د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دموخۍ شرعي حیثیت

وصيل پېروز
19.10.2010

محترمووروڼو! سلامونه اوښې چارې . زماپوښتنه داده چي ایاپه اسلام کي موخۍ یاپه اصطلاح بدل واده جوازلري اوکه نه؟ که جوازنه لري دلیل یې څه دی اوکه یې لري نوایاکومه شرطونه هم ورسره شته اوکه نه؟ هیله ده خپل معلومات په مستدل ډول راسره شریک کړئ!



ع کريم حليمي
19.10.2010

مکرم پېروز صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
وروره تاسو ته بهتره معلومه ده چه په اسلام کښی سود ناروا دئ
سود یعني شنې په شنې رانیول او خرڅولو ته سود ویل کیږي ( زر په زر ،
خرما په خرما ) او بعضي ګټي او پایدې هم ناروادي که څه هم شنې په شنې
معامله هم نه وئ ، لکه پر بدن خالونه وهل او مزدوري پر اخستل ، او یو څه نوري داسي ګټی هم سته چه ناروادي

نو ښځه يه ښځي هم نارواده،داهم یو نوع سود دي ، دا مي نوېٖ درته وکړه !
اما سردار عالم فرمایلي چه ‏"‏ لاَ شِغَارَ فِي الإِسْلاَمِ ‏"‏ د موخۍ معامله په اسلامي شرعه ناروا عمل دئ
درنښت


مومن مهاجر
19.10.2010

ښاغلوپېروز!محترم حلیمي صاحب اوټولوګډونوالوته خپل احترامات اونېک احساسات تقدیموم .
دموخۍ په اړه خومحترم حلیمي صاب په لنډوالفاظوکي ډېرڅه وړاندي کړي یعني په مختصرډول ویلای شوچي په اسلام کي موخۍ نارواده . خوزه به لږتفصیل ورکړم . اول : موخۍ یاشغارڅه شی دی؟
شغاردلغت له مخې دشین په زېرسره درفع یالوړوالي په معنی دی عرب وايي : شغر الکلب دابه یې هغه وخت ویل چي دبولوکولولپاره به یې پښه پورته کړه . ځيني وايي چي دخلوې په معنی هم کارېږي .
دشریعت له مخې شغاردادی چي یوسړی خپله داسي ښځه چي دی یې شرعامتصرف وي بل ته دهغه دهمداسي ښځې په مقابل کي ورکړې نورفرق نه کوي په منځ کي ولور وټاکي اوکه نه .
حکم یې دادی :
وفي الصحيحين عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنْ الشِّغَارِ .
یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم له شغار(موخۍ) څخه منعه کړې ده .
په یوبل حدیث کي دي :
وفي صحيح مسلم (1416) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الشِّغَارِ . زَادَ ابْنُ نُمَيْرٍ : ( وَالشِّغَارُ أَنْ يَقُولَ الرَّجُلُ لِلرَّجُلِ : زَوِّجْنِي ابْنَتَكَ وَأُزَوِّجُكَ ابْنَتِي ، أَوْ زَوِّجْنِي أُخْتَكَ وَأُزَوِّجُكَ أُخْتِي .
ژباړه : له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له شغاره منعه کړې ده . ابن نمیروايي : شغاردادی چي یوسړی بل ته ووايي : ته ماته لورراکړه زه به تاته لوردرکړم اویاته ماته خورراکړه زه به تاته خوردرکړم .
همدارازرسول الله صلی الله علیه وسلم وايي :
( لا شِغَارَ فِي الإِسْلامِ ) رواه مسلم (1415) .
یعني په اسلام کي شغارمطلقاً نه شته . ددې صحیحواحادیثوپه رڼاکي ویلای شو چي په اسلام کي شغارناروادی هیڅ جوازنه لري . رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه شغارترمنځ چي مهرپکي ټاکل شوی وي اوهغه شغارترمنځ چي مهرنه وي پکي ټاکل شوی هیڅ فرق نه دی کړی مطلقاًیې ویلي چي په اسلام کي شغارنه شته او دشغارتفسیرپه دواړوډولونوشوی له همدې امله دواړه فرده مراددي .
وروى أحمد (16414) وأبو داود (2075) بإسناد صحيح عن عَبْد الرَّحْمَنِ بْن هُرْمُزَ أَنَّ الْعَبَّاسَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ أَنْكَحَ عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَكَمِ ابْنَتَهُ وَأَنْكَحَهُ عَبْدُ الرَّحْمَنِ ابْنَتَهُ ، وَقَدْ كَانَا جَعَلا صَدَاقًا ، فَكَتَبَ مُعَاوِيَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ وَهُوَ خَلِيفَةٌ إِلَى مَرْوَانَ يَأْمُرُهُ بِالتَّفْرِيقِ بَيْنَهُمَا ، وَقَالَ فِي كِتَابِهِ : هَذَا الشِّغَارُ الَّذِي نَهَى عَنْهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم .
ژباړه : امام احمداوامام ابوداوؤدرحمهماالله په صحیح سندله عبدالرحمن بن هرمز څخه روایت کړی چي عباس بن عبدالله بن عباس عبدالرحمن بن الحکم ته خپله لور ورکړه اوده دعبدالرحمن لورپه نکاح کړه اودوئ یې ترمنځ مهرهم ټاکلی ووخو امیرمعاویه رضی الله عنه چي په دې وخت کي خلیه وومروان ته لیک ولېږه اوددوئ دنکاح ختمولوامریې ورته وکړپه خپل لیک کي یې ویلي ووچي داهماغه شغاردی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه منعه کړې وه .
دامیرمعاویه رضی الله عنه په وخت کي چي کومه پېښه شوې هغه موږته دشغار معنی په ګوته کوي اوراته وايي چي مهرټاکل دشغارمفهوم نه شي بدلولای .
همدارنګه شغارپه ټولنیزلحاظ هم ډېرزیانونه لري کله چي یوه کورنۍ خپله ښځې ته یوڅه ووايي نوهغه بله کورنۍ یې غچ له خپلې انږورڅخه اخلي په دې ډول دوستې په دښمنې بدله شي هم دښځوژوندتریخ وي هم دمېړه . دنکاح مقصدپکي ترپښولاندي شي له دوستي دښمني جوړه شي . اورواني اغېزهم لري که تاسوله رواني ډاکټرانو پوښتنه وکړئ هغوئ به درته ووايي چي دبدل واده یوله هغولاملونوڅخه دی چي رواني ستونزې زېږوي .


شبيراحمد
19.10.2010

ټولوته سلامونه اونېکي هيلي

تاسوخودلته خپل آندونه پېش کړي دامونه دي ويلي چې دهغوخلکودليل څه دی چې داکار روابولي

له ماسره هم يوه پوښتنه راولاړه شوه هغه داچې
که چاداناروا عمل وکړيعني لوريې په لورياخور يې په خور ورکړه نودهغه سړي نکاح څنګه ده؟
اياهغه سړی به خپله ښځه طلاقوي اوکه به دې نارواکارته دوام ورکوي؟

داپوښتنه مي ځکه وکړه چې په هيوادکي اکثريت خلک همدغه رنګه ودونه کوي

مننه


وزیري
20.10.2010

محترمو وروڼو اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته:

محترمینو دا صحیح خبره ده چی په اکثره حدیثو مبارکو کی شغار نکاح حرامه ده خو خبره داده چی دا شغار کومی نکاح ته وایی او ددی حدیثو مبارکو تشریح به څرنګه کیږی. دا که زه او ته اوس راجګ شو او خبری پری شروع کړو نو کیدای شی ډیر زیات دلایل سره ووایو چی ستا دلایل به هم شرعی وی او ځما به هم شرعی وی او دا حدیثونه اوسنی هم نه دی چی زه او ته به دا باتوري وګټو، الحمد الله ډیر لوی لوی مجتهدین، محدثین په دی تیرشویدی او هغوی دین ته ډیر خدمتونه کړیدی او د هغوی خدمت ډیر دین ته خالص وه او ځما او ستا خدمت به فرقه فرقه بازی وی، الله ج دی مونږ ته د نیکی لاری هدایت را په نصیب کړی. نو خبره به را کوتاه کړمه ځکه چی تاسی له ما بهتره پوهیږی چی څه څنګه دی. خو زه صرف دومره وایم چی د بدل نکاح په اسلام کی روا ده او دلیل می دا دی چی حنفی مذهب یی روا بولی او تاسی په دی هم خبر یاستی چی لاتجمع امتي علي الضلاله او د حنفی مذهب د پیروان شمیر به هم څه ناڅه درمعلوم وی دا ټول په ضلالت نه شی سره جمعه کیدای او دا څه چټی خبره هم نه ده د روا او ناروا خبره ده هغه د پنجابیانو خبره عزت کا سوال هی نو دا د ایمان خبره ده او همدارنګه د امام اعظم رحمة الله علیه تقوی هم درمعلومه ده. ستاسی ټول هغه حدیثونه چی د بدل نکاح حرامه پری بولی امام اعظم صاحب رح ته ورمعلوم وه نو ولی یی نه حراموله؟ لږ څه د سوچ او فکر ځای دی. او که ستاسی همعصر عالمان چی علم یی د اجتهاد درجی ته رسیدلی (مبالغه دی نه وی) هغوی هم د امام صاحب رح دا اجتهاد پرځای بولی. د دیوبند وتلی دارالعلوم چی اوسنی ټولی لیکنی ورمعلومی دی ضد او نقیض معلومات هم لری بیا هم وایی:

(فتوى: 367=362)

