اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زه ولي اهل حديث نه شوم؟
شبيراحمد
16.10.2010
یارانوته سلامونه
http://www.benawa..com/fullstory.php?id=3949
درويې ګورئ .
محمدارشدحنفي
داهل سنت والجماعت له ځوانانوڅخه ( لاهور )
ماته ددې خبرپه کولوسره چې ( اهل حديث ( غيرمقلد،وهابي ) په مذهب کي دامتيانودقول اورايي په ځاى ددين هره مسئله يوازي په قرآن اوحديثوثابتوي اوخلکوته يې ښيي ) دوهابي کېدودعوت راکړل شوى ونوماددې دعوى په حقيقت پوهېدلوله پاره لاندي سوالونه له پروفيسرحافظ محمدسعيد،پروفيسرعبدالرحمن مکي،( بهاولپورى ) په شمول داهل حديثوله مختلفوعلماؤوڅخه وکړل خودخالص قرآن اوحديث په بدل کي په خالصوښکنځلواوناښايسته کلماتوځواب راکړل شو،نوله دغه ځايه ده چې زه داهل حديثوله دې دروغجني دعوې وروسته نه يوازي وهابي نه شوم بلکه دهغوئ له ګمراهي دخلاصون له وجې مي الله جل جلاله ته شکراداکړ.
سوالونه لاندي دي.
( ١ ) لااله الاالله محمدرسول الله : داکليمه صحيح ده اوکه غلطه؟ که صحيح وي نوپه همدې ترتيب دواړه جزونه په يوځاى له همغوالفاظوسره په قرآن ياصحاح سته کي راوښاياست اوهغه حديث له ټول سنداوعربي الفاظوسره راته وليکئ اوکه غلطه وي نوپه ډاګه وواياست اوماته يې هم وليکئ ؟
( ٢ ) ځيني اهل حديث علماء وايي چې لااله الاالله محمدرسول الله دويلوله پاره نه بلکه يوازي په بيرغ دليکلوله پاره ده اياداخبره ريښتياده که دروغ ؟ که دروغ وي نوچاچې داخبره کړي ګنهګاردى که نه هغوئ بايدتوبه وباسي که نه ؟ اوکه ريښتياوي نوهغه حديث نقل کړئ په کوم کي نبي عليه السلام فرمايلي چې داکلمه يوازي په بيرغ دليکلوله پاره ده دويلوله پاره نه،همدارازداهم روښانه کړئ چې که څوک داکلمه په ژبه وايي ګنهګاردى که نه ؟
( ٣ ) دحديثوتعريف داسي کېږي ( دنبي عليه السلام قول،فعل اوتقريريعني دبل چاپه کارکولودنبي عليه السلام سکوت کول دغه تعريف په قرآن کي دى که په حديثوکي که په قرآن کي وي نوهغه آيات تلاوت کړئ اوکه په حديث کي وي هغه حديث راواوروئ بلکه دواړه راته وليکئ ؟
( ٤ ) ايارسول کريم صلى الله عليه وسلم په حديثودعمل کولوحکم کړى ده ؟ ايارسول الله صلى الله عليه وسلم په حديثودعمل کلوترغيب ورکړى ده ؟ ايا نبي عليه السلام په حديثودعمل نه کولووعيدفرمايلى ده ؟ په دې باندي يويوحديث له حوالې سره وليکئ ليکن يادولرئ چې دحديث الفاظ بايدصريح وي اوکه ستاسوپه اندحديث اوسنت يوشان وي نوبياپه دې هم حديث پيش کړئ چې نبي عليه السلام پکي حديث اوسنت يوشان بللي وي،تاسوبه خپله رايه نه راوړاندي کوئ ،دغه رازکه حديث اوسنت کوم توپيرنه سره لري نوڅه وجه ده چې تاسوپه احاديثوکي په سنت دعمل کلوحکم کړى ده،سنت دعمل کلوترغيب دى اوله سنتوڅخه په اعراض کولووعيددى په يوه حديث کي هم په صريحوالفاظوسره نه دعمل کولوحکم شته اونه ترغيب اونه هم په حديث دعمل نه کولوباندي کوم وعيدشتون لري.
( ٥ ) اياپه کوم حديث کي داسي راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اهل حديث يامحمدي وو ؟ ايانبي عليه السلام دصحابه کرمودجماعت نوم ( جماعت اهل حديث ) يا ( محمدي جماعت ) يښى ده ؟ ايانبي عليه السلام دخپل نبوت په درويشت کاله زمانه کي يوازي يوځل له خپلوصاحبه کراموڅخه يوه صحابي ته داهل حديث يامحمدي لفظ کارولى ده ؟ اياکوم صحابي،تابعي،تبع تابعي،محدث،فقيه اوياکوم مفسرله فرنګي دورې وړاندي خپل لقب محمدي يښى ؟ اوپه دې نامه يې کومه ټولۍ جوړه کړي ؟ له حوالې سره يې راته وليکئ.
( ٦ ) درسول اکرم صلى الله عليه وسلم روضه مبارکه بدعت ده که نه ؟ که بدعت نه وي نوهغه آيت ياصحيح صريح حديث راوړاندي کړئ داسي چې دروضې مبارکي دجوړېدوحکم پکې وي،اوکه بدعت وي نوړنګول يې واجب دي که نه ؟ اوکوم حکومت يې چې ساتنه کړي بدعتي دى که نه ؟ دهغه په خلاف جهادفرض دى که نه ؟ دارنګه که په مکه اومدينه منوره مبارکه باندي اهل حديث قابض شي نودوئ به دروضې مبارکي حفاظت وکړي اوکه به يې ړنګه کړي ؟
( ٧ ) دجمات محراب اومينارجوړولوحکم په حديث کي شته که نه ؟ که وي هغه حديث راته وليکئ اوکه داحکم نه وي نودبيت الله شريفي اومسجدنبوي ميناربدعت دى که نه ؟ دهغوجوړونکى اوساتونکى حکومت بدعتي دى که نه ؟ دبدعت په داسي مسجدکي دلمانځه څه حکم دى ؟ اوکه وهابيان ( اهل حديث ) په مکه مکرمه اومدينه منوره باندي قبضه وکړي نودوئ به دبيت الله شريفي اومسجدنبوي ميناروساتي اوکه وران به يې کړي ؟
( ٨ ) په مکه شريفه اومدينه منوره کي چې دجنازې لمونځ له حنفي مذهب سره سم اداکېږي په داسي حال کي چې دغيرمقلدينوطريق ددې په خلاف ده،په دې دواړوکي کومه يوه طريقه صحيح ده اوکه غلطه ؟ ائمه حرمين شريفين چې دحنفي مذهب مطابق دجنازې لمونځ اداکوي هغوئ له قرآن اوحديث څخه منحرف دي اوکه نه دي ؟ ددوئ په اړه موفتوى څه ده ؟ اوڅوک چې هلته مړشي اودجنازې لمونځ يې دحرمينوائمه دحنفي مذهب په طريقه اداکړي هغوئ دجنازې له لمانځه پرته خښ شول اوکه نه ؟ که دهغوئ جنازه شوي وي نوپه هندستان اوپاکستان کي ولي غيرمقلدين په دورته خلکوپه اړه دبې جنازې ددفن کولوفتواوي صادروي ؟
( ١٠ ) شيخ محمدبن عبدالله السبيل په خپل مکتوب کي په واضحه توګه ليکلي دي چې ائمه حرمين حنبلي مذهبه دي په ( شرعي فيصلے ) نامي کتاب کي ليکل شوي ده،نواوس سوال دادى چې په دې سره نوموړى شيخ اودحرمينوائمه مشرکين شول که نه ؟ په دوئ پسي لمونځ کول روادى اوکه ناروا ؟
( ١١ ) حنفيان مشرکان دي اوکه نه ؟ که مشرکان نه وي نوتاسوولي تقليدته شرک واياست اوکه مشرک وي نوله دوئ سره نکاح کول،ددوي دجنازې لمونځ کول اوداهل حديثوپه جنازه کي ددوئ دګډون څه حکم دى ؟ دغه رازکه په پاکستان اوسعودي کي وهابيان ( اهل حديث ) دحکومت په ګدۍ کېني نودوئ په له حنبليانوڅخه زکوة اخلي که جزيه ؟ اوددوئ ( حلاله ) ذبح څه حکم لري ؟
( ١٢ ) دانګرېزله دورې مخکي په ټوله نړۍ کي داسي مسجدراپه ګوتته کړئ چې نوم يې جامع مسجداهل حديث يامحمدي مسجدوي ؟
( ١٣ ) په صحيح بخاري شريفه کي له بوټانوسره دلمانځه کولوځانګړى باب شتون لري په کوم کي چې داحديث هم راوړل شوى چې نبي عليه السلام له بوټانوسره لمونځ کاوه،په داسي حال کي چې په همدې بخاري شريفه کي له بوټانوپرته دلمانځه کولوپه اړه هيڅ حديث نشته اودنوروکتابونواحاديث داهل حديثوصاحبانوپه وينادبخاري په مقابل هيڅ حيثيت نه لري نوپه دې صورت کي له بوټانوپرته لمونځ کول دصحيح بخاري خلاف عمل دى اوکه نه ؟ اوبې له بوټانولمونځ کونکى ګنهګاردى که نه ؟
( ١٤ ) مقتدي تکبيرتحريمه په ورو وايي،دغه رازمنفرديعني يوازي لمونځ کونکى هم په وروتکبيرتحريمه وايي په دې اړه صحيح صريح حديث راته مخته کړئ ؟
جواب دیں۔
( ١٥ ) که څوک دثنا ( سبحانک اللهم ) په ځاى فاتحه ( الحمدالله ) ولولي ددې سړي له پاره څه حکم ده ؟ په ده باندي دسهوي سجده واجبېږي که نه ؟ بايدپه صحيح صريح اومرفوع حديث سره ورته ځواب وويل شي.
