د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دولتي کړۍ په کوم لور؟؟؟ دوستانو حتما یې ولولۍ

و.افغان
19.10.2010

درنودوستانو ! دا دافغانستان دولسي جرګې دیوې غړې یو نیمګړی تصویر دی چې ستا سې پروړاندې دی مګر دډیرونورو غړیوپه باب یې چې کوم ازادې څیړنې او بلټنې ترسره شوي په نیږدې راتلوونکي کې به یې ستاسې خدمت ته وړاندې کړم، هیله ده چې په دې اړه خپل معلومات او نظریات له ماسره شریک کړی. په درنښت ورورمو فواد انور

* شهلا عطایا شهلایاسمین غفارخان؟

شهلاعطا چې پرون دولسي جرګې وکیله وه نن یې ناکامه نومانده ده ، دا دافغان پارلمان ؟؟؟ هغه خیرنه څیره ده چې ددغه ارګان دیوشمیر بدپرهیزه ښځینه وکیلانو په ډله کې یې ترټولوسترې بدنامۍ په برخه شوې

شهلاعطا څوک ده ؟ شهلاعطا چې دښځې نسبت کول ورته دښځې شان اومقام ته توهین دی دبې پرتوګه ډیموکراسۍ هغه محصول دی چې تراوسه دافغانستان په ولسي جرګه کې دوکیلې په توګه غړیتوب لري ، شهلا دپیغلتو ب پرمهال هم دبدلمنۍډیرې کیسې لري چې ددې مضمون له موضوع سره اړخ نه لګوي نو ځکه دده دپیژندګلوهغونکاتو ته اشاره کووچې زموږ دشهید او غازي وطن برخلیک ورپورې تړلی دی. شهلاچې ځان په محمدزايي خیلخانې پورې تړلی بولي په حقیقت کې یې هویت په بشپړه توګه مجهول دی ، نوموړی کله وايي چې دکندهار اوسیدونکې ده ، کله ځان په کابل او کله هم په جلال آباد پورې اړوند ګڼي چې دا په حقیقت کې ددې هویت لاهم دیوه مجهول سرنوشت په لور بیايي . شهلا عطا دلومړي ځل لپاره دښاغلي جبارخیل په نامه دافغانستان داردو له یوه منصبدارسره واده وکړ او دثوردکودتاه په اړو دوړ کې پاکستان ته له خپل میړه سره کډواله شوه چې په ډیره لږه موده کې یې دخپل بدرنګ طبقاتي او کورني خصلت اوناوړه تربیت له مخې دپاکستان د استخباراتي شبکې له یوه لوړپوړي مشر (یوسف غفارخان) سره دیارانې تاروغځاوه مګرپه همدې وخت کې یې دامریکامتحده ایالاتو لاس اینجلیس ته ددايمي مسافرت غوښتنه قبوله شوه او هلته لاړه ، شهلاچې نه یې ښونځی لوستی واونه یې ځانګړې زده کړې لرلې د لاس اینجلیس دیوه محلي روغتون دنرسنګ په څانګه کې دمستخدمې په توګه وګمارل شوه، مګراوس ځان ته د دوکتورس علمي نومونه هم کاروي . دمؤثقوشواهدو پراساس نوموړې په پاکستان کې له یوسف غفارخان سره په تماس کې وه او کله چې ورسره غفارخان دواده ژمنه وکړه په هماغه وخت کې یې خپل میړه ته زهري ګولۍ ورکړې او دده ترمرګ لږه موده وروسته یې له یوسف غفارخان سره دیارانې مزې تازه اوبلاخره واده وکړ چې اوس له دغه میړه څخه هم یوه پیغله لور لري چې عایشه نومیږي او له میړه څخه یې په ناقانونه توګه له ځانه سره ایساره کړې ده، دیادونې وړ ده چې نوموړې له قتل کړي میړه مرحوم جبارخیل څخه څلوراولادونه لري چې اوس په کالیفورنیاکې ژوندکوي.

