د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خبرو _ اترو آزاد افغاني ګردئ ميز

hewaddoost
25.11.2002

ګرانو دوستانو تاسو ټولو ته ښه راغلاست وايم ـ زما په اند دا يو غوره امكان دئ چې موږ او تاسې په انترنيت كې د خپل هيواد ، قام او برخليك په باب خبرې_ اترې او ليكنې كولاي شو ـ راشۍ چې دغه پاڼه او د خبرو او نظرونو ، اندونو او سوچونو يو فعال او ژوندئ ګردئ ميز كړو ـ راشۍ چې ټول د خپل ګران ولس او لرغوني افغانستان د سرلوړې او نيكمرغه راتلون كې لپاره همدا پاڼه د آزادو او خوږو بحثونو مركز وګځووـ زه وړانديز كوم چې له همدې شيبې ټولو دوستانو ته دغه پته او ددغه آزاد ګردي ميز زيرئ او خبر وركړۍـ موږ به هره اوونۍ پر يوې ګټورې او مهمې ملي مسلې خبرې كوو او په دې توګه د عالمانو او پوهانو له ګټورو او اغيزمنو نظرياتو برخمن شو ـزه د لومړي بحث لپاره د افغانستان راتلونكی اساسي قانون ټاكم ـ دا قانون بايد څنګه قانون وي إ زم خو خپل نظر دا دئ چې په دغه قانون كې انسان او بشري كرامت ، د عقايدو او بيان آزادي او ملي هويت ته يعني افغانيت ته تر ټولو لومړنی حق وركړل شي ـ
په درناوۍ
افغاني ليكوال او ژورناليست يوسف هيواددوست]


ډېره ښه مو ضوع

نقاد
29.11.2002

دروند هيواد دوست صاحب ؛ د بحث فوروم يا په ګرديز ميز د ازادو خبرو په لړ کي دا يوه په زړه پورې موضوع ده ـ
اساسي قانون چې د ملي او ديموکراتيکو غوښتنو ، بشري او فردي حقوقو غبرګيز ( انعکاس) او استازيتوب وکړي ، نو مخ په وړاندې د پرمختګ يوضروري او مهم ګام دی ـ ولې دا غواړي چې په جوړولو کې د دوه ټکو کلکه مخه ونيول شي: يو له زور، چل او فريب ، سياسي درغلۍ او زورواکيزو ايديالوژيو مخنيوېی، او بل د
ملي ګټو (ملي واکمني، ملي وحدت، ملي هويت او د ملي ټولنې د جوړولو کړاندي يا عوامل تيارول او کوانده کول پکې په نظر کې و نيول شي ـ په اوسنيو سياسي او نظامي شرايطو کې دا ډول بنسټوالو غوښتنو ته ډېرګواښونه متوجه دي : له يوې خوا د شمال ځواکونه د پوځي امتياز او سياسي ګټو پر بنسټ د ديموکراسۍ په
په تش نامه د بوسو لاندې اوبه تيرول غواړي او له بلې خوا د امريکايانو تش پرګماتيکي ړوند سيا ست دېته مجال نه ورکوي چې د پردې تر شا لوبې او د کاسې لاندې نيمکاسې هم و ويني ، پخپله معامله ګري ونکړي او پر ضد يې هم ﻻسونه رابډ وهي ـ نو زمونږ دنده په دې اړه دبيلابيلو اړخونو په ډاګه کول او مقامات خپلو ملي او ديموکراتيکو مسووليتونوته متوجه کول او اړونده علني ځواکونه يې په وړاندې بر حقه اصولي مبارزې ته رابلل او چمتو کول دي ؛ په تيره بيا ز مونږ پښتنو پر وږو لوی رسالت پروت دی چې دستر ورور يا لوی اکثريت
په توګه د ټولو ورونو د حقونو لپاره د مبارزې په لومړۍ ليکه کې ولاړ اوسو او له بلې خوا چاته ددې مجال هم ورنکړو چې زمونونږ په ديموکراتيکو حقوقو ښپې کېږدي او يا د افغانستان د سرتاسري ملي ګټو سره لوبې وشي ـ او يا زمونږ په اکثريت باندې سترګې پټې کړای شي . و من الله التوفيق ـ


hewaddoost
30.11.2002

قدرمن ورور ښاغلی پاڅون صاحب إهيله ده نيكمرغه ،هوسا او بسيا ژوند ولرۍـډېر خوښ يم چې په ګردي ميز كې ستاسو د اند او ،،عقيدې،،درلودونكي يوـزما په اند ستاسو د پر ځاي اوغوره وړانديز ترڅنګ ، غوره به وي چې زموږ نور درانه او د نظر خاوند ورونه هم په پراخه توګه دهيواد ددغې تر ټولو غوره او با ارزښته مسئلې په هكله خپلې ګروهې له موږ سره شريكې كړي،دا په اصل كې د خپل هيواد او ولس پر برخليك ډېر تاوده او اغيزمن بحثونه ديـ زما ګروهه خو دا ده چې په نوي راتلونكي اساسي قانون كې بايد انسان د ارزښتونو او احكامو په سر كې وي ـ ځكه انسان او دهغه كرامت د يوې متمدنه او غوړيدلې ټولنې دوه بنسټيزه اصول د ي ـ له بده مرغه تر اوسه زموږ په هيواد ټول قوانين د يو شمير ايډيالوژيو استازيتوب كړیـ ترڅو چې افغان د يو انسان په توګه د خپلواك ژوند او اند څخه برخمن نشي ، تر څو چې هر افغان خپل ځان او خپله انديښنه خپلواكه احساس نكړي ، تر څو چې د زور د منطق پر ځاي انسان واكي ځاي ناستې نشي او په پاي كې ترڅو چې هر افغان ځان د خپل هيواد په برخليك كې مسئول او شريك احساس نكړي تر هغو به زورواكي وي اوبس ـ او ولسواكي هغه وخت رامينځته كيږي چې دولت د ملت په خوښه او د دوي په ګډون واګې ترلاسه كړې وي ـ
له بلې خوا اساسي قانون بايد دملي هويت او ملي وحدت ښكارندوي ويـ افغان ملت د پيړيو په اوږدو كې تر همدغه وياړلي هويت يعني افغانيت ژوند كړی او افغان او افغانيت زموږ د بقا او پايښت بنسټيزې ستنې دي ـبې له شكه دغه ډول ولسواكه قانون به د ټولنې لارښوونكی ځواك د اكثريت بر بنا ټاكي ـ پښتانه د يو ډېره كي او د افغانستان د يوپياوړي قام په توكه د افغاني كورنۍ دمشر ورور په توګه په دغه شان يو قانون كې تسجيل شوي وي ـ خو پوښتنه دا ده چې څوك دغه قانون جوړوي كه دغه اوسنی په اصطلاح كميسيون چې په كابل كې په دغه كار بوخت دی ، ددې كار هڅه وكړي زما په ګروهه د يو ريښتيني او ولسواكه او دننۍ متمدنه نړۍ د غوښتنو سره سم اساسي قانون جوګه به نشي ـ دا ډله د ولس او ملت استازي نه دي او حقوقي او ولسي مجوز نه لري ـنه پوهيږم نور ورونه په دې باب څه نظر لري ـ

يوسف هيواددوست


د اساسي قانون معما

Laraway
21.12.2002

ګرانو دوستانو زما ګيډي ګيډي سلامونه هم ومنې.
ستاسو بحث دافغانستان د راتلونکې قانون په هکله رښتيا چې ډير په زړه پوری دي . زما په اند پداسې يو هيواد کې د قانون جوړونه خورا ستونزمنه مسله ده. پدغه هکله : مايو مقاله ولوستله چې دغه ټول مسايل په کې تر يو حده څيړل شوي دی .نوموړی مقاله به کټ مټ پدغه ځاې کې تاسو ته وړاندی کړم ،ترڅو زمونږ پوهه پدغه ستونزمنه مسله کې نوره هم روښانه شي.

