اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په اسلامي فقه کې وطنيت، او وطنپالنه
و.افغان
18.10.2010
بسم الله ، الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
اما بعد.
څو ورځې وړاندې د مدينې منورې په نړيوال پوهنتون کې مشهور شيخ او پياوړي فقيه ډاکټر محمد بن يحيی النجيمي، د رابطة العالم الاسلامي د اسلامي فقهې د کميټې اهم غړي ، د خپل تقرير په ترځ کې د وطنيت په اړه داسې وويل:
د وطنيت مسئله د اوسنيو فقهاوو په نزد کومه نوې مسئله نه ده، بلکه له ډېر وخت راهيسې يې د فقهاوو په منځ کې شتون درلود.
هغه په دې ټينګار وکړ چې وطنيت تش احساسات نه دي، بلکه ژمنتوب دی،هويت دی، چې واجبات او حقوق پرې مرتب کيږي.
هغه د وطنيت تعريف په داسې ډول وړاندې کړ:
وطنيت هغه فطري احساسات دي، هغه اړيکي او روابط دي، چې انسان يې د خپل
وطن سره د محبت له مخې خپلوي.
هغه دا کار يو مشروع او جايز کار وباله، او ويې فرمايل چې: نبي کريم صلی الله عليه
وسلم له مکې مکرمې سره محبت درلود، او داسې به يې ويل: ما أطيبك وما أحبك، ولولا أني أخرجت منك ما خرجت"،
څومره ښکلې يې!، څومره راته ګرانه يې!، او که زه په زوره له تا نه وی ويستل شوی؛
زه به وتلی نه وی.
همدارنګه به نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مديني منورې په اړه ويل:
"اللهم حبب إلينا المدينة كما حببت إلينا مكة وصححها لنا"
يا الله، مونږ ته مدينه منوره ګرانه کړې، لکه څنګه چې دې مونږ ته مکه ګرانه کړې، او
زمونږ لپاره يې له مرضونو او وباګانو پاکه کړې.
کله به يې چې د مدينې منورې ديوالونه تر سترګو شو، خپله سورلۍ به يې وهڅوله، او تېزه به يې کړه.
علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي: دا حديث د مدينې منورې د بهترۍ ښودنه کوي،
همدارنګه له وطن سره د محبت په مشروعيت او جواز دلالت کوي.
دکتور النجيمي د هغه کسانو شبهه وچېړله چې وايي: د مسلمانانو لپاره واجب دي، چې
يو وطن لري، او يو حاکم ولري.
هغه دغه شبهه رد کړه، او ويې ويل: چې له دوی مخکې د علامه ابن تيميه په شمول د اسلام مبارک دين علماوو له دې خبرې څخه انکار نه دی کړی.
ابن تيميه رحمه الله فرمايي: مستحب دا ده چې ټول مسلمانان يو مشر ولري، که چېرته
دغه کار ونشي، نو د هر مسلمان هېواد مشر دې په خپل هېواد کې شرعي حدود
قائم کړي.
همدارنګه امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله فرمايي: که چېرته دا خبره داسې نه وی؛
نو په دنيا کې به د مسلمانانو کارونو بيخي سر نه وی نيولی، ځکه چې له ډېرې اوږدې
مودې راهيسې حتا د امام أحمد رحمه الله څخه مخکې خلک په يوه حاکم يا مشر
نه دي راټول شوي، او هيڅ يوه عالم دا نه دي ويلي، چې شرعي احکام پرته د يوه واحد
لوی مسلمان مشر څخه نشي عملي کېدی.
په همدې وجه علامه شيخ ابن عثيمين رحمه الله وايي: په اوسنۍ زمانه کې ځينې
ډلګۍ ګوټې راټوکيدلي چې وايي: د مسلمانانو د يوه لوی مشر څخه پرته د دين هيڅ يو
کار نشي صحي کېدلی، شيخ رحمه الله وايي: دا خبره د مسلمانانو د علماوو د اجماع
خلاف ده.
امام شوکاني رحمه الله په دې تړاو فرمايي:
که څوک له دې خبرې (چې مخکې يې يادونه وشوه) انکار کوي؛ هغه درواغجن،
بهتان ويونکی او معاند دی، د دې وړ نه دې چې حجت او دليل ورته وړاندې شي،
ځکه چې په حجت او دليل يې عقل نه رسيږي.
