نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي وحدت څشی دی او څنګه رامنځته کيږي ؟
tandar
15.10.2010
د ملي وحدت د سرليک لاندې ښاغلي حامد صيب د ملي يووالي اخلاقي باورسټونه بيانول غواړي ، خو متاسفانه
په بنډارونو اخلال شو. ددې له پاره چې نوموړی خپل کار ته پرېږدو ، څو خپله ليکنه په آرامه وغځوي او کله چې سرته ورسېده
مونږ او تاسې به ترې د يو ماخذ ( اخيست -تون) په توګه ګټه پورته کړو .
له دې کبله د محترم تندر صيب له نظر - ليکنې
نيولې تر پايه ټولې دلته را وليږدول شوې ، څو تاسې درانۀ ليکونکي پرې د خپلو اندتوګو څرګندونو ته غځونه ورکړئ !
[color=blue:ff7810719a]په مينه ، درنښت او سلامونو !
[/color:ff7810719a] وطنمل
.......................................................................................................................................................................................................................
[color=red:ff7810719a]تندر :[/color:ff7810719a]
دا دردیلی ملت که ازادی غواړی ،ملی ناموس غواړی او خپلو بچو ته یو راتلونکی خوشبخته ژوند په خپل ټاټوبی کی غواړی؟
نوملی یوالی ې یواځنی نسخه ده٠ تر هغی پوری چه ملی یوالی مینځ ته نه وی راغلی ددی ملت حالات به لا نور هم بدبخته او بدتره شی٠
یوالی دنیکمرغی لومړی شرط دی٠
میوند ننګیال
15.10.2010
هو پښتانه بايد ځان خرڅ نکړي او خپل همت له لا سه ور نکړي اول تر ټو دپښتنو
يووالی او بيا دپښنو دقاتلانو محمکه٠
سلامونه !
خو ملی یو والی له چا سره د هغه چا سره چی په زرهاوو پښتانه یی وژلی له هغه چا سره چی د پښتنو انجونو ته یی بی عزتی اړولی ده له ربانی سره له دوستم سره له چا سره او ل پکار ده پښتانه خپلو کی متفق شی ږ
تر ځو چی پښتانه نوی متفق نه ملی یوالی را خی نه سوله او نه حکومت جوړیږی .
و.افغان
15.10.2010
محترم ، دروند او عالم ورور حامد صاحب:
سلامونه او احترامات مې قبول کړئ.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ما شاء الله تعالی، ډېره ښکلې لړۍ مو پيل کړېده، رب جل جلاله دې د استمرار توفيق
درکړي.
د وطن د ټولو تنکيو معصومو ماشومانو، کونډو، يتيمانو، مظلومانو او مستضعفينو
دعاګانې درسره ملې دي.
په درنښت
رښتینی
15.10.2010
محترم وهاج صاحب مننه او کور مو ودان
الله سوکاله لره او له نورووروڼو هم مننه کوم
ستاسو د ګډون په هیله
عادل عادل
16.10.2010
سلامونه
داسې نسخې چې محض یوالي ته مو ورسوي، نه تنها چې فایده نلري بلکه بیمار وجود به مو په نورو پیچلو جانبي بیماریو هم اخته کوي.
زه د ښاغلي میوند ننګیال ورور د خبرې په تایید او یو څه ادامه داسې نظر لرم چې افغانان باید لومړئ یوالي ته د رسیدو په خاطر د سپیڅلو معیارونو په بیارغاونه کار وکړي، نوموړو معیارونو ته په التزام لومړئ ځان او بیا ټولنه وهڅول شي، تر څو د یوالي د منځ ته راتلو لپاره یو واحد محور رامنځ ته شي.
د حامد صیب مرغلرې خبرې د پیل لپاره نه بلکه د پورتني یادشوي محور د رامنځته کیدو نه وروسته مرحله کې د موثرې استفادې وړ دي.
باور لرم چې ښاغلئ ننګیال صیب به پښتنو ته د محض یوالي هیله نلري.