((((((د قانوني چارو ماهرين ښايي په دى هڅه وي چى داسى يو اساسي قانون طرح کړي چى د افغانانو او د هغوى لويديځوالو ملاتړو ته د منلو وړ وي.
يوه کميټه چى د افغانستان د نوي اساسي قانون د مسودى له پاره ټاکل شوى د يوى سختى دندى سره مخامخ ده چى د لويديځ د خپه کولو پرته څه ډول اسلامي قانون ته درناوى وکړي.
هغه مهال چى اساسي قانون بشپړ شي، دا حقوقي کود به د افغانستان له پاره چى په دى وروستيو کى د دوو لسيزو جګړى وروسته رابرسيره شوى يو نوى پير رامنځ ته کړي.
د کميټى ريس او د انتقالي ادارى د ولس مشر مرستيال نعمت اله شهراني په دى باور دى چى دا اساسي قانون به په هيواد کى ټولنيز عدالت تامين کړي. هغه زياتوي موږ هيله مند يو چى اساسي قانون وکولى شي د افغانستان د خلکو د هيلو او اړتياو ځواب ووايي.
د نومبر په دريمه وروسته له دى چى کميټه ونومول شوه، د هيواد پخواني باچا ظاهرشاه وويل زه هيله مند يم چى کميسون به داسى يو اساسي قانون تسويد کړي چى هم به دموکراتيک او هم به اسلامي وي.
البته دا دواړه داسى مسـلى دي چى په آسانۍ سره يي په اساسي قانون کى ځايول ګران دي او ځينى تحليل کوونکي لادمخه د اساسي قانون کميټه په دى تورنوي چى لويديځوالو نظرونو ته پر اسلامي اصولو ترجيح ورکوي.
د کميټى د نهو تنو حقوقي چارو د کارپوهانو له ډلى چى په کميسون کى غړيتوب لري، د کميسون د ريس په ګډون پنځو تنو يي د امريکا په پوهنتونونو کى تحصيل کړى او يا يي هم ډير کلونه په لويديځ کى ژوند کړى. دغه راز ډيرو يي د شرعي قوانينو په برخه کى لوړى زده کړى کړي دي.
اوس بحث په دى اړه دى چى نوى اساسي قانون تر کوم کچ پر اسلام خپل فکر متمرکزوي، ځکه شونى نه بريښي چى د يوه سکيولر يا پر مذهب نه ولاړ اساسي قانون دى د لويي جرګى او يا هم په مجموع کى د خلکو له خوا تصديق شي.
د لويديځوالو هيوادونو استازي، چى په مليونونو ډالر د افغانستان د بيا ودانولو له پاره ښکته او پورته کوي ، د يوه سکيولر کود غوښتونکي دي ځکه دوى په دى باور دي چى دا به ډير دموکراتيک وي.
شهراني د هغى کميټى مشري کوي چى غړي يي عبدالاسلام عظيمي، محمد رحيم شيرزوى، محمد قاسم فاضلي، محمد موسى معروفي، محمد موسى اشهري، محمد سرور دانش او ښځينه قاضيان مکرمه او آصفه کاکړ دي.
د کابل قاضي عبدالصبور چى د حقوقي چارو د کارپوهانو د اتحاديي ريس هم دى وويل: موږ په افغانستان کى له دوى څخه کارپوه کسان نه لرو. دوى د اساسي قانون په برخه کى تر ټولو پوه کسان دي.
هغه زياته کړه زه په دى باور يم پداسى حال کى چى سياسي ګوندونو او مطبوعاتو ته به خپلواکي ورکړ شي صلاحيت به د دريو ځواکونو، مقننى، اجرائيي او قضائيي په لاس کى وي او د بشري حقونو له پاره جلا فصل په پام کى ونيول شوى.
خو محمد جعفر د کابل پوهنتون د حقوقو پروفيسور د اساسي قانون د کميټى په اړه د شک په څرګندولو وايي: ولس مشر حامد کرزى غواړي په افغانستان کى داسى يو حکومت جوړ کړي چى برتانيا او امريکا پرى خوابدي نه کړي.
هغه وايي لومړيتوب بايد اسلام ته ورکړ شي ځکه له هغى پرته په ټول افغانستان کى به خلک نوى اساسي قانون وسوځوي.
شاه محمود خرد د حقوق پوهانو داتحاديي ريس، کميسون په دى تورن کړ چى ګنى پکښى ډير کسان پردي دي.
هغه وايي ښايي دوى د افغانستان په اړه معلومات ولري خو ټاکل شوى وه چى د کميټى غړي د هيواد له دننه څخه وي چى د دغه ځاى له ستونځو سره آشنا وي.
که څه هم د کميټى غړي محمد سرور دانش د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى دوى به په انزوا او ګوښيتوب کى کار نه کوي. هغه وايي موږ به د ټول ملت نظر په پام کى نيسو او له نورو کارپوهانو څخه به نظر غواړو.
برسيره پر دى هغه وويل لويي جرګى ته به پوره او بشپړ واک او خپلواکي ورکړل شي چى نوى اساسي قانون په غور او ځيرتيا سره وګوري او پکښى تعديلات راولي.
د کابل پوهنتون د شريعاتو د پوهنځي ريس او د لويي جرګى د کميسون د تدوير مرستيال عبدالعزيز وايي: موږ بايد د ټولنى اړتياو ته پاملرنه وکړو او عمومي اسلامي اصول له پامه ونه غورځو.
کرزي چى د يکشنبى د ورځى په مراسمو کى يي په مختصره توګه وينا وکړه ، پخپله وينا کى يي د مذهب په اړه ډيره لنډه اشاره وکړه. هغه وويل: موږ له خداى تعالى څخه راضي يو چى د افغانستان په تاريخ کى يوه نوى پاڼه پرانيزو او داسى يو اساسي قانون چمتو کړو چى د خلکو له اړتياو سره سم وي. په وينا کى نور څه د اسلام په اړه نه دي ويل شوي . ))))

ستاسو نيوکي او وړانديزونه پدغه هکله؟؟؟؟؟؟
په ډيره مينه


hewaddoost
21.12.2002

قدرمن ورور ښاغلی شيرولي !
د سلام او درناوۍ په وړاندې کولو سره ،څرګندووم چې ستاسو له خوا په رانقل شوې مقاله کې زموږ د ټولنې نني واقعيتونه په ښه توګه منعکس شوي . خو تيرو ترخو تجاربو وښودله چې ايډيولوژيکو قوانينو زموږ ټولنه په ليکو سره وويشله، اودناخوالو سبب شو. ستاسو او نورو دوستانو تبصره په دې باب څه ده ؟


هيواد دوست صئب اسلام عليکم

ويښ ځلمی
22.12.2002

قدرمنه هيواد دوست صئب ستړی مه شې.
که چېرته مونږ د سياست پر ځای يو علمي ، ادبي او يا هنري ګردۍ مېز جوړ کړو ښه به نه وي؟
دا سياست داسې يوه بلا ده چې هيڅ کوم خپل او خپلوان نلري. حتا تر دې حده پورې چې په افغانستان کې ئې ځينې سياستپوهان دخپلو خپلوانو نه بې برخې کړي. يوه وړوکې بيلګه ئې سردار داؤد او د هغه کورنې ده. تر ننه پورې د هغې کورنې قبرونه معلوم ندي.
په ډېر درنښت


hewaddoost
22.12.2002

قدرمن ورور ويښ ځلمی ! نيکمرغه واوسۍ . زه ستاسو وړانديز سره په بشپړه توګه همغاړی يم،بې له شکه سياست همداسې يو ستونزمن هغه څه دئ ،او په افغانستان کې يې موږ ډيرې بيلګې وليدې.... خو زما په اند انسان خامخا خپل او دخپلې کورنۍ برخه ليک د خپل هيواد او خلکو له برخه ليک سره تړي ..... او دا به د دموکراتو افغانانو له پاره يو ښه امکان وي چې سياست د دموکراسۍ په اصولو کې وکاروي،داعتماد ،يو د بل درناوی اود متقابل حق ،فضا رامنځته کړي او په دې توګه سياست د ولس د نيکمرغۍ له پاره پکار واچوي.....
خو زه ستاسو وړانديز ته د قدر په سترګه ګورم ، هيله ده دغه ګردی ميز زموږ د لرغوني هنر او ادبياتو او فرهنګ په ژوندي ساتلو او ځوان نسل ته د هغه په ليږدولو کې بريالي ګامونه پورته کړي.......

