نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نهه کاله وروسته ولسمشر خبریږی
tandar
17.10.2010
نهه کاله وروسته ولسمشر خبریږی چه اشغالګروې دملت لپاره دشکنجی پټ زندانونه دده تر زنی لاندی ،،بګرام ،،جوړ کړیدی ،دده نه به ملت لا نوره څه توقع وکړی؟
ولی دخپل ملت نه دومره بی خبره ې ،چه یرغلګر ددی خاوری بچیان نیسی ،بندیانوی او تر شکنجی لاندی نیسی او دحقوق بشر دعوا هم کوی٠
ددی ارګ څخه راوتخته راځه خپل ملت سره یوځای شه چه یرغلګرو ته یوځای ښځه او نر ورمعلوم کړو دافغان نوم په پرځای کړی اوکه داسی نه کړی نو بی چرګه به هم سباشی ،افغانستان به انشاالله ازاد شی مګر ستا پر مخ به څه نه وی پاتی ٠ نور دی خدای دډالرو پر ځای لږ عقل هم درکړی چه ځان سره سوچ وکړی شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لر او بر
ولسمشر کرزي د باګرام د پټ زندان څېړني ته کمېسون وټاکى
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عدليې د وزير په مشري يو کمېسون تشکيل کړى، چي د هغو ادعاوو په باب تحقيقات وکړي چي په باګرام کي د يوه پټ زندان د سته والي په هکله سوي دي.
تېره اونۍ په بهرنيو مطبوعاتو کي داسي خبرونه خپاره سول چي د باګرام د عمومي زندان ترڅنګ هلته يو بل پټ زندان هم موجود دئ، چي امريکايي پوځيان بنديانو ته شکنجې پکښي ورکوي او بنديانو ته يې د لمانځه او قرآن د تلاوت اجازه نه ورکول کېږي.
ولسمشر کرزي ياد سوي کمېسون ته حکم کړى، چي په ١٥ ورځو کي د دې زندان په هکله تحقيقات ترسره او جمهوري رياست ته راپور وړاندي کړي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
یوالی دبری لومړی شرط دی