دکتور النجيمي وويل: د صالح وطنوال دا صفت دی، چې له هر څه مخکې د صحي
روغې سلفي عقيدې معتقد وي، کومه چې په هغه باندې د حاکم اطاعت واجبوي،
هغه ته اجازه نه ورکوي چې د حاکم له اطاعت څخه بغاوت وکړي، يا پرې ووځي،
په هرمسلمان دولت کې د مسلمان حاکم اطاعت واجب دی.
صالح هېوادوال په اتحاد معتقد وي،
خلک يووالي ته رابولي، بې اتفاقۍ او نفاق ته لمن نه وهي، په خلکو ناخوښ القاب
نه ږدي، خلک سره په ډلو ډلو نه ويشي، حسد نه کوي، د خلکو د پټو احوالو تجسس
نه کوي، د خلکو په کميو او تيندکونو پسې سترګې نه ګرځوي.
دکتور الشيخ محمد النجيمي زياته کړه، چې ځينې خلک داسې فکر کوي، چې
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دا معنا ده، چې د خلکو د پټو احوالو تجسس وکړې،
او د هغوی د تيندکو تفتيش وکړې، بالعکس دا د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له
تګلارې څخه مخالف کار دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم خالد بن وليد ته وفرمايل:
"يا خالد إني لم أومر أن أنقب عن قلوب الناس ولا أن أشق بطونهم" ای خالده، ما ته د
دې امر نه دی شوی، چې د خلکو زړونه وپلټم، يا د هغوی خېټې څيرې کړم.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم هيڅ څوک د هغوی د نياتو د يا زړونو په پټو احوالو
نه دي محاکمه کړي، خپل صحابه کرامو ته به يې هم اجازه نه ورکوله، چې د خپلو دوستانوکمۍ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم يا د نورو په وړاندې ښکاره کړي.
شيخ دوکتور محمد النجيمي زياته کړه، چې د صالح وطنوال له صفاتو څخه دا صفت هم
دی، چې هغه به امين وي، د بيت المال د عامو ممتلکاتو ساتنه کوي، هغه وويل:
متأسفانه چې ځينې خلک عام مال بربادوي، يا يې په بډه وهي، او دارنګه
کار چې کله علم ته د منسوبو طلاب العلمو له خوا تر سره کيږي؛ نو ډېر د تأسف ځای
دی.
شيخ نجيمي وويل: ځينې ستونځې شته، چې د وطنيت په وړاندې يې سنګر نيولی دی،
چې يو له هغو څخه په دين کې غلو او افراط دی، کوم چې د مسلمانانو تکفير ته
لارې هواروي، او افراطيت تر ټولو لوی مصيبت دی، چې دا امت پرې مبتلا شوی دی، بلکه له مونږ څخه مخکيني امتونه هم د همدغه افراطيت په وجه هلاک شوي دي.
هغه واضحه کړه، چې د مسلمانانو تکفيرول يو هلاک کوونکی کار دی، تکفير
خپل شروط لري، د يو چا تکفيرول د همدغوټاکلو شروطو له مخې کيږي، امام احمد
رحمه الله معتزله کافر نه دي بللي، مسلمانانو ته يې امر کاوه، چې له هغوی سره
يو ځای حج ته لاړ شي، جهاد ته ووځي، د هغوی په وړاندې له بغاوت او خروج څخه يې
خلک منعه کول.
همدارنګه صحابه کرامو حتا خوارجو ته کافر نه دي ويلي، سره له دې چې خوارجو
صحابه کرامو ته کافر ويل، په خلفاوو يې خروج هم کړی وو، خو کله چې علي رضي
الله تعالی عنه د هغوی په اړه پوښتل کيږي: ای خليفه! آیا دوی کفار دي؟ نو هغه
رضي الله عنه وفرمايل: هغوی خو له کفره تښتېدلي دي، هغوی زمونږ وروڼه دي، له
مونږ يې بغاوت کړی دی، په مونږ يې خروج کړی دی.
دکتور شيخ نجيمي وويل: هغه څوک چې په ارتداد باندې متهم شي، هغه بايد محاکمې
ته وړاندې شي، مفتيانو ته جواز نشته دی، چې د هغه په اړه د تکفير فتواګانې ورکړي،
مفتي يواځې دومره ويلای شي چې: که څوک داسې يا هغسې کار وکړي؛ نو کافر دي،
البته د يوه مشخص انسان په اړه د کفر فتوا نشي ورکولی، ځکه چې د معينو اشخاصو
تکفير قضايي حکم ته اړتيا لري، له څو مراحلو تيريږي، تر څو چې دارنګه مسائل
بې واګې نه وي.