( ١٦ ) غيرمقلدين دخپلي دعوى مطابق نه کوم حديث ته صحيح ويلى شي اونه هم ضعيف ځکه چې الله جل جلاله اودهغه رسول صلى الله عليه وسلم نه کوم حديث ته ضعيف ويلى اونه هم صحيح بلکه امتيانوپه خپله رايه ځيني حديث صحيح اوځيني يې ضعيف بللي دي،غيرمقلدين دامتيانوپه تقليدکولوسره صحيح حديث قبلوي اوضعيف ردوي حال داچې دغيرمقلدينوپه آندتقليدشرک دى،دغه رازديوه امتي رايه غلطه هم ثابتېدلاى شي امکان لري چې کوم حديث ته دوئ صحيح وايي هغه ضعيف وي اوکوم ته چې ضعيف وايي هغه صحيح وي ځکه چې معصوم يوازي دنبي عليه السلام ذات مبارک دى ! ايانبي عليه السلام فرمايلي دي چې دفقهاؤوتقليدشرک دى اودمحدثينوتقليدشرک نه دى ؟ اوله فقهاؤوڅخه غلطي کېدلاى شي اومحدثين معصوم دي ؟
ژباړه : شبيراحمد
Re: زه ولي اهل حديث ( غيرمقلد،وهابي ) نه شوم؟
و.افغان
19.10.2010
درنو وروڼو سلامونه:
پورتنۍ ليکنه له علمي معياره دومره غورځېدلې او په دومره ټيټه سويه ليکل شوې
ده، چې په بحث کولو نه ارزي.
خو دا چې محترم شبير احمد ورور ته قيمتي ښکاره شوېده، او د هغې په ژباړه کې
يې په ځان تکليف ګاللی دی، او بيا د اسلامي بحثونو په خونه مهمه بلل شوې، نو
يوه تبصره پرې ضرور کول غواړم.
البته له تبصرې مخکې د دې ليکنې په سر ليک تغيير راولم، ځکه چې يو تهمتي
سرليک دی، اهل حديث = غير مقلد، غلطه خبره ده، له اهل حديثو ډېر داسې
خلک شته چې ډېر کله تقليد کوي، او تقليد ته اړ کيږي، البته تقليد تر تقليده
فرق لري.
اهل حديثو ته وهابيان ويل، هم غلطه خبره ده، ځکه چې نه خو دوی ځانوته وهابيان
وايي، او دغه نوم له تاريخي اړخه کوم حقيقت لري:
[quote:50fe4d2327]داهل سنت والجماعت له ځوانانوڅخه ( لاهور )
ماته ددې خبرپه کولوسره چې ( اهل حديث ( غيرمقلد،وهابي ) په مذهب کي دامتيانودقول اورايي په ځاى ددين هره مسئله يوازي په قرآن اوحديثوثابتوي اوخلکوته يې ښيي ) دوهابي کېدودعوت راکړل شوى ونوماددې دعوى په حقيقت پوهېدلوله پاره لاندي سوالونه له پروفيسرحافظ محمدسعيد،پروفيسرعبدالرحمن مکي،( بهاولپورى ) په شمول داهل حديثوله مختلفوعلماؤوڅخه وکړل خودخالص قرآن اوحديث په بدل کي په خالصوښکنځلواوناښايسته کلماتوځواب راکړل شو،نوله دغه ځايه ده چې زه داهل حديثوله دې دروغجني دعوې وروسته نه يوازي وهابي نه شوم بلکه دهغوئ له ګمراهي دخلاصون له وجې مي الله جل جلاله ته شکراداکړ. [/quote:50fe4d2327]
يواځې تشه دعوا ده، که کوونکی يې معروف وي، نو دليل ته اړتیا لري، چې پر
خپلې دعوا يې وړاندې کړي، او که مجهول وي؛ نو د مجهول دعوا د محدثينو
په نقد کې مردوده ده.
هغه پوښتنې چې ده لا ځوابه منلي دي، زه يې اوس ورته ځوابوم:
[quote:50fe4d2327]( ١ ) لااله الاالله محمدرسول الله : داکليمه صحيح ده اوکه غلطه؟ که صحيح وي نوپه همدې ترتيب دواړه جزونه په يوځاى له همغوالفاظوسره په قرآن ياصحاح سته کي راوښاياست اوهغه حديث له ټول سنداوعربي الفاظوسره راته وليکئ اوکه غلطه وي نوپه ډاګه وواياست اوماته يې هم وليکئ ؟ [/quote:50fe4d2327]
په قران کريم کې د کلمې طيبې دواړه جملې راغلې دي، خو بېلې بېلې راغلي دي:
الله جل جلاله په سورت محمد کې فرمايي: فاعلم أنه لا اله الا الله.
ورپسې په سورة الفتح کې فرمايي: محمد رسول الله.
دغه دواړه جملې بيا په صحيحو احاديثو او په صحيحينو کې يو ځای راغلي دي:
صحيح البخاري ـ حسب ترقيم فتح الباري - (1 / 13)
عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ.
صحيح مسلم ـ مشكول وموافق للمطبوع - (1 / 39)
صحيح مسلم ـ مشكول وموافق للمطبوع - (1 / 39)
138 - حَدَّثَنَا أَبُو غَسَّانَ الْمِسْمَعِىُّ مَالِكُ بْنُ عَبْدِ الْوَاحِدِ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْمَلِكِ بْنُ الصَّبَّاحِ عَنْ شُعْبَةَ عَنْ وَاقِدِ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ زَيْدِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ فَإِذَا فَعَلُوا عَصَمُوا مِنِّى دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلاَّ بِحَقِّهَا وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ ».
په مسلم شريف کې دې تبويب ته ځير شئ:
باب الأَمْرِ بِقِتَالِ النَّاسِ حَتَّى يَقُولُوا لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ
په لسګونه نور مصادر هم شته دي، خو صحيحين کفايت کوي.
که چا د عربي ژبې قواعد، نحو او صرف او لغوي علوم يواځې بوی کړي وي، هغه
به دا اعتراض ونه کړي، چې ولې داسې نه وايي:
ان لا اله الا الله، وأن محمدا رسول الله.
که چېرې په دغو عربي قواعدو، نحو او صرف باندې نه پوهيږي، نو د خپل څادر
سره پښې وغځوي، او نورو ته دې وخت نه ورکوي چې په ده پسخند ووهي.
شيخ فريده، چوپه خوله دې بهتري ده.
اوس پوښتنه له تا دا ده ځوانه، چې آيا داسې يوه کلمه چې ته پرې اسلام ته داخلېږي،
له لارې يې په اسلام مشرف کېږې، آیا هغه ستا په منطق او پوهه کې داسې کلمه ده، چې په ثابتو شرعي نصوصو کې نه ده راغلې؟؟؟
عجيبه عقل او عجيبه منطق!!
[quote:50fe4d2327]( ٢ ) ځيني اهل حديث علماء وايي چې لااله الاالله محمدرسول الله دويلوله پاره نه بلکه يوازي په بيرغ دليکلوله پاره ده اياداخبره ريښتياده که دروغ ؟ که دروغ وي نوچاچې داخبره کړي ګنهګاردى که نه هغوئ بايدتوبه وباسي که نه ؟ اوکه ريښتياوي نوهغه حديث نقل کړئ په کوم کي نبي عليه السلام فرمايلي چې داکلمه يوازي په بيرغ دليکلوله پاره ده دويلوله پاره نه،همدارازداهم روښانه کړئ چې که څوک داکلمه په ژبه وايي ګنهګاردى که نه ؟ [/quote:50fe4d2327]
دا چورلټه دروغ دي، بهتان دی، که چېرې داسې خبره چا کړي هم وي، نو مردوده
ده، ځکه چې د صريحو قرآني نصوصو، او صحيحو ثابتو احاديثومخالفه ده.
الله جل جلاله فرمايي:
فاعلم أنه لا اله الا الله.
نو پوه شه، په دې ټينګ او ثابت پاتې شه، چې د الله جل جلاله څخه پرته بل معبود
بر حق نشته.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
أمرت أن أقاتل الناس حتی يشهدوا أن لا اله الا الله، وأن محمدا رسول الله.
ماته امر شوی دی، چې له خلکو سره وجنګېږم، تر څو په دې شهادت ورکړي، چې
له الله جل جلاله پرته بل بر حق معبود نشته، او محمد د الله رسول دی.
دا يې نه دي ويلي، چې تر څو يې په بيرغ وليکي، بلکه اسلام ته د داخلېدو لپاره
يې د يوې کلي په حيث معرفي کړېده.
دا چې په بيرغ باندې دا کلمه ليکل جواز لري او که نه؟ بېله مسئله ده، زه وايم:
چې ان شاء الله څه باک نه لري.
بله دا خبره چې دغه کلمه ذکر دی، د کلمې اوله جمله خو په ذکر کې ډېره راغلې ده،
او د کلمې دويمه جمله په ورته نورو صيغو کې په شرعي اذکارو کې راغلې ده.
لکه چې مونږ په لمانځه کې داسې وايو: أشهد ان لا اله الا الله، وأشهد أن محمدا عبده
ورسوله.
