نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له لرې ځايه څخه سلا مونه ، هېر مې نه ياست
pattang
20.10.2010
له لرې ځايه څخه سلا مونه ، هېر مې نه ياست!
خبرې به بيا وروسته کوو اوس مې يواځې غو ښتل چې خپله نښه درولېږم ٠
په درنښت ستاسو پتنګ
Shir Baz
20.10.2010
پتنګ صب خدای مو مه لرې کوه که هرڅومره لرې شئ زړه ته مو نږدې یاست.
زه خو داسې پوه شوم چې چیرته لیرې په سفر وتلي یاست او دا سلامونه مو دټول افغان له لیکوالو سره د وفادارۍ د ثبوت په توګه رالیږلي چې که هر څومره لیرې لاړ شم هم تاسو مې هیر نه یاست.
همداسې ده؟
که څنګه؟
tandar
20.10.2010
پتنګ لالا دچا له یاده نه ې وتلی خو ځولی ځولی سلامونه مو په ټولو خویندو او وروڼو وایه خدای دی وکړی چه روغ او حاجی او غازی بیرته راشی٠
دوطن ددشمنانو په سر تندر٠
و.افغان
20.10.2010
له څو ورځې راهيسې مې زړه کې ګرځېدل، چې دا فوروم څنګه داسې سوړ ښکاري،
اوس پوه شوم، چې مشر ورور پتنګ لالا په کې نشته.
هرچېرته چې ياستئ، الله جل جلاله مو روغ، جوړ او خوشاله لره.
تندر کاکا له دې خبرې دې مطلب څه دی؟
[quote:3c4219d5ba]
خدای دی وکړی چه روغ او حاجی او غازی بیرته راشی٠
[/quote:3c4219d5ba]
حج هم جهاد دی، که حج ته راځي، نو بيا خو يې ليدل په ځان واجب ګڼم.
په درنښت
عنوان
tandar
20.10.2010
ګرانه وراره ګله زه مشرانو ته تل داسی دوعا کومه٠
که حج ته تللی وی خدای دی حاجی راولی ،نه لکه دبعضو غوندی چه نوم ې حاجی وی او په خپله الاجی وی٠
زما ددی خبری مثالونه دوطن په واکدرانو کی ډیر زیات دی٠
زما دماما ځامن درسره نژدی دی که زه راغلم نو حتمی مو سلام ته راځم ،ځکه هغوی دراتګ راڅخه ډیره تقاضا کوی ٠
په ډیره مینه
رښتینی
29.10.2010
.
دروند او مشر ورور پتنګ صاحب سلامونو ته دی
علیکم السلام ورحمه اللخ وبرکاته
الله دی په مخ رڼا او تل خوشاله لره په دی کی شک نشته چی په
ټول افغان کی ستا غیاب بیخی ښکاره حس کیږی خدای دی وکړی
داسفر مو خیر پای ته ورسیږی او بیرته له موږ سره مل شی
په مینه او بیا په مینه
ع کريم حليمي
29.10.2010
مکرم پتنګ صاحب په 瓷 ژبه سلامونه
خدای دي کور ته او ټول افغان ته په خیر راغبرګ کړه
早晨好
05.11.2010
پتنګ خان ته سلام .
ځوانه د سفر شپې دې اوږدې شوې، پته دې هم څرګنده نه ده چې چيرې تللی يې، نه چيرې کراچۍ يا کويټې ته دې سر نه وي وتلی، که هلته تللې
بايد ويلي دې وای چې د ډيرو خواږۀ پيغامونه لکه حلوا او د لږ وترخه لکه اسپيرين دې هم له ځانه سره وړي وای . انسان دواړو ته اړتيا لري،
هم خوږو او هم ترخو ته او اکثره تر خوږو (خوړو ) ترخه (درمل ) ډير ګټور تماميږي . په دې لړکې ددغې ويديو پوښتنه هم وکړه
چې عاملين يې څوک دي او دڅه له پاره يې دغه ويديو ډکه کړې ده . ظاهراً يې تور په چا لګي؟ هر څوک چې وي د انکار په صورت کې تورن بايد
له ځان څخه دفاع وکړي ، که نه چوپتيا يې بيا د اعتراف ثبوت دی .اوکه اعتراف يا وياړ پرې کوي نو بيا دې نر شي ځان دې ښکاره کړي او له دغه عمل څخه دې
په څرګنده دفاع وکړي ، پايد معلزمه کړي چې :
[color=red:7851fffe0e]دا القائده که طالبان دي ::: که کافران دي طالبان حلالوينه(!)[/color:7851fffe0e]
http://www.youtube.com/watch?v=nkmyHSyB4w8
او که حج ته تللی يې نو د افغانستان له پاره د خير او سولې دعاوې ډيرې وکړه ، چې جنګ جګړه او دغسې مظالم په کې بيا تکرار نشي .
خو ګوره چې د طواف په وخت ما هم د مغفرت په دعا کې ياد کړې !
نور دې د خوښۍ، روغتيا او د خير بيرته راتګ په هيله په لوی الله سپارم .
په مينه مينه او سلامونو.
ستا يو خوا خوږی ورور : پتوال
عادل عادل
06.11.2010
سلامونه
پتنګ صیب الله مو د سفر په شپو ورځو کې روغ، رمټ، بریالی او خوښ لره، امین
د ښاغلي پتوال صیب په قول خواږه او ترخه دواړه لازم دي; خو د نه خوړلو پرهیز کله هم چا ته توصیه نکړئ !
دا چې اسپیرین هم مونږ خپل نلرو، نو پکار ده چې تور مرچ مو یاد کړي وای ..... حبة السوداء دواء لكل داء :wink:
محمدزمان هوتک
06.11.2010
سلامونه پتنګ لالا دا زما اول سلام دی پرتاباندی په روشتیا چه فورم کم ښکاریده بغیر له تانه
په هرځای کی دی الله ج روغ لره
عتیق الله
06.11.2010
دا نو څه خبرې دي چې تاسو پرې خپل قيمتي وختونه ضايع کوئ؟
يا خو ډېر اوزګار يئ او حيران يئ چې خپل وخت په څه تېر کړئ او يا خو مو سطحه نام خدای دومره ټيټه ده چې همدا ستاسو د سويې بحث دی چې ښه په کې تاوده راغلي يئ.
پتنګ هم يا ښکنځلې کوي او يا داسې موضوع وړاندې کوي چې نه يې په ګټه څوک پوهېږي او نه په تاوان.
تاسو ښه فکر وکړئ چې تاوده بحثونه ډېر کم دي چې مونږ پرې ځان ستړی کړو او خلکو ته څه ورکړو؟