وتے ، ستے کی شادی کی مذکورہ صورت اصطلاح شرع میں نکاح شغار اور ہمارے یہاں کے عرف میں گولٹا نکاح سے تعبیر کرتے ہیں، اور اس کا حکم یہ ہے کہ اگر مہر ہر ایک کا علیحدہ مقرر ہو تو نکاح دونوں کا صحیح ہے اور یہ شغار نہیں ہے جو منہی عنہ ہے، کیوں کہ شغار میں مہر علیحدہ نہیں ہوتا بلکہ دوسرے کا اپنی بہن وغیرہ سے نکاح کردینا یہی مہر ہے پہلے نکاح کا اور برعکسں، اور حنفیہ نکاح شغار میں بھی نکاح کو صحیح کہتے ہیں اور مہر مثل واجب فرماتے ہیں، کما في الدر المختار: اور ایسی شادی کی صورت میں جو بچہ ہوگا وہ صحیح اور ثابت النسب ہوگا، هدایہ میں ہے: إذا زوج الرجل بنتہ علی أن یزوجہ المتزوج بنتہ أو أختہ لیکون العقدین عوضا عن الآخر فالعقدان جائزان ولکل واحدة منهما مهر مثلها. (ھدایة: 2/327)

واللہ تعالیٰ اعلم
دارالافتاء، دارالعلوم دیوبند

فإن أھل السنة والجماعة قد افترق بعد القرن الثلثة أو الأربعة علی أربعة المذاہب ولم یبق في فروع المسائل سوی ھذہ المذاہب الأربعة فقد انعقد الإجماع المرکّب علی بطلان قول من یخالف کلھم (تفسیر مظھري: ج۲ ص۶۴)

حضرت شاہ ولی اللہ محدث دہلوی وایی: وبعد المأتین ظھرت فیھم التمذھب للمجتھدین بأعیانھم وقل ما کان لا یعتمد علی مذھب مجتھد بعینہ وکان ھذا ھو الواجب في ذلک الزمان (الأنصاف مع ترجمہ کشاف: ص۵۹)

حضرت شاہ ولی اللہ صاحب -رحمہ اللہ- عقد الجید کی فرمایی چی خلک د صحابہ رضي اللہ عنہم له زمانی نه تقلید کوی: لأن الناس لم یزالوا من زمن الصحابة -رضي اللہ عنھم- إلی أن ظھرت المذاھب الأربعة یقلدون من اتفق من العلماء من غیر نکیر من أحد یعتبر إنکارہ ولو کان ذلک باطلاً لأنکرہ (عقد الجید مع سلک مروارید: ۲۹)
اعلم أن في الأخذ بہذہ المذاہب الأربعة مصلحةعظیمة وفي الاعراض عنہا کلہا مفسدة کبیرة (عقد الجید: ۳۶/ط، لاہور)

علامہ ابن تیمیہ شخصی تقلید ضروری شمارلی او وایی: في وقت یقلدون من یفسد النکاح وفي وقت یقلدون من یصححہ بحسب الغرض والہوی ومثل ہذا لا یجوز (فتاویٰ ابن تیمیہ: ج۲ ص۲۴۰ بحوالہ فتاویٰ رحیمیہ: ج۴ ص۱۹۱)

مسند الہند،امام اکبر حضرت شاہ ولی اللہ صاحب محدث دہلوی خپل معرکة الآراء کتاب حجة اللہ البالغہ کی لیکی: إن ھذہ المذاھب الأربعة المدونة المحررة قد أجمعت الأمة أو من یعتد بہ منھا علی جواز تقلیدھا إلی یومنا ھذا وفي ذلک من المصالح ما لا یخفی لاسیما في ھذہ الأیام التي قصرت فیھا الھمم جدًا، أشربت النفوس الھوی وأعجب کل ذي رأي برأیہ․ (حجة اللہ البالغة: ج۱ ص۱۵۳، باب حکاة حال الناس قبل المائة الرابعة وبعدھا، ط مصر)

وسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


نوروز خان
20.10.2010

ټولو ته سلامونه !
زماپه ګومان خوبه ښه خبره دا وای چې په دې اسلامی برخه کې چې همیشه په کې مقلدین او غیر مقلدین سره مشت او ګریوان وي لومړی بایددمعیارونو خبره سپینه شوې وای ،داسمه ده چې زمو نږ ترټولو لوړ معیارونه قران او سنت دي خو دڅلورو واړو مذاهبو او پخوانیو علماء په اتفاق دقران او حدیث په فهم کې وروستنی خلک (لکه داوس زمانې موږ او تاسې ) ځکه باید وجوبادپخوانیو څلورو امامانو اتباع اوتقلید وکړي چې هغوی زمونږ په نسبت په هرلحاظ په آیت او حدیث له هره اړخه ښه خبره وه او غوره معني یي فهمولي شوای ځکه هغوی زمونږپه نسبت هم دنبي علیه السلام زمانې ته ورنږدې وه هم دنصوصو په دلالت ،اشارت او اقتضاء باندې حاکم وه او هم په ضبط او عدالت کې له مونږ نه زرچنده برتره وه ،له همدې امله خو فقهي کتابونه په بیا بیا وایي چې وروستني خلک اګر که علماء وي دڅلورګونو علماء په نسبت له آیتونو داحکامو په استنباط او فهم کې داسې دي لکه امیان نو په ګمراهۍ کې دوقوع دویرې له وجې اتباع پرې واجبه ده ... په هرحال
نوچې کله اتباع واجبه شوه مونږله وهابیانو داتپوس کوو چې آیا تاسوزمونږ لوړبرداشت منئ چې په پایله کې یې مونږ دقران او سنت ترڅنګ دفقهي امامانو معتبرکتابونو هم معیار باید وبولو او مسائل ترې راوباسو ،که چیرې دوی له قران اوسنت پرته بل هیڅ کتاب دمنلو او داحکامو درایستلو وړ نه بولي نو خبره خلاصه شوه حدیث وایي لاشغار فی الاسلام بدل واده ناروا شواودوی لپاره ضرور نه ده چې زماپاتې لیکنه ولولي .
اوکه چیرې تاسو زمونږ فقهي کتابونه هم راسره منئ نوبیا غوږ شئ چې هدایه شریفه دبدل واده په برخه کې دامام ابوحنیفه رایه څنګه تشریح کوي .
( واذازوج الرجل بنته علی ان یزوجه المتزوج بنته او اخته لیکون احدالعقدین عوضا عن الاخرفالعقدان جائزان ولکل واحدمنهما مهرمثلها وقال الشافي بطل العقدان دلته دشافعي صاحب دلیل راوړي او زمونږ دلیل وروسته داسي وایي لانه سمی مالا یصلح صداقافیصح العقد ویجب مهر المثل کما اذاسمی الخمروالخنزیر...هدایه ج ۲ ص ۳۰۷)
دغه رنګه دحنفي فقهې یوبل معتیرکتاب صراحتا فرمایي (وکذایجب مهرالمثل في الشغار وهو ان یزوجه بنته علی ان یزوجه الاخربنته او اخته مثلامعاوضة بالعقدین بغیرمهر فیصح ویجب لکل منهما مهر المثل ... ملتقی الابحر علی هامش مجمع الانهر ج ۱ ص ۳۴۸)
باید ووایم چې دادجواز شغار هغه صورت ښایي چې مهر ګرسره یادنشي ،خوفقهاء په صراحت فرمایي چې که چیرې داوړو خواووته جلا مهر وټاکل شي لکه همدااوس چې په افغانستان کې رواج دی نوپه دې صورت کې بضعه دبضعې مقابل نه شوه بلکې دواړه دمهر به مقابل کې شوه نو دشغار حتی لغوي معني (مبادلة البضعة بالبضعة بدون المهر) نه پرې صادقیږي نو دعدم جواز هیڅ شائبه نه په کې پيښیږي .
باید ووایم چې دامسائل چې فقهي کتابونو او دافغانستان سپین ږیرو علماء په شه توګه خلاص کړي او رواج کړي ددې وړندي چې دلته دي لنډ تنګ قضاوت پرې وشي اونهایي شي ښاغلی شبیراحمده که غواړې یوازې خپل مذهب مهذب ته متعهدپاته شي اود ذهن آیینه دي له شکوکو وساتې نو له ټول افغانه فتواوې مه غواړه ورشه دحنفي فقهې پنډونه کتابونه ترې ډک دي او له دي سوادافغانستان روان عرف یوژوندی کتاب دی چې دهرې مسئلې حل په کې موندلی شې په کومو مسائلو چې دڅوارلس سوه کاله علماء او صالحینو رد نه وي کړی هغه ضرور ثبوت لري خوکه مونږ یي دموندلوکوښښ وکړو .
وفقکم الله


شبيراحمد
20.10.2010

محترم نوروزخانه سلامونه مي ومنئ

داچې تاسوراته دذهن داينې دپاکي ساتلوتوصيه کړي ده مننه درڅخه کوم الله موونازوه
خوخبره داده چې دوئ له دوئ نه مي مرادمهاجرصيب وصيل صيب حليمي صيب وهاج صيب اونور.....دي
سره له دې چې حنفي فقه کله کله ومني اوکله نه له وېري يې ماسکونه اچولي په حقيقت کي په حقيقت ستړګي پټوي
زه غواړله دوئ نه هرڅه دحديثوپه رڼاکي وپوښتم ځکه دوئ هرڅه په صريح صحيح اومرفوع حديث ثابتوي
له ګردوامامانواودهغوئ له مقلدينوپوهومشروعلماءکراموځان پوهه ګڼي او....................
نوزه وايم چې که داشغارله حنفي فقهي ورپه هغي خوانارواوي نوهغه چاچې راکارکړی څه بايدوکړي
ايازامن يې په صريح صحيح حديث حراميان دي؟
ايادادومره موده په زناکي تېرشوه ؟
بېړه خويې غرقه ده
ايااوس دغه سړی خپله ښځه بيرته ورکړي اوخپله خورترې واخلي؟
ايادده له پاره په شريعت کي څه حکم ده دزناحدپرې جاري کېږي که نه؟