يا له لمانځه وروسته تهليل کوو، يعنې لا اله الا الله وايو.
يا د سهار يا ماښام راختو په وخت کې دواړه شهادتين د مأثوره اذکارو له الفاظو
سره سم لولو.
[quote:50fe4d2327]( ٣ ) دحديثوتعريف داسي کېږي ( دنبي عليه السلام قول،فعل اوتقريريعني دبل چاپه کارکولودنبي عليه السلام سکوت کول دغه تعريف په قرآن کي دى که په حديثوکي که په قرآن کي وي نوهغه آيات تلاوت کړئ اوکه په حديث کي وي هغه حديث راواوروئ بلکه دواړه راته وليکئ ؟[/quote:50fe4d2327]
هو، دغه تعريف په قرآن او په حديث کې راغلی دی:
په قرآن کې الله جل جلاله فرمايي:
وما ينطق عن الهوی، ان هو الا وحي يوحی.
پيغمبر له خپلو خواهشاتو خبرې نه کوي، بلکه وحي ده چې ورته کولی شي.
دا ددغه تعريف د يوه جز دليل، چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم خبرې وحي ده، او
له دې کبله ورته علماء وحي خفي وايي.
پاتې فعل: نو هغه د الله جل جلاله له دې آيتونو څخه د دليل په حيث راويستلی شئ:
وأطيعوا الله وأطيعوا الرسول.
من يطع الرسول فقد أطاع الله.
ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالا مبينا.
وما آتاکم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا.
او هغه څه چې تاسې ته پيغمبر راوړي دي، هغه واخلئ، او له هغو يې چې منعه کړي
ياستئ؛ له هغو لاس په سر شئ.
الله جل جلاله د اهل لکتاب د مؤمنانو په اړه فرمايي:
" الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ " (الأعراف:157).
دوی هغه خلک دي، چې پيروي کوي، د امي پيغمبر رسول .... الی آخره.
پيروي همدې ته وايي، چې څه هغه کوي، همغسې وکړې، څه چې وايي، په هغه
عمل وکړې.
مسند الطيالسي ( دار هجر ) - (1 / 186)
227 - حدثنا أبو داود قال : حدثنا أبو عوانة ، عن سماك بن حرب ، عن موسى بن طلحة ، عن أبيه رضي الله عنه ، قال : كنت مع النبي صلى الله عليه وسلم فأتى على قوم يلقحون (1) النخل فقال : « ما يصنع هؤلاء ؟ » قلت : يلقحون النخل يجعلون الذكر في الأنثى قال : « ما أظن هذا يغني شيئا » ، ثم قال : « إن كان ينفعهم فليصنعوه لا تؤاخذوني بالظن ولكن إذا قلت لكم شيئا عن الله عز وجل فإني لا أكذب على الله شيئا »
ژباړه: ما په ګمان مه نيسئ، خو هر کله چې زه تاسې دالله جل جلاله له طرفه څه وايم،
نو هغه ومنئ، ځکه چې زه په الله جل جلاله درواغ نه وايم.
په بل حديث کې فرمايي:
سنن أبي داود ـ محقق وبتعليق الألباني - (3 / 135)
« أَيَحْسَبُ أَحَدُكُمْ مُتَّكِئًا عَلَى أَرِيكَتِهِ قَدْ يَظُنُّ أَنَّ اللَّهَ لَمْ يُحَرِّمْ شَيْئًا إِلاَّ مَا فِى هَذَا الْقُرْآنِ أَلاَ وَإِنِّى وَاللَّهِ قَدْ وَعَظْتُ وَأَمَرْتُ وَنَهَيْتُ عَنْ أَشْيَاءَ إِنَّهَا لَمِثْلُ الْقُرْآنِ أَوْ أَكْثَرُ وَأَنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُحِلَّ لَكُمْ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتَ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ بِإِذْنٍ وَلاَ ضَرْبَ نِسَائِهِمْ وَلاَ أَكْلَ ثِمَارِهِمْ إِذَا أَعْطَوْكُمُ الَّذِى عَلَيْهِمْ ».
آيا ګمان کوي يو له تاسې څخه چې په خپل تخت ناست وي، داسې چې الله جل جلاله
يواځې هغه څه حرام کړي، چې په قرآن کې يې د تحريم يادونه کړېده، خبردار شئ!
قسم په الله، چې ما تاسوته وعظ کړی دی، امر مې کړی دی، نهي مې کړېده له
ډېرو داسې څيزونو، چې په قران کې راغلي دي، يا له هغه هم زيات .....
په بل حديث کې فرمايي:
سنن أبي داود ـ محقق وبتعليق الألباني - (4 / 328)
4606 - حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَهَّابِ بْنُ نَجْدَةَ حَدَّثَنَا أَبُو عَمْرِو بْنُ كَثِيرِ بْنِ دِينَارٍ عَنْ حَرِيزِ بْنِ عُثْمَانَ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِى عَوْفٍ عَنِ الْمِقْدَامِ بْنِ مَعْدِيكَرِبَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَالَ « أَلاَ إِنِّى أُوتِيتُ الْكِتَابَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ أَلاَ يُوشِكُ رَجُلٌ شَبْعَانُ عَلَى أَرِيكَتِهِ يَقُولُ عَلَيْكُمْ بِهَذَا الْقُرْآنِ فَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَلاَلٍ فَأَحِلُّوهُ وَمَا وَجَدْتُمْ فِيهِ مِنْ حَرَامٍ فَحَرِّمُوهُ أَلاَ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ لَحْمُ الْحِمَارِ الأَهْلِىِّ وَلاَ كُلُّ ذِى نَابٍ مِنَ السَّبُعِ وَلاَ لُقَطَةُ مُعَاهِدٍ إِلاَّ أَنْ يَسْتَغْنِىَ عَنْهَا صَاحِبُهَا وَمَنْ نَزَلَ بِقَوْمٍ فَعَلَيْهِمْ أَنْ يَقْرُوهُ فَإِنْ لَمْ يَقْرُوهُ فَلَهُ أَنْ يُعْقِبَهُمْ بِمِثْلِ قِرَاهُ ».
په بل کې فرمايي:
سنن أبي داود ـ محقق وبتعليق الألباني - (4 / 329)
4607 - حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ حَنْبَلٍ وَعَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ النُّفَيْلِىُّ قَالاَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ أَبِى النَّضْرِ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ أَبِيهِ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ أُلْفِيَنَّ أَحَدَكُمْ مُتَّكِئًا عَلَى أَرِيكَتِهِ يَأْتِيهِ الأَمْرُ مِنْ أَمْرِى مِمَّا أَمَرْتُ بِهِ أَوْ نَهَيْتُ عَنْهُ فَيَقُولُ لاَ نَدْرِى مَا وَجَدْنَا فِى كِتَابِ اللَّهِ اتَّبَعْنَاهُ ».
پاتې تقرير: نو تقرير حکما په فعل او قول پورې پيوست دی، ځکه چې د پيغمبر
وظيفه تبليغ دی، د حق او د باطل بېلول دي، نو پيغمبر هيڅکله په باطل سکوت
نه کوي، چې ظلم وويني، او بد او ناروا وګوري، او دی دې خوله پټه ونيسي، دا
خو د پيغمبر په شان کې ډېر لوی اتهام او بېسارې لويه ګستاخي ده.
نو تقرير په اصل کې په قول او فعل کې حکما داخل دی.
هو!
که د اعتراض کوونکي سوال، د دغه تعريف په صيغه کې وي، نو محترما!
هر علم په مرور د وخت سره تطور کوي، قواعد او ضوابط ورته کېښودل کيږي،
حدود او اطراف يې محدوديږي، مګر دا هر څه بايد د قرآن او حديث په رڼا کې
وشي، لکه څنګه چې د حديث تعريف د حديث او قرآن په رڼا کې شوی دی، او
توضيح يې پورته وړاندې شوه.
اوس زه له دغه صاحب څخه ه پوښتم، چې ته د حديث لپاره څه تعريف لرې؟ او آيا ته
حديث منې؟
هيله ده چې ځواب راکړي، يا شبير صاحب د هغه په ځای ځواب ته ځان چمتو کړي.
[quote:50fe4d2327]( ٤ ) ايارسول کريم صلى الله عليه وسلم په حديثودعمل کولوحکم کړى ده ؟ ايارسول الله صلى الله عليه وسلم په حديثودعمل کلوترغيب ورکړى ده ؟ ايا نبي عليه السلام په حديثودعمل نه کولووعيدفرمايلى ده ؟ په دې باندي يويوحديث له حوالې سره وليکئ ليکن يادولرئ چې دحديث الفاظ بايدصريح وي اوکه ستاسوپه اندحديث اوسنت يوشان وي نوبياپه دې هم حديث پيش کړئ چې نبي عليه السلام پکي حديث اوسنت يوشان بللي وي،تاسوبه خپله رايه نه راوړاندي کوئ ،دغه رازکه حديث اوسنت کوم توپيرنه سره لري نوڅه وجه ده چې تاسوپه احاديثوکي په سنت دعمل کلوحکم کړى ده،سنت دعمل کلوترغيب دى اوله سنتوڅخه په اعراض کولووعيددى په يوه حديث کي هم په صريحوالفاظوسره نه دعمل کولوحکم شته اونه ترغيب اونه هم په حديث دعمل نه کولوباندي کوم وعيدشتون لري. [/quote:50fe4d2327]
دلته ګرانه دومره ګډوډ تللی يې، چې يو ماشوم به پوهيږي، چې د اصول فقهې او
فقهې په الفبا هم نه پوهېږې.