هوسا ،سرلوړی او نيکمرغه و اوسۍ

هيواددوست


نقاد
31.12.2002

درنو لوستونکو سلام پر تاسې!

اساسي قانون بايد د خلکو د غوښتنو مثبت ځواب په بر کې رانغښتی وي؛ ولې د خلکو غوښتنې بيلابېلې او
مختلفې وي، نو بايد د غوښتنو ګډ ټکي خوندي کړي ـ او هم يې د محدوديت پولې وټاکي
1 ) - اسلام دټولو ګډه غوښتنه ده او په هېڅ توګه له پامه نشي لوېدای ـ د قران اوا مرو (فرض + واجب ) مراعت او له نواهيو ( حرام ) څخه ځان ساتل به حتمي وي ـ ، خو دين به هيڅ ډول طبقاطي فونکسيون يا طبقاطي خير او شر ( ايديالوژيک خصلت) ونه لري ـ
2 ) - د ملي ګټو ساتنه او پالنه او د ملي ټولنې جوړونه ، خپلواکي او ځمکنی بشپړ توب ټولې هغه بنسټوالې غوښتنې دي چې اساسي قانون به يې په پراخه او هراړخيزه توګه په پام کې نيسي ـ

3) - پرمختګ او دېموکراسي : لومړۍ او د ويمه ګڼه د افغاني ټولنې د شته والي اړين او ضروري شکلونه
دي او زمونږ د ټولنې د ماهيت سره اړاو او تړاو لري؛ ولې ديموکراسي او پرمختګ د انساني ټولنې محتوا
جوړوي او د پايښت اړينې بيلګې او معيارونه يې بلل کيږي ، او لا ډېر د افغاني ټولنې په شمول د هرې ټولنې
د ماهيت غوښتنې دي ـ
مونږ بايد په دې وتوانيږو چې د خپلې ټولنې ماهيتي شکل او محتوا دواړو وحدت سره په ارګانيک ډول خوندي او تأمين کړو . مهمه داده چې دغه وحدت له اوسني مشخص تاريخي ضرورت څخه هم زيږېدلا ی وي، هم يې پراختيا او هم يې پولې له نوموړي جبر (يا ضرورت ) څخه سرچينه اخيستې وي ـ
خپلواکي ، ملي واکمني او ديموکرايسي د اساسي قانون په لسيزه کې له يوې خوا په مثبت ، نمونه يي او مستقيمه توګه خوندي وه، خو د جهادي او طالبي دورو ترخو او منفي تجربو له بلې خوا و ښودله چې ترکاڼي د بيزو کار نه دی او اسلامېستان هيڅکله له بدمرغۍ پرته بل څه په سياسي ډګر کي نشي پلي کولای ـ خو هير بايد نشي داسلام ، ديموکراسۍ او ملتپالنې ضرورتونه او ددوی ترمنځ نه شليدونکی وحدت خوندي کول يو انکار نه منوونکی جبر او ضرورت دی.
حکومت بايد دومره اسلام ضرور پلی کړي چې اسلامستان يې له يوه دموکرات حکومت څخه په دېموکراتيکو
اصولو غوښتلای او تأمينولای شي، او دومره ديموکراسي هم بايد پلې کړ ي چې له يوه اسلاميستي حکومت څخه يې په تنقديدونو کې ديموکراتيک قوتونه پلي کول غواړي او ملي غوښتنو ته هم بايد مثبت ځواب ووايي، .

او که څنګه ؟ نور بيا!
په درنښت ، ستاسې پاڅون


اساسي قانون به څنګه وي؟

Anonymous
16.04.2003

سلامونه!
هيله ده په دې باب ما ته معلومات راکړئ چې له اره لنډمهالی - انتقالي دولت تر کومه حده حق لري، چې اساسي قانون جوړکړي؟


نقاد
22.04.2003

منځمهاله دو ره د دبن د پريکړو له مخې د وه کاله ټاکل شوې وه او دلويې جرګې راهيسې دوام لري . خو داسي بريښي چې بنسټي قانون بايد د نوموړې دورې تر اتلسمې مياشتې پورې جوړ شوی وي او عامو ټاکنو ته يې ﻻره پرانيستي وي ، کومو ته چې په وروستيو شپږو مياشتو کې تياری نيول کيږي او بيا تر سره کيږي هم. يوه غټه او ديموکراسۍ ته خو ﻻ څکی څکی چې ملي وحدت ته هم ګواښ رامنځته کوي هغه د رايو سيمې د ټاکنو د برابرو
ونډونو په توګه په قانون يا د قانون په يو بشپړوونکي مشخص طرزالعمل کې تثبيتول اوټاکل دي :
د ټاکنو حوضې يا ونډونه بايد په ټول افغا نستان کې د مستحقو رايو د يو او ثابت شمير په بنسټ مساوي او برابر
ټاکل شوي وي او هم د داسې درغليو مخه په قانون کې نيول شوې وي چې ګنې د يو ګاونډي هيواد تاجک ، ازبک ، ترکمن ، بلوڅ يا پښتانه هم د درغلۍ له ﻻرې افغاني تذکرې واخلي او په ټاکنو کې د خپل خپل قام په ګټه برخه واخلي . که په يوه تر ټولو وړه اولسوالۍ کې دشورا يو استازی دراي ورکولو د لس زرو کسانو په نمايندهګۍ ټاکل کيږي ، نو بايد چې د شميره په ځای او هره اولسولۍ کې د ټاکنو بيلګه وي .



طالب جان
11.05.2003

ګرانو وروڼو السلام عليكم .

تاسي د خبرو لپاره ډيره ښه موضوع ټاكلي ده زما نظر په دي اړه دادي چي : زمونږ اساسي قانون ډير پخوا لادقرآ ن كريم په شكل كي جوړ دي دا يو داسي الهي قانون دي چي د ټولو اقوامو. نر او ښځو او آن دي كفارو حقوق هم پكي خوندي دي او په دي قانو ن باندي هيڅوك او هيڅ قسم اعتراض نلري .
نو را ځي په ګډ ه ددي قانو ن دپلي كيدو لپاره يوه خوله او يو آواز شو . او د هغو چا تا ييد وكړ و څو ك چي دغه قا نو ن ز مونږ په ګران هيواد كي نا فذ وي .