درايومايوخبره نه ده په صريح حديث سره يې بايدځواب کړي اويادي په دې اړه ديوه صحابي رض
کيسه وليکي چې هغه داسي کړي ول نورسول اکرم صلی الله عليه وسلم پرې حدجاري کړ

.
ستاشبير


نوروز خان
20.10.2010

شبیراحمدخانه بښنه غواړم چې ستامطلب مې نه وه فهمولی ،ستادخبرې په تائید رښتیاهم دهغه چاپه ګومان چې بدل واده ناروا بولي باید ددوی په نزددامسئله دافغانستان ترټولو مهمه او حیاتي فقهي مسئله واوسي او دوی یي باید په خپل بې تقلیده مذهب کې حل راوباسي ځکه دوی چې بدل ناروا کړه نو مجبور دي دافغانستان او حنفي نړۍ میلیونه اوسیدونکي به هم ددوهمې هجري پيړۍ له منځه بیا تراوسه زانیان ،حرامیان او حرامیان بن حرامیان بولي اوعلماء اوحاکمانو ته به یي دچوپ پاته کیدلو له وجې فساق وایي نوآیا دوی دومره درانه قضاوت ته اوږه ورکوي که په بله تښتي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دغه راز اوس دیرغل مخنیوی اړین بولي که دمشهودو زناکاریو (علی زعمهم ) زه خو دافغانستان داسي سیمه نه پيژنم چې هلته دي څوک بدل له دې وجې نه کوي چې ناروا دی
محترم الوزیري صیب ته ښه راغلاست وایم خدای دي وکړي چې په راتلونکې کې هم دقلم خیرله دې بیچاره او دربدره اولس څخه ونه سپموئ ...


رښتینی
20.10.2010

،

سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !

حنفی فقهی دنکاح شغار په صورت کی مهر مثل لازم بللی دی او ددی
معنی داشوه چی بضعه دبضعی مهر نشی کیدلی یعنی شغار نارواشو
او زموږ موجوده علما چی دشغار په باره کی پټه خوله دانکاح ګانی
تړی هغوی حیله جوړوی دنکاح شغار په صورت کی دووه یادری زره
تش په نوم مهر وټاکی ددی له پاره چی بی له مهره نکاح نه صحیح کیږی
اوس دا حیله نارواده ځکه چی په دی سره دیوه انسان (نجلۍ)حق ضایع شو
اوس که موږ دی ناروا ته په دی پلمه ناروا نشو ویلی چی داکارزموږ ټولوسپینږیروعلماوکاوه نو دابه دالله په وړاندی دلیل ونه ګرځی
موږ دخپلو علماو احترام کوواو دهغوی مقام
او خدمتونو ته په درنه سترګه ګوروخوحق له هرچا لوی اوله هرچا
دزیات احترام وړ دی

په مینه


عادل عادل
20.10.2010

سلامونه
د یوه عام عادي مسلمان په توګه:

غیر مقلدین که ما ته وایې چې د امامانو رحمهم الله تعالی تقلید مه کوه، نو مانا دا چې د دوی تقلید به کوم، او که ووایي چې نه ړوند تقلید مکوه بلکه په هغو عمل وکړه چې ارجه درته بریښي، نو ځواب دا دی چې د اربعه امامانو رحمهم الله رایې د نن وخت د هر عالم نه راته ارجه دي،........ یوه مسله ..... دوې مسلې ....... لس مسلې ...... سل مسلې ........... نه دا چې هره یوه به یې ستا د دلیل سره پرتله کوم..... مشت نمونه خروار .

دا چې غیر مقلدین پخپله د علمي درجو سره سره په ډیرو مسایلو کې د همدغو امامانو رحمهم الله تعالی کتابونه پسې ګوري، نو زه چې د دوی په اندازه علم هم نلرم د همدغه امامانو رحمهم الله تعالی څخه به حتی چې په ړانده تقلید کې هم که خدای کول ماخوذ نه یم .

پاتې شوه د شغار یا بدلون خبره، شغار حرام دی، خو په افغاني ټولنه کې موخۍ/ بدلون که هر څو هم ظاهرا د شغار مانا لري، هغه نه دی چې حرمت ورته ثابت دی، زه د ډیرو داسې نکاحو شاهد یم چې مهرونه یې ټاکل شوي او په غیر مرتبط ډول ادا شوي هم دي، دا چې حامد صیب د حیلې خبره کړې نو دا د هر چا تر خپل نیته پورې تړلې مسله ده ..... والله اعلم


نوروز خان
20.10.2010

حامدصیب السلام علیکم
هدایه صراحت لري چې که دشغارپه شروطو نکاح وتړل شي نکاح صحیح ده خو مهر مثل واجب دی لکه دخمراو خنځیردمسمي کولو په صورت کې ..دابیاجلاخبره ده چې مهرمثل څوک ورکوي که نه ...اوبل چې ما لیدلي خلک مهر هغه که دوه زره یادرې زره وي خامخا ورکوي دا چې تاسو یي حیله وبولئ هغه خلک خو یي حیله نه بولي بلکې اولاواخرا یي مهر بولي دلته که مهر کم ټاکل کیږي یا نجلۍ ته نه ورکول کیږي داکاملا وروستۍ او جلا خبره ده چې یوازې یی دنجلې په حق کې تیرۍ بللی شو لکه تاسو چې فرمایلي [quote:5b25fdfd86]ځکه چی په دی سره دیوه انسان (نجلۍ)حق ضایع شو[/quote:5b25fdfd86]
زه نه پوهیږم نجلۍ ته دقرض مهر نه اداینه څنګه دنکاح نه صحت ته سرایت کوي ؟
تراوسه مې له خپلو استادانو دااعتراض نه وه اوریدلی که تشریح یي کړئ ..
بل تاسو ویلي چې [quote:5b25fdfd86]موږ دخپلو علماو احترام کوواو دهغوی مقام
او خدمتونو ته په درنه سترګه ګوروخوحق له هرچا لوی اوله هرچا
دزیات احترام وړ دی[/quote:5b25fdfd86]
داسمه ده چې حق ترهرچالوی خوکه له دې حق نه دبنی اسرئیلو غوا جوړه شي اودپنجابیانوپه چم (بال سې کهال نکلنې کې طرح )په هره مسئله کې اسمان ترپایه شین کوو نو مجبوریو چې دامام صیب له مذهب نه لاس ومینځواودامام بخاري په مذهب شو ځکه اوس په احادیثو کې مستدل بهاکتابونه همدغه صحاح سته دي که دمفتی تقي عثماني درس ترمذي وګورئ چې حنفي فقهې یي تروسې وسې په کې په احادیثو تللې نو زمونږ مسائل یي په ډیرو ضعیفو احادیثو ثابت کړی دي چې ترډیره اتکاء په کې په قیاس شوې ده .
دامسئله مې له سپین ږیرو نه ده اوریدلې بلکه په هدایې کې مې لیدلې ده آیا مونږته مذهب دانه راښیي چې په پټو سترګو متابعت وکړو اوله احادیثو سره دحنفي مسائلو دموافقت یانه موافقت مسؤلیت دامام صاحب په اوږو پرې ایښې وبولو او ځانونه ترې اوزګارکړو ...
زه غواړم په راتلونکې کې په داډول مسائلو کې له تاسو نه دیوه شاګرد غوندې پوښتنې وکړم هیله ده ومې پوهوئ شوخي معاف


و.افغان
20.10.2010

[quote:3f3d97f403]
سلامونه
د یوه عام عادي مسلمان په توګه:

غیر مقلدین که ما ته وایې چې د امامانو رحمهم الله تعالی تقلید مه کوه، نو مانا دا چې د دوی تقلید به کوم، او که ووایي چې نه ړوند تقلید مکوه بلکه په هغو عمل وکړه چې ارجه درته بریښي، نو ځواب دا دی چې د اربعه امامانو رحمهم الله رایې د نن وخت د هر عالم نه راته ارجه دي،........ یوه مسله ..... دوې مسلې ....... لس مسلې ...... سل مسلې ........... نه دا چې هره یوه به یې ستا د دلیل سره پرتله کوم..... مشت نمونه خروار .

دا چې غیر مقلدین پخپله د علمي درجو سره سره په ډیرو مسایلو کې د همدغو امامانو رحمهم الله تعالی کتابونه پسې ګوري، نو زه چې د دوی په اندازه علم هم نلرم د همدغه امامانو رحمهم الله تعالی څخه به حتی چې په ړانده تقلید کې هم که خدای کول ماخوذ نه یم .

[/quote:3f3d97f403]

آخر دې د خپل پخواني مشر لاره خپله کړه: :lol:

وروڼو! اکثره شرعي احکام معلل وي، يعنې علتونه لري.
د شغار نکاح يواځې په دې وجه نه ده حرامه شوې چې مهر په کې نشته دی، مهر د هرې
نکاح سره شرط دی، الله جل جلاله فرمايي:
فآتوهن أجورهن فريضة.

مګر شغار د هغو لويو مفاسدو په وجه تحريم شوې ده، چې د دغې نکاح په نتيجه کې
منځ ته راځي، او زمونږ په ټولنه کې له مونږ او تاسې پټ نه دي.
نو پوښتنه دا ده، چې آيا د مهر په ټاکلو سره دغه مفاسد له منځه تللی شي، او که په
خپل ځای پاتې کيږي؟؟
يو معقول ځواب غواړم.
دېته مو فکر وي، چې په حديث کې (ليس بينهما صداق) لفظ مرفوع نه دی، بلکه د
حديث د يوه راوي (نافع) شرحه ده.