د محض یوالي ښه بیلګه د شمالي ټلوالې د ډول غیر مقدس یوالئ دی، چې جانبي عوارضو او پیچیده بیماریو یې د مربوطه مسلمان ولس یوه لویه کتله د غفلت په یوه داسې سرساموونکي خوب سره ویده او ړنده ساتلې چې هم حق ترې ورک دی هم حقیقت.
عنوان
tandar
16.10.2010
عادل صاحب دیوالی دنسخی محتویات ښاغلی حامدصاحب یوڅه واضیح کړی دی او دجانبی بیماریو اثرات ې زمونږ دملت په رګ ،رګ کی زیات له ٣٠ کاله راپدی خوا داسی تاثیر کړیدی چه ټول ورته حیران پاتی یو ،نوځکه دیو چا په لټه کی یو چه په علاج ې پوه شی اودا داکټر داسی یوڅوک کیدلای شی چه په خپله ې ددی رنځ دردونه لیدلی او تیر کړیوی٠
زه دلته له واقیعت نه خبری کوم ٩٩ فیصده لیکوال نه پیژنم مګر له لیکونو او اندو څخه ې سړی پیژندلی شی،چه له دوی څخه دښاغلی پتوال صاحب وړاندیزونه البته زما له نظره دډیر قدر وړدی٠
دیوالی په پروسه کی اول ددښمنانو کوښښونه اولین جانبی مکروب دی چه باید په نظر کی ونیول شی٠ او داسی نور٠٠٠٠٠
مګر بیا هم له زړه نه یوالی دبری لومړی شرط دی٠
عادل عادل
16.10.2010
سلامونه
ښاغلئ تندر صیب
د پتوال صیب د نسخو په مفیدیت کې خو هیڅ شک نشته، خو بیمار مسکین ته د پرهیز تر نامه لاندې د نه خوړلو دومره زیاته توصیه کوي چې که اوبو اخیستئ بیمار یې ومني نو تر درملنې وړاندې به لحد ته رسیدلئ وي.
رښتینی
16.10.2010
،
درنو وروڼو او مشران زما له دی لیکنو نه مطلب بحث نه و
خو تاسو بحث راونښلاوه خیر پروا نلری تاسویی په ضمن
کی بحث روان لرئ او خپل کار کوئ زه به خپل کار کوم :)
ځکه دځینی وروڼو نظر می خوښ نشو نوخپل کار ته دوام می
غوره وباله
په مینه
mehman
16.10.2010
دوستان گرانقدر سلام بر شما!
در اصطلاح " وحدت ملی" کلمۀ وحدت در زندگی یک اجتماع اهمیت خاص دارد، به دلیل این که امنیت ناشی از وحدت است، اگر وحدت نباشد امنیت ملی هم تأمین شده نمی تواند. اگر امنیت نباشد طوریکه همه میدانند مشکلات مردم در تمام عرصه های زندگی افزایش مییابد.
منظور از وحدت چیست؟
یعنی همه ای مردم یکسان فکر کنند؟ هرگز نه!
یعنی همه ای مردم یکنوع سلیقه ی سیاسی داشته باشند ؟هرگز نه!
یعنی همه ای مردم یک چیز را، یک شخص را، یک شخصیت را ،یک جناح را و یا یک گروه را بخواهند ؟ هرگز نه!
معنی وحدت اینها نیست ! وحدت مردم ،یعنی نبودن تفرقه و نفاق و درگیری و کشمکش در بین شان است. اختلافات احتمالی که در زندگی مردم یک اجتماع به وجود می آید باید از طریق مفاهمه حل گردند.