فرهنګي افغان
31.10.2003

تر هر څه دمخه درناوی او ښه راغلاست !
دا دی اساسي قانون پرته له دې چې خلکو ته وړاندې شي او د عام ولس نظر پرې وغوښتل شي ،داسې پړوا ته رسېدلی چې د توپکمارو او جګړه مارو رايې او نظر ته به وړاندې شي او تصويب به شي او بيا نو د جنګسالار واک به قانونيت ومومي .موږ ولې په يو ولسي اساسي قانون چې د دموکراسۍ پر اصولو جوړ شوی وي ټينګار کوو ؟ دا ځکه چې افغانستان هم د دې خاورينې نړۍ يوه برخه ده ،نور هېوادونه او په ځانګړې توګه ايران ،پاکستان او نور شا او خوا پراته ګاونډي هېوادونه د پرمختګ له ټولو نعمتونو برخورداره دي ،بچيانو ته يې د زده کړې ، ښوونځي ، پوهنځي او لوړو زده کړو امکانات برابر شوي ،په ټولنه کې د ښځو مساوي حق تاْمين شوی ،د بيان او عقايدو آزادي شته ،روغتيا او صحت عامه د ملت په خدمت کې ده ،کانونه او معدني زېرمې د ملت د هوساينې لپاره راوېستل کيږي نه د يوې کورنۍ او يا يوې ډلې لپاره ،لاره او سړکونه يې جوړيږي ، فرهنګ او ادبيات او دود او دستور يې ساتل کيږي ،ملي هويت يې پياوړی کيږي ،د سينما ،تياتر ،تلويزيون ،کمپيوټر ټول امکانات يې يو کوچني ماشوم ته هم مساعد دي ،خو زما په هېواد کې ټوپکسالار او د تورتم او شاته تګ استازی همدا نارې سوري وهي چې دموکراسي يانې کفر ،اساسي قانون يانې کفر ،ښځه څنګه له کوره دباندې کار وکړي او يا زما يې د دنيا په پرمختګونو څه ؟ دغه ډول تفکر په اصل کۍ افغانستان له نورې نړۍ څخه تجريد کړی ،که مو په ياد وي موږ تل په نس وږي ،په تن بربنډ او په پوهه کې وروسته پاتې ولس وو .دا کيسې موږ ته زموږ پلرونو ،نيکونو او تاريخونو هم کړي يانې له پيړيو راپه دې خوا همدا مو نصيب دی .دا ولې ؟ دا ځکه چې موږ له وخت سره ځان نه دی برابر کړی .ديو خان او ملک او ملا او مفتي د ګټو دساتلو لپاره ګمارل شوي يو .دې کې هيڅ شک نشته چې موږ شکر دی مسلمانان يو ،او قران شريف پخپله يو جامع قانون دی .قراني ارزښتونه زما په اند موږته د پاک ، نېکمرغه او هوسا ژوند په لوری ټوليزې لارښوونې کوي ،خو لوی خدای (ج ) انسان ته د عقل د ورکړې پېرزوينه هم کړې او دا لارښوونه يې ورته کړې چې زما د لارښوونو په رڼا کې ،د خپل عقل نه په ګټې اخيستو او د ټولنيز او بشري ژوند د قوانينو او اصولو په اختيارولو سره لومړی ځان وپېژنه او بيا خدای ( ج).لوی خدای انسان ځان پېژندنې ته لارښوونه کوي ،ځکه که چېرې ته خپل ځان ونه پېژنې نو خپل خدای به څنګه وپېژنې ؟موږ خپل لوی خدای د ننۍ نړۍ په پرمختللو تخنيکي توکو کې ګورو ،د هغه د پاک ذات رڼا او عظمت ،خو دا خو هيڅکله او په هيڅ دين او آين کې نشته چې قوانين دې د يوې ډلې او يا طبقې په خدمت کې وي لکه اوس چې هر څه د ټوپکوالا لپاره دي .بناْ د لوی خدای او د قراني ارشاداتو سره سم موږ حق لرو چې د يو خپلواک ،مترقي ،پرمختللي ،هوسا ،بسيا ژوند د لرلو لپاره او دنړۍ د نورو هېوادو سره زموږ دسيالۍ د پوره کېدو لپاره،دموکراتيک اصول ،ميثاقونه ،تړونونه او قوانين ولرو .دا زموږ حق دی او بايد هر افغان ورڅخه په لوړه کچه مستفيد شي .زموږ بچيان او راتلونکي نسلونه د نېکمرغه ژوند د درلودلو طبيعي حق لري او دا حق بايد د دنيا پر سر د غاصبانو ،لوټمارانو او دظالمانو نه واخيستل شي له هغه چا نه چې اوس د خپلې بې سوادۍ سره سره ټوپک يې د ډار وسيله ګرځولې او د افغان مظلوم ولس وينې زبېښي .دا روا نه ده او دا ناروا بايد د يو ملي ،دمکراتيک او پرمختللي اساسي قانون او تګلارې په خپلولو سره ،ورکه او پای ته ورسيږي . ....
زه نه پوهيږم تاسو قدرمن دوستان موضوع ته څنګه ګورۍ . د افغان د سرلوړي او بسيا ژوند په هيله ....


انځورګر
02.11.2003

د ګردي ميز ليکوالو سلامونه !


م ن غروال
02.11.2003

ښاغلئ خالد هادي درنښت او سلامونه مې ومنئ٠
دا ټاټوبئ د چا دئ؟ چه د هر چا دئ بيرغ نشان جامه نڅا او ژبه هم د هغو ده ، چه ملي ورته ويل کيږي٠ کله چه په رسمي ډول په قوانينو کي ثبتيږي په همدې علت د ملي نوم ورکول کيږي٠ دا هېواد کي که څه هم مختلف قومونه د اوږدو مودو راهيسي ژوند کوي اما ماليت د دغه خاورې بايد معلوم وي٠ چه هغه پښتانه دي٠ دا ﻻندي لېکنه ما د پاڅونوال صاحب په ليکلېدهتاسو ته يې م د يوه تاريخي حقيقت پر بنسټ، غاړم تقديم کړم٠
پښتون ځکه افغان ندی چه د افغانستان تابيعيت لري بلکه پښتون يعنی افغان٠ د افغان کلمې لقب د احمدشاه بابا وخت کی پښتنو ته ورکړ شوئ او دا درې کلمې، پتهان پښتون او افغان ، يو قوم يو ملت او يوه خټه ده٠ چه وطن يې افغانستان دی٠ نور قومونه زمونږ وروڼه دي او په ټولو حقوقو کي راسره يوه شانته برخه لري٠ اما په خټه افغان ندي بلکه يا تاجک دي يا هزار يا اوزبک يا ترکمن يا هندو يا سک يا نورستاني او يا هم بلوچ٠ اما پښتون په خټه افغان دي٠ تاسو هير کړي دي چه په تاجکانو او نورو شمالي سيموکی مېشو قومو به پښتنو ته، اوغان، خطاب کاوه٠ او اوس يې هم کوي، ولې؟ په کابل کي ،ده اوغانان، ولي ويل او دا نوم ولې شته٠ او بنسټ ددې کلمې له کومه شو؟ قومونه چه له مونږ سره اوسيږي او ځانوته افغان وائې يا مونږ ورته افغان وروڼه وايو معنی ېې دا نده چه په خټه پښتانه شول، بلکه د پښتنو په خاوره د اوسېدو له امله د پښتنو يا افغانانو د تابيعيت يا د تذکرې درلودلو له امله افغان ورته ويل کيږي٠ کاملا لکه، جرمن، دوچ ،المانۍ٠ دا درې واړه يوه قوم په مختلفو ژبو٠ پښتون ، افغان، پټهان، عينا همدا ډول٠ پښتو د ډيرکي له امله د خپلې ژبې د ملې والې غوتنه نه کوي بلکه د خپل ملي تاريخي هويت په اساس٠ حتی هغه پښتانه چه دافغانستان تابيعيت تذکره هم نلري افغانان دي ځکه چه پښتانه دي٠ هر انسان چه په خټه پښتون وي هغه په خټه افغان دی٠ که د ملي کلمه د پښتو له ژبې په اساسي قانون کي لرې شوه دا د پښتنو سره خيانت نه، بلکه د افغانستان له تاريخي هويت سره ظلم او خيانت اوناروا ده٠ دا خبره حتی تاجکان هم کوي٠ له ماکه څوک د ما د مليت پوښتنه وکړي نو ځواب مې ورته افغان دی يعنی پښتون٠ که جرمنئ د امريکا تابيعت ولري ، امريکايئ دی اما په خټه جرمنئ٠ همدا ډول هر قوم په افغانستان کي٠ ولو چه سل زره کاله يې هستوګنه کړي وي٠ صيح ده چه دغه خاوره کي د پښتون سره يو ډول امتياز لري اما خټه هماغه خټه ده چه سل زره کاله تر مخه وه٠ زه وايم چه زمونږ وروڼه دي اما افغان په خټه پښتون دي٠ تاريخ او د افغانستان ملي هويت ئې وايي٠ ځکه د افغانستان رسمي ژبه دده دملي هويت په بنسټ بايد د هېواد ملي ژبه وي نه يوازې د ډيرکي له امله٠
اتڼ او د پښتنو جامي يعنی ملي ګډا او ملي جامه٠ ما حتی په يوه انګليسي کتاب کي دا ډول شيانو ته د ملي کلمي استعمال ليدلۍ دی٠ د تاجکانو او نورو قومو ګډاؤ او جامو او دودو ته نه ملي چا ويلي دي او نه هم ملي کيدائ شي٠ په هيڅ صورت او په هيڅ قانون هيڅ څوک د پښتو څخه د ملي کلمي لري کولو حق نلري٠ او که ځانته دا حق ورکوي هغه د افغان او افغانستان پلورونکۍ دی او ملي خائين٠ په درناوې٠ غروال


