا دي چې د افغان اردو او نور امنیتی ځواکونه وروځي تر څو په مستقله توګه د افغانستان د خاورې له تمامیت څخه دفاع او په هېواد کې په مستقله توګه امنیت ټینګ کړي.

په درنښت


عنوان

tandar
23.10.2010

مونیر صاحب داچه برخه مو اخیستی درڅخه مننه٠
مګر تاسو زما سوال ته ځواب نه دی ویلی ،اوله خپله نظره مو یوه تبصیره کړید ه٠
له خبرو خبری پیدا کیږی٠
په جهان کی داسی غریب دولتونه شته چه افغانستان دژوند له نګاه نه ١٠٠ فیصده ورنه ښه دی٠
ولی جهانی اشغالګر هلته دبیا رغونی پلانونه نه تطبیقوی؟، بیا دلته په کوم او دچا په پیشنهاد سره؟
او دبیا روغونی دپلانو سره نه یواځی مادی حتی ځانی قربانی هم ورکوی ،ایا دا ملت دومره ورته ګران او په زړه پوری دی؟ پس داټول زمونږ د ادی ځامن شوه خو موږ نه پیژندل؟
داوسنیو واکدارانو تاریخچه به موهم لوستلی وی ؟
چه دوی دملت لپاره دخپل قدرت په وخت کی کوم خدمت کړیدی ؟
په غیر له چور او چپاول او وینی تویو نه٠
تبعیضونه چا مینځ ته راوړل ؟ او که دا خبره هم پروپاګند دی ؟
نور ملت ې خیرات ټولوی ،دوی په داخل او خارج کی قصرونه جوړکړی او سرمایه ګوزارې کړیدی٠
دا به دوی ته له پلاره میراث پاتی شوی وی؟
دکابل دښار ورانیدل ، د٦٠٠٠٠ شهیدا نو وینی چا توې کړی؟
نن وطنفرست شول؟
داشغالګرو په موجودیت سره دځان دساتنی په فکر کی دی نه دملت٠
ملی اردو له چا جوړیږی؟
نور څوک نه چه ٨٠ کلنی ښځو ته ې نظامی جامی ور په غاړه کړی ،په هغوی به هم دهندوکش غرونه ساتی؟
راشه وروره چه دخپل ملت سره لاس یو کړو ،او دوطن دازادی لپاره یو غږ پورته کړو ،چه مونږ یو ازاد افغانستان غواړو ،نه اشغالګر ،نه پنجابی او نه ایرانی غواړو٠
چه دنیکو غوندی خپلو بچیانو ته دغروره ډک تاریخ پریږود٠
دلاسپوڅو اواشغالګرو څخه دفاع ، دبیا رغونوی په نوم په خپله یوه ګناه ده ،دځپلی ملت او دپا کی خاوری په مقابل کی٠
دیو ازاد هیواد په هیله٠
دیرغلګرو په سر تندر٠


Re: عنوان

monir
23.10.2010

تندر صیب بیا هم ښې چارې!
[quote="tandar"][quote:fd59dd2556]په جهان کی داسی غریب دولتونه شته چه افغانستان دژوند له نګاه نه ١٠٠ فیصده ورنه ښه دی٠
ولی جهانی اشغالګر هلته دبیا رغونی پلانونه نه تطبیقوی؟، بیا دلته په کوم او دچا په پیشنهاد سره؟
او دبیا روغونی دپلانو سره نه یواځی مادی حتی ځانی قربانی هم ورکوی ،ایا دا ملت دومره ورته ګران او په زړه پوری دی؟ پس داټول زمونږ د ادی ځامن شوه خو موږ نه پیژندل؟[/quote:fd59dd2556]
که زما لیکنې ته ځیر شئ ما د بیا رغاونې پرته لیکلي وو چې[color=blue:fd59dd2556] بهرنیان د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین لپاره [/color:fd59dd2556] زمونږ هېواد ته راغلي دي.
نو بیا رغاونه او د افغانستان د اردو روځل د هغو د ستراتیژکو ګټو یوه برخه ده. کله کله لوستل کېږي چې دوی هڅه کوی چې دبیارغاونې کارونه او د اردو روځل کړندي شی ترڅو دافغانانو ژوند ښه شی او د هېواد امنیت د افغانانو لخوا تامین شی او پدې توګه افغانستان بیا د عربی ترهګرو ځاله نشی.