خير، زه به يې درته بيان کړم.
سنت په اصل لغت کې تګلارې ته وايي، که چېرې مراد له سنت څخه تګلاره شي،
نو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ټول احاديث قولي فعلي او تقريري په کې داخليږي،
او ډېر کرته دا اطلاق د قرآن په مقابل کې کيږي: قرآن او سنت.
سنت په دغې معنا په خپل ځان کې، محرم احکام، واجب احکام، فرض احکام،
مباح احکام، مکروه احکام، ترغيب او ترهيب ټول رانغاړي.
او که چېرته ترې داصول فقهې او فقهې دتکليفي احکامو نوعه مراد وي، نو بيا
سنت جلا معنا لري، چې له واجبو په رتبه کې ټيټ دي.
دا هر څه احکام فقهاء او اصوليينو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم له احاديثو او
له قرآن څخه راويستي دي:
که چېرته په جازمه توګه د يوه کار امر شوی دی، هغه يې يا فرض او يا واجب ګڼلی
دی، که چېرته يې امر کړی دی، خو خپله يې کله کله ترک کړی دی، نو هغه
سنت او يا مستحب بلل شوی دی، د دنيا نور ټول غير مضر امور چې د هغو په اړه
نهي او امر نه دي راغلي، هغه په اصلي براءت پاتې شوي دي، مباح ګڼل شوي دي، که چېرې يې له يوه کاره منعه راوړې، خو کله یې د هغه کار اجازه کړې، نو مکروه
ګڼل شوی، بيا په مکروه تنزيهي او تحريمي دي، چې دغه درجې هم د پيغمبري
حديثونو د نصوصو د خطاب له جازميت او نه جازميت څخه راويستل شوي،
که چېرې يې په جازمه توګه له يوه کار څخه منعه راوړي وي، نو هغه حرام بلل شوی
دی.
اوس په دغو احکامو باندې عمومي دليلونه له قرآن او له سنت څخه:
قال تعالى : ( قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (31) قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ) . (32) آل عمران
قال تعالى : (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ) . (63)النور
(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ) . (7) الحشر
(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً) . (23)الأحزاب
د صحابه کرامو لوی عهد دا وو، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته
ولاړ وو، او په دې يې مخکې بيعت کړی وو.
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال: ( كل أمتي يدخلون الجنة إلا من أبى، قالوا: يا رسول الله ومن يأبى؟ قال: من أطاعني دخل الجنة ومن عصاني فقد أبى) . رواه البخاري.
وعن أبی هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله قال : ( من أطاعني فقد أطاع الله، ومن عصاني فقد عصى الله، ومن أطاع أميري فقد أطاعني، ومن عصى أميري فقد عصاني) .
وعن النبي أنه قال : ( من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد ) .
وقال صلی الله عليه وسلم: ترکتم فيکم أمرين،لن تضلوا ما ان تمسکتم بهما، کتاب
الله وسنتي.
وعن قال: ( أما بعد : فإن خير الحديث كتاب الله ، وخير الهدي هدي محمد صلى الله عليه وسلم ، وشر الأمور محدثاتها ، وكل بدعة ضلالة ) .
په هدي کې د هغه اقوال، او د هغه ټول ژوندون شامل دی.
په پورتنيو خبرو د ټول اسلامي امت اجماع ده، دغه اجماع له صحابه کرامو نيولې
تر نن ورځې پورې استمرار لري.
او هر څوک چې له پورتنۍ عقيدې څخه منکر وي، کافر دی.
[quote:50fe4d2327]( ٥ ) اياپه کوم حديث کي داسي راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اهل حديث يامحمدي وو ؟ ايانبي عليه السلام دصحابه کرمودجماعت نوم ( جماعت اهل حديث ) يا ( محمدي جماعت ) يښى ده ؟ ايانبي عليه السلام دخپل نبوت په درويشت کاله زمانه کي يوازي يوځل له خپلوصاحبه کراموڅخه يوه صحابي ته داهل حديث يامحمدي لفظ کارولى ده ؟ اياکوم صحابي،تابعي،تبع تابعي،محدث،فقيه اوياکوم مفسرله فرنګي دورې وړاندي خپل لقب محمدي يښى ؟ اوپه دې نامه يې کومه ټولۍ جوړه کړي ؟ له حوالې سره يې راته وليکئ. [/quote:50fe4d2327]
ستاسو د دې مکررو پښتنو ځواب دا دی، چې: نه.
الله جل جلاله په قرآن کې فرمايي چې: ابراهيم عليه السلام له مخکې څخه په تاسې
د مسلمينو نوم ايښئ دی،
قال تعالی: هو سماکم المسلمین من قبل.
دا نور نومونه ولې؟
دغه نور نومونه په دې منظور نه کارول کيږي، چې دا بېل دين دی، خو څنګه چې
چې اسلام ته ډېر ګمراه او بېدينه ډلې منسوبې دي، نو له دغو ډلو څخه د ځان جلا
معرفي کولو لپاره يو توضيحي نوم وکاروي، چې له هغې څخه يې عقيده او تګلاره
معلومه شي.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم له مخکې څخه دا ويلي دي، چې دا امت به څو اويا
ټوټې کيږي، په دې ټولو کې به هغه ډله منصوره او کاميابه وي، کومه چې د الله
جل جلاله د کتاب او زما د سنت مطابق مزل کوي.
دا چې ځينو خلکو له حديثو انکار وکړ، او يواځې يې په قرآن اکتفاء وکړه، او په
ځانونو يې د قرآنيينو نوم کېښود، نو مقابل ته يې اهل السنت پاتې شول، دا چې
ځینو نورو په اسلامي امت خروج وکړ، له جماعت څخه ووتل، نو مقابل ته يې
اهل السنت والجماعة پاتې شول.
دغه دوه قيده د مزيد تأکيد او ټينګار لپاره کارول کيږي، نه دا چې د اسلام، مسلم
او مسلمينو لفظ سنت او جماعت په ځان کې نه رانغاړي.
دا چې ځینو له مسلمانانو ځانونه د حديثو د علم د خدمت لپاره وقف کړل، او له
رأي څخه يې ځانونه لرې کړل، نو اهل حديث ونومول شول، دا نوم ډېر پخوانۍ دی.
د تمييز لپاره وکارول شو، شرعا هيڅ مشکل نه لري.
دا چې د وخت په تېرېدو سره، خلک په مختلفو مختلفو ګروهو تقسيم شول، اکثرو
د خپل اسلام سره، هندوسيت، بوذيت، مسيحيت، يهوديت، او د يونان منطق
او فلسفه ګډه کړه.
نو يوه ډله له مسلمانانو پاتې شوه، چې قرآن او حديث يې د سلفو کرامو په فهم ټينګ
ونيول،او ددغه کار تأييد يې وکړ، نو سلفيت ته منصوب شول.
نو هر هغه څوک د سلفو په فهم باندې د قرآن او حديث اتباع کوي؛ نو دوی د پيغمبر
صلی الله عليه وسلم د هغه حديث مصداق دي چې فرمايي:
لا تزال طائفة من أمتي ظاهرين حتی يأتيهم أمر الله وهم ظاهرون.
لا يزال من أمتي أمة قائمة بأمر الله، لا يضرهم من خذلهم ولا من خالفهم حتی يأتي
أمر الله، وهم علی ذلک.
نو دغه خلکو چې په قرآن او حديث منګولې کلکې کړي دي، نو دوی د همدې او
ورته نورو حديثومصداق ګرځېدلي دي.
دغه نومونه د توضيح او تمييز لپاره دي، هيڅ باک نه کوي.
[quote:50fe4d2327]( ٦ ) درسول اکرم صلى الله عليه وسلم روضه مبارکه بدعت ده که نه ؟ که بدعت نه وي نوهغه آيت ياصحيح صريح حديث راوړاندي کړئ داسي چې دروضې مبارکي دجوړېدوحکم پکې وي،اوکه بدعت وي نوړنګول يې واجب دي که نه ؟ اوکوم حکومت يې چې ساتنه کړي بدعتي دى که نه ؟ دهغه په خلاف جهادفرض دى که نه ؟ دارنګه که په مکه اومدينه منوره مبارکه باندي اهل حديث قابض شي نودوئ به دروضې مبارکي حفاظت وکړي اوکه به يې ړنګه کړي ؟ [/quote:50fe4d2327]
سوال کوونکيه: لومړۍ دې خپل الفاظ شرعي کړه، نبي کريم صلی الله عليه وسلم
خپل کور ته روضه نه دي ويلي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم په صحيحو صريحو
احاديثو کې روضه د خپل کور او خپل منبر تر منځ ځمکه تعيين کړې ده:
الموطأ - رواية يحيى الليثي - (1 / 197)
463 - وحدثني عن مالك عن خبيب بن عبد الرحمن عن حفص بن عاصم عن أبي هريرة أو عن أبي سعيد الخدري أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال :ما بين بيتي ومنبري روضة من رياض الجنة ومنبري على حوضي
صحيح البخاري ـ حسب ترقيم فتح الباري - (2 / 77)
1195- حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ يُوسُفَ ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ ، عَنْ عَبَّادِ بْنِ تَمِيمٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ زَيْدٍ الْمَازِنِيِّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَا بَيْنَ بَيْتِي وَمِنْبَرِي رَوْضَةٌ مِنْ رِيَاضِ الْجَنَّةِ.