با تقدیم حرمت
ډاکټر څپاند
17.10.2010
درنو هيوادوالو سلامونه ومنئ،
دملي وحدت په هکله دوه ډوله بحث شتون لري٠يو دژبې او کاغذ دويم عملي
ګامونه٠
لوی خدای ج فرمايلي ان اکرمکم عندالله اتقی کم،يعني الله ج ته هغه څوک نږدې
دی چه متقي اوپرهيزګار دی٠دغه راز خدای ج فرمايلي چه تاسو مې په شعبو
او قباېلو ځکه ويشلي ئی چه وپيژندل شې٠
پس که څوک عرب پر عجم،تاجک په پښتون مرجه او دامتياز وړ بولي،دلوی خدای ج دپورتنيو هداياتو نه سرکشي کوی اوګنهکار دی٠
په عمل کې، ټولو ته دمنلو وړ ده چه حق بايد حقدار ته ورسېږي٠
ترکاڼ،ډاکتر،ښوونکی ٠٠٠٠ هر يو خپل کار پخپله په ښه توګه پر مخ بيولی
شي،که داسې نده؟
که پښتانه د بيلګې په ډول دقضا دادارې لپاره متخصص ونلري مګر که لاهم
سرزوري وکړي چه قاضي بايد حتما پښتون وي،دا ډول طرحه ،بې انصافي
ده ،که څنګه؟
مګر دملي وحدت دتامين اوديوه عادلانه نظام د رامنځ ته کولو لپاره ،پوهنې
اقتصادي ودې او تر ټولو دمخه [color=white:fad41687ee]دهيواد ازادۍ او صلحې[/color:fad41687ee] ته ضرورت دی٠
ترهغه ځايه چه مالومات لرم ،ددی بحثونو په ګډون کونکو کی داسي څوک نشته
چه په عملي توګه دملي وحدت دتامين لپاره عمده امکانات په اختيار کې ولري٠
زموږ يواځنې امکان ليکل او تبصرې دي٠که موږ دلته په سرزورې سره
ددی يا هقه قام،مذهب او دسياسي انديښنو شاليد ته په کتو سره قضاوت وکړو او دهغو مسلکي،سياسي او ذاتي پوهه او دهغو تقوی ته توجه ونکړو،
ددی مانا دا شوه چه موږ پخپله دملي وحدت دښمنان يو٠
وصيل پېروز
17.10.2010
ټولوګډونوالوته !
السلام عليکم
زه هم غواړم دعادل صيب دنظريې په تائيدڅوکرښې وليکم .
په رښتياهم کوم ټکي چي حامدصيب بيان کړي داهغه څه دي چي دملي يووالي تر راتللووروسته په کارراځي لومړی ضروری شی دادی چي کوم اوصاف چي ښاغلی حامدصاحب يې بيانوي څه ډول په انسان کي پيداکړای شي ياپيداشي ؟ هروخت چي يوانسان ددې وصف څښتن شونوله دې وروسته دملي يووالي دراتلوامکان شته .
دحامدصيب خبرې يقيناًټولي مرغلرې دي خوبايدحامدصيب داهم په نظرکي ورسره ولري چي په انسان کي داځانګړنې څرنګه اوڅه ډول پيداشي څوملي يووالي ته لاره خلاصه شي،ترڅوچي داوصفونه په انسان کي پيدانه کړای شي اوياپيدانه شي ترهغوبه موږدملي يووالي مخ ونه ګورو.
حامدصاحب داښودلي چي ځان خوښونه دټولنې لپاره ترټولوخطرناک شی دی خودا يادونه يې بايدکړې وای چي که په چاکي دځان خوښونې وصف وي څرنګه کولای شي چي ځان ترې خلاص کړي څودملي يووالي دراتلوپه لارکي داخنډهم له منځه ولاړشي .
دټولومسلمانانوديووالي په تمه
17.10.2010
................................................................................[color=blue:dde3f8c7dc]د لوی خدای په نامه [/color:dde3f8c7dc]...........
بيلابېل ټکي په ټکي-ې درته وايم ...... له توحيد وروسته وحدت دغسې ستايم ستايم :
که :
هر [color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc]پښتون چمتو شي چې اول د تاجکو بيا ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د پښتنو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر[color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc] تاجک چمتو شي چې اول د پښتنو بيا ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د تاجکو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc] ازبک چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د ازبکو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc]هزاره چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د هزاره و استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc]ترکمن چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، ازبکو، هزاره و، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د ترکمنو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر[color=blue:dde3f8c7dc]وحدت غوشتونکی [/color:dde3f8c7dc] بلوڅ چمتو شي چې اول د پښتنو، بيا تاجکو، ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د بلوڅو استازيتوب وکړي او همدې ډول
نور د افغاني اهل هنودو پورې!
