د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راځي چي يو تشکل او يو بهير جوړ کړو

داکتر هوسي
07.05.2004

[color=darkred:6e653777b9]ورځي هفتي شوي هفتي شوي مياشتي
له مياشتو _ مياشتو جوړ شول کلونه
پسرلي را غلل نو ر به هم ر ا شي
خو زما ملت ګالي لا خز ا نو نه[/color:6e653777b9]

تاسي شاهد حال ياست :چي تيرو دوو يا ځه باندي دوو لسيزو زمونږه افغانستان د لاکونو غمونواو مصيبتونو سره مخامخ کړ. او زمونږ موروطن نه رغيدونکي تپونه وليدل او وژونکي رنځونه يي وزغمل.
او دا يو نه پټيدونکي حقيقت دي ،چي پدي مور وطن وار په وار رنګ رنګ دښمنانو نوي نوي اورونه بل کړل ،او بيا نو نور ورته د دوست په جامه کي رانزدي شول، او د دي اور په پو کولو او تازه کولو کي خپله ونډه خپل فرض وباله. پدي ويجاړي کي زمونږه ګاونډيانو او نورو خارجي ملکونو ډير هلي ځلي وکړي، او ليا هم لګيا دي او کوي يي.
که ځه هم افغانانو ډير ځل دوي شرمولي وو، لکه لومړي تور پوځ ،بيا سور پوځ، خو دوي کي د شرم نخه نليده کيږي او او اوس لا شني او نوري هم پکي پيدا شوو،خو اوس نو دوي ډير قوي دي ،ځکه! دوي اوس زمونږه خپل ورونه په ډالرو رانيولي، او اوس زمونږ د خپل وطن دخپل ټاټوبي او خپل کلي او خپلي ميني غړي د دوي ملګري دي.او دوي ته کار کوي .
په نورو ملکو کي احزاب او واکداران د وطن د ابادي او دخپلو خلکو د سوکالي د پاره کار کوي خو زمونږ احزاب او واکداران زمونږ د پاره اعذاب ګرځيدلي،

هو درنو لوستونکو !!!!!!
زمونږ هيواد کي چي چا الفبا زده کړه، نو ځان باندي د عالم او روشنفکر نوم کيښود، او اوس په دي ويجاړ کور کي د روشنفکر او عالم د پاره کومه پوله او حد ندي ټاکل شوي،زه هم ځان ته روشنفکر وايم ته هم او ..................هم.

[color=red:6e653777b9]په پردي فکر پردي مينه باندي نه جوړيږي
ځوا نه وطن اباد يدل د وطن مينه غواړي
عملي جهد دي پکار دخا ينا نو سره
تش په خبرو باندي نشي دسروينه غواړي[/color:6e653777b9]
د دي نه هم سترګي نشي پټيداي، چي ډيرو د وطن خوا خوږو دموروطني د ابادي اوسوکالي د پاره کار وکړ،او ډيرو خپل سرونه هم پدي لار کي د لاسه ورکړل خو زما په اند دوي ځکه ناکام او بي نتيجي شو، چي دوي دملت دساتني د پاره کوم تشکل او يا هم کوم خاص پرواګرام نه درلوده، او د بيلو بيلو چترونو لاندي د يو بل نه نا خبره کار کاوه ،
زما د تاسو نه يوه هيله ده:
راځي چي يو تشکل او يو بهير جوړ کړو،او ددي وطن تياري په خپلو مټو په خپل زور په رڼا بدلي کړو، خو يو شرط ختمي او ضروري دي، چي مونږ به لکه د نورو په شان د خپل ځان د پاره قدرت نه غواړو،او په خارجي هيوادونو به تکيه نکوو، بس د لوي خداي په تکيه به مخ په وړاندي ځو .
[color=brown:6e653777b9]لوي زينت په هر انسان کي ده پوهنه
لوي عزت په هر زمان کي ده پوهنه
بي زيوره ښايسته او ښکلي ښکاري
که په پيغلي که په ځوان کي ده پوهنه[/color:6e653777b9][quote:6e653777b9][/quote:6e653777b9][quote:6e653777b9][/quote:6e653777b9]


نقاد
10.05.2004

[quote:0195465053]د دي نه هم سترګي نشي پټيداي، چي ډيرو د وطن خوا خوږو دموروطني د ابادي اوسوکالي د پاره کار وکړ،او ډيرو خپل سرونه هم پدي لار کي د لاسه ورکړل خو زما په اند دوي ځکه ناکام او بي نتيجي شو، چي دوي دملت دساتني د پاره کوم تشکل او يا هم کوم خاص پرواګرام نه درلوده، او د بيلو بيلو چترونو لاندي د يو بل نه نا خبره کار کاوه ،
زما د تاسو نه يوه هيله ده:
راځي چي يو تشکل او يو بهير جوړ کړو،او ددي وطن تياري په خپلو مټو په خپل زور په رڼا بدلي کړو، خو يو شرط ختمي او ضروري دي، چي مونږ به لکه د نورو په شان د خپل ځان د پاره قدرت نه غواړو،او په خارجي هيوادونو به تکيه نکوو، بس د لوي خداي په تکيه به مخ په وړاندي ځو . [/quote:0195465053]

