د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د ماشومانو مکالمه

عادل عادل
18.10.2010

سلامونه

یوه ورځ مې دوه ماشومان چې له نژدې یو بل سره ښه بلد دي، د ټلفون په کرښه یو د بل سره خبرو ته وهڅول:

له سلام او روغبړ وروسته یې چې کله خبرې تکراري شوې نو ورته یادونه مې وکړه چې نور خدای پاماني وکړئ:

دې یوه وویل :

الله دې مل شه !

ددې بل ژبې یو څه سکتګي وکړه او ځواب یې ورکړ :

ستا په حیا د الله نالت شه ........ :lol:


عبد السلام
23.10.2010

عادل صاحب، سلامونه اودرناوی!

زما ورور زمونږ دکلی دمکتب سرمعلم وو، یوه ورځ زه اودی یو ځای ، سهار درسمیاتو نه مخکې دکوره را ووتلو ، اوګورو چې دګاونډي ځوی، چې پنځه شپږ کلن به وو ، دخپل کور دوره په تادرۍ ناست دی ،او مور ته په یوه ساه وایي: زه مکتب ته نه ځم ،زه مکتب ته نه ځم ، زه مکتب ته نه ځم ...........
په همدې کې يې ناڅاپه سترګې په سرمعلم صاحب ولګیدې ، او پیل یې کړه زه مکتب ته ځم ، زه مکتب ته ځم، زه مکتب ته ځم ، زه مکتب ته ......... :D


" پکول"

پښتون.
24.10.2010

یوه سړی خپل کوچنی زوی ډاکتر ته یووړ او ویی ویل :
ډاکتر صیب دا زوی مې اشتها نه لری هیڅ هم نه خوری .
ډاکتر ورته وویل : داسې وکړه ، چې یو " پکول" ور په سر کړه
بیا وګوره ، چې ټوله دنیا به وخوری.


ماشوم او غل

پښتون.
24.10.2010

يو غل يوه کور ته ور واوښت، په کور کې يوازې يو ماشوم ويښ و، ماشوم غله ته وويل: زما د ښوونځي بسته هم درسره يوسه، که نه نو مور او پلار راويښوم.


عنوان

spinkar
24.10.2010

پوښتونه مافکر نه کولو چه دی مخ ته سر ښکاره کړی، مګر ډیره خنده داره ټوکه دی لیکلی٠
یو ه شپه ډیر سخت باران و او ملانصرالدین په کټ کی پروت و او هیڅ خوب نه ورتلو ځکه چه کوټه څڅیدله او ده هم کاسه ورته ایښی وه او هره ثانیه به ې ټنګ ،ټنګ اواز کولو٠
خو غله راغله او دی ورته غلی غلی ګوری چه غلو هر څه ټول کړه او له کوټی ووتل٠
ده هم خپله بستره راټوله کړه او شاته ورپسی روان شو٠
دکیلی نه چه لږ لری شول غله ورته ودریدل او پوښتنه ې ځنی وکړه چه ماماچیرته روان ې ؟
ملا ورته وویل چه چیرته تاسی زما کډه وړی ځه هم هغلته ځم،ځکه چه ماته نور څه نه دی پاتی ،یوه بړستن پاتی وه هغه می هم راخیستی٠


دا دنيا ډېره دوکه بازه ده

پښتون.
24.10.2010

سپین کاره ته هم پخیر راغلی ،ډیره موده نه وی . ټوکی خوند درکړ ،دا خو ښه خبره ده .
زه به یوه بله ټوکه دروتوغوم.خو پام دی وی چی دلته عادل صیب د ماشومانو په هکله ټوکی رانیولی وی.او مونږه به هغه هم نه هیره وو.د عادل صیب په اجازه!

يو غل د غلا لپاره يوه کور ته ننوتو، کله يې چې د پيسو المارۍ خلاصوله، سترګې يې په يو ليک ولګېدې: که غواړۍ المارۍ پرانيزۍ نو چپ لاس ته سره تڼۍ کېکاږئ.
کله چې غل هماغسې وکړل، نو ټالۍ ووهل شوه او غل ونيول شو.
کله يې چې له غل څخه په محکمه کې پوښتنه وکړه چې د خپلې بې ګناهى لپاره څه ويل غواړي، نو هغه وويل: زه نور څه ويل نه غواړم، بس همدومره وايم چې دا دنيا ډېره دوکه بازه ده :)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more