[color=red:dde3f8c7dc]نو هله ملي وحدت شته ، خوندي او فولادي دی ، مسله حل [/color:dde3f8c7dc]او همدغه لار د ملي وحدت د رامنځته کولو يواځينۍ لار ده !
هو! : که زه وايم چې تۀ يې او تۀ وايې چې تۀ يې ، هم به ټول واحد ملت او هم به آزاد يو انشالله !
که چمتو ياست چې دغسې تغير په ځانونو کې راولئ نو :
[color=blue:dde3f8c7dc]بسم الله ، الله اکبر ، ولا حول و لا قوة الا با لله ، وهو علی کل شئ ٍ قدير [/color:dde3f8c7dc] ووايئ ، توکل په الله کړئ او راځئ چې
د همدې له پاره لاسونه سره يو کړو ، د ملي وحدت او آزادۍ د سوله ييز مقاومت سياسي غورځنګ [color=red:dde3f8c7dc] هم[/color:dde3f8c7dc] پرانيزو !
[color=red:dde3f8c7dc]آيا تاسو په دې کې څه واياست ؟؟؟؟ او کۀ بې له چون و چرا يې منئ ؟؟؟؟؟؟؟، رايه او نظر مو غواړم !!!!![/color:dde3f8c7dc]
[color=blue:dde3f8c7dc]و من الله التوفيق ![/color:dde3f8c7dc]
وصيل پېروز
17.10.2010
[quote:d58b06f3f6="پتوال"]
که چمتو ياست چې دغسې تغير په ځانونو کې راولئ نو :
[color=blue:d58b06f3f6]بسم الله ، الله اکبر ، ولا حول و لا قوة الا با لله ، وهو علی کل شئ ٍ قدير [/color:d58b06f3f6] ووايئ ، توکل په الله کړئ او راځئ چې
د همدې له پاره لاسونه سره يو کړو ، د ملي وحدت او آزادۍ د سوله ييز مقاومت سياسي غورځنګ [color=red:d58b06f3f6] هم[/color:d58b06f3f6] پرانيزو !
[/color][/quote:d58b06f3f6]
يوځل بياګډونوالوته سلامونه اونېکي هېلې وړاندي کوم
پتوال صيب ! هوموږديووالي غوښتونکي يوچي ټول مسلمانان پکي يوشي اودتورسپين ، عجمي عربي ، پښتون ، پنجابي توپيرپکي ونه شي بلکي ټولوته ديوه مسلمان په نظروکتل شي اوهغه څوک غوره وګڼل شي چي په کلکه ددين پراساساتوعمل کوي ، که موږملي يووالی غواړونوزموږلپاره ترټولولومړی شرط دادی چي موږبايدلومړی دخپل دين په اساساتوځان په ښه ډول پوه کړوچي اسلام موږڅه ډول وحدت ته رابولي اوپه دې لاره کي يې کوم اصول موږته ايښي دي چي په پلي کولوسره يې موږپه ځان کي وحدت اويووالی راوستلای شو؟.
الله جل جلاله موږته په قرآن کريم کي امرکوي چي واعتصموابحبل الله جميعاولاتفرقوامعنی داچي دالله جل جلاله پررسۍ منګولې ټينګې ولګوئ اومه وېشل کېږئ ، که ووېشل شوئ نوبيايې زيانونه هم بيان شوي دي . که موږهمداسي يوموټی پاتي شواوپرځان دالله جل جلاله اورسول الله صلی الله عليه وسلم اوامر پلي کړونوالله جل جلاله موږته داسي ژمنه راکوي چي هيڅ کله نه غلطېږي اونه الله جل جلاله له خپلې ژمنې تېرېږي (وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنين ) معنی داچي تاسولوړ ياست خوکه له ځان څخه رښتني مومنان جوړکړئ .