م ن غروال
02.11.2003

ښاغلئ فرهنګي صاحب سلام٠
زه له تاسو سره په پورتنې لېکنه کی موافق يم اما يو څه شته په اساسي قانون کي شته چه پښتو ملي ژبه نده٠ ما پدې هکله پورته يو څه ليکلي دي او هم مي ،ښاغلئ حامد کرزۍ او اساسي قانون٠ تر عنوان ﻻندی ليکنه کړې ده٠ تاسو څه واياست چه په کومو اصولو او حقوقو پښتو د افغانستان ملي ژبه بايد وي، او يا نه وي؟ په درناوې


انځورګر
03.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


فرهنګي افغان
03.11.2003

غروال صاحب سلامونه .تاسو او د خبرو د دغې برخې دوستانو ته روغتيا او سلامتيا غواړم .
زما په اند د يو هېواد د ملي ژبې د ټاکلو معيارونه په لاندې ډول دي :
- که چېرې هغه ژبه د هماغه هېواد د ډېرکيو ( اکثريت ) ژبه وي .
- که چېرې د تاريخ په اوږدو کې دغه ژبه لرغونتيا او آثار ولري .
- که چېرې په دغه ژبه ملي هويت خوندي کېدی شي
-که چېرې دا ژبه علمي بنسټونه ولري او د نني عصر د پرمختګونو سره سم وکولای شي خپل وګړي په خپله غيږ کې راونغاړي او له ګاونډيو ژبو او فرهنګ څخه ورته بېلوالی او توپير ورکړي (مثلا که موږ هم ووايو دانشګاه او ايرانيان او تاجکستانيان هم نو زموږ تر منځ توپير په څه کې شو ، موږ بايد يو دبل سره توپير ولرو )
- دا ژبه د لږکيو نه وي چې د نورو لږکيو د شخړو سبب نه شي .
اوس ګورو چې د پورتنيو اصول سره په تړاو کې پښتو ژبه د دې وړتيا لري چې د افغانستان د وګړو ملي او رسمي ژبه شي ( دا وه او وي به )او موږ حق لرو چې د افغانانو د ( ملي هويت ) يانې (( افغانيت )) لپاره د اساسي قانون له جوړونکو دا غوښتنه وکړو چې دوي دې د ملت حق نه خيانتوي او که نه نو د دغې دورې د ټولو ملي ضد چارو مسْوليت به د همدوي پر غاړه وي .
له بلې خوا دا دپښتنو ستره دنده او مکلفيت دی چې خپلې علمي ،فرهنګي او سياسي هڅې په دې لاره کې پياوړې کړي او د دې کار لپاره زه وړانديز کووم چې :
١ - ټولو پښتنو ته وواييۍ چې نر او ښځه ،واړه او زاړه د تابعيت تذکرې واخلي چې په کې پښتون ليکل شوي وي .که دا کار مو و نه کړ د هر صندوق رای به د پښتنو پر ضد وي .تاسو وايي چې موږ اکثريت يو ، اوس نو دا ثابته کړۍ چې تاسو اکثريت ياست او د دې کار لومړنی لامل همدا دی چې ټول پښتانه نر او ښځه تذکرې واخلي او کنه نو نور دې دا دعوا ګانې نه کوي .
٢ - پښتانه بايد د يوې پښتو تر نامه لاندې سره راټول شي .دا دقوم ،خيل ،سيمې او لهجې توپيرونه او فرق دې نور نو پرېږدي ،کنه نو هر پښتون به په جلا جلا توګه د دښمن لخوا له منځه لاړ شي ،دا چې وايي دا مشرقي وال دی ، دا پکتيا وال دی ،دا قندزی دې او دا وردک او لغمانی او يا غلجی او درانی دی دا ټولې خبرې زموږ د بېلتون سبب شوي .پښتانه يو پښتانه دي يو ستر قام دی چې تر اوسه يې د مدنيت او تاريخ څه د پاسه د ٦ زره کالو آثار پېدا شوي دي .
٣ - د کمونست ،خلقي ،پرچمي ،افغان ملتي ، اخواني ، مجاهد ،کافر او مسلمان په نامه دې نور پښتانه يو له بله څوک نه بېلوي . پښتانه خو په دې کې غرق شول او نورو که کمونست وو او که مجاهد يو بل سره د خپلو ژبنيو ګټو د ساتلو او د پښتون د خوارولو په نيت اتحاد وکړ او يو د بل سره د پښتو د ورکولو چارې پر مخ بيايي .
٤ - د خپلو مشرانو ،پوهانو ،ليکوالو ،فرهنګيانو ، سندرغاړو ،د فلم کارکوونکو ،مورخينو ،سياستپوهانو او مخورو مشرانو درناوۍ په هر پښتون لازم دی او بايد د دوي آثار واخلو او لاس په لاس يې وګرځوو ،پښتو نشرات زيات کړو ،هر کتابتون او هر پوهنتون او ښوونځي او دوکان ته بايد پښتو اخبار ،مجله ،فلم ،سندره ،کتاب او نور فرهنګي توکي ورسيږي او ټولو خارجيانو سره د پښتو په ضرورت خبرې وشي او پښتو آثار په نورو ژبو وژباړل شي .د دې تر څنګ بايد د انترنيت له پراخو امکاناتو استفاده وشي .همدا اوس په ټول انترنيت کې يوازې د خپلواکۍ په نامه يوه خپرونه په بشپړه توګه د اخبار په شکل پرته ده ،او دا لومړنۍ پښتو جريده ده چې په انترنيت کې په بشپړه توګه پرته ده او د ښاغلي شېرزاد کامه وال دې کور ودان وي چې د خپلواکۍ د زيارګښو چلوونکو لپاره يې دا زمينه برابره کړې ده .دغه ډول نشرات او تبليغات بايد زيات شي
دا و زما اند او ګروهه او زه هيله لرم د اساسي قانون د تسويد کمسيون او راتلونکې لويه جرګه د افغانستان د خلکو دغه حق ورکړي کنه لکه څنګه چې مخکې مې هم ياده کړه د ناسمو چارو مسْوليت به ټول د دوي په غاړه وي ،
لوی خدای دې زموږ مل شي