دکتور نجيمي وويل: ټول هغه قوانين چې يو مسلمان حکومت يې د خلکو لپاره وضعه
کوي؛ هغه په حقيقت کې له اسلامې شرعې څخه دي، په دې شرط چې له قطعي نصوصو
څخه مخالف نه وي، پنځګونو ضرورياتو (الضروريات الخمسة) سره تعارض ونه
لري، د شريعت له روح سره تضاد ونه لري، نو ټول هغه څه چې د شريعت سره تعارض نه
لري؛ هغه له شريعت څخه دي، بې تفاوته ده چې مونږ يې قانون ونوموو، که نظام يې ونوموو، يا نور نومونه ورته غوره کړو.
شيخ الاسلام العلامه ابن تيميه رحمه الله فرمايي: ټولو هغه څيزونو باندې چې د خلکو
زندګي ښه کيږي، او د هغوی ګټه په کې وي، نو هغه د اسلامي شرعې يوه برخه ده، ولو
که دغه څيزونه په وحي کې نه وي راغلي، ولو که نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه وي
وضعه کړي، په هرې لارې چې عدل او انصاف رامنځ ته شي؛ نو هغه کار له دين څخه دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مطرح شوې موضوع په اړه د دې لينک لاندې:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5975
ډېر بحثونه وشول، د لوستلو شمېر يې له 600 څخه
واوښت، خو تر اوسه پرې هيڅ يو مخالف علمي موضوعي بحث ونه کړ، يواځې تهمتونه، ټاپې، ښکنځلې، او بدې ردې يې راباندې ولورولې.
په هر حال، يو وار بيا کوښښ کوم، چې محترم وروڼه دې په دغې موضوع له سره علمي
موضوعي بحث وکړي.
زه دغه ليکنه سره له فلتر کولو د اسلامي بحثونو خونې ته نقلوم، يواځې هغه چا ته د
بحث کولو اجازه ده، چې په شرعي دليل پوهيږي، او په مسئله کې له قرآني او حديثي
دليل له مخې غږېدلای شي.
د بحث موضوع په لاندې ټکو راڅرخيږي.
آيا د مختلفو اسلامي قطرونو مسلمانو حاکمانو، مشرانو، پاچاهانو، رئيسانو، او
ملکانو ته بيعت منعقد کيږي؟ او که نه؟
دغه بيعت خپله څه معنا؟ چې يو مسلمان يې له خپل حاکم سره کوي؟
آيا دغه بيعت کوم حقوق او واجبات لري؟ او که نه؟
آيا د مسلمانانو سره د جګړې له لارې، د مسلمانې وينې توييدو له لارې اسلامي
خلافت راوستل روا دي او که نه؟
اسلامي خلافت وايي څه ته؟ په اسلامي تاريخ کې يې نمونې او مثالونه څه دي؟.
آيا له سوونو کلونو راهيسې چې مسلمانانو اسلامي خلافت نه لري؛ آيا ټولو په دې
ګناه ملبس ژوند تېر کړی دی، او لا تېروي يې؟
ټولو دينپوهانو او په اسلامي ثقافت پوهو ملګرو ته بلنه ورکوم، چې د شرعي
علم او اسلامي تاريخ د واقع په رڼا کې په دغې سياسي ديني مسئله کې برخه واخلي.
مننه.
په درنښت
..Ahmadzai
23.10.2010
سمه ده.
اول مو بحث په وطنیت او وطنپالنه په اسلامي فقهه کې پیل کړو، او بیا القاعدې ته ترې لاړو، اوس تکفیر ته، دا ټول ستا دې ګډوډ بحث نه جوړ سول، مونږ نه القاعدة او نه الفایدة یاده کړې وه، او نه مو ورسره سروکار دې، خو د هر رښتیني مجاهد مسلمان دفاع کوو ولو بکلمة.
القاعدة اوس نه افغانستان کې رول لري او نه شتون، او که ته دا وایې چې دغه اوزبک یا تاجک یا عرب یا جرمنیان او یا نور مجاهد مسلمانان چې اوس د امیر المؤمنین تر قیادت لاندې په افغانستان او شاوخوا کې جنګیږي ټول القاعده دي باید له افغانستان څخه وویستل سي ، او یا پس له بري څخه وویستل سي، ځکه چې دوي یوه نړیوال جهاد ته دعوت کوي او مونږ باید صرف آفغانستان وګټو نورو سره کار نلرو هغوئ پوهیږي او جهاد، خو زمونږ له هیواده بهر چې هر څه کوي ودې کړي نه دننه افغانستان څخه په نورو کفارو یا طواغیتو حملې کول ،
نو خدای خبر چې څوک یې درسره ومني!