شهلا دژوند یوه پړاوته دپای ټکی ږدي اوبل پړاو په پاکستان کې له بوالهوس یوسف غفارخان سره پیلوي ، دابوالهوسه عمرخوړلی پیښوری خان دشهلا په څنګ کې ځینې نورې فاحشې او بدلمنیې ښځې هم ساتي چې وروسته دشهلا په مرسته په پیښورښار کې دارایشګاه په نامه دبدلمنۍ یومرکزپرانیزي او دلیلمانثارپه نامه یوه بله دلاله هم ورسره یوځای کیږي چې دافغان کډوالویتیمې نجونې دپيښوربوالهوسوخلکوته دعفت پلورنې په موخه وړاندې کوي. کله چې هیوادته دغربي نړۍ ډالرمخه کوي اومؤقته اداره رامنځ ته کیږي نو شهلا دیوسف خان تار پریږدي او دلیلما په مرسته خپله لور عایشه هم له ځانه سره کابل ته راوړي اودلته له یوې بلې محافظه کارې فاحشې سره یوځای کیږي چې عایشه عزیزي نومیږي او په بي بي حاجي مشهوره ده ، دکابل ساده ښاریان په دې نامه چې بویه زه دشهید سردارمحمد داؤدخان لمسۍ یم تیرباسي اودولسي جرګې ټاکنوته ځان کاندیدوي چې بالاخره شهلا دولسي جرګې وکیله کیږي او دارایشګاه پرځای دخپلې زړې دلالۍ اوبدلمنۍ رنګ بدلوي ، شهلا چې کله دشهرناپرسان تود بازار ویني خیالات یې آن دولسمشرۍ تر بریده رسیږي او دولسمشرۍ لپاره دکاندیدۍ پرمهال آن له خپل امریکايي پاسپورټ اوتابعیت څخه هم تیریږي خو په مرموز ډول دامریکادسفارت له خوا ورته بیرته اخیستل شوی پاسپورټ ورکول کیږي چې دې کارته هم سړی اندیښمن شي چې ایا امریکا په افغانستان کې رښتیا هم ولسواکي غواړی او که دجاسوسۍ اوفحشا هډه؟

اوس دشهلاکار له دفترونو، مؤسساتواودولتي ارګانونوسره اړیکه پیداکوي اوپه لومړي ګام کې هغه بوالهوسه دولتي چارواکي په نښه کوي چې دانساني عصمت پیرودنې ته شنه ناست دي .په مخدره توکیو،الکهولي مشروباتواو فحشاروږدې شهلاډیر سترمارکیټ پیداکوي دخپل ځان دچلولوترڅنګ سترجنګسالار قوماندان الماس ته نجونې پیدا کوي چې بیایې دواړه دباګرام امریکايي بیسونو او آن تر دوبۍ پورې لیږدوي. شهلایوازې په کابل نه بلکې په جلال آبادکې هم له ځينوبوالهوسانولکه حاجي ظاهرقدیر،حاجي حضرت علي ،دګمرک رییس احسان الله کاموال اودجلال آبادښاروال سره اړیکي نیسي اوهلته هم له کابله نجونې حتی پخپل موټرکې بیايي او دې پروسس ته ادامه ورکوي . دننګرهار والي که څه هم په اخلاقي لحاظ یو ډیرضیعف سړی دی خو دخپلوحریفانوداسې ګرمې میلې یې رخه پاروي اودولسي جرګې او ولسمشر په نامه څوځلې شکایت کوي چې شهلا په جلال ابادکې رسمي مرده ګاوي پیل کړې مګر داشکایتونه ځکه ځای نه نیسي چې دولسي جرګې مشر یونس قانوني دملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح اودپولیسویوشمیرناپاکه چارواکي ټول په دې فسادکې ترغوږونو ډوب دي او همیشه له شهلاعطاسره په تماس کې دي