پښتو اودهېواد ملي هويت

م ن غروال
03.11.2003

ښاغلئ خالد هادي صاحب درنښت او سلامونه عرض کوم٠
ملي هغه رسمي حکومتي پيژندنه ده چه د خاوري مالکانو له دود مذهب سياست فرهنګ او ژبې څخه اخيستل کيږي٠ او د هېواد په ټولو تبعه ؤ د هغې منل فرض دي٠ افغانستان دئ، نه ټوليستان،افغانستان دئ، نه تاجکستان ازبکستان ترکمنستان نورستان بلوچستان،افغانستان دئ، نه مختلف ﻻقوامستان٠ ښه نو افغان څوک دئ؟ هر څوک چه د ددغه هېواد تبعه وي٠ اما اصلا افغان په خټه څوک دئ؟ اصلا دا د افغان کلمه له کومه سوه؟ د چا لخوا چاته ورکړل سوه؟ کله چيرته څرنګه او ولې؟ اصلا افغان څه معنی؟ چا چې دا لقب يوه قوم ته ورکاوه يو علت يو بنسټ يو اساس خو به ئې درلودئ؟ او که يه؟ دا د افغان کلمه خو له اسمانه نده رالوېدلې٠ زه معروفي ته حيران يم چه چيرې يې لوست کړئ دئ او په ښونځي کښي يې د تاريخ مضمون درلود او که يه؟
د افغان کلمه د لوئ احمدشاه بابا په وخت کي د عربو لخوا د پښتنو د خورا نېکو اسلامي او ذاتي صفاتو، لکه غيرت سرښندنه زړه ورتوب ميلمه پالنه هېوادپالنه با ناموسه ،چه سارۍ يې دوئ ﻻ نه وؤ ليدلئ، پر بنسټ او اساس علت دغه قوم ته په رسمي ډول ورکړل سوؤ٠ چه تاسو پښتانه افغان ياست٠ افغان رسميات وموندل٠ پښتون په افغان بدل سو٠ افغان عربي کلمه ده٠ د زمرو منځ کي تر ټولو زړور زمرۍ چه په زمريانو حکمروائي کوي، چه ويل سوي دي چه يو نوکي په تن او سترګو او برېتو کښی هم له نورو سره توپير لري٠ ما دا هم لوستي دي چه دا ډول زمرۍ د شېبر دره کښی هم يو وخت لېدل سوئ دئ٠ پښتانه وؤ چه خپل ټاټوبئ ئې لوئ کړ له بخارا تر ډهلي ٠ دا ټا ټوبئ د پښتنو يعنې، دافغان، سو٠ لنډيز دا چه نور ټول مېشته قومونه د پښتنو د ټاټوبې يعني افغانستان مربوط سول، هغوئ ته هم د حقوقو له مخې افغان وويل سول٠ خو اصلي ټکئ دادئ چه په خټه يا تاجک دئ يا اوزبک يا ترکمن دئ يا هزاره يا بلوچ يا نرستانۍ دئ، يا سک دئ يا هندو٠ اما پښتون په خټه افغان دئ٠ ځکه ئې بيد ژبه او نڅا يعنې اتڼ د ملي والې رسمي هويت لري٠ دا انکار اصلا د افغان د تاريخي هويت څخه سترګې پټول او خيانت، اما مليخيانت، ورته حقوقا ويلائ سو٠ نو هر څه چه په ګرد هېواد اړه پيدا کوي هم د ملي نوم ورکول کيدائ سي، لکه ملي بس، ملي بانک، ملي نشان٠ او ژبه چه بايد ملي وي هغه د ټاټوبې مالک، پښتون يعنې د افغان وي٠ افغان پښتون او پټهان درې مختلفې کلمې يوه واحد قوم ته او بس٠ بز کشي هم ملي نسي کېدای٠ د افغاني اوزبکانو يوه لوبه٠ دافغانستان يوه محلي لوبه، اما په هيڅ صورت افغاني ملي لوبه نه٠
که زه جرمني او ته امريکايي تابيعيت واخلو ، زه هم جرمنۍ او تاسو هم امريکايئ ، اما په خټه پښتانه يو٠ که ترکان په جرمني کي ٢٠ مايونه هم سي هيڅ وخت د دوئ دود او فرهنګ او ژبه درسميت په موندلو حقوقأ ملي نسي کيدائ٠ افغانستان کئ همدا ډول٠ هر پښتون که د هر هېواد تابيعيت هم ولري بيا هم په خټه افغان دئ٠ ځکه افغان او پښتون يعنی يو٠ لکه جرمن المانۍ او دوچ، يو واحد قوم٠
هو، ګرانه دا زما شخصي نظر ندئ بلکه دا زمونږ تاريخي هويت دئ٠ ظاهر شاه بابا او کرزۍ صاحب که دغه ملي افغاني تاريخي هويت ته يې په اساسي قانون کي پاملرنه ونکړه، پايله به سمه نه وي٠ مونږ بايد جدي پدې هکله خپل ږغ د مقاماتو غوږو ته ورسوؤ او په ډاګه کړو چه پښتانه ګره هم بېسواده ندي٠
هيله مند يم چه سم او ستاسو د قناعت وړ ځواب مې ليکلئ وي٠ او له پښتنو خويندو او اوروڼو هيله کوم چه پټه خوله پاتې نسي چه دا خورا لوړ ملي افغاني د حيثيت خبره ده٠ که څنګه؟ په درناوې٠ غروال

د افغان ملي هويت د رسمي پېژندنې په هيله



ليلماـ الفت
04.11.2003

همداسي ده زما غروال وروره!
لمړۍ سلامونه بياهمدا اوس مي واوريدل چه په اساسي قانون په مسويده کښي چه نن ښاغلي کرزي ته وراندي سول راغلي دي چه ملي سرود به په پښتو وي
نو دلته پوښتنه پيدا کيږي چه دا ولي بايد په پښتو وي پښتو دي ملي ژبه نه وي او سرود دي په پښتو وي چه پښتو او دري يوشان په څلورمه ماده د دولت کي په ترازو تلل سويدي نو په کوم دليل بيا پښتو دا امتياز پيدا کړ چه ملي سرود دي په پښتو وي ؟
چه دواړو ژبو ته امتياز ورکوي نو سرود به ئې هم نيم په پښتو او نيم په دري جوړ کړئ وائ او د روسانو په وينا دګډو ملتونودسرود نوم به ئې ورکړئ وای دملي کليمه به ئې ځني ليري کړی وائ که چيري موږ د دغه قانون جوړونکو څخه پوښتنه وکړو چه دا په کوم دليل راغلي دي چه ملي سرود بايد په پښتو وي ځکه تاسو خو پښتو ملي ژبه نه ده ټاکلې هغه ژبه چه ملي نه وي په هغه ژبه سرود کله ملي کيدای سي ؟
نو ددوي جواب به سل په سل زره کي ددي پوښتني په جواب کي دا وي ـ چه پښتو تاريخي قدامت لري او پښتانه نسبتاٌ تر نورو ډير دي
نو مجبوراٌ دا پوښتنه را منځ ته کيږي چه پښتو تارخي قدامت لري او پښتانه اکثريت دي نو ولي د ملي ژبي حق نه ورکول کيږي ؟
ګرانو وړونو ما مخکي هم ويلي وه او اوس تکراراٌ بياوايم چه موږ هيڅ دا حق نه لرو چه په زړو سياسي ګونګوسوسر خوږ کړو لکه بعضي وړونه چه ئې په دې پاڼه کي ليکني کوي ترڅو چه مو په اساسي قانون کښي دپښتو ملي حق ګټلئ نه وي ا ولين چه پر موږ لازم دي هغه دژبي ملي کيدل دي بيا وروسته په هغه ژبه بحث کول دي
که موږ خپله څه ونکړو نو په موسی معروفي غوندي قانون جوړونکو څه نه کيږي افسوس دي وي پر هغه چا چه دخپل ملک ،خپل اولس او خپلي ژبي ملي هويت نه وي ورمعلوم که دهادي ورور پر ځای زه دښاغلي معروفي مخته ناسته وای اوده داخبره کړې وائ نو خپل بنګړي به مي کښلي وائ او ور په لاس کړي وائ چه ملي دا معنا چه دښځي بنګړي په لاس که دا هم پر تا ډير دي زما په اند ده دقانون پوهني ترمخه په لمړۍ ټولګۍ کي دا نه وه لوستلي چه الف،الله ـ ب، بابا ـ پ، پښتو ـ ت، توپك
د پښتو لپاره دجدي او ډير ژر عکس العمل په اميد ..........ستاسي کشره خورليلوماالفت