دوحدت درامنځ ته کولوپه لارکي ترټولومهم اصل دعملي کارکول دي که دااصل شتون ونه لري نوکه هرڅومره مادې جوړي شي ، مسودې تيارې شي ، خبرې وشي ، نظريات څرګندشي ، خلک راوبلل شي او... خوديوې ذرې ګټه به هم ونه کړي . دوحدت درامنځ ته کولوپه لارکي بايددااصل هم له پامه ونه غورځول شي چي داوحدت به داسلام پربنيادوي نه ديوقومي اووطني غيرت پراساس که داسي وشول نوالهي مرسته به بنده شي اوبياترې ددوام تمه محال است وجنون .
17.10.2010
دروند ورور وصيل صيب پيروز خان ته سلامونه !
د نړۍ مسلمانان خپل هيوادونه ، واکمنۍ او ملتونه لري او د بهرنيو چارو په چوکاټ کې خپلې اسلامي اړيکي هم متقابلا سره پاللی شي ،
ولې په ملي مسايلو کې د استقلاليت حق لري اود بل اسلامي هيواد مداخلې په حقه سره ردوي . که سرحدونه کله هم له منځه لاړل او
اسلامي هيوادونه سره يو شول هلته بيا هغه څه چې تاسې يې د نړۍ د ټولو مسلمانانو له پاره له هر ډول توپير پرته غواړ ئ
ټول په ورځنيو اړتياو او اړينتياو بدليږي نو پلې کيدای هم شي ، چې د اوس له پاره اتوپي او د چتکي له خوبونو زيات ارزښت نه لري!
بالمقابل اوس د مسلمانانو ځواک د هر هيواد په خپل اسلامي، ملي او ټولنيز وحدت کې پروت دی، چې هم اسلام ، هم ملت او هم ټولنيز سياسي
تفکر يې په ارګانيک ډول نوموړی ځواک رامنځته کولی شي ! د ټولنې په اړه علمي سياسي تفکر ، ملي وحدت او اسلامي تقوا د نړۍ
د مسلمانو ملتونه او هيوادونه له هر ډول بدبختيوڅخه ژغورلی ، آزادي ، پرمختګ او نېکمرغي يې تِضينولی شي !
له دريواړو څخه يو يا بل منل ، يو يا دوه نور يې له پامه غورځول او سترګې پرې پټول د هيواد د بدبختيو او ناورينونو تاريخ
له سره پيلول دي ، چې پخوا پرې پوره پوره خبرې شوي دي او تکرار ته يې اړه نه ليدل کيږي .
څنګه چې ملي وحدت په ذهني ، معنوي او کلتوري اړيزو(عواملو) سر بېره په مادي - اقتصادي اړيکې او پيوندونه هم ايجابوي،
همدغسې د اسلامي هيوادونو نړيوال وحدت هم له ذهني او کلتوري اړيکو سر بېره د مادي، اقتصادي تجارتي اړيکو ودې او انټګريشن ته
جدا ً اړتيا لري چې له دغو عيني او ذهني فکتورونو څخه هيڅکله څوک سترګې نشي پټولی . نو ددې پرځای چې په خيالی طرحو، خيالبافيو پيل
د چتکو پشان د خوبونو په ليدلو پيل وکړو بايد په نوموړو عيني او ذهني فکتورونو اوشرايطو ډډه ولګوو تر څو د خپل هيواد
په ملي کچه د يو واقعي او ممکن بدلون د رامنځته کولو جوګه شو او بس !
ومن الله التوفيق .
عادل عادل
18.10.2010
سلامونه
ډیره به ښه وي چې د ګران حامد ورور د علمي لیکنو په استفادې سره د یوالي د منځ ته راتګ په مخ کې پرتو خنډونو ته اشاره وکړو.