دا چې په غير مرتبط ډول، په مختلفو ازمانو کې دغه نکاح وتړلې شي؛ نو ظاهرا
د حديث لاندې نه راځي، ځکه چې په حديث د ارتباط او اشتراط حالت ذکر شوی دی،
البته که چېرې يې څوک د علة جامعه له مخې مکروه يا حرامه وبولي؛ نو استدلال
يې په فقهي قواعدو برابر دی.
ځکه ډېر هغه مفاسد چې د اشتراط او ارتباط په حالت کې منځ ته راځي، همدارنګه
د اشتراط او ارتباط پرته هم منځ ته راځي.
دا مفاسد به بالمشاهده مونږ او تاسې په خپلې ټولنې کې ضرور ليدلي وي.
البته د اشتراط په حالت کې غالبا د يوه اړخ له خوا د عدم رضا ستونځه هم موجوده وي.

ــــــــــــــــــــــــــ
يوه ډېره ګټوره قاعده په پام کې ونيسئ:
هغه مسائل چې په قرون مفضله وو کې، او له هغو رادېخوا څېړل شوي وي، او هغوی
په کې مثلا په دريو يا څلورو اقوالو اختلاف کړی وي.
له هغو وروسته هيچا ته جايزه نه ده، چې يو نوی قول احداث کړي، نه سلفي ته جايزه
ده، نه حنفي ته، نه شافعي، نه مالکي او نه بل ته.
ځکه چې دا کار د اجماع مخالف دی.
هغو سلفو کرامو ګواکې په دې اجماع کړېده، چې حق له دغو څواقوالو څخه په يو قول
کې ضرور دی، ترې خارج نه دی، البته حق متعدد هم نه دی، چې ټول حق وي.
خبره په ترجيح کې ده، که څوک له دغو اقوالو يو قول اخلي، نو په دليل سره به يې اخلي،
او په دليل به ترجيح ورکوي.
که سلفي وروڼه په دغې روانې مسئلې او نورو مسئلو کې يو قول سره له دليله کلک
نيسي، نو هغوی په حقيقت کې د سلفو تر منځ د شوي اختلاف څخه بهر د نوي قول
احداث نه کوي، بلکه د يوه صحابي قول ته، يا د امام قول ته په دليل سره ترجيح
ورکوي، يعنې نوي څه نه ايجادوي، او نه ورته د نوي څه ايجادول حرام دي.
دا چې څوک وايي، چې حق په څلورو فقهي مشهورو مذاهبو کې منحصر دی، نو
دا خبره باطله ده.
ډېر داسې مسائل وي، چې د صحابه کرامو يوه ډله په کې يو څه وايي، او دا څلور
امامان په کې بل څه نظر لري؟ نو اوس به د چا منې؟ د صحابي، او که د تابعي؟؟

په درنښت


وزیري
20.10.2010

ساپی صاحب سلامونه می ومنی!
د مثال په طور که اسلام یو شی روا کړی یا ناروا کړی وی او په مرور د زمانی د خلکو د ژوندون د بدلون په اثر هغه اسلامی مسله د دوی په ژوند کی مشکله تمامیږی نو آیا اسلامی حکم چی ددوی د بی عقلی له امله دوی ته مشکل جوړ کړی باید له منځه یووړل شی؟ دا پوښتنه ځکه کوم چی تاسو په خپله لیکنه کی مهربانی کړیده چی (مګر شغار د هغو لويو مفاسدو په وجه تحريم شوې ده، چې د دغې نکاح په نتيجه کې
منځ ته راځي، او زمونږ په ټولنه کې له مونږ او تاسې پټ نه دي) زما په آند مشکل په اسلام کی نشته مشکل به په ټولنه کی وی، که څنګه؟ که مشکل په ټولنه کی وی نو بیا دا باید دلیل ونه ګرځول شی چی شغار ځکه ناروا دی چی دی بی عقلی ټولنی ته مفاسد راوړی درحالیکه اسلامی حکم مفاسد نه راوړی بلکه خلک ددی په خاطر چی د اسلام له دایری وتلی او په شخصی او خودساخته قوانین ژوند کوی خپل ځانته مشکل پیدا کوی. طلاق څومره لوی مشکل پیدا کوی خو یو امر هم ده او الله ج وایی چی زما بد هم ایسیږی خو بدبختانه دی امر ته هغسی غاړه نه ده خلاصه کوم قسم چی باید وای.

دوهم: حضرت امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه خو به تاسی بهتره پیژنی، سره له دومره علمه او تقوی چی الله ج په هغه مهربانی کړی وه، څرنګه هغه کولای شی چی داسی مسلی ته حلال ووایی چی هغه حرامه وی او دی مبارک د شغار په حدیثونو خبر هم وه، آیا سهوه شوی؟ اول خو دا یقینی ده چی سهوه شوی هم نه دی احیانا احیانا که سهوه شوی هم وی نو الله ج ده مبارک رح ته یو اجر ورکړی او که نه وی سهوه شوی او دده خبره سمه وی نو بیا ولی یی نه منی. مهربانی وکړی ووایی چی دا یو اجتهادی سهوه ده او یا امام صاحب رح په حقه ده.

وسلام علیکم ورحمةالله و برکاته

لو کان الدین عند الثریا لذهب به الرجل من فارس او قال: من ابناء فارس حتی یتناوله (الحدیث)


مومن مهاجر
20.10.2010

ټولووروڼوته تحیات اواحترامات وړاندي کوم
موضوع ته ترننوتووړاندي یوڅومقدماتي خبرې :
داخوټول مني چي په اسلامي نړۍ کي څلورمذاهب داسي فکري مکتبونه دي چي په هغوکي له اوږدې مودې راهیسي داسلام لپاره په هرډګرکي نه هېرېدونکي اوترحساب پورته خدمتونه شوې اودالړۍ لاهم روانه ده . دڅلورومذهبونودحقیت معنی څه ده؟ مطلب یې دادی چي په مجموعي ډول داسلامي شریعت صحیح احکام په همدې څلورومذاهبوکي دي له دې وتلي نه دي . دتمذهب معنی څه ده؟ معنی په یوه خاص فکري مکتب کي شاګردي کول،له هغوعلماووپه اسلامي فنونوکي مهارت ترلاسه کول اودهغوئ په وسیله ځان ددې جوګه کول چي داستعدادپیداکېدوپرمهال دی هم داسلامي علوموخدمت وکړای شي . دتمذهب یامذهبي کېدومعنی هیڅکله دانه ده چي سړی پښې وغزوي اووايي : زمامذهب ته په منسوبوکتابونوکي چي دهر چاپه نوم هرڅه راغلي بس هماغه دین دی . انسان په اسلام مکلف دی نه دیوخاص فکري مذهب په کتابونو،دیوخاص فکري مذهب دلارویانوپه کتابونوکي دومره ګنده اقوال شته چي هرسړی یې په ویلواولیکلوشرمېږي ایاتاسوهغه هم منئ؟ اوکه داسي اقوال داړوندسړي تېروتنه ګنئ؟
اجتهاداومجتهدڅه ته وايي؟ :
اجتهاددلغت له مخې : بذل الوسع في بلوغ الغرض . یعني دهدف په ترلاسه کولوکي خپل وس صرفول .
اوپه شریعت کي : استفراغ الجهد في إدراك الاحكام الشرعية من ادلتها التفصيلیه
یعني له خپلوتفصیلی دلائلوڅخه دشرعي احکاموپه ادراک کي خپل پوره وس کارول .
مسائل په عمومي ډول پردوه قسمه دي :
اول : اتفاقي مسائل : لکه داوداسه،لمانځه،روژې،زکوة،حج،جهاداوداسي نورو احکاموفرضیت .
په داسي مسائلوکي هیڅوک نه دبل چاتقلیدته ضرورت لري،نه یې اړتیاشته اونه اجتهادپکي کېږي،ځکه چي په نصوصوکي یې حکم څرګنددی .
دویم : اختلافي مسائل : لکه دلمانځه،روژې،زکوة،حج اونورواحکاموبېلابېل فروعات اوکیفیتونه .
اختلافي مسائل په خپل کورکي پردوه ډوله دي :
اول : هغه چي په اړه یې نصوص موجودوي،نوې مسئله نه وي داسلام په سرکي اړوندحکم اوعلت دواړووجوددرلودخویانصوص په خپل منځ کي سره مخالف وي اویانص په یوه معنی کي قطعی الدلالته نه وي په یوه وخت کي ډېرمفاهیم ترې اخیستل کېدای شي اویایوحکم داسي وي چي ځیني یې معلول په علت بولي اوځیني نه . په داسي حالت کي اجتهادته ضرورت شته هغه څوک چي داجتهادپه شرائطوپوره وي هغه کولای شي داډول نصوص وګوري،بېلابېل اړخونه یې ولټوي، په معنی کي یې ژورفهم وکړي،پټ اسراریې راوسپړي،دبیان اسلوب مطالعه کړي، داړوندونصوصوترمنځ دتعارض شرائطوته پام وکړي،دهردلیل وزن وتلي اوتردې ټولوپړاونووروسته یوه داسي پرېکړه وکړي چي پردیانت،درایت اوپوره امانت ولاړه وي،که یومجتهدداټول کارونه وکړي بیاهم امکان شته چي دی خطاشوی وي وروسته یوچاته دهغه خطامعلومه شي نوداسړی په دې مکلف نه دی چي هرومروبه ددې مجتهداجتهادمني بلکي دی مکلف دی چي په دې اړه دشریعت اصلی حکم ته رجوع وکړي اوخلکوته ووايي چي په دې اړه شرعي حکم داسي دی . پاتي شومجتهدهغه ته بیاهم الله جل جلاله یواجرورکوي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يَزِيدَ حَدَّثَنَا حَيْوَةُ حَدَّثَنِى يَزِيدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْهَادِ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ بْنِ الْحَارِثِ عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ عَنْ أَبِى قَيْسٍ مَوْلَى عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - يَقُولُ « إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ »
ژباړه : له عمروبن العاص رضی الله څخه روایت دی چي کله حاکم (فیصله کوونکي چي مجتهدته هم شمول لري) پرېکړه وکړي اوخپل وس وکاروي اوبیاحق ته ورسېږي نودده دوه اجره دي اوکه یې فیصله وکړه،خپل پوره وس یې وکاراوی بیا خطاشونودوه اجره یې دي .
دامامانوپیروي یعني څه؟
په اهل سنت والجماعت کي په عمومي ډول څلورمذهبونه ډېرشهرت لري اوپه اسلام نړۍ کي یې پیروان خوراډېردي،امامان موږته په دین کي دمقتدایانو،استادانواو پیاوړورهبرانوحیثیت لري یوازي داڅلورامامان نه بلکي له دې سره سره نورامامان هم هریوه دین ته خدمت کړی،پرځان یې دهمدې لپاره خوارۍ تېرې کړې اوله خپل وس سرسم یې امت ته ددین لارښودلې ده .
ایادهرامام هره خبرمنل ضروري دي؟ راځئ په دې اړه دامامانوویناوې وګورو:
امام ابوحنیفه رحمه الله وايي : اذاصح الحدیث فهومذهبي یعني صحیح حدیث زما مذهب دی . بل ځای وايي : لایحل لاحدان یأخذبقولنامالم یعلم من این اخذنا؟ یعني هیڅ سړي ته ترهغونه ده رواچي زموږپرقول فتواورکړي څویې دانه وي معلومه کړې چي موږله کومه ځایه اخذکړی؟ په یوبل روایت کي داسي الفاظ دي : حرام علی من لم یعرف دلیلي ان یفتی بکلامي . یعني هغه چاته زماپرقول فتواحرامه ده چي زما دلیل یې نه وي معلوم کړی اودی زماپه وینافتواورکوي .نوربیا...
یادونه زه به ان شاء الله په دې اړه یوڅه اوږده لیکنه وکړم څوترموضوع وړاندي خبره یوڅه واضحه شي ان شاء الله موضوع ته بیاراګرزم . داسي فکرونه کړئ چي موضوع ترې هېره شوې اونورې بابولالې ږغوي .