م ن غروال
05.11.2003

ښاغلئ فرهنګي افغان صاحب نېکې هيلې او سلامونه درته وړاندې کوم٠
ستاسو نېک احساس د پښتو او پښتنو لپاره زيات خوښ کړم٠ درسره هم ﻻرۍ يم٠ يو شئ غواړم عرض کړم چه بعضې شيان په اند يا نظر اړه نلري٠ هغه تاريخي واقعيتونه دي ثبت دي هغه د چا په نظر کوم اړه نلري٠ ستاسو پورتنې ليکنه کي ستاسو نظريات شته خو بعضې يې تاريخ دي٠ لکه د افغانستان ملي ژبه٠ ما پدې هکله ښاغلي پاڅونوال صاحب او خالد هادي صاحب ته ځواب ليکلئ دي که لوستي مو وي تکرار ته ئې بيا ضرورت نشته٠ پښتو نه يوازې ځکه ملي ژبه بايد وي چه پښتانه ډيرکي دي بلکه دا ملک غرونه دښتې او سيندونه د افغان دي ځکه خو افغان -- ستان دي٠ ا و افغان څوک دي؟ افغان په قوم په خټه په اصل په نصب پښتون دي٠ ځکه بايد پښتو ملي ژبه وي٠ د تابعيت قانون له مخې روسۍ جرمنۍ امريکايۍ هم کيدائ شي افغان شي لکه افغاني تاجکان اوزبکان او نور٠ اما په خټه يا تاجک دي يا هم نور٠ د ټول افغان په لومړۍ مخ کي (( پښتون كه افغان؟)) وګورئ چه هلته مې پدې هكله رڼا اچولې ده ٠ستاسو د مشورو او اڼګېرنې په تمه٠ ٠بريالۍ اووسۍ ٠ غروال


فرهنګي افغان
19.11.2003

دلوی خدای په نامه
د ستر آريايي ولس اپګان ، اپګانا، اوګان ، افغان ، پکتيک ، پکتون ، پختون او پښتون د پايښت او لوړتيا په هيله .د تاريخي او لرغوني پکتيانا ، پکتيکا ، پختونخوا، پښتونخوا او افغانستان د پايښت او سرلوړۍ په تمه
ګران غروال صاحب او قدرمنو خويندو او ورونو !
هيله ده زما نېکې هيلې ومنۍ .په تېر بحث کې چې ما کومو ټکو ته اشاره کړې وه او د هغو پر بنسټ مې دپښتو ژبې ( ملي توب ) او عموميت غوښتی و ، په اصل کې هماغه شان چې غروال صاۀب ورته اشاره کړې دا زموږ د هېواد او د پښتنو د تاريخ يوه برخه ده .خو راځۍ چې لږ شاته لاړ شو او د اسلام د مقدس دين نه وړاندې کله چې موږ بودايان او زردشتان وو او په هغه وخت کې د ( سالو وږمه ) په نوم يو پښتو کتاب موجود و چې له بده مرغه يوازې نوم يې تر موږه رارسېدلی او خپله اثر نشته . دا د څېړنې له پلوه څه مانا لري ؟ مګر دا په دې مانا چې دغه خاوره هماغه وخت هم د ادب ځانګو وه؟ او يو داسې ښکلی او پوخ عنوان دغه کتاب ته ورکول په څه مانا ده ؟مګر دا په دې مانا ده چې دلته پښتانه په پراخه توګه اوسېدل او ژبه يې په ادبي پخوانيو ښوونځيو کې دومره پخه شوې وه چې داسې يو پوخ نوم د خپل دغه شان کتاب لپاره وټاکي ؟ که لږ پام يوې بلې خوا ته واړو او د( بغستان ) څخه د لاس ته راغلې حماسې چې ( نه ضدي يم او نه اړي يم او نه درواژن .......) مانا څه ده ز مګر دا نه ښيي چې پښتانه دلته دومره په پراخه کچه موجود وو ، او دومره پياوړي و چې د ژوند او کار لپاره يې دغه شان اصول او قوانين لرل
؟ او که وړاندې لاړ شو او په اوستا او ريګويدا کې زړه پښتو او لرغوني پښتانه وګورو ، او د باګرام ، ټولې ګندهارا ، کابلستان ، هډې او ټکسيلا په مدنيتونو کې د دوي ونډه ځانته مجسم کړو ، مګر دا په دې مانا نه ده چې دغه تل ځپل شوی ملت په هماغه وختونو کې د سيمې چارواکی او مشر و؟ بلې دا همدغه اصل راسره تايدوي .او د اسلام له مقدس دين نه وروسته له کوشاني مشرانو نيولې بيا تر غوري ، ابدالي ، غلجي ، خټک ، يوسفزي او نور نور پښتانه نه دي چې په همدغه پراخه سيمه کې اوسېدلي او د خپل پلرني هېواد اصلي وارثان و او دي او تر ننه يې د دغه مدنيت او نويو پرمختګونو سره ځان جوړ کړی خو هيڅکله هم چا په آرامه نه دي پرې ايښي .همدغو افغانانو د خپلو ګاونډيو هېوادو لکه د ماورالنهر ازبکانو ، پارسيانو ، تاجکانو ، مغلو ، صفويانو ، هنديانو ،پنجابيانو ، فزلباشانو او نورو ورونو ته پناه ورکړې ، په خپله غيږ کې يې نيولي .د افغانستان تابعيت او تذکرې يې ورکړي ، بچيانو ته د تحصيل او کار زمينه برابره کړې او له ځان سره يې په پراخې ټنډې منلي خو هر وخت د همدغو ناسپاسو لخوا پښتون وژل شوی ، رټل شوی او دا دی نن خو يې په دې خاوره کې بيګانه بولي .احمد شاه مسعود به ويل (( من کابلی را ميخواهم که درواړه اش را تک تک کنی ، از آنطرف کسې نګويد که (( څوک يې )) ) هغه پښتنې ضد مبارزه چې ننيو واکمنانو او ټوپکيانو راپيل کړې دا له نورو ورته په ميراث پاتې ده .که د ماورالنهر ازبکانو ړ پارسيانو او د چنګيز د وخت يرغلګرو دا پښتانه قتل عام کول ، وروسته بيا دا وظيفه ګورګانيانو ،صفويانو او شيبانيانو واخيسته او بيا وروسته سلطان محمود غزنوي ته په ميراس پاتې شوه چې ټول پښتانه يې قتل عام کړل او بيا په معاصر وخت کې دا وظيفه ببرک کارمل ته ورپه غاړه شوه او بيا رباني او مسعود او دوستم او مزاري او خليلي واخيسته او دا دی اوس اوس د جناب کرزي په موجوديت کې فهيم ، قانوني ، عبدالله ، موسی معروفي او د اساسي قانون د جوړولو نورو جنايتکارانو اخيستي او هره ورځ د دې ژبې د ورکولو نوي پلانونه جوړوي .زما په اند که چېرې پښتانه په ټوليزه توګه راويښ نه شي او يوه پراخه تنظيم شوی مبارزه راپيل نه کړي نو باور ولری چی دا ستميان او د هغوي باداران به دپښتو وروستۍ جرړې هم وباسي .
وياړ پر هغو پښتنو چې د پراخ پښتون د يووالي لپاره کار کوي او په دې لاره کې ټول پښتانه ورته يو ستر پښتون قام ښکاري او د مجاهد ، کمونست ، خلقي او بل بل په نوم يې سره نه ويشي . مننه


نقاد
20.11.2003

درنواو پتمنو خويندو ورونو، له سلامونو وروسته به ووايم چې خوښ شوم ، د هيواد دوست صاحب له خوا پرانيستی ګردی ميز ايله اوس راتوداو جالب شو ،چې د پښتو توده موضوع په کې مطرح شوه .

زما د دروند فرهنګي افغان ، درانه غروال صاحب او ګرانې خور ليلمأ جان الفت ليکنې ډيرې خوښې شوې .
په تيره بيا د فرهنګي افغان ليکنې، څيړنې او غوښتنې رغنده او عمل ته هڅوونکې دي . زما په اند مونږ بايد
په وطن کې د ننه له دغه بهير سره اړيکې ولرو ، ترې خبر شو او په ټول افغان کي انعکاس ورکړو. تر اوسه څر ګنده نه ده چې لويې جرګې ته د استازو په ټاکنه کې د ملي ژبې په اړه څومره بحثونه شوي او استازو د خپلو ټاکونکو په وړاندې کومې ژمنې او وعدې کړي دي . ايا استازي په دې برخه کې څه دريځ لري او څوک څوک تر کومه ځايه په دې برخه کې د ډاډ او اطمينان وړ دی . زما په اند بايد هيڅ پښتون وکيل ځان ته د وکالت حق ورنکړي ، که چيرې دپښتو ژبې د ملي توب څخه د فاع و نکړي او يا يې په پلوۍ رايه ورنکړي .ددغسې استازي له ټاکلو څخه دې خدای پښتانه وساتي ! آمين ! .