يو د هغه د مبارک قبر څخه راتاو شوې ابادي ده، او يوه ګونبذ ده، کومه آبادي چې
د هغه له قبر څخه راتاو ده، نو د هغې بقاء واجب او ضروري ده، ولې؟
ځکه چې د شرک مخنيوي باندې الله جل جلاله امر کړی دی، په دې اړه د قرآن کريم
په سلګونو آيتونه راغلي دي، او دغه آبادي د ډېرو شرکونو مخنيوي کوي.
بله دا چې د قبر حفاظت لپاره، د يوه عادي مسلم د قبر حرمت پکار دی، دا خو سيد
البشر دی، سيد الأولين والآخرين دی، بايد د قبر حفاظت يې وشي، په تاريخ کې
انګرېزانو دا کوښښونه کړي دي، چې د هغه مبارک جسد ته ورسيږي، مګر هيهات.
د هغه حافظ الله جل جلاله دی.
پاتې د قبر په سر باندې ګنبذ، نو هغه بدعت دی، ناروا دی، حرام دی، ړنګول يې
واجب دي، البته په ړنګولو کې يې بايد شرعی مقاصد په پام کې ونيول شي،
اصلا دغه ګنبذ 700 کاله وروسته د هغه مبارک له وفات څخه ترکانو جوړه کړېده،
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد.
هر هغه څوک چې داسې يو عمل انجام کړي، چې زمونږ په دين کې نه وي؛ نو هغه
مردود دی.
دا لويه قاعده د بدعت د هدم لپاره کافي ده.
دا چې حکومت د دې بدعت ساتنه کوي، نو دلته نور ډېر شرعي مسائل دي، چې
دسائل ذهن پرې نه خلاصيږي، اصلا دلته حکومت په دغه ګنبذې راضي نه دی،
خو د ډېرو مسلمانانو د حالت په نظر کې نيولو سره دغه کار ته زړه نه ښه کوي،
حکومت باندې خروج ولې نه کوي؟
محترما د قران او حديث په رڼا کې په حکومت باندې هغه وخت خروج کيږي، چې
له حاکم څخه کفر بواح وشي، چې هيڅ چون چرا په کې نه وي، او مسلمانان د دې
وسعه او قدرت ولري، چې خروج وکړي، او حاکم چپه کړي.
دلته خو نه دا کار کفر دی، او نه يې حاکم مقر دی، بلکه د مصلحت له وجهې يې نه
ده ړنګه کړې.
[quote:50fe4d2327]( ٧ ) دجمات محراب اومينارجوړولوحکم په حديث کي شته که نه ؟ که وي هغه حديث راته وليکئ اوکه داحکم نه وي نودبيت الله شريفي اومسجدنبوي ميناربدعت دى که نه ؟ دهغوجوړونکى اوساتونکى حکومت بدعتي دى که نه ؟ دبدعت په داسي مسجدکي دلمانځه څه حکم دى ؟ اوکه وهابيان ( اهل حديث ) په مکه مکرمه اومدينه منوره باندي قبضه وکړي نودوئ به دبيت الله شريفي اومسجدنبوي ميناروساتي اوکه وران به يې کړي ؟ [/quote:50fe4d2327]
محترما:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
لا تجتمع أمتي علی ضلالة
زما امت په ګمراهۍ نه سره جمع کيږي.
په منارو، او محرابونو له سوونو کلونو راهيسې د مسلمانانو د علماوو اجماع ده، دا د محراب او منارې لپاره د يوه لوی دليل په توګه بس دی.
[quote:50fe4d2327]( ٨ ) په مکه شريفه اومدينه منوره کي چې دجنازې لمونځ له حنفي مذهب سره سم اداکېږي په داسي حال کي چې دغيرمقلدينوطريق ددې په خلاف ده،په دې دواړوکي کومه يوه طريقه صحيح ده اوکه غلطه ؟ ائمه حرمين شريفين چې دحنفي مذهب مطابق دجنازې لمونځ اداکوي هغوئ له قرآن اوحديث څخه منحرف دي اوکه نه دي ؟ ددوئ په اړه موفتوى څه ده ؟ اوڅوک چې هلته مړشي اودجنازې لمونځ يې دحرمينوائمه دحنفي مذهب په طريقه اداکړي هغوئ دجنازې له لمانځه پرته خښ شول اوکه نه ؟ که دهغوئ جنازه شوي وي نوپه هندستان اوپاکستان کي ولي غيرمقلدين په دورته خلکوپه اړه دبې جنازې ددفن کولوفتواوي صادروي ؟[/quote:50fe4d2327]
محترما: په فقهي وړو مسائلو کې ډېره توسع ده، دواړه صحي دي، هر انسان چې
د دليل له مخکې کومه طريقه صحي ښکاره شوه، په هماغه طريقه دې وکړي،
کوم مسائل چې د لمانځه په اړه اجتهادي وي، او په کې د امام او مأموم تضاد نه
راتلو، نو هر يو دې پخپله طريقه لمونځ وکړي، که چېرته تضاد راتلو، نو بيا دې
مأموم د امام متابعت وکړي.
په حرمينو کې دوی د حنبلي مذهب مطابق لمونځ کوي، نه د حنفي مذهب، دوی دلته
يو سلام ګرځوي، ما ته همدا مذهب په دې مسئله کې راجح ښکاري، او په جهر
سره د جنازې لمونځ کول راته د دليل له مخې مرجوح ښکاري، خو بيا هم: قولي
صحيح يحتمل الخطأ. دواړه اړخه خپل دليلونه لري.
البته تاسې د علم په لومړۍ لوېشت کې نوي نوي داخل شوي ياستئ، ذهن مو دومره
وړوکی دی، چې د داسې واړه فقهي اختلاف استيعاب نشي کولی.
اهل حديث دومره بېعقله نه دي، چې د حرمينو شريفينو د جنازې له ترسره کېدو
وروسته داسې سوچ وکړي، چې يو ځل بيا برې جنازه وکړي، يا فکر وکړي، چې
جنازه يې ونشوه.
دا خو د ګمراه پيرانو عقيده ده، چې دلته امامانو پسې لمونځ نه کوي، او که ويې
کړي، نو بېرته يې راګرځوي.
[quote:50fe4d2327]( ١٠ ) شيخ محمدبن عبدالله السبيل په خپل مکتوب کي په واضحه توګه ليکلي دي چې ائمه حرمين حنبلي مذهبه دي په ( شرعي فيصلے ) نامي کتاب کي ليکل شوي ده،نواوس سوال دادى چې په دې سره نوموړى شيخ اودحرمينوائمه مشرکين شول که نه ؟ په دوئ پسي لمونځ کول روادى اوکه ناروا ؟ [/quote:50fe4d2327]
نه بې بې درنه قربان شه، ولې مشرکين شول، دوی موحدين دي، د توحيد او
عقيدې لپاره يې ستر ستر خدمتونه کړي دي، که څوک عقيده لري چې دوی
پسې لمونځ نه کيږي، تر هغه بل ستر احمق نشته.
ته محترم د تمذهب په معنا نه پوهېږم، چې تمذهب وايي څه ته، تقليد وايي څه ته؟؟
اتباع وايي څه ته؟ او اجتهاد وايي څه ته؟
آيا د يوه غير معصوم شخص لپاره په شرعي مسائلو کې تعصب حرام دی او که
حرام نه دی؟
په دې مسئلې بايد سر خلاص کړې.
[quote:50fe4d2327]( ١١ ) حنفيان مشرکان دي اوکه نه ؟ که مشرکان نه وي نوتاسوولي تقليدته شرک واياست اوکه مشرک وي نوله دوئ سره نکاح کول،ددوي دجنازې لمونځ کول اوداهل حديثوپه جنازه کي ددوئ دګډون څه حکم دى ؟ دغه رازکه په پاکستان اوسعودي کي وهابيان ( اهل حديث ) دحکومت په ګدۍ کېني نودوئ په له حنبليانوڅخه زکوة اخلي که جزيه ؟ اوددوئ ( حلاله ) ذبح څه حکم لري ؟[/quote:50fe4d2327]
حنفيان ولې مشرکان دي؟ مشرکان هغه څوک دي، چې د الله جل جلاله سره شريک
نيسي، که يو څوک ځانته اهل حديث او يا سلفي هم وايي، خو چې شرک وکړي؛
مشرک دی، داسې حنفي شافعي، بل او بل درواخله.
تقليد ډېر حالات لري، تقليد واجب کيږي هم، جائز کيږي هم، مکروه کيږي هم،
حرام کيږي هم، او شرک ته هم رسېدلی شي.
شرعا چې څوک مشرک وبلل شي؛ نو په هغه باندې نه لمونځ روا دی، او نه ورسره
نکاح کول روا دي.
حنابلة سره له نورو فقهي اسلامي مذهبونو ټول مسلمانان دي، او که څوک دا نظر
لري چې له دوی جزيه اخيستل کيږي، تر هغه بل لوی احمق او جاهل نشته.
د هر مسلمان مذبوحه پاکه او حلاله ده، په شرط د دې چې د الله جل جلاله په نوم
وي، د کوم پير، مريد، او ګمراه بابا په نوم نه وي.
د باړي د پير په نوم نه وي، د زيارت په نوم نه وي.
الله جل جلاله فرمايي:
فکلوا مما ذکراسم الله عليه.
د يهودو او نصاراوو مذبوحه هم روا ده، ځکه چې هغوی پرې د الله جل جلاله نوم
يادوي.