دشهلاعطاکور دنیمې شپې دشرابي اوعریاني بنډارونوهغه ګرمه هنګامه ده چې په چټل دسترخوان یې داوسنۍ فاسدې ادارې فاسدچارواکي کیني او پاڅیږي چې ددې ټولو دلالانو په سرکې کولی شود رویدارخان یادونه وکړو چې داوسنۍ ادارې رسمي مرده ګاوي دده یوازینۍ کاري دنده ده، کله چې رویدار دشهلاعطا په لاین کې لویږي نودا هغه وخت دی چې زاني اولوطي عبدالجبار ثابت دافغانستان لوی څارنوال دی، داهغه مکارلیوه وچې دپسه څرمن یې په مخ خوره کړې وه اوپه تیاره کې یې ډیرې ګډې بیزې وداړلې، عبدالجبارثابت دشهلا په یوې بلې خور چې ترده ستره اوماهره فاحشه ده لیلی نومیږي مین شو او دا مینتوب تردې بریده ورسیده چې آن دامریکا اوافغانستان ترمنځ به لیلی ته دتګ راتګ ټکټ هم ثابت صیب دڅارنوالۍ له خرچې اداکاوه

دشهلا دکورشپه دکابل هغه بې حیاننداره وه چې ځينوبه دلاهور هیرا منډهي ګڼله اوځینوبه دډیلي مجرا، لوڅې نجونې،شراب ،رقص اوبازي اوداسې بدلمني چې ساری یې آن په غیراسلامي هیوادوکې هم نه لیدل کیده، ددې بدناموشپویاران ډیر دي خو دلته به یې دمشت نمونه خروار په مصداق دڅو تنو نومونه ذکر کړو. دکابل پوهنتون بدعنوانه استادنصرالله ستانکزی چې آن دپوهنتون په معصومونجونو په جنسي تیریو ککړدی،علي شاه پکتیاوال چې هغه مهال له جنايي جرمونوسره دمبارزې رییس واودکابل په ډیروغلاوو اختطافونواوقتلونوکې یې لاس درلود، جمیل جنبش چې دکمونیستي دورې یوترټولوغلامانه زنکه بازاوبچه باز کرکټراودایم الخمرشرابي و، عزت الله واصفي چې دزناکارۍ اوبې ناموسۍ سمبول ګڼل کیږي، غفارداوي چې دبې کیفیته تیلوسترسوداګراودملي شتمنیو تالاکونکی اودشهلاپه څیردیوې بدپرهیزه ښځې شکریه بارکزۍ میړه دی، انصاف چې دټرانسپورټ دوزارت یوبې انصافه اوخاین مرستیال دی اوپه لسګونوداسې نور.

