اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه پوښتنه له موحدینو نه!
وزیري
21.10.2010
اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
ما د مومن مهاجر ورور په لیکنه کی لاندی یو لینک ولیده چی د موحدین په نامه وه او همیشه دده د لیکنو په اخیر کی راځی. سوال می مستقیما له مومن صاحب نه نه دی بلکی یوه پوښتنه می ذهن ته راغله هغه دا چی دا موحدین څوک دی؟ آیا دا موحدین هغه موحدین دی چی الله ج یو بولی او ورسره شریک ردوی؟ که داسی وی نو دا خو ټول مسلمانان کوی او که کوم بل قسم موحدین وی نو مهربانی وکړی په تفصیل سره یی راته ولیکی. په ضمن کی مهربانی وکړی دا هم ووایی چی د الله ج وحدانیت ته په کومه سترګه ګوری، آیا الله جل جلاله:
واحد عددی - واحد جنسی او که واحد نوعی دی؟ او د وحدت او توحید ترمنځ فرق څه شی ده؟
وسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مومن مهاجر
21.10.2010
الوزیري صاحب! بیاهم سلام ومنه
کوم چاچي پرځان دموحدین نوم ايښی دهغومطلب دانه دی چي نورخلک موحدین نه دي یاددوئ توحیدله نوروبېل دی دټولوتوحیدهماغه دی چي په قرآن کریم اونبوي احادیثوکي تشریح شوی دی پرځان یونوم ايښودل هروخت دامعنی نه ورکوي چي بل څوک دهغه نوم مسحق نه دی اوپه دې خوته هم پوهیږې چي هرقیداحترازي نه وي بلکي ډیروخت دواقعیت بیان وي .
پاتي شوه دالله جل جلاله دواحدوالي خبره نوالله واحددی . داچي ته وايي عددي دی، که جنسي اوکه نوعي؟ نودابیاستادمنطقوفلسفه ده . کېدای شي اوس به دي قاضي مبارک،حمدالله دسندیلي علی سلم العلوم،هدایة الحکمة اومیبذي ویلي وي له همدې کبله به داپوښتنې درسره پیداشوې وي . که ددې پوښتنې ځواب غواړې نوزمامشوره درته داده چي یوځل دتوحیداسماء وصفات بحث ښه په غوراوارامو مغزووګوره په خپله به دې مشکل حل شي . اوکه حل نه شونوبیابه ان شاء الله په فلسفي ژبه هم سره وږغېږو. امادوحدت اوتوحیدپه اصطلاحي توپیرخوزه نه یم خبرکه تاسوته معلوم وي موږهم هرومروپرې خبرکړئ .دومره فرق یې شته چي وحدت دمجردومصدردی اوتوحیددثُلاثي مزیدفیه چي ددې بابونوخاصیتونه بیاسره جلادي دهغوله مخې یې هم فرق ښه واضح کېدای شي .
وزیري
21.10.2010
ګرانه مومن جانه ډیره مننه ستا له ځوابه
پوښتنه خو می د موحدینو ځکه کړی وه چی زما یو تره دی هغه هم ځان ته موحد وایی او په پاکستان کی اوسیږی او نور چهار اطراف خلک بیا ورته وهابی یا سلفی وایی. خدای ج دی لری هغه نو بیا داسی موحد چی نور ټول خلک ورته مشرکین ښکاری. د الله ج رحم دی په پیسو هم ښه موړ دی هر کال حج ته هم ځی خو داسی قوی موحد دی چی کله حج ته ځی نو بیا روضه مبارکی ته یعنی مدینی منوری ته نه ځی وایی چی دا شرک دی. محمد ص خو مړ شوی دی وفات هم نه وایی نعوذ باالله منها او هغه ته ورتګ په شرکیاتو کی راځی. نو ستا د لینک په لیدو می سترګو ته خپل تره ودریدو او پوښتنه می اړینه وبلله چی دا وپوښتم ته خو به همچو عقیده نه لری؟ بی ادبی دی ډیره ډیره معاف وی چون په ما مشر هم دی خو زه د هغه دا قسم موحدین توب ته همغه د شیطان موحدیت وایمه چی آدم ع ته سجده نه کوله. شیطان هم ښه موحد دی. په هر حال،
د واحد او توحید ترمنځ معنوی ربط
د عربی ګرامر له رویه د توحید لفظ د باب تفعیل مصدر ده او لغوی معنی یی ده (یو کول) ددی اشتقاقی ماده (وحدةً) ده او له دی نه بیا واحد مشتق ده چی معنی یی (یو) ده. د علم الریاضی، علم الاعداد او د هندسی د ماهرینو په نیزد، (نصف الاثنین واحد) یعنی د دوو نیمایی ته یو وایی:
د واحد قسمونه:
واحد په دری قسمه ده:
۱- واحد عددی ۲- واحد جنسی ۳- واحد نوعی
اول واحد عددی: الواحد نصف الاثنین یعنی د دوو نیمایی ته یو وایی.