Siya sat


ع کريم حليمي
11.01.2004

وطنوالو سلام ! ډير لږ وخت دمخه داسي دا سي حال وو چه د n.y خلقو به ټوکه وکړه دايران خلګ ٦ مياشتي ورسته دا ټوکه واورده ٠او دقندهار خلقوته به٤ کاله ورسته ور ورسيده ٠ نو زه ډيره مننه کوم ددغه side دخاوند څخه چه چه د دونيا تناو ئی ؤ افغان ته لنډ کي يعنی ټوله پښتون چه نړي په هر ګوټ کي چه وي په عيني وخت کي خاندو
يو ورور ليکي چه سيا ست ډير بد دي ولي چه دوستان سره ليرې کوي دا خبره رشتا ده په هغه وخت کي چه په سياست د بل حق وخوری (نوم ئې دملي منافعو پر اښی وې اوشخسي ګټی په کوي) دغه په اصلکي غل دي نه دي صاحب د سياست ٠ د فاميلي ،تجا رتي، ملي،..........سياستو فرق بايد موږ وکړو٠
که څوک مخلص نه وي دغه انسان يو بدترين د انسانانو دی دی دی ٠ څوک چه خداي ته عبادت کوي او اخلاص وه نه لری عبات ئی خداې نه قبلوې (بي ايمانه دي ) دهر افغان دا ايماني وظيفه ده د هغه چا څخه خوابدي وي چه مخليص نوي ٠ يا په بل عبارت دغه د حق اظهار دي که موږ د حق اظهار وه نکو دغه حال به مو وی ٠
په جامعه کي پر يوه ډله خلګو د حق حفاظت فرض دي په داسي حالکي چه د مال ،سر ،نفس حفاظت ونکړي يوازي د حق ساتنه وکي چه دغه ډله خلګ زموږ په جامعه کي ډير کم دي ٠ که ګران لو ستنکي پر دغه فکر وکي ښه به وي
ع٠ک٠ حليمي


hewaddoost
15.04.2004

ګرانو دوستانو!
خويندو او ورونو !
ډېر به خوښ شم که زما درناوی او نېکې هيلې ومنئ .
دغه ګردی مېز ما هغه وخت راپرانيست چې په افغانستان کې د نوی اساسي قانون د جوړولو لومړنۍ هڅې روانې وې .او دا دی تر ننه ستاسو د قدرمنو دوستانو په همت فعاله روان دی .اجازه راکړئ چې له تاسو ټولو د زړه له کومې مننه وکړم .زموږ او تاسې برخه اخيستنه يوه علمي ونډه ده او دا کار بايد په مطبوعاتو او انترنيت کې پريمانه شي ،آسانه شي او د ټولو لپاره د استفادې وړ وګرځي .زه خوښ يم چې په تول افغان سايت کې تول کارکوونکي او ليکوالان او همکاران پر علمي ، مسلکي او ګټورو ميتودونو ډډه لګوي او دلته لکه يو شمېر نور سايټونه د کنځلو داو د اخلاقئ زمينه نشته . په هر خال موږ د قانون بحث راپيل کړ اواوس په افغانستان کې زموږ د بحث وړ قانون نافذ دی ،هغه وخت زموږ خبرې پر احتمالاتو وې
خو اوس چې نه يوازې اساسي قانون ، چې قانوني دولت هم لويې جرګې جوړ کړ، زه چې ګورم لومړی خو دغه قانون زموږ د ملت د زياتره وګړو له غوښتنو او هيلو سره په يووالي کې نه دی او له بلې خوا قانون ملت د نويو ټکرونو سره مخامخ کړ.
اوس ګورو چې همدغه قانون د افغان ملت د پاشلو موجبات برابروي ،او بېلتون غوښتونکو عناصرو ته د ورانکاريو نوی لارې ـ چارې ور په ګوته کوي .
له بلې خوا هغو کسانو چې قانون پاس کړ ، دا دی ګورو چې پخپله هماغه قانون او د هماغه قانون مواد او اوامر تر پښو لاندې کوي .
څه فکر کوئ چې دغه په اصطلاح قانون به نوې غميزې او د قومونو تقابل رامنځته نه کړي ؟
تولنه به د عقيدتي ستونزو سره مخامخ نه کړي ؟
د دموکراسۍ د جوړولو په کار کې به افغانان له يوې اوږدې لارې سره مخامخ نه شي ؟
په درنښت

هېواددوست


م ن غروال
17.04.2004

ښاغلئ هېواد دوست صاحب احترامات عرض کوم٠
د هېواد اساسي قانون که نيمګړۍ وي او که ستونزې رامنځ ته کوي يا هم ممکن ترخې پايلې ولري دا زما په آند د خبرو يو څو ګامه هغې خوايا لږ وړاندې دي٠ نن چه اکثره په قدرت دي دا هغه سياستوال دي چه د اکثرو ﻻسونه د ملت په وينو سره دي٠ دوئ چه د غربي پوځيانو ملاتړي دي نو لږ يا ډيره يې خبره د اورېدو ده٠ پدې به بحث نه کوؤ چه ﻻ تر اوسه افغاني حکومت په خپلو پښو نه دې درېدلۍ ﻻ ډير کړکېچونه دي چه بايد تر شا شي٠ هيڅ وخت ممکنه نده چه سړئ د يوه اصيل اسلامي او افغاني قانون او د هغه د تطبيق تمه له داسې يوه هېواد څخه وکړي چه د حکومت سياسي ارګان اکثريت وګړي يې مجرمين متجاوزين او وطنپلورونکي وي٠ او د هېواد اقتصاد په صفر کښي او د امنيت ساتندويان هم پردي وي٠
زما په آند مونږ نه يوازې زغم او برده بارۍ ته اړتيا لرو بلکه ډيره زياته اړتيا ليدل کيږي چه د نني حکومت له هغو سياسي مشرانو سره چه د وطن او خلکو او د هېواد دراتلونکي غم ورسره دي او الحمدالله ﻻسونه يې هم د هيچ چا په وينو ندي سره، خپلې نږدي هراړخيزه سياسي مرستې وکړو چه ورځ په ورځ د ملي خاينانو د تګ ﻻرې کوڅې تنګې شي او ګام په ګام له خپلو نني واک څخه راوغورزي او د افغاني عدل ميز ته هر يو ودرول شي٠ نو هله به وي چه قانون به قانون او تطبيق به يې هم انشأالله پلۍ شي٠
ډيره لويه عجيبه وه چه د پښتو له ژبې سره يې د ملي کلمه رسما لرې کړه٠ او په څنګ يې ازبکي ژبې ته رسميات ورکړل٠ چه البته نه د هېواد د دردونو کوم درمل کيدای شي اونه هم د کومو ژوبلو پټۍ!!!
زه يقين لرم چه که وطنپال سياستوال خدای ج بري ته ورسول نو دا قانوني ستونزې به هم انشأالله تعالی حل شي، چه وخت ته اړتيا شته داسي په بيړه چه مونږ هر يو يې هيلمن يو له بده مرغه شرايط او سياسي او اقتصادي ستونزي دي چه ورسره ﻻس په ګريوان يو٠ چه له دغو ستوونزو هم خورا مهم ټکۍ د وسله والو بې وسلې کول دي چه بايد زر تر زره تر سره شي٠
که څه هم پدا څو لنډو جملو ستاسو د پوښتنو ځواب هم ممکن پوره او کامل نه وي اما لنډيز د مسئلې کيداشي چه ما عرض کړئ وي٠ په درناوې
غــــــــروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more