د یوالي ضرورت په فردي او ټولنیز ژوند کې ډیر جوت او محسوس دی، او هر فرد او ټولنه د خپل فطري عادت له مخې کوښښ کوي د بل سره د یوالي په نیت په یوه رسئ منګولې ونښلوي، خو په تاسف سره ولسونه او افراد په تیره بیا په سیاسي ډګر کې، د تفرقه اچوونکو او متعصبو اشخاصو په لاسونو کې برمته دي، حاکمې ډلې د هغې پویه (حشرې) مثال لري چې د ضرورت په مهال د خپل مصلحت سره سم د یوالي رسئ په هرو هغو دوو نقطو په منځ کې شلوي چې د افرادو/ټولنو په منځ کې یې د سالم ارتباط او یوالي ټینګښت رامنځته کړئ، په تیره بیا که نوموړئ یوالئ د خودخواه حاکم سیوري ته محتمل ضرر وي.
له بلې خوا تر ډیره بریده یوالي ته د رسیدو ټول اسباب داسې مهار شوي چې دودیز، دیني او تاریخي مناسبتونو تنها سمبولیکه بڼه غوره کړې او هیڅ وخت ټولنې ته هغه ګټې نه رسوي کوم چې په ورته مناسبتونو کې نغښتې دي.
پخوا به زمونږ او تاسو په کلیوال ژوند کې ولس ځنې خلک/کورنئ د "هندو/هندوانو" په نامه او لقب سره یادولې، ددې بد لقب نه هدف دا نه وو چې نوموړي خلک د نسب له لحاظه خدای مکړه هندوان یا مجهول الهویه وو، بلکه ددې په خاطر چې دوی به د ولس سره په ټولنیزو مناسباتو، ناستې پاستې او راشه درشه کې برخه نه اخیسته، د جماعت تارک او د ځانځانئ منزوي ژوند به یې غوره کړئ وو ......
په تاسف سره نن سبا پورتنئ مثال زمونږ د ولس عامو خاصو ته شامل دی، په ښارونو کې څه چې په کلیو او بانډو کې هم د میاشتو په اوږدو کې خلک د خپل ګاونډي له ښه او یا بد حاله ځان نه خبروي، حتی چې خلک خپلولئ (صله ارحام) نه پالي، چې دا ټول هغه بدبختئ دي چې زمونږ د دین او کلتور دواړو سره په ټکر کې دي.
د پورتنئ بدبختی سبب که له یوې خوا د فقر او ناچارئ سپیره څپه ده خو له بلې خوا خلکو معنوي ارزښتونو ته شا کړې او د مادیاتو سره یې په بې کچې مینې سره خلک څه چې آن د خلکو خالق هم هیر کړئ دی.
په نورو اسلامي ټولنو کې پورتنئ بدبختي په بل ډول حاکمه ده، ........ د وخت کمئ، د ژوند د اضافي هوسونو د پوره کولو لپاره شپه او ورځ منډې ....... خو ددې ټولو مشغولتیاوو سره سره، که مسلمان د ورځې او اوونئ په اوږدو کې یو ځل هم مسجد ته داخلیژي نو د هماغه بلاتشبه هندو په څیر به راځي او بیرته وځي، د چا سره به د سیاسي ملحوظاتو په بنا سوڼ هم نشي کولای، د جومات امام د یوه مایکروفون نه پورته حیثیت نلري، د قانون له مخې هیچا ته خصوصي دیني او عقیدتي روزنه نشي ورکولای، خطیب ته د جمعې مبارکې خطبه د چارواکو له خوا اماده کیژي، خطیب مسکین د " چیزی که در خط است! " نه علاوه حتی چیرته په نړئ کې مستضعفو مسلمانانو ته یوه دوعا قدرې هم نشي کولای ..............دا ټول هغه ټکي دي چې زمونږ د یوالي مخه یې ډب کړې ده،......
د حامد صیب د "لوی یوالي" د مثالي مبارک انځور په تړاو زیاتوم چې له افغانستان څخه د حج په موسم کې د حاجیانو له هرې ډلې سره استخباراتي حاجی صاحبان هم شتون لري، تر څو د اسلامي ملکونو د جاجیانو سره ددوی د احتمالي ناستو پاستو او خوالو څارنه وکړي ..........