[quote:fd59dd2556]راشه وروره چه دخپل ملت سره لاس یو کړو ،او دوطن دازادی لپاره یو غږ پورته کړو ،چه مونږ یو ازاد افغانستان غواړو ،نه اشغالګر ،نه پنجابی او نه ایرانی غواړو٠ [/quote:fd59dd2556]
په ده نیک نیت کې ټول افغانان سره یو دي خو پوښتنه دا ده چې د هېواد دآزادۍ لپاره کومه لاره غوره شی؟ موږ پخوا هم دآزادۍ په نامه ډېره قرباني ورکړې ده خو نتیجه یې ټولو ته څرګنده ده چې مونږ دخپل هېواد آزاد نه بلکه له یوه پردي نه بل پردي ته مو وسپاره. جګړه د حل لار نده تعقل په کار دی! مونږ پدې موجود حالت کې باید دخپلې ګټې په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو د ګټو په بهیر کې ولټوو که نه تباه کېږوو!

په درنښت


tandar
23.10.2010

مونیر صاحب احترامونه او سلامونه٠
تاسی هم ښه واې شاید زما فکر تاسو ته ضعیف ښکاره شی٠
مګر زه تر مرګه پوری په دی خبره ولاړ یم چه جواری دی وی نه قابلی پلو خو ازادی او ازدی او ناموس دی وی٠
په دوهمه جګړه کی امریکانو او انګریزانو د جرمنیانو په ناموس دومره تعرض کړیدی چه حتی هغه نسل تر اوسه دهغه زمان قیصی کوی٠
تاسو څه فکر کوی چه نن دا اشغالګر دشپی له خوا د پوښتنو په کورونو ورننوځی څکه کارونه کوی ، دیو افغان په صفت څه احساس کوی ،دبیا رغونی لپاره دوی ښه راغلی دی ؟
بیا رغونه په اقتصاد سره کیږی نه په اشغال سره او نه په بی ناموسی سره چه هره شپه دپوښتنو په کورو باندی چاپی ووهی ،ددی ژوند نه ګداې په کار ده نه بیا رغونه٠
افغانان خپل مینځو کی هم یو تر بله ښه پیژنی غیرتی هم او بی غیرته هم ټول معلوم دی په دی کی دانټرنیټ په مخ سوال او ځواب ته ضرورت نشته ،صحنه دعمل دلمر غوندی روښانه ده ٠
په افغانستا ن کی ٤ طبقی خلک فعلی حالت کی ژوند کوی٠
١،غریب کار او دهقان طبقه ده چه دوی خپله مزدوری او زمینداری باندی بوخت دی٠
٢، دجنګسالارانو ساتونکی طبقه چه دپیسو په بدل کی دهغوی ساتنه کوی او په خپله کوم سیاسی شعور نه لری ،یعنی دهغوی مزدوران دی٠
٣، هغه خلک چه ملی ناموس ورته ارزش نه لری دهر اشغالګر سره اوږه په اوږه همکاره دی٠
٤ ، ازادی خواهان دی چه د سر په بدل کی خپله خاوره ازادول غواړی،چه هغوی ته طالبانو نوم ورکړل شویدی ،هغه ټول ملت دی او افغانان دی او ازادی خواهان دی٠
دا زمان او تاریخ دی ،دلته بچه سقاو ،جنګیز او انګریز ټول تیر شوی دی ددوی اشغالګرو دوره به هم تیریږی او راتلونکی تاریخ او نسل به پری قضاوت کوی٠
امریکا او انګریز هم دنورو څخه مرسته غواړی ،ولی یواځی دا کار نه کوی؟
دا ځپلی ملت هم له خپلو مسلمان وروڼو څخه دمرستی حق نه لری ؟
دا٤٧ دولتونو په دا ٩ کاله کی څه وکړه؟
بی ګناه خلک ې شهیدان کړه ، او خپلی جنازی په تاوبوتو کی یوړی، ولی؟
کاشکی ٥٠ فیصده ملت ور څخه راځی وی اما بر عکس ورځ په ورځ ملت ځوریږی ،رنجیږی او په مقابل کی پورته کیږی٠
که داسی نه وی نو دصلحی مجلسونه دچالپاره او دڅه لپاره؟
اصلی افغان مرګ منی ،لوږه او غریبی منی مګر د اشغالګر او په بی ناموسی سره خیټه مړه نه غواړی٠
دوی کولای شول چه بدون له اشغاله ې ددی ملت سره مرسته کړی وی نه دنظامی اډو جوړولو په خاطر؟
زما او ستاسو په نظر باید نور پوهان قضاوت وکړی نه هغه څوک چه کومی خوا پوری تړلی وی٠
زه په خپله نه پنجابی او نه ایرانی او نه اشغالګر غواړرم فقط یو ازاد افغانستان غواړم ، که چا په دوستی مرسته کړی وی ښه او که نه په خپله غریبی کی اما با ناموسه خوشحاله او افتخار کوم٠
د یو ازاد وطن په هیله.
دهر اشغالګر په سر تندر٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more