د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسو دوستان څوک دي؟؟؟؟؟؟

Shir Baz
15.10.2010

ستاسو دوستان څوک دي؟؟؟؟؟؟
دا وګورئ:

http://shahamat.info/movie/index.php?option=com_hwdvideoshare&task=viewvideo&Itemid=1&video_id=34



ع کريم حليمي
19.10.2010

محترم شیر باز صاحب ، او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
وروره ، ویډیو مي وکتله ، د دېٖ ویډیو اهمه نقط د"دوست " ده

رب العزت فرمايي چه : هغه کفارو چه په دین ډرۍ او پوسخوند وهي هغوئ
"ولىّ "خپل مه انتخابوۍ

یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الَّذینَ اتَّخَذُوا دینَکُمْ هُزُواً وَ لَعِباً مِنَ الَّذینَ أُوتُوا الْکِتابَ مِنْ قَبْلِکُمْ وَ الْکُفّارَ أَوْلِیاءَ وَ اتَّقُوا اللهَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنینَ / مائده

په دغه ویډیو کښي "أَوْلِیاءَ" په دوست ترجمه کوي ، دوست څه معنیٰ
یو دا د کوڅې او بازا خبره ده چه فلان زما دوست دئ ، دا که کافر وي او که مسلمان حق لرم چه ووایم چه : چه فلانه ! ته زمادوست يي

زه مطمئن يم چه "ولىّ " او "دوست "دوه جدا مفهومه دي
زه کفار همسایګان لرم له هغوئ سره زه دوستي او همسایګي کوم ، که د همسایګۍ دوستي ورسره ونه کړم ، نو اسلامي اخلاق مي تر پښولاندی کړه

پورته آیه کریمه سیاست راښووي فرمايي چه : أَوْلِیاءَ ئې مه انتخابوۍ !!!!!

نو د سیاست او د شریعت له نظره أَوْلِیاءَ تعریف څرنګه کوۍ ؟؟؟؟؟؟

شرعي اولیاء توب له یوېٖ (۱) درجې شروع کیږي بیا تر سلو (۱۰۰) پوري‌
اوله درجه ئې مونږ یوو.................. او ۱۰۰ درجې نو بیا ابراهیم ع (خلیل )

په درنښت


مومن مهاجر
19.10.2010

محترم حلیمي صاحب رښتیاهم ښه نکتې ته موپام شوې . بایدموږهغه ولاء اوبراء ښه سره تفکیک کړوچي قرآن ترمنعه کړې،ترسره کوونکی یې له اسلامه وتلی بللی اومرتدبلل کېږي اویوه په ورځنیوچاروکي دوستي،ملګرتیااوانډیوالي ده داپه هیڅ صورت ترهغې ولاء نه لاندي کېږي چي قرآن ورڅخه منعه کړې ده ولاء یوداسي مفهوم لري چي فکرکوم زموږعادي اوسطحي پوهان یې اصل مفهوم ته چندان توجو نه کوي له همدې ځایه ده چي ډېروخت دټاپوپه لګولوکي هم لویې لویې تېروتنې کېږي .


Shir Baz
19.10.2010

حليمي صيب دايې دوست نه، دا يي (ولي)!!!
كه له الفاظو راتير شو او مفاهيمو ته راشو،
كه د ويډيو په مغزى او فحوى باندې مو نظر ليكلى وي ډيره به ښه وه.
ماته شخصا ډيره جالبه پريوته. هغه كسانو ته يې كتل ډير اړين دي كوم چې د امريكايي الاصله افغاني نظام (كرزي نظام) تر چتر لاندې اردو، پوليسو، او نورو ادارو كې كار كوي او د افغانانو د وينو تويولو، بې پته كولو، شهيدانولو، بنديانولو لپاره ځانونه په امريكايانو خرڅ كړي دي.
الله پاک دې له كرزي نيولې تر عادي حكومتي كارمند چې دامريكايانو مزدوري كوي همداسې ذليل راوويني لكه څنګه چې په ويډيو كې نيول شوي د امريكا مزدوران ذليل ښكاري.


عنوان

tandar
19.10.2010

شیربازه وروره سلام٠
نن افغانی جامعه په څو ډلوویشل شویده٠
١، یوه ډله ې په سنګر کی پراته دی دسر په بیه خپل وطن ازادوی٠
٢، دوهمه ډله لاسپوڅی او دیرغرلګرو مزدوران چه په ښکاره او په پټه ،جاسوسان، داشغالګرو سره کار کوی٠
٣،دریمه ډله هغه خلک دی چه نه دسنګر دی او نه بهر ته دوتلو کوم اقتصادی امکان لری نو دوی مجبور دی دروزی پیدا کولو لپاره ،چه هر څوک هلته واکدار وی خپلی وظیفی ته لاړ شی او خپل ځان او فامیل اعاشه کړی ،ځکه ټول ځمکی او باغونه نه لری چه دحاصلاتو څخه ې خپل ژوند تامین کړی٠
٤، څلورمه ډله معیوبان او کونډی له یتیمانو سره ٠
چه دکابل ښار ې ښه مثال دی٠
٥،پنځمه ډله هغه خلک دی چه تر خارجه ې ځان رسولی ، اوپه دوی کی بعضی په خپل تجارت او روزګار بوخت دی، کله کله چه سرونه ې ګرم وی نو دوطن اوسیاست په خبرو او بحثو کی خپل مشق او تمرین کوی او ټول ځان سیاست مدار بولی٠
او بعضو ې له ډیره درده قلمی دلیکنو په زریعه سره خپل جهاد روان کړی٠
دانټرنټ مخونه غټ مثال دی٠
نو ډیر وطنفرسته افغانان، له دوکانداره تر ماموره پوری له اقتصادی مجبوریته هلته پراته دی ،بله چاره نه لری٠
تاسو لیکلی چه هر څوک دی دولت سره کار کوی، زه له دغی جملی سر ه موافق نه یم ٠ زما دماما ځوی اوس په وزارت داخله کی وظیفه لری٠
هغه تقاعدی واخستله مګر دتقاعدی په پیسو خپل فامیل نه شو ساتلی واپس خپلی وظیفی ته لاړ٠
زما او ستا نه هغه ې په جګه واې چه دا وطن اشغال دی که قدرت دی لرلو چوکی او پیسی دواړه شته په غیر له هغی نه خپله دمبره وهه او کرځیږه٠
مننه٠



ع کريم حليمي
19.10.2010

درنو او مکرمو شیر باز صاحب او دروند tandar صاحب او مهاجر صاحب
السلام علیکم و رحمة الله
[quote:3ed7b19e77]مغزى او فحوى باندې مو نظر ليكلى وي ډيره به ښه وه.[/quote:3ed7b19e77]
د ویډیو دا ښکاره مضمون خو همدا دی چه "ستاسو دوستان څوک دي؟؟؟؟؟؟"
ملت ته باید"ولىّ " او "دوست " ور وښوول ښي ،
ولّي څه معنیٰ ؟؟؟؟
ټول افغان د ملت پوهي او یووالي ته خدمت کوي


Shir Baz
19.10.2010

بس خوښه دې حليمي صيب!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more