شهلا عطا لږه موده وړاندې دجلال ابادښار ته یو سفردرلودچې له پوره بدنامۍ سره بیاهم دولتي امنیتي ادارې پرې تراوسه چوپې پاتې دي . شهلا له خپلې ښځینه مستخدمې (دانش ) چې په ټولوجرمونوکې ورسره شریکه ده، له خپل ډرایور ستورچې دده دناوړه کاروبار اصلي چلونکی دی اوله خپل یوتن باډیګارډ توپان چې ده دخپلې عیاشۍ لپاره له ځان سره ساتلی دی دجلال اباد ښار سپین غر هوټل ته ورغله ، په لومړي مازیګرله هوټله تری تم شوه اودهوټل دمنسوبینو په وینا دشپې په دووبجواو دیرشودقیقوبیرته هوټل ته په داسې حال کې راستانه شوه چې ستوراو توپان له لاسو نیولې وه او دشرابو ددرنې نیشې له کبله یې نشول کولی دهوټل په زینو پورته شي ، دهوټل مسؤل شخص وايي چې داسې بریښیدل چې په ډله ییزه توګه یې جنسي عمل ترسره کړی وي . په دویم مازیګر دننګرهار څوتنه ژورنالستان خبریږي او دمصاحبې په موخه دشهلا عطا پسې هوټل ته راځي خو شهلا بیا هم له هوټله په دې بهانه چې په ښارکې میلمستیا لري ولاړه او دشپې ناوخته په ولسي جرګه کې دننګرهار داستازي حاجي حضرت علي له ساتوونکوسره ددرنې نیشې په حال کې راستنه شوه، په درېیمه شپه چې دننګرهار دملي امنیت دریاست کارکوونکیوپه جدي توګه څارله دبهسودپل هاغې غاړې ته داحسان الله کاموال میلمستون ته ولاړه اودننګرهار دامنیې قوماندان بصیرسالنګي په ګډون یې په هغه شرابي محفل کې برخه واخیسته چې درقص او نڅالپاره یې آن له پیښوره رقاصې اوفاحشې وربللې وې، کله چې دشپې په یوه بجه له هغه ځایه بیرته دهوټل په خوا راتله دپله پرسرامنیتي پوستې دتوقف امرورکړ، دده موټروان او باډیګارډچې دنشې په حال کې وو دتلاشۍ پروا یې ونه ساتله او دناقانونه سرعت له کبله یې دملي امنیت دکشف دڅانګې یوتن کارمنددموټرپه ضربه سرسري ټپي کړ، دپولیس له خواپرې هوايي ډزې وشوې خو موټر ترپله واوښت ، دمخابرې په وسیله ورته دمخابراتو دڅلورلارې امنیتي مسوولین دافغانستان بانک مخې ته ودریدل ، کله چې موټر دروي ګوري چې شهلاعطا ددرنې نیشې په حال کې امنیتي کارکوونکوته سپکې سپورې کنځلې کوي ، په همدې وخت کې غالباً دننګرهارامنیه قوماندان بصیرسالنګي رارسیږي او امنیتي کارکوونکي په دې بهانه تهدیدوي چې بویه تاسې دیوه وکیل دنیولواودرولو صلاحیت نه لری ، شهلا خلاصوي خو اوکیسه دملي امنیت رییس ته رسیږي ،په سهار دامنیت دمنسوبینو له خوا دهغې کوټې تلاشي اخیستل کیږي چې شهلا په کې دزنا او شراب خورۍ اعمال ترسره کړي دي ، له کوټې څخه دشرابودرې تش بوتلونه،دتمانچې یو ساجراوځینې نورمشکوک شیان ترلاسه کیږي دملي امینت رییس دا راپورپه مکمله توګه درج کوي اودخپلوامکاناتوله لارې یې دملي امنیت عمومي ریاست ته سپاري مګر یوازې ملي امنیت نه بلکې ټول ښار له داسې سترې ټولنیزې بدرنګۍ څخه خبریږي اوپه مایوسانه اندازدخپل ملي او اسلامي دولت دپریکړې انتظار باسي خو دولت لا تراوسه په دې اړه غوږ نه دی ګرولی

دننګرهار ولسونه،فرهنګي کړۍاو ژورنالستان په لومړي ګام کې له افغان ولسمشرحامدکرزي څخه په کلکه غوښتنه کوي چې ددې پیښې په اړه دې په ازاده توګه څیړنې وکړي اوبیا دملي امنیت له عمومي ریاست څخه په ټینګه غواړي چې دشهلا دنیولو امر دې ورکړي ،کنه دافغان هیواد وسلوالو مخالفانوته به ددوی چوپتیا دتبر قوي لاستی ورکړي اوبیا به پړه دهمدوی تر غاړه وي ، ځکه دیوه هیواد دملي امنیت څانګه دهغه هیواد دحریم،ناموس اوارزښتونو ساتونکې وي اوکه چیرې دیوه هیوادناموس په دا ډول لیلامیږي او دوی چوپه خوله پاتې وي نودې ته ملي امنیت نه شوویلی

شهلاعطا چې ښايي په نیږدې راتولونکي کې دپارلمان دوکالت چوکۍ له لاسه ورکړي له اوس نه په یوه بل بدیل فکر کړی چې داهم خورا خطرناک بدیل دی او هغه داچې دمرده ګاوخانې دچلولو لپاره یې پرخپل کورباندې د (بنیادفرهنگی عطا) په عنوان یوه لوحه ځړولې چې اوبه خړې کړي اوماهیان ونیسي، مګر زه دهمدې مضمون په وسیله خپل هیوادوال ددغې شیطانې څیرې له ماهیت څخه خبروم اوغوښتنه کوم چې دفرهنګ په نامه له داسې بدفرهنګۍ څخه په کلکه مخنیوی وکړي

په فسبوک کې د محترم ورور مثنی عتيقزي له پاڼې څخه

په درنښت


رښتینی
19.10.2010

.

