اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په بحثونوکي ستاسونوی ملګری
حذيفه
17.10.2010
ټولوبحث کوونکوته په ډېردرناوي
السلام عليکم
له ډېره وخته مي دټول افغان پربحثونوسترګې وې اوباوروکړئ چي هره ليکنه مي په ځيرلوستله خودټول افغان په بحث فورم کي ماته ترټولوزړه وړونکې اوخوندوره برخه داسلامي بحثونوده چي تل پکي ډېري غوره موضوعګانې مطرح کېږي اوالحمدلله ښه علمي شخصيتونه هم پکي ناست دي ، دااودې ته ورته نورڅه ووچي زه يې اخيراړويستم څوزه هم له تاسوسره يوځای مخامخ برخه پکي واخلم .
په ښکاره بڼه دې بحثونوته زماراتګ لومړی دی خوديومېلمه په توګه په ځلونوځلونوراغلی يم نوپه ښکاره ډول مي سلامونه ومنئ اوپه راتلونکي کي ديوې ښې ملګرتياپه تمه .
ستاسوحذيفه
رښتینی
17.10.2010
.
دروند او محترم ورور حذیفه صاحب !
په ټول افغان کی ستاسو ګډون زموږ له پاره دخوښی او نیکمرغی خبره ده
لوی څښتن دی وکړی چی موږ له تاسو او تاسو دټول افغان له درنولیکوالانو
مستفید شئ ستاسو دګټورو او خوندورو لیکنو او نظریوپه هیله
خوشاله اوسوکاله اوتل راسره اوسی
په مینه
مومن مهاجر
17.10.2010
حذیفه صاحب! زه هم پرخپل وارالسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته درته وایم .
الله جل جلاله دي دې بحث ته ستاسوراتګ نېکمرغه اوبختورکړي . هیله ده چي زموږټولنې ته دهمدې فورم له لاري ترخپله وسه سالم نظریات،وړاندیزونه،مشورې اوعلمي موادورسوئ .بیاهم ستاسورراتګ نېک شګون ګڼوالله دي بریالی اوژوندی لره .
حذيفه
17.10.2010
سلامونه اوښې چارې
له حامداومومن ورورنه په مننه چي موږته يي په بحث فورمونوکي ښه راغلی ووايه اوپه استقبالي ليکنويي زماحوصله رااوچته کړه .ان شاء الله تروسه هڅه کوم چي پرداسي موضوعګانودبحث له ګډونکوونکوسره دزړه خواله وکړم چي هم نوي اونه هم ستومانوونکي وي .
وصيل پېروز
18.10.2010
سلامونه
ښاغلی دروندحذيفه صاحب زه هم درته له خپله لوري ښه راغلی وايم اوپه راتلونکي درڅخه ديوې غوره ملګرتيااميدکولای شم . ان شاء الله دلته به تاسوغوره ملګري ومومئ .
ستاسودروغتياپه تمه
وزیري
18.10.2010
حذیفه وروره! اسلام علیکم ورحمةالله و برکاته.
راتګ ته دی ښه راغلاست وایم الله ج دی ستاسو راتګ زمونږ لپاره د نیکمرغی سبب وګرځوی. نوم دی د یو ډیر جلیل القدر صحابی دی کوم چی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مخفی رازدار وه دی. خوښ می شو!!!
وسلام علیکم
ما رایت شیاء احسن من رسول الله کأن الشمس تجری فی وجهه