د کله نه چې زمونږ ګران هیواد افغانستان ته غیر مطبوع خیرنې دموکراسئ د اشغال په اوږو کډه راوړې، ډیرئ افغانان چې د ملی یوالي ارمانجن به هم ضرور وي، دغه دین (دیموکراسي) یې په پټو سترګو په پنځو حواسو سره ومانه، بې خبره له دې چې غربي دموکراسي زمونږ په ټولنه کې نه تنها چې ملي او ټولنیز یوالئ نشي تضمینولای بلکه کورنئ نظام هم له منځه پاشي، د ورور، خور، مور، لور، پلار، ښځې او میړه ..... په منځ کې دیني او افغاني حدودهم له یوه سره په نه رغیدونکي ډول له منځه وړي .........
عنوان
tandar
19.10.2010
وروڼو سلامونه٠
داملی یوالی ټول افغان اولس ، تاجک، هزاره،اوزبک ،ترکمن، بلوچ ٠٠٠٠ غواړی او که یواځی دپښتون قوم ارزو ده ؟
ایا تاسو معلومات لری چه په داخل او خارج کی مختلفو قوموو دپوښتنو په ضد سازمانونه اواتحادی جوړی کړی او هره میاشت هلته خپله ونډه ورکوی؟
ایاخبر یاستی چه پوښتانه ې ٣٠ کاله مخکی دخلقی په نوم تورن کول او نن ې دطاب په نوم تورن کوی؟
ایا خبر یاستی چه په همدی غرب کی دیو پوښتون دوژلو لپاره،،١٩٨١ ،، ٤٠ نفرو په ګډه پلان ګذاری کړی وه چه دغونډی مشر ې یو مزاری په نوم د محمدصادق جنګیز چه په مزار کی معلم و او په نامه داسد ،،تحصیل کرده اقتصاد در هند وخود را برادرزاده شهزاده ،سرای شهزاده، معرفی کولو ؟
دمعلم جنګیز سوال دا و،جنګیز چه خیانت کرده که امروز نام اش را کس یاد نمی کند؟ ،٠
ایا خبر یاستی چه دترابی ځامن ،مشر ې کریم نومیده،، ترابی مارکیټ،، چه اوس په امریکا کی دی دغه غونډه ورسره پلان کړیوه،یعنی په شریکه ې غوښتل چه هغه پوښتون ووژنی،غونډه وشوه دا چه ناکامه شوه هغه بله خبره ده٠
ایا خبر یاستی چه دغه پلان په نوم جمال اسیر دمیدان څخه شنډه کړه؟
نوری قیصی ډیری دی، نو ملی یوالی دټولو قومومونو دا به یو نابغه کار وی٠
دلته اوس تازه دملی یوالی په هکله خبری روانی دی مګر برعکس ې دپوښتنو په ضد دډیر پخوا څخه داسی ریشی غزولی دی چه راټولول به ې یوه لویه شاهکاری وی٠
تاسو دانټرنیټ نور سایټونه وګوری چه پوښتنو ته په کومه ژبه او لهجه حتی تر نازو انا پوری ښکنځلی رد او بد ویل کیږی٠
او اکثره ې دترجمان په نوم دیرغلګرو سره مستقیم دجاسوسی وظیفه اجرا کوی
چه زه ې پیژنم٠
خلاصه چه په پوښتون ې زور رسیږی په داخل او که خارج کی ترمرګه پوری هیڅ صرفه نه کوی ٠
او ننی پوښتون وژنه ې ښه مثال دی٠
داچه پوښتون دیوالی چیغی وهی ،شاید دوی ته داسی معنی ولری ،دیدی که مجبور شدندوحالا از برادری وبرابری چیغس میکشند ،زور را ندیده بوند،٠
نو پوښتون چه ٧٥ فیصده افغان اولس تشکیلوی ،خپل مینځ کی یوالی مینځ ته راوړی ،نوبیا جز تابع دکل دی، ټول یوالی په خپله مینځ ته راځی٠
پورتنی مثالونه زما دخپلو سترګو لیدلی حال دی ،هیڅ دسوال ځای په کی نشته٠
اول دا غټ قوم پوښتانه باید سره یو شی دا نور به په خپله راځی٠
اوکه سره یونه شی نو بیا به ارمانونه کوی٠
مننه
19.10.2010
دروند او منلی تندر صيب !
