نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په دی پروګرام باندی چه داسی نوم ایښی وی ،،په ورور د ورور وژنی پروګرام ،،نوله واقعیت سره ې سمون خوړلو٠
tandar
20.10.2010
ددی لپاره چه ورور له ورور سره دلاسه کړی او له مشکل نه ې پوښتنه وکړی،برعکس وسلی ورکوی او ورته واې چه وه ې وژنه ٠
چاچه وسلی اخیستی باید دغه وسلی په همدی چارواکو پسی راواړوی اوله سر او زړه نه ې ورته غلبیل جوړکړی٠ ځکه چه اصلی دشمنان همدوی دی ،اوانشاالله داسی به کیږی٠
.....................................................................
پکتيا:د ډاياك پروګرام ته وسلي وسپارل شوي
( سه شنبه د تلې ۲۷ مه ) د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا شاوخوا ۷۸ سپكي او درني وسلي د ډاياك پروګرام ته وسپارل شوي
په دي مراسمو كي پر والي سربيره ، د ۵۰۵ سپين غر زون قوماندان پاسوال ګل نبي احمد زي ، امنيه قوماندان پاسوال عبدالغفار صافي ، د ملي امنيت ريس پاسوال نظر شاه صافي او يو شمير قومي مشرانو برخه اخيستي وه
نن پكتيا ولايت كي د سولي ورځ نومول شوي او په همدي موخه له هغو جهادي قوماندانانو چي پخوا يي وسله لرله اوس يي د ډاياك پروګرام ته وسپارله پكتيا والي د خبرو پرمهال وويل چي له ټولو غير مسئولو وسله والو څخه به وسلي ټوليږي او دوي ته به په بدل كي د بيا رغاوني پروژي پلې كيږي
همدا رنګه ده وويل چي خصوصي امنيتي كمپني به هم د جمهور ريس د ۶۲ ګڼه فرما ن له مخي خپلي وسلي سپاري او هغه كسان چي بيكاره پاتي كيږي دوي كولاي شي چي د ملي اردو او ملي پوليسو ليكو ته جذب شي
همدار رنګه په دي پروګرام كي ۸۷ سپكي او درني وسلي د ډاياك پروګرام ته وسپارل شوي چي پكي آر پي جي راكيټ ، كلاشينكوفونه ، يازده تير او داسي نور شامل دي .
روح الله سمون