های های وهاجه وروره !

دلته سړې ته دپتنګ صیب خبری وریادی شی
داڅو شپی خو شته نه چی دی چیرته ورک دی !!
زه له خپلی تبصری تیریږم او پتنګ صیب چی
څه ولیکل هغه تایدوم :)

په مینه


عنوان

tandar
19.10.2010

وهاج صاحب زه دا لوی قیصی دومره نه لولم ،څکه چه داول اخر دقیصی نه پوهیږم چه دلیکوال څه مطلب دی،مګر ستا لیکنه دومره جالبه ده چه لوستونکی مجبوروی چه تر اخره ې ولولی٠
دتبصیری نه ځان عاجز بولم ځکه چه دولتی واکداران په خپله ددغسو ښځو نه دخپلی عیاشی لپاره استفاده کوی ،نو بیا ملت دچا له لاسه په چا وژاړی؟
امریکایان چه هره شپه دخلکو په کورونو چاپی غورځوی، بی ناموسی نه ده؟
خدای دی نور ورحمیږی ٠


عماد
26.10.2010

و هاج صاحب
دیره ښه لیکنه دې کړې ده ریښتیا هم چې د داسې منحوسو څېرو بربنډول جهاد دی. د شهلا په اړه خو مونږ دومره پراخه معلومات نه درلودل او نه مو پېژندله خو وايي چې د بل کلي دیوس دې نه پېژندلو نو نښه يې داده چې ستا د کلي له دیوس سره به يې دوستي او راشه درشه وي.د شهلا د دیوسي نښه دا وه چې زمونږ د کلي له دیوس (احسان الله کاموال، نصیر انصاف) سره يې دوستي ده.
دا ستاسو ډېر په زړه پورې نوښت و چې په داسې موضوع مو قلم راپورته کړ، هیله ده په راتلونکې کې نورې داسې شرمېدلې څېرې هم ولس ته رسوا او بربنډې کړۍ چې زمونږ پاک زړی مومن ولس پرې ونه غولیږي.
حقیقت دا دی چې اوسنی رژیم د همداسې خاینو،بداخلاقو او پرېوتو خلکو حکومت دی او همدوی ته د پرمختګ لار پکې هواره ده.له خارجي کافرو او داخلي غلو نوره څه هیله کېدای شي.


و.افغان
28.10.2010

عماد صاحب:
ليکنه او سرليک د بل چا دي، ما له فسبوکه راخيستې.
محتوا يې مهمه ده.
ښکاري چې داسې يو کس ليکلې، چې د همدغو پليتو په منځ کې اوسي، او له هر
څه يې ځان ښه په زېرو زور خبر کړی.
نه پوهېږم، چې دغه خلک د ځان د سپيناوي لپاره څه لري او که نه؟

په درنښت


وزیري
04.11.2010

ساپی صاحب سلامونه می ومنه!

الله جل جلاله شاهد حال ده چی دی لیکنی ډیر غمجن کړمه. زه پخپله هم د ښځو په برخه کی هغه د چا خبره ډیر حساس یمه او د دی اوسنی مرداری ډیموکراسی نوم چی اورم په زړه می اور بلیږی.
خو په هر حال کی مونږه باید اسلامی اساسات په نظر کی ونیسو. نه می په تا انتقاد دی او نه د شهلا طرفداری، زه په دی باور لرمه چی داسی به شوی هم وی ځکه چی دیموکراسی ده. مطلب می دادی که دا کار په همدی طریقه وی نو د بد والی اندازه یی زه نه شمه لیکلی او که داسی نه وی نو بیا خو په دی لیکنه کی داسی تهمتونه پوری شویدی چی ځواب به یی الله جل جلاله ته لږ څه مشکل غوندی وی. داسی تهمتونه ډیر کیږی راکیږی خو له هغوی نه ګیله نشته او الحمد الله تاسو خو په هغه لیست کی یاستی چی ګیله ترینه کیږی. نو ځما په نظر په داسی شیانو باندی چی د کره ثبوت نشتوالی په کی وی، علماء نباید مستقیمه فیصله پری وکړی. ستا له طرفه خو مثبته ټاپه ځکه پری لګیدلی چی ته یی خپرول غواړی. او یا کیدای شی چی په اسلام کی د داسی بی اساسه شایعاتو خپرولو ته هم ځای وی ځکه چی هغه د چا خبره اسلام خو دریاب دی او ما فقط تر شین زور شا نون زره شانه پوری لوستی دی.