ځکه چې دې خلکو د اسلام لپاره خپلې قیمتي او پاکې وینې زمونږ پر ځمکه تویې کړې ، قربانۍ یې ورکړې او اوږه په اوږه راسره د ې کافرو یرغلګرو په دفع کولو کې دریدلي، او نه افغانان دومره نمکحرامه او بې وفا خلک دي چې ددوئ نیکئ او اسلامي ورورولئ ته شا کړي او چې مقصد یې پوره سو نور یې له وطن څخه وسړي.
ابن جبرین وایي: چې اسامة ته مفسد فی الآرض ویل مسلمان نه کوي.
وطنیت اوطنپالنه په اسلام کې پدې معنی نسته کوم چې نجیمي ورکړې وه، وطنیت ته دعوت کول لکه قومیت ته دعوت کول هسې معنی لري د وطن څخه دفاع د اسلام په خاطر کیږي نه محض د خاورې او پاچا په خاطر، که وطن اسلامي نه وي لکه چې د یوه غربي کافر ملک یو مسلمان تبعه وي نو پر هغه د دغه کافر ملک څخه دفاع نه فرضیږي او نه جواز لري ځکه چې دلته رایة عمیة وي یا تعصبي یا حمیة جاهلیة وي نو مرګ به یې هم جاهلیت وي ځکه چې جګړه في سبیل الله نه وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي::
" أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من خرج من الطاعة وفارق الجماعة فمات مات ميتة جاهلية ومن خرج على أمتي يضرب برها وفاجرها لا يتحاشى من مؤمنها ولا يفي لذي عهدها فليس مني ومن قاتل تحت راية عمية يدعو إلى عصبية أو يغضب لعصبية فقتل فقتلة جاهلية
نو چیرته چې اسلام وي باید ترې دفاع وسي اول د هغه ځای پر خلکو فرض عین کیږي او که دوښمن زورور وو نو د ګاونډ پر مسلمانانو فرضیت راځي او که د هغو هم وسه ونه رسییږي او متخاذل سول نو بیا ورپسې او همدارنګه تر څو فرض سقوط وکړي ځکه چې فرض کفایة دی، نو فعلي شرایطو کې چون دوښمن ډیر زورور دی پر ټولو مسلمانانو فرض دی چې ترخپلې وسې جهاد وکړي او د خپلو مسلمانو وروڼو ملا وتړي، دلته مصنوعي پولې ,حدود او حکام حیث ارزښت نلري.
كه یې لري نو مهرباني وکړي راته په ګوته يې کړي.
مونږ د وطنیت په پلمه دا هم وینو چې که چیرته مسلمانان د خپل فرضیت د اداء کولو په خاطر له خپل هیواد څخه د مظلومو مسلمانانو نصرت لپاره د جګړې ځای ته ورځي نو وطني حاکمان یې نیسي بندیانوي او شکنجې ورکوي او ورته د ارهابي او ترهګر په سترګه ګوري او ځان ته یې د خطر مصدر ګڼي، او وایي چې بې لارې کیږي، د مخنیوي په خاطر یې په پولو دیوالونه جوړوي.
ایا جهاد ته د دوئ ورتګ او نفور بې لارې کیدل دي؟
دا څه رنګه په شرعي لحاظ توجیه کولی سې؟؟
په درنښت
و.افغان
28.10.2010
محترم ډاکټر صاحب:
وطنيت او قوميت ځمکه او اسمان فرق لري، دا ځای د تصفية الحسابات نه دی،
لوستونکي په دې ښه پوهيږي، چې څوک د قومپرستۍ فکر لري او څوک يې نه لري،
څوک غير پښتانه خچن پچن بولي، او څوک يې د افغانستان بچي او حقدار بولي،
څوک پښتانه د قبيلوي تعصب په اساس په ټوټو ويشي، او څوک يې په يوه ټغر د راغونډولو کوښښ کوي.
په هر حال، د نجيمي په خبرو کې هيڅ ستونځه نشته، خو زه دلته ترې جدلا تېرېږم،
زه به خپله له تاسې سره د وطنيت معنا او مفهوم مطرح کړم، او غواړم چې تاسې
راته د قرآن او سنت په رڼا کې خپل اسلامي دريځ وړاندې کړئ، د نجيمي له خبرو
به تېر شو.
وطنيت دا معنا چې په اسلامي فقهه کې تعدد د ائمه وو جائز دی، وطنيت دا معنا
چې د متعددو امامانو لپاره بيعت منعقد کیږي، وطنيت دا معنا چې د مسلمانانو
د اقطارو تعدد جواز لري، اګر که مستحب دا دی، او د ټولو مسلمانانو وظيفه دا ده،
چې د يوه اتحاد لپاره هڅې او کوښښونه وکړي.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: اذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما.