عادل عادل
20.10.2010

سلامونه

علم که بر دل زند یارې شود ..... علم که بر جان زند مارې شود

زمونږ یو هم دوره ملګرئ چې خلکو به لیونئ ورته ویل، د امتحان نه یوه ورځ مخکې به یې د مشکلاتو د حل په درسي ساعت کې استاد ته داسې ویل چې:-

استاده زه پوره مطمین یم چې تاسو به په دې مضمون کې چې سبا یې تاسو ازموینه اخلئ، تر ما ډیر نه پوهیژئ!

دې ښاغلي نه دروغ ویل او نه یې هم مبالغه کوله، ځکه چې همدومره زحمت کشه وو، خو د فراغت نه وروسته د خپلې ګستاخئ او په خپله پوهه باندې د غره توب په سبب داسې خوار ګرځیده چې نه کومې تعلیمي ادارې په استادئ ونیو او نه یې هم چیرته تر یوه میاشت زیات په وظیفه کې ګوزاره کولای شوه، آخر اروپا ته ولاړئ، اوس هم په خپل مسلک کې سبک وایي، خدای خبر کله به ځان او ټولنې ته په درد خوري .... یاد یې په خیر.

یو بل مثال

زمونږ د کلي مرحوم مولوي صیب رحمه الله تعالی د علاج لپاره پاکستان ته راغلئ وو، نو یو کلیوال مو چې کلونه مخکې دده درسي طالب هم پاتې شوئ وو او فعلا یې د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې په کانکریټي ډول زده کړې کولې، مولوي صیب ته داسې وویل:

مولوي صیب ستاسو په نظر امام صیب ابوحنیفه رحمت الله علیه د هغو ښځو په حق کې ظلم نه دی کړئ د کومو چې میړونه ورک وي، یانې مړ او ژوندئ یې نه وي مالوم، 80 کاله انتظار خو ګوره ډیر اوږد وخت دی؟؟؟

مولوي صیب ورته سور او شین شو، او هیڅ ځواب یې هم ورنکړ.....


مومن مهاجر
20.10.2010

عادل عادل صاحب! سلامونه اواحترامات
ستادلیکنې په سم مفهوم پوه نه شوم . ایاماپه لیکنه کي کومه داسي جمله لیکلې چي دیوچاسپکاوې مي کړی اوکه بل څه؟ هیله ده خپل هدف په واضحوټکوکي راته څرګندکړې که داسي کومه غلطي راڅخه شوې وه چي اصلاح یې کړم .


مومن مهاجر
20.10.2010

دتېرمضمون تتمه :
همدارازامام ابوحنیفه رحمه الله وايي : ویحک یایعقوب!(هوابویوسف) لاتکتب کل ماتسمع مني،فأني قداری الرأی الیوم وأترکه غداً،وأری الرأی غداًوأترکه بعد غدٍ.
ژباړه : یعقوبه! ته چي له ماهرڅه اورې هغه مه نوشته کوه،ځکه زه نن یوه رایه خپلوم سباترې تېرږم اوسبایوه رایه خپلوم خوبل سباترې تېرږم .
یوبل ځای وايي :
اذاقلت قولایخالف کتاب الله تعالی وخبررسول الله صلی الله علیه وسلم فاترکوه قولي . یعني که مادقرآن کریم اویانبوي سنت خلاف خبره وکړه نوزماقول پرېږدئ! .
امام مالک رحمه الله :
ده ویلي :
وانماانابشرأخطئ وأصیب،فانظروافی رأيی فکل ماوافق الکتاب والسنة فخذوه، وکل مالم یوافق الکتاب والسنة فأترکوه .
ژباړه : بې شکه زه انسان یم غلطي کوم اوحق ته رسېږم زمارایه ارزوئ چي له قرآن کریم اونبوي سنت سره موافقه شي هغه ومنئ اوکه ورسره مخالفه شي پرې یې ږدئ .
همدارازوايي :
ولیس احدبعدالنبي صلی الله علیه وسلم الاویؤخذمن قوله ویترک الاالنبی صلی الله علیه وسلم .
ژباړه : له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته دهرچاقول هم ردېږي اوهم منل کېږي خو یوازي درسول الله قول(په ديني اموروکي) حتمي دی .
امام شافعي رحمه الله :
دی وايي :
مامن احدالاوتذهب علیه سنة لرسول الله صلی الله علیه وسلم وتعزب عنه . فمهما قلت من قول أوأصلت من أصل،فیه عن رسول الله صلی الله علیه وسلم خلاف ماقلت ، فالقول ماقال رسول الله صلی الله علیه وسلم،وهوقولي .
ژباړه : هیڅوک داسي نه شته مګرداچي درسول الله صلی الله علیه وسلم ځیني اقوال به ورته معلوم اوځيني به تري پټ وي که هروخت مایوه خبره وکړه اویامي اصل کېښودخو په هغه کي درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت زمادقول مخالف وونوزماقول هماغه درسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ده اوهماغه زماویناده .
بل ځای وايي :
اجمع المسلمون علی انّ من استبان له سنة عن رسول الله صلی الله علیه وسلم لم یحل له ان یدعهالقول احدٍ.
ژباړه : مسلمانانوپردې اتفاق کړی چي که یوسړي ته درسول الله حدیث ورسېږي نو دهیچاپه خبره یې پرېښودل ورته روانه دي .
همدارازوايي :
کل مسئلة صح فیهاالخبرعن رسول الله صلی الله علیه وسلم عن اهل النقل بخلاف ما قلت فأناراجع عنهافی حیاتي وبعدموتي .
ژباړه : په هره مسئله کي چي له اهل نقل (محدثینو) څخه درسول الله صلی الله علیه وسلم صحیح زمادقول پرخلاف ثابت شي نوماپه ژونداومرګ دواړوکي له هغه رجوع کړې ده .
امام احمدبن حنبل رحمه الله :
ده ویلي :
لاتقلدني،ولاتقلدمالکاًولاالشافعي ولاالأوزاعي والاألثوري وخذمن حیث اخذوا.
یعني مه زماتقلیدکوه! مه دمالک،مه دشافعي،مه داوزاعي اومه دثوري بلکي له هغه ځایه اخذکوه چي دوئ ترې کړئ .
بل ځای وايي :
رأی الاوزاعي،ورأی مالک،ورأی ابی حنیفه کله رأی وهوعندي سواء وانماالحجة فی الاثار.
ژباړه : داوزاعي،مالک اواابوحنیفه رحمهم الله رایې ماته یوډول دي حجة یوازي احادیث دي .
بل ځای وايي :
من ردحدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم فهوعلی شفاهلکة . یعني که چي درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ردکړهغه دهلاکت پرغاړه دی .
دڅلوروستروامامانوداقولونه موږته وايي چي دهیچاړوندتقلیدمه کوئ! ترهرڅه اول کوشش وکړئ چي په مسئله کي دالله په کتاب اونبوي سنت عمل وکړئ خوپه داسي ډول چي په اړونده موضوع کي بېلابېل نصوص مطالعه شي،مختلف جهات یې وڅېړل،راجح ومرجوح سره بېل اوناسخ ومنسوخ سره تفکیک شي . هیڅ امام خلک خپل ړوندتقلیدته نه دي رابللي اونه همداډول کارپه شریعت کي حايزده دهروخت علمابایدخپل ټول وس دقرآن اوحدیث خدمت ته وقف کړي نه دخلکواراوو اواقوالوته دخلکورایی اواقوال بایددتوضیح اوتشریح په توګه ورسره مطالعه کړي نه دمستقل اصل اوحجة په ډول .


