د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اولسمشره نور می زړه چاودیږی٠

tandar
15.10.2010

اولسمشره نور می زړه چاودیږی٠
دا لاندی خبر می چه ولوستلو نو له زړه نه می وینی څڅیږی چه نن ټول اخطیار داشغالګر په لاس کی دی ،چه څوک ځی او که راځی داشغالګرو اجازه باید واخلی٠
له شرمه ځان ته افغان نه شو ویلی او ته هم دغلته په چوکی ورته ناست ې٠
ایا ملت به دی یوه ورځ له ګریوانه ونه نیسی؟١٠٠ فیصده٠
دالاندی اوله جمله غرزیه تاته او ستا کابینی ته ،خاص وزیردفاع او داخلی ته ،له مرګ نه هم بدتره ده ،که غیرت ولری؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ناټو: لوړ پوړي طالب قومندان ته مو کابل ته د تګ اجازه ورکړې وه
په افغانستان کي مېشت د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پيټريوس وايي ناټو ځواکونو څو ورځي دمخه کابل ته د سولي په خبرو اترو کي د ګډون په خاطر يوه لوړ پوړي طالب قومندان ته لاره ورکړې وه.
جنرال پيټريوس وويل دا امکان نه لري چي لوړ پوړي طالب استازي دي افغانستان ته راځي او دوى دي په خبر نه وي.
د رويټرز خبري آژانس وايي جنرال پيټريوس په لندن کي دغه څرګندوني کړي او وايي چي دا کار يې د ولسمشر حامد کرزي د سولي له هلو ځلو څخه د ملاتړ په خاطر کړى دئ.
شاوخوا لس ورځي دمخه داسي خبرونه خپاره سول، چي د کابل په سرينا هوټل کي د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ پټي خبري رواني دي، خو طالبانو يوه اونۍ وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو دغه ادعا رد کړه.
پيټريوس ويلي چي په دې مذاکراتو کي د طالبانو د يوه غټ قومندان په ګډون څو مهم طالب استازي شامل ول، خو وايي خبري لا تر اوسه په ابتدايي پړاو کي دي.
سلېمان يوسفي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
یوالی دبری لومړی شرط دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more