ډېر خلک د دغه حديث په مفهوم کې خطا کيږي.
وطنيت دا معنا چې متعددو امامانو سره بيعت کول خپل حقوق لري، او همدارنګه هغه
چا ته چې د امامت مسؤوليت ور په غاړه کيږي، په هغه باندې د خپل دين او ولس په وړاندې واجبات ايښودل کيږي.
لکه د اسلامي شرعي حدودو قيام، د اسلامي شعائرو ساتنه، د ملت ساتنه، او نور
داسې ډېر حقوق چې دا ځای يې د تفصيل نه دی.
وطنيت دا معنا چې له دغې ټولنې انزواء او اعتزال، په دغې محدودې ټولنې خروج،
د دغې ټولنې سره جګړه کولو ته خروج عن الجماعة وايي، کوم چې په لاندې مقتبس
حديث کې راغلي دي.
وطنيت دا معنا چې د وطن ټول تبعه يو شانته حقوق لري، ټولو ته په يوه سترګه کتل
کيږي، قبيلوي امتيازات په کې نه وي. غلځۍ، درانۍ، پښتون تاجک اوزبک
او هزاره طبقاتي تقسيم په کې نه وي.
غير مسلم هم د دغه وطن
په تبعه وو کې راځي، هغوی حقوق لري، او واجبات هم لري، په اسلامي فقه کې
په هغوی باندې جزيه يا ټکس شته، ځکه چې دوی زکات نه ورکوي، او په مقابل کې
له هغوی څخه دفاع کيږي، ساتنه يې کیږي، البته د جنګ لپاره نه استخداميږي.
وطنيت دا معنا چې بيعت کوونکی به له خپل وطن سره خيانت نه کوي، دښمن ته به
لاس نه غځوي، د خپل آمر طاعت به په معروف کې کوي، البته په معصيت باندې
د امر په وخت کې پر تابع سرغړونه فرض ده، الا چې د اکراه صورت وي، او هغو امورو
پورې تعلق ونه لري، چې له اکراه سره سره هم شرعې په کې رخصت نه وي ورکړی.
نورې ډېرې خبرې هم شته، خو بيا
په درنښت
[quote:da53b68373="jalal ahmadzai"]
وطنیت اوطنپالنه په اسلام کې پدې معنی نسته کوم چې نجیمي ورکړې وه، وطنیت ته دعوت کول لکه قومیت ته دعوت کول هسې معنی لري د وطن څخه دفاع د اسلام په خاطر کیږي نه محض د خاورې او پاچا په خاطر، که وطن اسلامي نه وي لکه چې د یوه غربي کافر ملک یو مسلمان تبعه وي نو پر هغه د دغه کافر ملک څخه دفاع نه فرضیږي او نه جواز لري ځکه چې دلته رایة عمیة وي یا تعصبي یا حمیة جاهلیة وي نو مرګ به یې هم جاهلیت وي ځکه چې جګړه في سبیل الله نه وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي::
" أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من خرج من الطاعة وفارق الجماعة فمات مات ميتة جاهلية ومن خرج على أمتي يضرب برها وفاجرها لا يتحاشى من مؤمنها ولا يفي لذي عهدها فليس مني ومن قاتل تحت راية عمية يدعو إلى عصبية أو يغضب لعصبية فقتل فقتلة جاهلية
په درنښت[/quote:da53b68373]
دغه حديث د عصري خوارجو په اړه ډېر په ځای لګيږي.
نور يواځې اقتباس شوې خبرې له سکالو سره اړخ لګوي، او پورته يې ځواب وشو.
دا چې څوک له وطنيت څخه بده استفاده کوي، بېله خبره ده، او روانې موضوع پورې
اړه نه لري.
الله جل جلاله فرمايي:
وان استنصروکم في الدين فعليکم النصر الا علی قوم بينکم وبينهم ميثاق.
دا آیت ټولو مسلمانانو ته متوجه دی، که چېرې د خلافت لاندې اوسيږي، او که
د متعددو اقطارو لاندې، او نبوي خلافت لا د حسن او معاوية رضي الله عنهما له صلحې سره يو ځای له منځه تللی دی، او په پاچاهۍ بدل شوی دی.
خو له معاوية رضي الله عنه وروسته تر نن ورځې پورې بيا مسلمانانو يوه حکمراني
نه ده ليدلې.
په درنښت