عادل عادل
20.10.2010

سلامونه

قدرمن مومن مهاجر صیب

خدای دې نکړي چې مطلب مې تاسو او یا ستاسو لیکنه وي، ماته د دین ټول علما له هیڅ توپیر پرته ولو که خپل منځ کې یو د بل مخالف هم وي، د الله په خاطر ډیر ګران دي.

زما حکایات عام تذکار دی، سره لدې چې په سلفیانو وروڼو کې د صریح او سریع حکم فرهنګ ډیر غښتلئ دی، چې په دوی باندې زما د نیوکې اساسي ټکئ همدا دی، خو دا په دې مانا نده چې زه تعصب او یا خدای مکړه ستونزه ورسره لرم.

ما یو ځل د سیدجمال الدین افغاني په اړه یو کتاب مطالعه کاوه، د لیکوال په قلم په کتاب کې د ډیرو ماخذونو څخه په استفادې سره سره داسې څه مخته رانغلل چې د سید مذهب دې ترې فهم کړای شي، حتی چې غیر مسلمانان پدې نه دي توانیدلي چې مالومه کړي چې سید سني وو او که خدای مکړه شیعه، دا ځکه چې ده هیڅکله د هیڅ یوه مذهب په وړاندې د مخالفت یا نیوکې غږ نه دی پورته کړئ، که یې کړی وای نو مابقیه ته پرې منسوبیده، او که په ټولو یې نیوکه درلودای نو نوئ نوم او طرز فکر به یې مونږ ته په میراث پاتې وو، نو که دا ټول نه وي، نو یوازینئ کړنلاره به یې دا وي چې سید به د یوه په انتخاب د نورو سره په نه مخالفت کې بې کچې مینه ساتلې وي او ددې پر ځای چې سلیقوي، جزیي او فرعي اختلافاتو شاربلو کې ځان مصروف کړي، خپل ټول عمر یې د اسلام د عالي فکر په نشر او وده کې پکار وړئ دی.


مومن مهاجر
20.10.2010

محترم اومکرم عادل عادل صاحب ! سلامونه اواحترامات
په دنیاکي هیڅ داسي ډله نه شته چي نیمګړتیاوي،کوتاهۍ اوغلطۍ دي ونه لري په یوه ټولنه یاډله کي مختلف کسان راغونډوي چي طبعایې کړنې،افکار،دخبروطرز اودفعالیت اقسام هم سره بېل وي . که دغه نیوکه یوڅوک دحنفي مسلک پرپيروانو وکړي نوهم خطانه دی خوکه ټول احناف داسي وبولي نویقینایاجاهل دی،یایې ځان اچولی اویامتعصب دی له جزیې څخه پرکلیه حکم کوي .
بله خبره داده چي په بحث فورم کي محدودشمېرداسي کسان دي چي زه یې لیدوته ډېرلیوال یم اوپه هغوکي ستانوم لومړی دی .


عادل عادل
21.10.2010

سلامونه

دروند مومن مهاجر صیب

یوازې د افغانستان د احنافو په اړه درته ویلئ شم چې:-

علما کرام یې د ډیر جزیی او څرګندې مسلې په اړه هم د حکم په وخت کې د سرعت او صراحت پر ځای ماشاء الله له ډیر احتیاط نه کار اخلي، تر ټولو لومړئ به وایي چې زه پدې نه پوهیژم یعنې علم پرې نلرم، دوهم قدم کې به داسې ونه وایي چې زه داسې وایم ، بلکه د مرجع/کتاب څخه په نقل قول به د طرف د اخذې او پوهې د کچې په فکر کې نیولو سره د مسلې وضاحت کوي، او په والله اعلم سره به د خپلو څرګندونو د پای ټکئ ږدي، خو که د ډیر عادي سلفي ورور سره په عین مسله کې څوک پوښتنه وکړي نو به داسې پیل وکړي چې : زه درته وایم چې دا دغسې ده ........ الله پاک داسې فرمایلي .......

زمونږ عوام الناس احناف بیا داسې دي چې تش په نوم پر خپل مذهب مین دي، که یو نیم پکې داسې پیدا شي چې په سمه توګه د احنافو په مذهب تګ وکړي نو د خلکو له خوا به ورته ضرور وهابي ویل کیژي، مانا دا چې نه وهابي سم پیژني، نه هم حنفي او نه هم نور ...... په وړکتوب کې به یې زر ځله په خپله ژبه دا خبره تکرار کړې وي چې څلور واړه مذاهب حق دي، خو که چیرته یې مالکي مسلمان ورور په لمانځه ولید نو د شیعه ګومان به پرې کوي، او که د شافعي مسلمان ورور سره د لارې ملګرئ شو، نو د قصر نه ایخوا به ورته د دوو لمونځونو په یو وخت جمع کفر ورته ښکاري، همدا سبب دی چې په افغانستان کې د عربو او هغو چې په عربو هیوادو کې یې زده کړې کړې دي د ولس په منځ کې د ناوړه برخورد ښکار ګرزي، چې ډیر مسوولیت یې د ناپوهو ځایي خلکو نه بلکه خپله د هغو چا په غاړه دی چې ددې ستونزې په ساده اسبابو نه پوهیژي، ددې پر ځای چې دوی په خپل منلي مذهب کې وپوهوي، لومړئ د جاهل ټاپه پرې وهي ....... او داسې نور ...... ما ډیرې داسې صحنې لیدلي چې د معاهدو احساساتي محصلینو، عربومجاهدینو، او په عربو ملکونو کې میشت زده کوونکو د ولسي خلکو له لاسه وهل او ډبول (دربول .... په اصل کې ضربول) خوړلي دي.