هیله مند یم چی خفه رانه شی

وسلام


monir
05.11.2010

سلامونه اوښې چارې!
څومره آسان کار دی چې افغانان مصروف وساتل شی ! په Facebook یا ډېرو نورو ورته پاڼو کې هر څوک کولای شی په مستعارو نومونو دخپل حریفان که په حق وی یا ناحق وځپی! ادعاوې او تهمتونه لګول کېږي خو پوښتنه دا ده چې څوک دا ډول ادعاوې ثابتولای شی؟ آیا دا ګناه نده چې مونږ ثبوت یې ونه لرو خو د خپلې تبصرې پرې وکړوو؟ یا دهمدغې غمازی لپاره هم دلیلونو پسې ګرځو؟ پاک الله مو وژغوره!

په درنښت


و.افغان
06.11.2010

پرته له شرعي ثبوت څخه په چا باندې د زنا او لواطت تهمت لګول يا ناروا کار دی.

ما ورباندې په فسبوک کې داسې تبصره کړې وه:
دا شهلا ده، او که بلا ده؟؟ چې دومره ډېرو ته رسيږي.
دا فواد انور څوک دی؟ چې وايي: د موثقو شواهدو پر اساس....
په دې کې شک نشته، چې امريکايانو د فزيکي يرغل سره سره په پراخه کچه کلتوري يرغل ته هم پوره مخه کړېده، که د ليکني محتوا حقيقت لري او که ن...ه، نو د زمونږ د پاک دين او دروند کلتور په وړاندې د يرغلګرو شوم او خطرناک پلانونه له هيچا پټ نه دي، په مونږ ټولو باندې د دغه فکري او اخلاقي يرغل په وړاندې مبارزه فرض عين ده.
البته دا ليکنه ما ته يو څه شکمنه ښکاري.
داسې نه چې د شمالي ټلوالې کوم غړي نه وي ليکلي.
په درنښت

خو محترما وروره! د حکومت په سطحه د داسې منظمې مردارۍ او د هغوی د
دلالانو روسوا کول هم عين جهاد او مقاومت دی، دغه کس چې د خپل ځان د امن
لپاره يې د مستعار نامه څخه کار اخيستلی، د همدوی په منځ کې اوسيږي، او
داسې ښکاري چې له ښو او بدو يې ښه په دقيقه توګه خبر دی.

په درنښت


حذيفه
10.11.2010

وهاج صاحب !السلام عليکم !
دادي ښه ليکنه راخيستې وه ومي کتله اوددي غربي ډوله پښتنې په حقیقت هم پوه سوم الله دي توفيق درکړي چي دداسي خلکوحقيقت نورهم واضح کړې ځکه دادافغان په نوم کارکوي ،ځان مسلمان بولي خوپه اصل کي دوئ دغربيانولپاره کارکوي .په وطن کي دامريکايي فحشادخپرولولپاره صليبيانوډېرپروګرامونه پرکاراچولي دي .ددي پلانونورسواکول دهرمسلمان دنده ده .په اسلام نوم اوافغان خاوره کي دداسي بې ناموسوليدل نه غواړم .الله دي مجاهدينوته بري وکړي چي داغربي ديموکراسۍ په غېږه کي پالل سوی داسلام دښمنان اوداسلام رنګ بدونکي ورک اوله منځه يوسي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more