نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ایا داخارجیان دداخلیانو دوستان
عبدالسلام آیو
22.10.2010
عزیزانو سلامونه تیره شپه دکندهار ولایت دسپین بولدک ولسوالی درئس عبدالرازق دماویند رمضان پرکور امریکایانو چاپه ووهله اوټوله کور یې ځنی وپلټی دده ښاغلی په سریې هم کڅونړه ور واخوسته اودماښام د((۱۰)بجو نه دسهار تر اتو بجو پوری یې په کورکی پاتی وه چه وروسته بیادرمضان ملګرو په زاریو ځنی خلاس کړ باید وویل سی چه داهغه دوه کسان دی یعنی(رمضان او رازق) چه دامریکایانو هر ناروا عمل ته یې لبیک ویلی دی ؟ نو عزیزانو اوس قضاوت تاسی وکړی چه دا راغلی به دچاخپل شې ؟؟
وسلام عبدالسلام آیوبی چمن
[color=red:63bcc43392][/color:63bcc43392]
عنوان
tandar
22.10.2010
وروره دخارجانو دوستان خپل پلانونه دی٠
خارجان تر هغه وخته نور ځانته دوست ګڼی چه ورته اړ وی٠
هروخت چه هدف ې تر لاسه کړ ،بیا خپل دوست له مینځه وړی،سدام ې لوی مثال دی ٠
نن افغان په لر او بر کی یو یو هره ورځ وژل کیږی او ټول ې ښه وینی٠
نن دیوالی او په یوه غږ سره د ملی قیام ورځ ده ٠
لکه داکټر برایډن چه نیم جانه تر خیبره په تیښته ځان رسولی و،نن دناټو قوماندان ته یو وزیر اکبر خان غواړو او دنورو تیښته ې باید تراټکه وی ،که افغان دملی ناموس ګټنه غواړی٠
وطن ازادی غواړی٠
نن دغیرت ورځ ده ٠
یوالی دبری لومړی شرط دی
zamanhotak
22.10.2010
سلامونه ایوبی صاحب وایم ډیر ښه یې ورسره کړی کافر دکوم مسلمان دوست سوی دی چه دداخلیانو به دوستان سی اوبیا داخو هغه چا پرکور یې چاپه وهلی ده چه پرخارجیانو به یې خپل بی ګناه هیوادوال بی عزته کول زورول به یې او وهل به یې ددوی سره هماسی کول پکاردی
دیواسلامی نظام په هیله
وصيل پېروز
23.10.2010
په پښتوکي متل دی وايي چي څه کرې هغه به رېبې . اورسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : چاچي له ظالم سره مرسته وکړه الله جل جلاله به یې پرهمده مسلط کړي همدغه رمضان یې نن یوښه مثال دی .
حذيفه
10.11.2010
ايوبي صاحب!
درازق اورمضان په څېرخلک امريکايان دوستان بولي.دانه پوهيږي چي کوم څوک دخپل مالک وعده ماتوي نوله مخلوقاتوسره به يي ترکومه حده پرځای کړي .الله تعالی په قرآ ن کريم کي بارباروايي چي کفارخصوصايهوداونصاراستاسودوستان نسي کېدای .يوايت په دي هکله دادی :
وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ(بقره اية: 120 )