مومن مهاجر
21.10.2010

خیردی عال عادل صاحب! داسي ستونزي که نیت صفاووان شاء الله په ساړه زړه اوکللک هوډسره هوارېږي .
په تیرپسي
دفقهاووترمنځ داختلاف اسباب :
که موږفکروکړونودنظرونواوفکرونوترمنځ اختلاف یومنطقي واقعیت اوفطري امردی ځکه دهرسړي غرض اوهدف بېل وي چي طبعاًیې نظرهم بېل وي،داشی دخلکوپه عاداتواودودونوکي ښه څرګنددی،په هرشي کي چي انسان مستقل وي په هغه کي اختلاف پیداکېږي خوداسلامي شریعت اصول له دې پاک دي .
اوس پوښتنه داده چي دفقهاووترمنځ ولي اختلافات پیداشوي،نظرونه یې ولي جلادي اوهریوه له بله بېله تګلاره غوره کړې ده؟ لاندي به ځيني هغه اسباب ذکرکړوچي ددوئ ترمنځ یې اختلافات پیداکړي :.
لومړی سبب : دقرأتونواختلاف :
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ځیني وختونه ګڼ قرأتونه په متواتِرډول روایت شوي چي له همدې امله داحکاموپه استنباط کي داختلاف سبب ګرزي مثال یې دادی :
وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ (النساء : ۴۳)
ژباړه : که تاسوناروغان ،یاپه سفرکي واست په تاسوکي یوڅاراګښت ته تللی وي اویا یې مېرمن لمس کړې وي اوبیامواوبه ونه موندلې نوتیمم ووهئ! .
حمزه اوکسائي (لَمَسْتُمْ )بې الفه ویلی اونوروبیاپه الف سره تلفظ کړی له همدې کبله دفقهاووترمنځ اختلاف پیداشوچي ایالمس جماع ته وايي اوکه لاس وروړلوته؟ امام ابن جریررحمه الله له یوې ډلې روایت کړی چي لمس دجماع په معنی اوله بلې ډلې یې روایت کړی چي لمس دلاس وروړلوپه معنی دی . چاچي لمستم په الف تلفظ کړی هغه ویلي چي جماع ترې مرادده اوچاچي بې الفه تلفظ کړی هغه ویلي چي لاس وروړل ترې مراددي .(مګردرسول الله صلی الله علیه وسلم فعل ته په کتودهغه چانظراراجح دی چي له لمستم څخه جماع اخلي)
دویم سبب : په حدیث نه خبرتیا:
صحابه کرام رضی الله عنهم هم درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتوپه علم کي یوډول نه ووبلکي په حدیث پوهنه کي یې مختلفې درجې درلودې،دحدیثوپه علم کي دې تفاوت دفقهي اختلافاتوپه پیداکولوکي ډیرلوی رول درلود. مثال یې دهغې حاملې عده ده چي خاوندیې وفات شووي،علی،ابن عباس اونورورضی الله عنهم دافتوا ورکوله چي دداډول مېرمنې عده په ابعدداجلینوسره ده،ددوئ دلیل هغه عموم ووچي په دې دوو آیتونوکي راغلی : وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا(البقرة : ۲۳۴)
ژباړه : په تاسوکي چي څوک وفات شي اومېرمنې پرېږدي نوهغوئ دي څلورمیاشتي اولس انتظاروکړي . یوبل آیت بیاداسي دی : وَأُوْلاَتُ الأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ .
(الطلاق : ۴)
ژباړه : دحمل درلودونکومېرمنو(دعدې) موده داده چي دوئ خپل حمل کښېږدي .
خودوئ ته دسبعیې اسلمې په اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث نه ورسېدلی . رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته فتواورکړې وه چي عده یې دحمل په اېښودلو پای ته رسېږي . په روایاتوکي راغلي چي سبعیې اسلمیې دخپل خاوندترمړینې څوشپې وروسته ماشوم وزیږاوی نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله دنکاح اجازه یې ترې وغوښته رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه اوهغې نکاح وکړه دلته موږوینو چي په حدیث نه خبرتیادعلماووترمنځ داختلاف سبب شوه .
دریم سبب : دحدیث په ثبوت کي شک :
دحدیث په ثبوت کي شک یوله هغواسبابودی چي په ډېرومسائوکي یې اختلافات پیدا کړي دي مثال یې په شفعه کي دګاونډي حق دی . فقهاوودګاونډیتوب په وجه دشفعې په حق کي اختلاف کړی شافعي،مالک اواحمدرحمهم الله ویلي چي له شریک پرته بل څوک شفعه نه لري،خوابوحنیفه،دده شاګران اوابن ابی لیلی رحمهم الله په ګاونډیتوب سره دشفعې حق مني ددې اختلاف سبب دادی چي په کوم حدیث احنافواودهغوئ همفکره ملګرواستدلال کړی دشوافعواوددوئ دهمنظره ملګروپه اندهغه ثبوت نه لري . خوپه کوم حدیث چي شوافعواوملګرویې استدلال کړی هغه داحنافواودهغوئ دملګرو په نزدثبوت نه لري . نودحدیث په ثبوت کي شک دفقهاووترمنځ داختلاف یوسبب شو.
(په داسي حال کي لازمه ده چي عالم له خپل وس سره سمه پلټنه وکړي که کوم حدیث ورته ثابت شوهغه عملي کړي که څه هم دده دامام دمذهب مخالف وي خوکه بیاهم مشکوک وونودقرینوپه رڼاکي دي په هغه اجتهادعمل وکړي چي راجح ورته برېښي تعصب نه دی په کار)
څلورم سبب :لفظي اشتراک :
داهم یوداسي سبب دی چي په ډېرومسائلوکي یې دفقهاووترمنځ اختلافات پېښ کړي، ځکه عربي لفظ پرمعنی ددلالت له مخي څواقسام لري چي یویې مشترک دی : داهغه لفظ دی چي په مختلفواوضاعوددوویاډېرومعناوولپاره وضعه شوی وي،لکه عین، ظهراونور،لکه څرنګه چي اشتراک په اسماووکي واقع کېږي همداسي په افعالوکي هم واقع کېږي لکه عَسْعَسَ،ځکه دافعل داَقْبَلَ په معنی هم استعمالېږي اوداَدْبَرَپه معنی هم اوبل لکه قضی چي دفیصلې په معنی هم کارېږي اودلازمي حکم په معنی هم په حروفوکي هم اشتراک واقع کېږي په قرآن کریم اونبوي سنتوکي مشترک الفاظ استعمال شوي چي دفقهاووترمنځ داختلاف سبب ګرزېدلي لکه دطلاقې شوې مېرمنې په عده کي اختلاف چي ایاپه حیض دی که په طهر؟ داله دې امله چي په قرآن کـــریم کي د« القرء » په لفظ تعبیرشوی اوهغه دحیض اوطهرترمنځ مشترک دی . الله جل جلاله ویلي دي : ﴿ وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ )سورة البقرة الآية : 228 )
ژباړه : طلاقې شوې ښځې دي درې قروء انتظاروکړي . کله چي په دې آیت کي دقروء مشترک لفظ وکارول شونوپه فهم کي یې دفقهاووترمنځ اختلاف پیداشو. ځينوپه حیض اوځینوپه طهرتعبیرکړ.(په دې ځای کي نورودلائلواوپه خپله دامام ابوحنیفه رحمه الله ددلیل ذات په کتودده رایه راجحه ښکاري)
شپږم سبب :ددلائلوترمنځ تعارض :
دفقهاووترمنځ داختلاف بل مهم سبب په ظاهري ډول ددلائلوترمنځ تعارض دی حقیقي تعارض ځکه نه ورته ویل کېږي چي دلائل خوټول له یوې مرجع راغلي چي هغه الله جل جلاله دی،مګردځینوعواملوله کبله دنصوترمنځ تعارض واقع کېږي همداتعارض مجتهدمجبوروي چي ځینودلائلوته پرځينوترجیح ورکړي خوترجیح هم دنورودلائلوپه رڼاکي وي نه له ځانه . ددلائلوترمنځ تعارض دفقهي مسائلوداختلاف یولوی عامل دی په فقهي ابوابوکي به لږداسي پېښ شي چي هلته دي په مسائلوکي اختلاف نه وي چي یومهم سبب یې ددلائلوترمنځ تعارض دی لکه دحج اوعمرې لپاره داحرام تړلي نکاح شافعي،مالك وأحمدرحمهم الله په دې نظردي چي دمحرم نکاح نه صحیح کېږي دلیل یې داحدیث دی : ( لاَ يَنْكِحُ المحرِمُ ولا يُنْكَحُ ولا يَخْطُب ) یعني محرم دي نه نکاح کوي نه دي نکاح ورسره کېږي اونه دي مرکه کوي . خوامام ابوحنیفه رحمه الله په دې نظردی چي دمحرم نکاح صحیح ده دلیل یې دعباس رضي الله عنه داحدیث دی :
أن النبي صلى اله عليه وسلم تزوج ميمونة وهو محرم .یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم له میمونې رضی الله عنهاسره په داسي حال کي نکاح وکړه چي په احرام کي وو.
دلته موږوینوچي دلومړۍ اودویمې ډلې ددلائلوترمنځ تعارض دی .هره خواخپل دلیل ته پرهغه بل ترجیح ورکوي . لومړۍ ډله خپل دلیل ته په دې ترجیح ورکوي چي په دې کیسه کي ښکېله میمونه په خپله خوله وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې سره په داسي حال کي نکاح وکړه چي په احرام کي نه وو. دویمه ډله بیاوايي چي دابن عباس حدیث دمیمونې ترروایت راجح دی،ځکه هغه فقاهت لري .(یادونه ددوومتعارضو دلائلوترمنځ توافق اویاترجیح ته هغه وخت اړتیاپېښېږي چي دنقل په اعتباریوځل دلائل په خپل ذات کي ثبوت ولري اوکه یودلیل کمزوری وي،سندیې ثبوت نه لري بل دلیل قوي وي په کره سندروایت شوی وي نوپه داسي صورت کي ضعیف دلیل په خپله ختم دی،ځکه دتعارض یوشرط دادی چي دواړه دلائل به سره مساوي وي کله چي یوضعیف اوبل قوي شي نوپه دې صورت کي دشرط په انتفاء مشروط یعني تعارض هم ختم شو)
نوپه داسي صورت کي مجتهدپه دوومتعارضودلائلوکي مقبولې اواصولي ترجیح ته مجبوردی . پرهمدې بناپه دې ځای کي اول قول راجح دی ځکه دهغه چاروایت ډېر دمنلووړوي چي په خپله دهغې کیسې غړی وي .
اووم سبب :په پېښه مسئله کي دصریح نص نه وجود:
دفقهاووترمنځ داختلاف په اسبابوکي داهم یوډېرلوی سبب دی اودفقهي مسائلوپه اختلاف کي ډېرلوی رول لري . مثال : دخورپه شتون کي دانامیراث اودیوه سړي په مرګ له شریکې ډلې څخه قصاص اخیستل،ځکه په دې دواړومسائلوکي صریح نص نه شته هرمجتهدله خپل فهم سره سم اجتهادکړی اوطبعاًیې په فهم کي داختلاف له کبله اراء هم مختلف شوي چي هیڅ بدي پکي نه شته خوبدي هله پیداکېږي چي دیوې غاړې په ګټه ړوندتقلیدوشي پرته له دې چي دمجتهدینوداستنباط مأخذوکتل شي دیوې غاړې دلوړولوپه خاطرمخالف لوري ته اته سوه جوابونه ورکړل شي داانصاف نه دی انصاف دادی چي پراصولوبرابرعالم ددواړوخواووداستنباط مأخذونه وګوري دهرمجتهدله نطرسره یې مطالعه کړي اوبیاله څه تعصب پرته پرېکړه وکړي چي په دې ځای کي ددې مجتهداجتهادحق ته ډېرنژدې اودایې دلائل دي . داسي نه دي په کارچي الابلابه ګردن ملا.
داووځیني هغه معقول اومنطقي اسباب چي له کبله یې دفقهاووترمنځ په مسائلوکي اختلاف پېښ شوی،ځیني نوراسباب هم شته خوله دې کبله نه دي ذکرشوي چي یوخو یې رول کم اوبل په هغوکي ځیني منطقي اواصولي نه دي اوخبره هم درازېږي .


عبد السلام
21.10.2010

[quote:043e29f515]ما ډیرې داسې صحنې لیدلي چې د معاهدو احساساتي محصلینو، عربومجاهدینو، او په عربو ملکونو کې میشت زده کوونکو د ولسي خلکو له لاسه وهل او ډبول (دربول .... په اصل کې ضربول) خوړلي دي.[/quote:043e29f515]عادل صاحب ! السلام علیکم ..:

بلکل ریښتیا دې ویلی ، څنګه به وهل اوضربول کیږي نه چې ، چې نه يې څه سم زده کړي وي ،اونه هم څه سم ښولی شي ؟ نه دنیا او نه دآخرت خدای مودې له داسې علم وساتي .

دا شغار او شغهار داسې دی : که څوک په یوه ښځه دمتاع په توګه بله ښځه اخلي دې ته شغار او بدل وايي .
اوکه چير ته احمد دمحمود دخور سره شرعی نکاح تړي او په عین وخت کې محمود داحمد دخور سره شرعی نکاح تړي دې ته نه بدل او نه هم شغار ویل کیږي ، بلکې دوه جدا شرعی نکاوي دي .