[quote:50fe4d2327]( ١٢ ) دانګرېزله دورې مخکي په ټوله نړۍ کي داسي مسجدراپه ګوته کړئ چې نوم يې جامع مسجداهل حديث يامحمدي مسجدوي ؟ [/quote:50fe4d2327]
ښاغليه :
د اسلام تاريخ په اوږدو مسجدونو ته څو ډوله نومونه ايښودل شوي دي، او
علماوو يې اقرار کړی دی:
لومړی ډول: حقيقي نسبت:
د مسجد باني يا جوړوونکي ته د مسجد نسبت. يا د مسجد نسبت هغه چا ته چې
لمونځ په کې کوي، لکه مسجد بني فلان. مسجد عثمان بن عبد العظیم او داسې نور.
دويم ډول: غير حقيقي نسبت:
د مسجدونو د ډېروالي له وجهې، مسلمانان په مسجدونو باندې د صحابه کرامو،
تابعينو او امامانو نومونه ږدي، دا هم څه باک نه لري، او علماوو يې تقرير کړی دی.
يوه مسجد ته د اهل حديث د مسجد نوم ورکول، له دواړو حيثيتونو شرعا او عقلا
جايز دی.
او د اهل حديث اصطلاح او نوم په اسلامي تاريخ کې ډېرې ژورې ريښې لري، چې آن
دغه لفظ تر دويم بلکه لومړي قرن پورې رسيږي، هغه څوک چې د حديثي کتابونو
سر سرکي مطالعه هم لري، دغه نوم به يې ضرور له مخې تېر شوی وي.
[quote:50fe4d2327]( ١٣ ) په صحيح بخاري شريفه کي له بوټانوسره دلمانځه کولوځانګړى باب شتون لري په کوم کي چې داحديث هم راوړل شوى چې نبي عليه السلام له بوټانوسره لمونځ کاوه،په داسي حال کي چې په همدې بخاري شريفه کي له بوټانوپرته دلمانځه کولوپه اړه هيڅ حديث نشته اودنوروکتابونواحاديث داهل حديثوصاحبانوپه وينادبخاري په مقابل هيڅ حيثيت نه لري نوپه دې صورت کي له بوټانوپرته لمونځ کول دصحيح بخاري خلاف عمل دى اوکه نه ؟ اوبې له بوټانولمونځ کونکى ګنهګاردى که نه ؟ [/quote:50fe4d2327]
مخکې مې وول، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم فعلي سنتونه فعلا وترکا څو ډوله دي، ځينې د يوه کار په حرمت دلالت کوي، ځينې يې د يوه کار په وجوب،
ځینې نور يې په استحباب او يا کراهت.
په نعلينو يا بوټانو کې لمونځ کول، د بخاري شريف د حديث له مخې جواز لري،
يعنې څوک حق نه لري، چې په هغه چا انکار وکړي، چې له بوټانو سره لمونځ کوي،
البته دغه پيغمبري فعل د جواز لپاره دی، او ځیني علماء له جواز اوچته رتبه
ورکوي، يعني سنت او مستحب يې ګڼي، په هر حال چې بوټان پاک وي، د مسجد
فرش ته ګنده کوي، نو لمونځ کول په کې روا دي، په کوونکي يې د چا د انکار حق
نشته
يو صحيح حديث شته دی، چې نبي کريم صلی الله عليه په لمانځه کې خپل نعلين
لرې وغورځول، نو صحابه کرامو هم په لمانځه کې خپل نعال وغورځول، بيا نبي
کريم صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه وپوښتل چې ولې ما داسې وکړل؟ هغوی
وويل چې: مونږ ته وليدې، چې خپل نعلين دې وغورځول، مونږ هم ستاسې غوندې
کار وکړل، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې ما ته جبريل عليه
السلام راغی، او راته ويې ويل، چې ستا په نعلينو کې نجاست دی، نو ځکه
ما خپل نعلين وغورځول.
بيا چې څوک دغه پيغمبري فعل ته د سنت درجه ورکوي، ورته پکار دي، چې خپل
نعال، د خلکو علمي وعي، او هغه ځای په نظر کې ونيسي، او له ټولو ښه خبره دا
ده چې دغه سنت خلکو ته واضح کړی شي.
[quote:50fe4d2327]( ١٤ ) مقتدي تکبيرتحريمه په ورو وايي،دغه رازمنفرديعني يوازي لمونځ کونکى هم په وروتکبيرتحريمه وايي په دې اړه صحيح صريح حديث راته مخته کړئ ؟ [/quote:50fe4d2327]
اصل قاعده او قانون دا دی، چې امام د دې لپاره اواز اوچتوي، چې مأمومین
يا مقتدين يې واروي،او د هغه متابعت وکړي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي
انما جعل الامام ليؤتم به.
بېشکه امام د دې لپاره ګرځول شوی دی، چې اقتدا پسې وشي.
نو چې امام خپل آواز پورته نه کړي، نو اقتدا به څنګه ورپسې وشي؟؟
او مأموم او منفرد د آواز اوچتولو ته ضرورت څه دی،
ځکه خو له امام پرته نور ټول د دې آیت په امر مأمور دي چې وايي:
ادعوا ربکم تضرعا وخفية.
واذکر ربک في نفسک تضرعا وخفية د دون الجهر من القول.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: “اربعوا على أنفسكم فإنكم لا تدعون أصم ولا غائباً، إن الذي تدعونه أقرب من أحدكم من عنق راحلته” (رواه مسلم).
بله دا چې په يوه حديث کې هم نه دي راغلي، چې صحابه کرامو د نبي کريم صلی الله
عليه وسلم تر شا خپلو آوازونه پورته کړي وي، نو مفهوم مخالف يې دا شو، چې
د مأموم لپاره غږ پورته کول نشته.
او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: من أحدث من أمرنا ما ليس منه فهو رد.
هر هغه چا چې زمونږ په دين کې نوي څه احداث کړل، نو هغه پرې مردود دي.
بله دا چې دا يو سنت عملي دی، چې د ټول امت مسلمه پرې اجماع ده، او مليونونو
له مليونونو رانقل کړی دی، نو اسناد يې متواتر دی، له آحاد تر حديثه هم قوي دی.
بل اجماع د مسلمانانو هيڅکله په ګمراهۍ او باطله نه کيږي، او په دې کار يې
اجماع ده.
[quote:50fe4d2327]( ١٥ ) که څوک دثنا ( سبحانک اللهم ) په ځاى فاتحه ( الحمدالله ) ولولي ددې سړي له پاره څه حکم ده ؟ په ده باندي دسهوي سجده واجبېږي که نه ؟ بايدپه صحيح صريح اومرفوع حديث سره ورته ځواب وويل شي. [/quote:50fe4d2327]
دې سړي د سنتو مخالفت وکړ، سنت يې پرېښودل، مستحب يې پرېښودل،
او پر ځای يې يو بل مخالفت هم وکړ، چې فاتحه يې ولوسته، يعنې يوه فاتحه
يې د استفتاح پر ځای ولوسته، او بله يې واجبه الحمد الله ولوستله.
د دعاء الاستفتاح د استحباب دليل:
الرواية الأولى : عن عليّ وابن عمر رضي الله عنهم: وَجَّهْتُ وَجْهِي لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ .. إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ لاَ شَرِيكَ لَهُ ، وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ ، وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ .. اللَّهُمَّ أَنْتَ الْمَلِكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ .. أَنْتَ رَبِّي وَأَنَا عَبْدُكَ ، ظَلَمْتُ نَفْسِي وَاعْتَرَفْتُ بِذَنْبِي ، فَاغْفِرْ لِي ذُنُوبِي جَمِيعَهَا ؛ إِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ ، وَاهْدِنِي لأَحْسَنِ الأَخْلاَقِ لاَ يَهْدِي لأَحْسَنِهَا إِلاَّ أَنْتَ ، وَاصْرِفْ عَنِّي سَيِّئَ الأَخْلاَقِ لاَ يَصْرِفُ عَنِّي سَيِّئَهَا إِلاَّ أَنْتَ .. لَبَّيْكَ وَسَعْدَيْكَ ، وَالْخَيْرُ كُلُّهُ بِيَدَيْكَ ، وَالشَّرُّ لَيْسَ إِلَيْكَ ، أَنَا بِكَ وَإِلَيْكَ ، تَبَارَكْتَ وَتَعَالَيْتَ ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْك .
الرواية الثانية : عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم َسْكُتُ بَيْنَ التَّكْبِيرِ وَالْقِرَاءَةِ ، فَقُلْتُ :" بِأَبِي وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ فِي إِسْكَاتِكَ بَيْنَ التَّكْبِيرِ وَالْقِرَاءَةِ مَا تَقُولُ ؟ " قَال {أَقُولُ : اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ .. اللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنَ الْخَطَايَا كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ .. اللَّهُمَّ اغْسِلْ خَطَايَايَ بِالْمَاءِ وَالثَّلْجِ وَالْبَرَد} .
الرواية الثالثة : عن السيدة عائشة - رضي الله عنها - قالت : كَانَ رَسُولُ اللَّه ِصلى الله عليه وسلم إِذَا اسْتَفْتَحَ الصَّلاَةَ قَال {سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ ، وَتَعَالَى جَدُّكَ ، وَلاَ إِلَهَ غَيْرُك} .
وكان عمر بن الخطاب رضي الله عنه يجهر بها .