قدرمنې ډاکتر هوسۍ، ښې چارې ، درنښت او سلامونه ! له خدايه مو په نيکو موخو او ارمانونو کې بی او سرلوړي غواړم . ستاسې ليکنې او وړانديزونه په زړه پورې او اړين بريښي او زه يې له خپلې خوا بشپړ ملاتړ کوم او له نورو لوستونکو څخه هيله څرګندوم چې ﻻس تر ځنې کښېنني ، د نظر څرګندونې ، پوښتنې او خپل ورته وړانديزونه وړاندې کړي . ستاسو د وړانديز کې اړونده بهير يد تنويري بهير ښودل شوی ، کوم چې د ټول افغان د وېب سايت لومړنی او وروستنی مرام بلل شوی دی . له دې کبله وياړم چې تاسو ددې هدف پلوی په ﻻ ښه ډول او لوړه کچه کول غواړئ .له نېکه مرغه ټول افغان يا د ټول افغان ((بهير)) له هماغه پيل څخه نه په بهرنيو هيوادونو او سرچينو تکيه کړې او نه يې کوي، او نه خو د قدرت غوښتنې کومه موخه لري . نو له همدې کبله ستاسو په څير د وطنپالو څواکونو لپاره ډير ښه قلمي ډګر دی . زه هيلمن يو که تاسو خپل وړانديز ﻻ مشخص ، او د بهير جزيات هم په ګوته کړئ همغومره به جذابيت وروبښئ ، او که نه ، د يو وړانديز له پولو څخه به يې
هسکول ګران پاتې شي . ستاې د ﻻ برياو په هيله . پاڅونوال


سلامونه او نيکي هيلي در ډالي کوم

داکتر هوسي
11.05.2004

محترمه او د قدر وړ وروره پاځونوال صايب !
ستاسي د تشويق نه ډيره مننه او کور مو ودان اوسه :
دا چي زه دي پانه کي نوي يم او زما ليکني تاسي دومره په شوق لولي زما د پاره ډير دوياړ ځاي دي
دا خو ما د خدايه غوښتل چي داسي ځاي پيدا شي چي زه هم غږ اوچت کړم او زما نعره ځوک واوري
ما د مخه هم ډيري کوکي والي وي خو .....................................
اوس مه اميد شته چي که په لاس ونشي نو په قلم خو به د ظلم خلاف چغي وکړم ،نور نو که ستاسي غوندي خواخوږي هم راسره يو شي نو انشالله تعالله مونږه به حتمي يو ځاي ته رسيږو
چي غوتي پسي وهي په لاس به درشي
چا ويل چي په درياب کي ګوهر نشته
په ډير احترام او درناوي
هوسي


بهير که تشکيل

نقاد
16.05.2004

پتمنې خور ډاکتر هوسۍ ته سلامونه او نېکې هيلي !
مونږ د څښتن تعالی په لورېينه تکړه ليکونکي لرو چې ليکنې يې نږدې د يوه بهير استازيتوب کوي ،
ځکه ددوی ليکنې له سياسي پلوه يوه ملي او ديموکراتيکه او ددې سره جوخت اسلامي بڼه هم لري، پياوړي ليکوونکي لکه غروال صيب ، طالبجان صيب، حليمي صيب، غيرت صيب ،آزاد نظر صيب ، ځواکمن صيب ، عتيق صيب ، انګار صيب نيلو جان خور، ليلما الفت ،خاټول جان ګڼ شمير نور خويندې ورونه تر خپلې وسې پورې مرسته کوي . بايد ووايم چې د ليکنو د منځ څپې علمي ، ملي او ديموکراتيکه بڼه لري ، د همدې ليکنو يوه خوا اسلامي او بلې خواته يې ليبراله برخه لري ، تردې کيڼې خواته د چپو ليکنوا نتظار کيږي، خو چا تر اوسه نه دي ليکلي.ښايي علت يې اوس هم د يوه واقعي ديموکراتيک ذهنيت نشتوالی وي . ښي خواته ملي او ديموکراتيکې ليکنو اسلامي بڼه هم خپله کړې ده ، تر هغې نور هم ښي اړخ ته د سوچه اسلامي خپرونو دنده ښاغلی طالب جان، منلی حليمي صيب او خاټول خور په ملي روحيه او ښه توګه سره سرته رسوي ، حليمي صيب بيا د يوه مترقي ديني عالم په توګه د ملي او ديموکراتيکې سليقې سره د رغنده ديني علميت ستره پانګه لري. نو دلته ټول يو فکري بهير روان دی، چې ښي او چپې څنډې او قطبونه هم لري ، خو منځنۍ څپانده برخه يې هم جوته ليدل کيږي. اوس ستاسې خوښه ده، چې د ټول افغان پاڼه په کومه برخه کې د خپل قلم په اثر برخمن کول غواړئ ، مونږ به تر خپلې وسې ستاسې همکارۍ او مرستې ته په خوښۍ سره درودانګو او تاسې به يوازې پرېنږدو.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more