دوهم واحد جنسی: د منطق او فلسفی د علماوو په نیزد، واحد جنسی هغه ته وایی چه د خپل جنس په اعتبار یو وی مثلا حیوان یو جنس ده په دی کی غوا، اوزه، میږه، اوښ او داسی نور راځی او بیا دا ټول د خپل خاص جنس له نظره واحد دی ولی حیوانیت بیا د ټولو مشترک جنس ده. نو فلهذا دا ټول ځناور د یو جنس له لحاظه واحد جنسی دی.
دریم واحد نوعی: مراد له واحد نوعی نه هغه واحد ده چی تعدد بردار وی او له نورو افرادو سره مجانس وی. نوع: په عربی لغت کی د خلکو هغه ډلی ته وایی چی مشابه او مجانس وی لکه وایی لیس هذا من نوع ذاک مطلب دا دوه شیان یو بل ته مشابه او همجنسه نه دی. همدارنګه کله چی د یوچا په باره کی وایو (واحد من الناس) مطلب ترینه داده چی هغه شخص یو له مشابه او همجنس د خلکو ده. بناء، په واحد نوعی کی تعدد او تشابه ده او واحد نوعی له نورو خلکو سره همجنس او مشابه ده:
نو بالاخره دی نتیجه ته رسیږو چی الله متعال جل جلا له نه واحد عددی ده نه واحد جنسی ده او نه واحد نوعی ده. ځکه چی که واحد عددی یی کو، نو ددوو یوه ته واحد وایی او الله ج ته داسی واحد ویلی چی ددوو یو وی کفر ده. او که واحد جنسی یی کړو نو هم شرک ده ځکه چی واحد جنسی کی اشتراک جنسی ضرور ده او که واحد نوعی یی کړو نو هم شرک ده ځکه چی په نوع لپار افرادو ته ضرورت ده.
نو الله ج هغسی یو ده لکه څرنګه چی په قل هو الله احد کی ویل شوی دی او دی ته لامحاله تسلیمیدل پکار دی. او د الله ج د واحدوالی معنی صرف همدومره کولای شوه چی الله ج واحد حقیقی ده او د هغه ذات مبارک له ازل نه وحدت ذاتی باندی متصف ده او د هر قسم استراک، اشتباه، مماثلت، تعدد، تکثر، تجزی، حلول، اتحاد، امکان، حدوث، ترکیب، تحلیل او تبعیض نه پاک ده.
د وحدت او توحید په مابین کی فرق:
که د رسول الله ص د مبارکی ژبی له واسطی نه بغیر په خپل فهم، عقل او پوهی له پلوه الله ج یو وپیژندل شی نو دی ته وحدت وایی او که د رسول الله ص نه وواری او بیا یی په یو والی اعتراف وکړی نو دی ته عقیده توحید وایی نو ددی لپاره چی مونږه له وحدت نه عقیده توحید کی راشو نو الله ج حضرت محمد ص ته وفرمایل چی قل هو الله احد. یعنی ای ځما ګرانه نبی ته دوی ته ووایه چی الله یو دی.
په دی ځای کی نقطه دا ده چی د ذاتی علم او تحقیق په بنا خالق پیژندلو ته ایمان نه وایی که داسی وایی نو سقراط، بقراط، ارسطو، افلاطون او د نن عصر ټول ساینسپوهان به زما او ستانه لوی لوی مومنان وه. بلکه د پیغمبر په واسطه د خالق پیژندلو ته ایمان وایی. لکه حضرت یعقوب ع چی له خپلو زامنو نه و پوښتل چی تاسی به زما له مرګه بعد د چا عبادت کوی؟ ځامنو یی په جواب کی ورته وویل چی ستا د الله او ستا د پلرونو چی ابراهیم، اسماعیل او اسحق رض دی کوه. ددی ځواب ډیره ساده هم ورکول کیدای شو چی ویلی وای د الله ج عبادت به کوه ضرورت په کی د پلرونو د یادول څه وه؟ الله ج دا ځکه په دی انداز سره بیان کړ چی عبادت او پیژندګلوی د الله ج باید د پیغمبر له لیار وشی نه د عقل له لیاری.