إذا زوَّج الرجل موليته لرجل على أن يزوجه الآخر موليته : فهذا هو نكاح الشغار الذي نهى عنه النبي صلى الله عليه وسلم ، وهذا هو الذي يسميه بعض الناس نكاح " البدل " ، وهو نكاح فاسد ، سواء سمِّي فيه مهر أم لا ، وسواء حصل التراضي أم لا .
أما إن خطب هذا مولية هذا ، وخطب الآخر موليته من دون مشارطة وتم النكاح بينهما برضى المرأتين مع وجود بقية شروط النكاح : فلا خلاف في ذلك ، ولا يكون حينئذ من نكاح الشغار " انتهى .



ع کريم حليمي
21.10.2010

درنو وړونو لیکونکو او لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
[quote:a7063c7ef4]دا شغار او شغهار داسې دی[/quote:a7063c7ef4]
محترم عبدالسلام صاحب ، شغار خو دا معنیٰ چه ښځه د مهر په بدل او عوض کښي ور کړئ ، دا شغهار څه ته ویل کیږي ، څه معنیٰ ؟؟

ان رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن الشغار‏.‏ قلت لنافع ما الشغار؟؟؟ قال !‌ ينكح ابنة الرجل وينكحه ابنته بغير صداق، وينكح اخت الرجل وينكحه اخته بغير صداق‏.‏
هر کله مهر شرعي او یا مسمی پرېٖ شي ، نو بیا شغار نه شوو
او که ښځه د ښځي په عوض کښي په نکاح شي او مهر په منځ کښی نه وي
نو د داسي نکاح منعه شوېده ،
د جهالت په عصر کښی قسم قسم نکاحو رواج درلود ، لکه : نكاح السر ،
نكاح المساهاة ،........................ او شغار هم دهغه عصر معروفه نکاح وه

مبارک ټول د هغه وخت څخه منعه وکړه او یا ئې حرامي‌ وبللې
نکاح عقد ته ئې شرطونه او اصول غوره کړه ،
ایجاب او قبول ، شاهدين بالغين عاقلين ، مهر ( شرعي يا مسمی ) ، تر ایجاب او قبول ورسته مسنونه د نحکاح خطبه

نو د وخت په تېرېدو سره ټول د نکاح نومونه له منځه ولاړه او یوازي
یوازي موخۍ نکاح نوم نیم حاله پاته دی ولي چه شرعي مهر ورکول کیږي
یعني کله چه نقدي مال لاس الیش کړي نو بیا د شغار مفهوم له منځه ځي
یو الله ښه پوهېږي‌
درنښت


مومن مهاجر
21.10.2010

تراوږدوتمهیدي خبرووروسته به اوس اصل موضوع ته راشو.
پوښتنه داشوې چي ایاموخۍ یاشغارپه اسلام کي جوازلري اوکه نه؟

پردې ټول علمایوه خوله دي چي شغارپه اسلام کي ناروادی . خوله دې سره په څنګ کي داپوښتنه پیداکېږي چي شغارڅه شی دی؟ نوپه احادیثوکي یې

موږدوه تفسیره مومویوپه دې حدیث کي :
3530 - حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، قَالَ قَرَأْتُ عَلَى مَالِكٍ عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم نَهَى عَنِ الشِّغَارِ ‏.‏ وَالشِّغَارُ أَنْ يُزَوِّجَ الرَّجُلُ ابْنَتَهُ عَلَى أَنْ يُزَوِّجَهُ ابْنَتَهُ وَلَيْسَ بَيْنَهُمَا صَدَاقٌ (رواه مسلم کتاب النکح باب تحریم نکاح الشغاروبطلانه)
په دې حدیث کي دشغارتعریف داسي شوی چي یوسړی خپله لوربل ته ورکړي دهغه لورځان ته وغواړي خوددوئ ترمنځ مهرونه ټاکل شي .(اوبایدووایوچي دشغارکوم تعریف چي په دې حدیث کي شوی هغه درسول الله صلی الله علیه وسلم خبره نه ده بلکي دحدیث دراوي نافع تفسیردی . که درسول الله صلی الله علیه وسلم تفسیروای بیاخبره خلاصه وه هیڅ اختلاف اوجنجال ته اړتیانه وه .

مګرپه یوبل حدیث کي یې تعریف داسي شوی :

3534 - حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا ابْنُ نُمَيْرٍ، وَأَبُو أُسَامَةَ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنِ الشِّغَارِ ‏.‏ زَادَ ابْنُ نُمَيْرٍ وَالشِّغَارُ أَنْ يَقُولَ الرَّجُلُ لِلرَّجُلِ زَوِّجْنِي ابْنَتَكَ وَأُزَوِّجُكَ ابْنَتِي أَوْ زَوِّجْنِي أُخْتَكَ وَأُزَوِّجُكَ أُخْتِي ‏.(تېره حواله)
په دې حدیث کي بیاابن نمیردشغارتعریف داسي کړی : شغاردادی چي یوسړی بل ته ووايي ستالوریاخورماته راکړه زه به خپله لوریاخورتاته درکړم . یعني په دې تعریف کي داقیدنه دی ورسره ذکرشوی چي ددوئ ترمنځ مهرونه ټاکل شي .
اوس پوښتنه داده چي په دې دووتعریفوکي کوم تعریف راجح دی . نوزماله پلټنې اومعلوماتوسره سم ددډېرومحدثینواوفقهاووپه نزدکه ددووښځوترمنځ مهروټاکل شي اوکه نه نوپه یوه عقدددوې ښځوموخۍ کول شغاردی . دلیل یې دمعاویه رضی الله عنه هغه پرېکړه ده چي امام احمداوابوداؤدپه صحیح سندروایت کړی دی .

عن عَبْد الرَّحْمَنِ بْن هُرْمُزَ أَنَّ الْعَبَّاسَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ أَنْكَحَ عَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَكَمِ ابْنَتَهُ وَأَنْكَحَهُ عَبْدُ الرَّحْمَنِ ابْنَتَهُ ، وَقَدْ كَانَا جَعَلا صَدَاقًا ، فَكَتَبَ مُعَاوِيَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ وَهُوَ خَلِيفَةٌ إِلَى مَرْوَانَ يَأْمُرُهُ بِالتَّفْرِيقِ بَيْنَهُمَا ، وَقَالَ فِي كِتَابِهِ : هَذَا الشِّغَارُ الَّذِي نَهَى عَنْهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .

ژباړه : عبدالرحمن بن هرمزروایت کوي چي عباس بن عبدالله بن عباس خپله لور عبد الرحمن بن الحکم ته ورکړه اودهغه لوریې په خپله په نکاح کړه اومهریې هم وټاکی معاویه رضی الله عنه چي هغه وخت خلیفه وومروان ته لیک ولیږی اوهغه ته یې امر وکړه چي ددوئ ترمنځ تفریق راولي په خپل لیک کي یې ویلي ووچي داهماغه شغاردی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه منعه کړې وه .
دلته څوشیان دپام وړدي :
معاویه رضی الله عنه صحابي دی دنوروترتشریح دده تشریح معتبره ده،ځکه ده رسول الله اودوحې مناظرلیدي دي .
دده پرپرېکړه چااعتراض نه دی کړی چي دافتوادي سمه نه ده شغارهغه څه ته نه ویل کېږي چي ته یې فهموې سره له دې هغه وخت ډېرصحابه کرام ژوندي هم وو. مګرزما له معلوماتوسره سم یې چامخالفت نه دی کړی .
پاتي شوه دحنفي فقهې خبره نوهغوئ دي یوځل داثابته کړي چي امام ابوحنیفه رحمه الله دشغارتعریف داسي کړی چي ددووښځوترمنځ مهرونه ټاکل شي نوشغاردی که وټاکل شي نونه دی . په فقه کي امام ابوحنیفه رحمه الله ته ډېرڅه منسوب شوي خوپه حقیقت کي امام ابوحنیفه رحمه الله له هغوبېزاره اوان په خبرهم نه وو.



ع کريم حليمي
22.10.2010

مکرم او محترم مؤمن او درنو لوستونکوته سلامونه اوښې هیلي
[quote:e9fcf1bb88]ژباړه : عبدالرحمن بن هرمزروایت کوي چي عباس بن عبدالله بن عباس خپله لور عبد الرحمن بن الحکم ته ورکړه اودهغه لوریې په خپله په نکاح کړه اومهریې هم وټاکی معاویه رضی الله عنه چي هغه وخت خلیفه وومروان ته لیک ولیږی اوهغه ته یې امر وکړه چي ددوئ ترمنځ تفریق راولي په خپل لیک کي یې ویلي ووچي داهماغه شغاردی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه منعه کړې وه .
دلته څوشیان دپام وړدي :
معاویه رضی الله عنه صحابي دی دنوروترتشریح دده تشریح معتبره ده،ځکه ده رسول الله اودوحې مناظرلیدي دي . [/quote:e9fcf1bb88]

که ځه هم دا چه پورته حدیث ، حدیث مأثور دي او بخاري او مسلم هم نه دی رانقل کړئ ، مفتي حق نه لري چه حکم په وکړي

ّ هو ّ! دغسي نکاح او عمل ته زه شغار(پښه پورته کېدل) وایم
هر کله چه دوه پلاره خپلي دوېٖ لوڼي يو او بل ته په موخۍ ( پښه پورته کېدل ) لپاره په نکاح کړي دغه مطلق شغار دی ، که زه د زمانې قاضي یم
نو ضرور ئې سره جلا کوم
نه چه شغار دي ، بلکي هیڅ ځوانه نجلۍ نه غواړي چه د پلار د همسنه سره
نکاح وکړي ، او قف هم نه دي

د شغار یوه معنیٰ داده :پښه پورته کېدل (د سپي پښه پورته کېدولو ته هم شغار ویل کیږي )
شغار په معنیٰ د ستم او ظلم هم ده
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more