د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

(داخلک به څه وایی ؟؟)

رښتینی
18.10.2010

[color=darkblue:353b659c06]

.

پښتنی ټولنه کی غریبی او بی ځایه غرور

17.10.2010 07:39

زموږ د کلی یوی کونډی غوا درلوده، او ښی پریمانه شیدی یی کولی، خو له بلی خوا د کلی په بازار کی خلکو مستی چکه او تروی په ډیر لوړ قیمت را نیولی، دا کیسه د وردګو د تنګی د بازار (جوی زرین) درته کوم.

په تنګی کی زموږ نژدی خپلوانو غوا درلوده خو پدی وخت کی ډیری خلکو مالداری نشو کولای خصوصأ د غوا ساتل یوازی د شیدو او مستو په خاطر ډیر مشکل دی، نو ځکه ډیر خلک اوس پدی عادت دی چی له بازاره چکه مستی او شیدی واخلی؛ دی کونډی ته موږ وویل چی د خپلی غوا شیدی، مستی او چکه د فلانی دوکان ته چی درنه غوښتی یی دی ور لیږه ستا به هم ګټه وی او د هغه دکاندار هم، ځکه هغه وخت دکاندار له کابله چکه او مستی را وړلی. خو دی کونډی په ځواب کی راته وویل چی زه نه غواړم اوس د غوا په شیدو مستو پیسی وګټم، خلک به آخر څه وایی؟. ما ورته وویل چی حلاله روزی ده، کیدای شی خدای به یی اجر هم درکړی، ځکه چی بچیانو ته دی ښه کالی واخلی، او هم د خپل مصارف پخپله لدی لاری پوره کړی، دا ښه خبره ده.

مګر دی کونډی تر اوسه دا کار ونکړ، واړه زامن یی په وښو او پنډو کی ټول ژوند تیروی، درس ورځنی پاتی دی، کالی یی خیرن او ډیر زاړه وی، خلاصه دا چی هر ژمی په دوی ډیر سخت تیریږی، ولی بیا هم دوی خپلی شیدی مستی نه خرڅوی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، دکاندار به له کابله مستی نه را وړای چی هغه هم ټولی په موټر کی خرابیدی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، د کونډی زامنو به ښه مکبت لوستی وای او ښی جامی به یی اغوستی.

کچیری دی کونډی دا کار کړی وای، کونډی به ښه ابرومندانه ژوند درلودی. خپله لاسه ګله لاسه.

ولی یوه خبره دی یا ده وی هغه داچی دی کونډی به هر کال د خوشیو ډیرانونه جوړول او هغه به یی خرڅول دا یی بد نه ګڼل.

پدی هیله چی پښتنی کورنی د خپل ژوند د لا ښه والی لپاره هر اړخیزه فکر دخپل ځان عادت وګرځوی، او هم ځنی پوه کسان داسی کسانو ته د د ژوند لاره ځنی ورکه وی ښی لاری چاری و ښیی.

لیمه وردګ[/color:353b659c06]

[color=white:353b659c06]-----------------------------------------------------------
لیمی خور دپښتنی ټولنی په ډیر سپیره او تور خوی او خصلت ګوته
ایښی ده رښتیا موږ ډیر مغرور او کبرجن خلک یو او موږ له ډیر ی
غریبی سره سره له خپله غروره نه په شا کیدونکی یو په حقیقت کی
د(داخلک به څه وایی ؟) جملی ځپلی او ترټلی خلک یو
یو کار به سل په سلوکی معقول او اصولی وی داراز سل په سلو کی به
ګټور وی خو موږ به هغه ته یواځی ددی جملی : (داخلک به څه وایی ؟)
له کبله نشو ورنږدی کیدلی او دهمدی بدمرغی جملی په ټس کی اصول
او عقل ترپښو لاندی کولی شو خو که په یوه کار کی دچا دڅه ویلو ویره
وه هغه ته نشو ورنږدی کیدلی !!

د پښتنی ټولنی ددی غیر معقول او غیر اصولی خوی په اړه ستاسو نظرهم
غواړم البته ځینی خلک به دځینی استثناګانوپه راوړلو سره هڅه وکړی د
پښتنو دا کار هم سم وښیی خو حقیقت باید پټ نشی او بدو ته باید بد ، ښو
ته ښه ووایو.

په مینه [/color:353b659c06]


عادل عادل
18.10.2010

سلامونه

ماشاء الله حامد صیب تاسو ډیر د پام وړ او مهم مسایل د بحث لپاره را اخلئ... جزاکم الله خیرا .

وروره د "خلك به څه وایي؟ " دا بې منطقه او پوچ دلیل تنها تر کونډو ښځو، شیدو، مستو او پښتنو پورې محدود نه دی، بلکه نوموړې اصطلاح د اکثریت عامو خاصو افغان کورنیو د ورځني ژوند په سلیقه باندې حکومت کوي.