ایمان د ذاتی علم پرځای د رسول الله ص پر خبری د انحصار نوم دی.
دا اظهرمن الشمس ده چی د رسول الله ص د راتګ نه مخکی خلک د ورځو په حساب پوهیدل چی دا کومه ورځ ده کومه میاشت ده او داسی نور. د حجة الوداع په موقع حضور ص د صحابه وو نه پوښتنه وکړه چی:
عن ابی بکرة رض قال: خطبنا النبی ص یوم النحر، قال: اتدرون ای یوم هذا؟ قلنا: الله و رسوله اعلم، فسکت حتی ظننا انه سیسمیه بغیر اسمه، قال الیس یوم النحر؟ قلنا: بلی... الخ. له دی حدیث نه صراحتا دا معلومه شوه چی ایمان په خپل علم انحصار ته نه بلکی د رسول الله ص خبری ته وایی. په هغه ځای کی که رسول الله ص د دوی د علم متضاد او غیر مطابق خبره هم کړی وای نو صحابه رض به منله.
وسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
ان الموتی یفتنون فی قبورهم سبعا، فکانوا یستحبون ان یطعم عنهم تلک الایام
مومن مهاجر
21.10.2010
محترم الوزیري صاحب! له مفصلومعلوماتوڅخه مویوجهان مننه .
و.افغان
24.10.2010
[color=white:ea54b16546]
درنو وروڼو سلام عليکم
محترمو وروڼو!
د ټول افغان په ازاده پاڼه کې د اسلامي، ملي، او وطني ګټو په نظر کې ساتلو
سره هر څوک د خپل نظر د ښکاره کولو کامل حق لري، البته د جانب
مقابل سپکاوۍ به نه کوي، اسلامي اقدارو ته به سپک نه ګوري، د اهل السنت
والجماعت اسلامي منل شوو مدرسو ته به سپک نسبت نه کوي،
لکه د حنفي مذهب مدرسه، د شافعي مذهب مدرسه، د مالکي مذهب مدرسه،
د حنبلي مذهب مدرسه، حديثي مدرسه، ظاهري مدرسه او داسې نور مدارس چې
د اهل السنت والجماعت قيد يې په ځان کې رانغاړي.
دا دې هم هېره نه وي، چې دغه ټول مدارس د يو بل تکميلوونکي دي، هيڅ رنګ تضاد
او منافات سره نه لري، او نه چاته حق ورکوو چې د دغو مدارسو تر منځ د تضاد او
منافات د درز اچولو کوښښ وکړي.
هو، هر څوک حق لري، چې په علم سره تنقيد وکړي، موضوعي علمي بحث وکړي، د
دغو مختلفو مدرسو دلائل وڅيړي، د اقوالو او نظرونو تر منځ د دليل په مټ ترجيح وکړي.
اما هيڅوک حق نه لري، چې د اهل سنت والجماعت د مذاهبو په اړه يوه سپکه کلمه
استخدام کړي.
په هيڅ صورت چا ته جواز نه ورکول کيږي، چې په نورو تېری وکړي، يا خپله خبره په
زوره په نورو تحميل کړي.
دلته يواځې دليل سالم استدلال ځای لري، او بس.
د ښکنځلو، پوچو، بدو ردو او سپکاويو په صورت کې زه دا خپله فريضه اووجيبه
ګڼم، چې اړونده ليکنه او تبصره پرته له سابق انذاره چورلټه ړنګوم.
دا تبصره په همدي ځای پای ته رسوم، او هيله لرم چې يواځې دې په روانې موضوع
بحث وشي، او له موضوع څخه د بهر وتلو په صورت کې به ټولې اړوندې تبصرې
ړنګيږي.
په درنښت
[/color:ea54b16546]
مومن مهاجر
24.10.2010
محترم وهاج ساپی صاحب موږبه ان شاء الله ترخپله وسه کوشش کووچي دې لارښوونوته پوره پاملرنه وکړو. که چاورته پاملرنه ونه کړه موږپردې هیڅ اعتراض نه کووچي اړونده لیکنه ړنګه اوله منځه یووړل شي .
شهاب الدین
30.11.2010
موحدهرهغه څوک دی چي دالله تعالی سره هيڅ ډول شرک نه کوي،نه په ذات کي اونه
په صفاتوکي .
خودموحدينوپه نامه په عمومي توګه هغه څوک ياديږي څوک چي دتوحيددعوت کوي لکه دبېلګي په ډول دشيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله شاګردان چي خلګ يې دپنجپيريانوپه نامه يادوي اودشيخ القرآن
مولاناغلام الله خان رحمه الله شاګردان اوداسي نور..