يو وحدت قومي وي او بل وحدت ملي . ملي وحدت له قومي وحدت پرته نه راځي
، هغه يې اړين شرط دی خو بسانده شرط يې نه دی .
د ملي وحدت بسانده شرط د ټولو قومونو تر منځ وروري او وحدت دی ! که د قومي وحدت موخه ملي وحدت نه وي ناوړې
او ملي ضدې نتيجې هم ورکولای شي ! تاسې پخپله د پوښتنې په ډول د ملي وحدت يو ښه تعريف وړاندې کړی :
[quote:9ebea540c0]داملی یوالی ټول افغان اولس ، تاجک، هزاره،اوزبک ،ترکمن، بلوچ ٠٠٠٠ غواړی او که یواځی دپښتون قوم ارزو ده ؟ [/quote:9ebea540c0] بېشکه که يواځې د پښتون قام آرزو وي او د بل هيچا هم نه وي او نه يې کوي، نو بيا پرې
د ملي وحدت نوم نشو ايښودلای، بيا قومي وحدت دی او بس . خو ستاسې په عبارت که : [quote:9ebea540c0]دا... یوالی ټول افغان اولس ، تاجک، هزاره،اوزبک ،ترکمن، بلوچ ٠٠٠٠ غواړی[/quote:9ebea540c0] نو دا ملي وحدت دی
او د پلي کولو له پاره يې معيارونه هغه دي چې ما پورته په ګوته کړل . د هغې پلي کول ملي وحدت دی نو که څوک يې غواړي هم ملي وحدت
همدې ته وايي او که څوک يې نه غواړي هم ملي وحدت همدې ته وايي چې داوطلبانه هر يو د نورو استازيتوب ته ورودانګي .
که څوک اسلامي وحدت غواړي نو هم په نورو قومونو کې به مسلمانان ويني او که څوک ملي وحدت غواړي نو هم دا باور به لري
چې نور قومونه هم افغانان دي او ملي وحدت ته اړتيا لري ! هغوی يو پر بل سره راټولول او کړۍ يې پراخول غواړي . په پښتنو کې
هم ډير شر غوښتونکي شته چې ملي وحدت نه غواړي دغسې لږ او زيات په نورو کې هم ، خو مونږ په هغو حساب کوو چې د پښتنو
په څير اکثريت يې ملي وحدت د ستونزو يواځينی حل او لار ګڼي ! لهذا ستا سې دقناعت له پاره مې د هر [color=red:9ebea540c0]وحدت غوښتونکي ....[/color:9ebea540c0]وييزی پرې علاوه کړ چې ټول سوالونه په کې حل شي ، نو دغه بڼه يې غوره کړه :
که :
هر [color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0]پښتون چمتو شي چې اول د تاجکو بيا ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د پښتنو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0]تاجک چمتو شي چې اول د پښتنو بيا ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د تاجکو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0]ازبک چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د ازبکو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0]هزاره چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د هزاره و استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر[color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0]ترکمن چمتو شي چې اول د پښتنو بيا تاجکو، ازبکو، هزاره و، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د ترکمنو استازيتوب وکړي او همدارنګه
هر [color=blue:9ebea540c0]وحدت غوښتونکی [/color:9ebea540c0] بلوڅ چمتو شي چې اول د پښتنو، بيا تاجکو، ازبکو، هزاره و، ترکمنو، بلوڅو او نورو ورونو قومونو او په آخر کې د بلوڅو استازيتوب وکړي او همدې ډول
نور د افغاني اهل هنودو پورې!
په دې ډول په هر قوم کې د ملي وحدت دوښمنان په اتوماتيک ډول له پورتني غورځنګ څخه بهر پاتې کيږي او بالاخره به له ماتې سره مخ کيږي !
ملي وحدت سياسي مبارزه غواړي او له آسمانه نه راغورځيږي ، هو، د الله تعالی مرسته غواړي او پر همغه لوی ذات به توکل کوو !
ومن الله التوفيق