سره لدې چې نوموړې اصطلاح د ښځو لخوا نارینه وو ته د غیرمنطقي مسایلو په اړه د قناعت ورکولو وروستئ دلیل او هڅه ده، خو ډیرئ قربانیان یې بیا نارینه دي، چې د منطق او پوهې سره سره ورته غاړه ږدي.

د پورتنیو ټکو په رڼا کې آغلې لیمې خور ته پکار وه چې دغه موضوع یې په یوه عام شموله مثال کې رانغښتې وای، همدا سبب دی چې ګران ورور حامد صیب د کونډې د دریځ نه د ځنو د ملاتړ ویره څرګنده کړې:

[quote:2e1ef36e2b]البته ځینی خلک به دځینی استثناګانوپه راوړلو سره هڅه وکړی د
پښتنو دا کار هم سم وښیی [/quote:2e1ef36e2b]

تر ټولو لومړئ زه آغلې لیمې خور نه پوښتنه کوم چې که نوموړې کونډه تازه پئ نه خرڅوي؟ نو څه پرې کوي؟ آیا غورځوي یې؟؟ ګاونډیانو ته یې په وړیا توګه ورکوي؟؟؟ دا چې وچ خوشایه یې د سونګ د موادو په توګه خرڅوي، نو دا په خپله ښه ثبوت دی چې په پیو یې تر هغو ډیرې پیسې ګټي چې تازه یې خرڅوي.

تاسو ته دې مالومه وي، چې ورته کونډې د خپلې کورنئ بهترین مالي مدیریت کوي، د تازه پیو پر ځای د هغو قیمتي محصولات لکه زیړ غوړي، کورت ..... په خپل دلخواه بیه باندې خرڅوي، دا چې یتیمان یې خیرن ګرځي دا خو لومړئ درسره ځکه نه منم چې هسې دې د خپلې لیکنې ساټ او باټ پرې جوړ کړئ، او په دوهم قدم کې خیرن توب تنها مسکینانو او بې بضاعتو ته نه دی شامل، تاسو به ډیر مالداره خلک هم لیدلي وي چې اولادونه یې خیرن او مردارخواره وي، تاسو د محیط زیست او سنیټیشن انجنیرنګ له لحاظه د افغانستان مختلف مناطق که ورارزوئ نو وبه مومئ چې په وردګو کې د دودیز سنیټیشن کچه ډیره لوړه ده، سره لدې چې مرمري او موزاییک غولي هلته نشته خو د خټینو کوټو، دالانونو او سپاچو د پاکو موښلو غولیو دلکشه خوشبویي یې د هر میلمه زړه ورکاږي د وردګو په تعلیمي مراکزو کې تر ټولو ممتاز او تکړه زده کوونکي د همدغه کونډو زامن دي، آغلې لیمې خور ته د نوموړو کونډو د غیرت یوه بله یادونه هم کوم چې د دوی د لاس تازه شړومبې د اوړي په اوږدو کې د کابل ښار د هر وردګ خپل خپلوان کور ته په وړیا توګه لیږل کیژي نو ایا دا به بې انصافي نه وي چې هم یې شړومبې وخورو او هم یې اولادونو ته خیرن ووایو؟؟ ددې شړومبو په استولو کې د احساس خاوندانو ته یو غټ پیغام او یادونه نغښتې خو که څوک پرې پوه شي او د دوی لاس نیوئ وکړي.


مومن مهاجر
19.10.2010

زه هم تریوڅه حده دښاغي عادل عادل له خبروسره موافق یم خودومره بایدووایم چي دخلک به څه وايي جملې زموږډېراسلامي،بشري اوعلمي حقوق ترپښولاندي کړې بیلګوته یې ضرورت نه شته تاسوپه خپله ښه پوهېږئ .


نوروز خان
19.10.2010

دحامدصیب خبرې په خپل ځای خورا درنې دي رښتیاهم خلک به څه وایي ،والله ناوخته شو ،سبابه یي ګورو او داسې نورو ځينو جملو زمونږ ډیرکارونه راویجاړ کړي او مشکلات یي زیات کړیدي .
خوداهم بایدومنو چې دافغانستان غوندې له سیاسي او امنیتي لحاظه څپڅپانده او بې قانونه ټولنه کې دخلک به څه وایې غوندې جملي عنعنوي نورمونه ، تروروستي حده تړلی تقلیدي ژوند او دټولو ټولنیزو چارولپاره رواجي جوړ شوي حدود ددې سبب ګرځیدلي چې ټولنه دنړیوال انحراف له سېل څخه تریوه حده په څنګ وساتي داحقیقت په دې مصرۍ کې په ښه توګه خلاصه شوی دی
که دنیایي شرمونه نه وای
تابه منګی ووړ زه به تش درسره تلمه
په ادب
نوروزخان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more