الرواية الرابعة : عن جُبَيْر بن مُطْعِم رضي الله عنه قال : رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم حِينَ دَخَلَ فِي الصَّلاَةِ قَال {اللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيرا [ ثَلاَثَ مَرَّات ] ، الْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرا [ ثَلاَثَ مَرَّات ] ، سُبْحَانَ اللَّهِ بُكْرَةً وَأَصِيلا [ ثَلاَثَ مَرَّات ] .. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ : مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِه} ..
الرواية الخامسة : عن السيدة عائشة - رضي الله عنها – أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذَا قام مِنَ الليل افتتح صَلاتَه فقال {اللَّهُمَّ رَبَّ جِبْرَائِيلَ وَمِيكَائِيلَ وَإِسْرَافِيلَ ، فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ، عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ، أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ، اهْدِنِي لِمَا اخْتُلِفَ فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِكَ ؛ إِنَّكَ تَهْدِي مَنْ تَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيم}.
الرواية السادسة : عن ابن عباس - رضي الله عنهما - أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يَقُول إذَا قام إلى الصلاة في جوف الليل : {اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ قَيَّامُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ .. أَنْتَ الْحَقُّ ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ ، وَقَوْلُكَ الْحَقُّ ، وَلِقَاؤُكَ حَقُّ ، وَالْجَنَّةُ حَقُّ ، وَالنَّارُ حَقٌّ ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ .. اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ ، وَبِكَ آمَنْتُ ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ ، وَبِكَ خَاصَمْتُ ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَأَخَّرْتُ وَأَسْرَرْتُ وَأَعْلَنْتُ ، أَنْتَ إِلَهِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْت}.
الرواية السابعة : عن عاصم بن حُمَيْد - رحمه الله تعالى - أنّه سأل السيدة عائشة رضي الله عنها :" بأيّ شيء كان يَفتَتِح رسول الله صلى الله عليه وسلم قيام الليل ؟ " فقالت : كَانَ إِذَا قَامَ كَبَّرَ عَشْراً وَسَبَّحَ عَشْراً وَهَلَّلَ عَشْراً وَاسْتَغْفَرَ عَشْراً،وَقَال{اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي وَعَافِنِي}، وَيَتَعَوَّذُ مِنْ ضِيقِ الْمَقَامِ يَوْمَ الْقِيَامَة .
الرواية الثامنة : عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذَا قام مِن الليلِ كَبَّر ثُمّ يَقُول {سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّه} ثَلاَثاً ، ثُمَّ يَقُول {اللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيرا [ ثَلاَثا ] ، أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ : مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِه} .
الرواية التاسعة : عن ابن عمر - رضي الله عنهما - قال : بَيْنَمَا نَحْنُ نُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إِذْ قَالَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ : " اللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيراً ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيراً ، وَسُبْحَانَ اللَّهِ بُكْرَةً وَأَصِيلاً " فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم{مَنِ الْقَائِلُ كَلِمَة كَذَا وَكَذَا} قَالَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ :" أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ " قَال {عَجِبْتُ لَهَا ! فُتِحَتْ لَهَا أَبْوَابُ السَّمَاء} .. قال ابن عمر : فَمَا تَرَكْتُهُنَّ مُنْذُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ
صلى الله عليه وسلم يَقُولُ ذَلِك .
الرواية العاشرة : عن جابر رضي الله عنه قال : كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِذَا اسْتَفْتَحَ الصَّلاَةَ كَبَّرَ ثُمَّ قَال {إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ لاَ شَرِيكَ لَهُ ، وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ ، وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ .. اللَّهُمَّ اهْدِنِي لأَحْسَنِ الأَعْمَالِ وَأَحْسَنِ الأَخْلاَقِ ؛ لاَ يَهْدِي لأَحْسَنِهَا إِلاَّ أَنْتَ ، وَقِنِي سَيِّئَ الأَعْمَالِ وَسَيِّئَ الأَخْلاَقِ ؛ لاَ يَقِي سَيِّئَهَا إِلاَّ أَنْت} .
الرواية الحادية عشرة : عن محمد بن مسلمة رضي الله عنه أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذَا قام يصلي تطوعاً قال {اللَّهُ أَكْبَرُ .. وَجَّهْتُ وَجْهِي لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ .. إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ لاَ شَرِيكَ لَهُ ، وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ ، وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ .. اللَّهُمَّ أَنْتَ الْمَلِكُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ ، سُبْحَانَكَ وَبِحَمْدِك} ثُمَّ يَقْرَأ .
دعاء الاستفتاح له هغو امورو څخه نه ده، چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورباندې
هغه المسيئ في الصلاة صحابي ته تأکيد کړی دی.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم دَخَلَ الْمَسْجِدَ , فَدَخَلَ رَجُلٌ فَصَلَّى , ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ : ارْجِعْ فَصَلِّ , فَإِنَّك لَمْ تُصَلِّ . فَرَجَعَ فَصَلَّى كَمَا صَلَّى , ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ : ارْجِعْ فَصَلِّ , فَإِنَّك لَمْ تُصَلِّ - ثَلاثاً - فَقَالَ : وَاَلَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ لا أُحْسِنُ غَيْرَهُ , فَعَلِّمْنِي , فَقَالَ : إذَا قُمْتَ إلَى الصَّلاةِ فَكَبِّرْ , ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ معك مِنْ الْقُرْآنِ , ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعاً , ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْتَدِلَ قَائِماً , ثُمَّ اُسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِداً, ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِساً . وَافْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا .
ځکه خو د جمهور العلماء په نېز باندې، چې له هغوی څخه امام ابو حنيفه او شافعي
هم دي، دعاء الاستفتاح مستحبه ده.
د مستحباتو په ترک باندې د سجدة السهو د نه لازمېدو دليل:
سجده سهو د واجباتو يا رکنونو د زيادت او نقصان په صورت کې لازميږي:
عن عبدالله بن بحينة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم صلى بهم الظهر فقام في الركعتين الأوليين ولم يجلس فقام الناس معه حتى إذا قضى الصلاة وانتظر الناس تسليمه كبر وهو جالس فسجد سجدتين قبل أن يسلم ثم سلم .ولمسلم (( يكبر في كل سجدةٍ ويسجد وهو جالس وسجد الناس معه فكان ما نسي من الجلوس ))
حديث أبي هريرة رضي الله عنه قال صلى رسول الله صلى الله عليه وسلم إحدى صلاتي العشي فصلى ركعتين ثم سلم ثم قام إلى خشبة معروضة في مقدم المسجد فاتكأ عليها كأنه غضبان وفي القوم أبو بكر وعمر فهاباه أن يكلماه وخرج سرعان الناس من المسجد فقالوا: قصرت الصلاة ، وفي القوم رجل يدعوه النبي صلى الله عليه وسلم ذا اليدين فقال يا رسول الله أنسيت أم قصرت الصلاة فقال :لم أنس ولمم تقصر فقال بلى قد نسيت ،قال فصلى ركعتين ثم سلم ثم كبر ثم سجد مثل سجوده أو أطول ثم رفع رأسه فكبر ثم كبر فسجد مثل سجوده أو أطول ثم رفع رأسه فكبر ثم سلم متفق عليه وللبخاري:صلى رسول الله صلى الله عليه وسلم الظهر ركعتين فقيل صليت ركعتين فصلى ركعتين ثم سلم ثم سجد سجدتين (ولمسلم )صلاة العصر (وله ) فأتم النبي صلى الله عليه وسلم ما بقي من الصلاة ثم سجد سجدتين وهو جالس بعد التسليم ،و للترمذي (أن النبي صلى الله عليه وسلم سجد هما بعد السلام)
حديث عمران بن الحصين أن رسول الله صلى الله عليه وسلم صلى العصر فسلم في ثلاث ركعات ثم دخل منزله وفي لفظ فدخل الحجرة فقام إليه رجل يقال له الحزباق وكان في يده طول فقال يا رسول الله - فذكر له صنيعه - فخرج غضبان يجر ردائه حتى إلى الناس فقال " أصدق هذا فقالوا : نعم ، فصلى ركعة ثم سلم ثم سجد سجدتين ثم سلم " رواه الجماعة إلا البخاري والترمذي
دا چې دغه کس د مستحب ترک سره يو بل مخالفت هم کړی دی، نو دا صورت
لږ مختلف دی، بايد چې يوه پوه عالم ته رجوع وشي، او فتوا ترې واخيستل شي،
ځکه چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په تېرو مأثورو أحاديثو کې
د دعاء الاستفتاح په ځای د فاتحې لوستل نه دي راغلي.
بلکه فاتحه يو ځل په هر رکعت کې له دعاء الاستفتاح څخه وروسته لوستل کيږي.
[quote:50fe4d2327]( ١٦ ) غيرمقلدين دخپلي دعوى مطابق نه کوم حديث ته صحيح ويلى شي اونه هم ضعيف ځکه چې الله جل جلاله اودهغه رسول صلى الله عليه وسلم نه کوم حديث ته ضعيف ويلى اونه هم صحيح بلکه امتيانوپه خپله رايه ځيني حديث صحيح اوځيني يې ضعيف بللي دي،غيرمقلدين دامتيانوپه تقليدکولوسره صحيح حديث قبلوي اوضعيف ردوي حال داچې دغيرمقلدينوپه آندتقليدشرک دى،[/quote:50fe4d2327]
دغه خبره محض افتراء ده، له محدثينو امامانو هيچا هم په خپلې رايې او
خواهشاتو سره په حديثو د ضعف او صحت حکم نه دی کړی، بلکه په داسې قواعدو
او موازينو يې تلي، چې تر ننه ورته اهل تحقيق او اهل توثيق ګوته په غاښ پاتې
دي، او په دې ټولو امورو کې دوی قرآن او حديث ته مستند دي.
يا أيها الذين آمنوا ان جاءکم فاسق بنبأ فتبينوا.
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث وحي ده، او الله جل جلاله د وحي د حفاظت
وعده کړې: انا نحن نزلنا الذکر وانا له ل�
و.افغان
20.10.2010
[quote:2603dc593a]
( ١٦ ) غيرمقلدين دخپلي دعوى مطابق نه کوم حديث ته صحيح ويلى شي اونه هم ضعيف ځکه چې الله جل جلاله اودهغه رسول صلى الله عليه وسلم نه کوم حديث ته ضعيف ويلى اونه هم صحيح بلکه امتيانوپه خپله رايه ځيني حديث صحيح اوځيني يې ضعيف بللي دي،غيرمقلدين دامتيانوپه تقليدکولوسره صحيح حديث قبلوي اوضعيف ردوي حال داچې دغيرمقلدينوپه آندتقليدشرک دى،
[/quote:2603dc593a]
دغه خبره محض افتراء ده، له محدثينو امامانو هيچا هم په خپلې رايې او
خواهشاتو سره په حديثو د ضعف او صحت حکم نه دی کړی، بلکه په داسې قواعدو
او موازينو يې تلي، چې تر ننه ورته اهل تحقيق او اهل توثيق ګوته په غاښ پاتې
دي، او په دې ټولو امورو کې دوی قرآن او حديث ته مستند دي.
يا أيها الذين آمنوا ان جاءکم فاسق بنبأ فتبينوا.
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث وحي ده، او الله جل جلاله د وحي د حفاظت
وعده کړې: انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون.
ځکه خو الله جل جلاله د حدیثو د غلبېل کولو لپاره داسې پوهه نقاد پيدا کړي دي،
چې د الله په فضل او کرم سره ترې يو کذاب راوي هم پټ نه دی پاتې شوی.
[quote:2603dc593a]
دغه رازديوه امتي رايه غلطه هم ثابتېدلاى شي امکان لري چې کوم حديث ته دوئ صحيح وايي هغه ضعيف وي اوکوم ته چې ضعيف وايي هغه صحيح وي
[/quote:2603dc593a]
محترما: په احتمالاتو او دارنګه عمومياتو باندې د حديث ردول داسې آسان کار
نه دی، ته يو حديث راوړه، يکي يو مثال راوړه چې پرې وغږېږو. (چېلنج)
که خبره د احتمالاتو شي، نو نعوذ بالله دا به هم وايي، چې کېداي شي دا آيت داسې
نه وي، بلکه داسې وي، درحاليکه د قرآن کريم په شان ډېر احاديث په تواتر رانقل
شوي دي، او ډېر نور مشهور احاديث دي، چې په صحيحو متعددو اسانيدو رانقل
شوي وي، په اسلامي شرعه کې اعتبار الظن الأغلب ته دی، او د ټول اسلامي امت
په دې خبره اجماع ده.
په قضاء کې د دوه مسلمانانو عادلو شاهدانو په شهادت ډېرې فيصلې او احکام
مرتب کيږي، خو آيا د دې احتمال نشته، چې دغه دواړه دروغ وايي؟ در حاليکه
محدثينو چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د احاديثو په اړوند د رواتو لپاره کوم
شروط وضعه کړيدي، يو په سله له هغو شروطو ډېر قوي دي، کوم چې بايد د قضاء
په شاهدينو کې موجود وي.
ولې ؟
ځکه چې هلته په دماءو، اعراضو او اموالو فيصلې کيږي.
او دلته تثبت د پيغمبري حديث د صحت او ضعف لپاره کيږي، کوم چې د دغې لارې
د دين جز ګرځول کيږي.
کوم چې آحاد حديث دي، نو هغه هم د غلبة الظن په وجه د علم نظري افاده کوي، او په
احکامو او عقائدو کې ترې استفاده کيږي.
[quote:2603dc593a]
ځکه چې معصوم يوازي دنبي عليه السلام ذات مبارک دى ! ايانبي عليه السلام فرمايلي دي چې دفقهاؤوتقليدشرک دى اودمحدثينوتقليدشرک نه دى ؟ اوله فقهاؤوڅخه غلطي کېدلاى شي اومحدثين معصوم دي ؟ [/quote:2603dc593a]
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د شرعې په تبليغ کې معصوم دی، البته په دنيوي او
شخصي کارونو کې خطا شوی دی، لکه نور پيغمبران چې خطا شوي وو، او دا په
دې دلالت کوي، چې پيغمبران له وحي پرته له غيبو خبر نه وو.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا نه دي ويلي، چې د فقهاوو يا محدثينو تقليد شرک
دی، تقليد هغه څوک هم اړ کيږي چې جملة و تفصيلا يې ردوي، تقليد کله واجبيږي،
کله مباح کيږي، او کله حرام بلکه د شرک درجې ته رسيږي، او هغه وخت د شرک
درجې ته رسيږي، چې د تعصب له مخې د يو غير معصوم انسان خبر ې ته د معصوم
صلی الله عليه وسلم په خبرو ترجيح ورکړې.
يا د مذهب د تقليد لپاره خپل مرجوح کلک ونيسي، او د بل چا راجح سره له علمه
پرېږدې.
د دې يو مثال :
لکه چې ابو الحسن الديوبندي د هغه کتاب په 36 صفحه کې وايي، کوم يې چې
په ترمذي ليکل دی:
الحق والانصاف ان الترجيح مع الشافعي في هذه المسئلة، ولکنا مقلدوا امامنا
ابي حنيفه فيجب علينا تقليده.
الله جل جلاله فرمايي:
فان تنازعتم في شيء فردوه الی الله والرسول.
تفسير:
پس که چېرې تاسې سره تنازع وکړه په يوه څيز کې؛ نو الله او رسول ته يوسئ (يعنې کتاب
الله او سنت رسول الله پرې حکم او فيصله کن وګرځوئ).
په بل آیت کې فرمايي:
فلا وربک لا يؤمنون حتی يحکموک فيما شجر بينهم.
تفسير: پس قسم دی په رب ستا، تر هغو دوی مؤمنان کېدی نشي؛ تر څو چې يې ته
حکم فيصله کن نه يې ګرځولی، په هغه (ستونځو) کې چې راټوکيدلې وي د دوی
په منځ کې.
له املايي او لغوي خطاګانو بخښنه غواړم، ليکنه مې په ډېرې عجلې سره وکړه.
په درنښت
مومن مهاجر
20.10.2010
محترم وهاج ساپی صاحب! الله جل جلاله دي ډېر،ډېراوډېرخیرونه درکړي،کوم چا چي لیکنه ژباړلي دهغه هدف داووچي قرآن اوحدیث ته په هرڅه کي ترجیح ورکوونکي ودروې اوپه دې ډول خپل فوقیت ثابت کړي .
bazgar
29.10.2010
وهاج صيب! په قلم دي برکت شه،دې وروره داسي خبري ليکلې چې دټول اهل السنت والجماعت په دوهم اصل ماخذ(حديٍث )يې ضمني اعتراض کړي،پرته له کوم معقول دليله يې خرافات راوړي...............بايد الله ته توبه وباسي...
حذيفه
05.11.2010
السلام عليکم !
ګران قاري صاحب !الله دي له نورومؤمنانوسره سرلوړی لره .داسي مشکلات ځيني خلک پېښه وي اوّڅه يي هم داوي چي ددي اسلامي دعوت مخه ونيسي کوم چي خلکوته دصحيح دين بلنه ورکوي اوله بدعاتويي ژوغوري .په هرحال الله دی تاسوته زيات اجرونه درکړي .
شهاب الدین
30.11.2010
زه هم يوحنفي مقلديم،خوداسي تقليدناروابولم چي په ترڅ کي يې پلي کوونکی داسي خرافات وايي لکه شبيراحمدصاحب چي ژباړلي دي .
ځکه دې ښاغلي خوپه قرآن اوحديث باندي نيوکي کړې دي .
چي دايې هم دجهالت نښه ده.
شبيراحمدجانه !سمي ليکني ژباړه داخودي چنداني ژباړنه نه ده کړې په درنښت
قريش
30.11.2010
حقیارصیب لومړی خودې دالاسلیک جوړ که، هسې نه ملایکې پری آمین ووايي بیاکه شبیراحمد ورور دقرآن ایات هم درته راوړي ته پري نیوکه کوې. :lol:
[quote:8cccddb89f]اللهم ارناالحق حق وارزقنا[color=red:8cccddb89f]اجتنابه[/color:8cccddb89f] [/quote:8cccddb89f]
اوس نو دشبیراحمدجان دځواب په تمه.
ابومحمدحنفي
26.12.2010
د ژباړي لپاره لیکونکي ته واستول شوه
حلیمي
pattang
26.12.2010
انډيواله په عربي نه پو هيږو په پښتو يې وليکه !
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
پښتون.
26.12.2010
ډیر محترم او مکرم وروڼو! تر څو چی زه او پتنګ صیب او نور وروڼه عربی ژبه بشپړه زده کوو نو مهربانی وکړی دا عربی لیکنی مو وژباړی او بیا یی ولیکی .پدی توګه به بغیر له مولوی صاحبانو نو نه نور عامیان هم ګټه واخلی او پری پوه به شی.
مننه