نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملی یووالی
رښتینی
15.10.2010
.
ملی یووالی هغه ستره موخه ده چی له ډیری مودی راهیسی زموږ ټولو ارمان ده
او له هری ژبی او هرقلم نه دملی یووالی اواز پورته کیږی هر څوک یی په اهمیت پوهیږی هرڅوک یی زموږ دټولو ستونزو درمل بولی او هرڅو ک یی په ټینګښت ټینګار کوی . له دی هرڅه سره بیا هم دی ستری موخی ته نه یو رسیدلی او داسی بریښی چی دی موخی ته درسیدلو په لاره کی لاډیری ستونزی پرتی دی
دی موخی ته د رسیدلو له پاره به ډیری هڅی شوی وی او لا به روانی هم وی خو له بده مرغه مثبتی پایلی یی لا ندی را وتلی په دی لړ کی زه هم دیوی هڅی دپیل کولو په موخه دلته دخپلو لیکنو یوه لړۍ پیل کوم او دا لړۍ به د رواجی لیکنو په پرتله یوڅه ځانګړنی ولری لکه :
دا لیکنی به لنډی او مختصری وی ځکه داوږدو لیکنو حوصله نن له لوستوالو سره نشته او که موخه په لنډه لیکنه کی په جالبه توګه وړاندی شی نو اوږدوالی ته اړتیا نه لیدل کیږی .
دالیکنی به علمی او ساینټفک وی او دعلم النفس یا سایکالوژی له لارښوونو سره سمی به وړاندی کیږی او په داسی دلایلو به استناد لری چی دننی عصر دانسان دماغ ته به په اسانی سره لاره موندلی شی .
دا لیکنی به ټولی د یووالی په اهمیت او له اختلاف نه په کرکه را څرخیږی او یووالی ته درسیدلو په لاره کی به لوستوالو ته سمی او مثبتی لارښوونی وړاندی کوی
له لوی څښتن نه غواړم چی په دی ستره موخه کی می بریالۍ کړی او الله دی
ددی لیکنو او دی ته ورته هڅو په برکت زموږ ولس دیووالی په نعمت ونازوی
ستاسو دنیکو دعاګانو په هیله
رښتینی
15.10.2010
.
بسم الله الرحمن الرحیم
[color=darkblue:ca70d2a994](۱)
له ځانه تیریدل [/color:ca70d2a994]
کله چی یوه ډله او یو قوم په ګډه ژوند کوی او له اختلاف نه یی ځان ژغورلی وی نو ددی قوم او ډلی اجتماعی اوټولنیز حالت ته اتحاد او یووالی وایی په یووالی باندی ډیر لګښت نه کیږی او هغه په خپله ترلاسه کیدلی شی او سره له دومره اسانه ترلاسه کولو یووالی له هرڅه لوی ځواک دی .
یووالی او اتحاد کوم مادی قیمت نه غواړی خو بیا هم باید هر څوک د یووالی دترلاسه کولو له پاره یو قیمت پریکړی چی هغه یو ډول روحی یا نفسی قیمت بللی شو په یوه قوم کی هغه مهال یووالی راتلای شی چی کله دوی ددی روحی قیمت پریکولو ته تیارشی .
دا قیمت له خپلی ذاتی لویی او ځانه تیریدل دی په انسان کی دځان دلویوالی بیکچه مینه پرته ده او همدا لویی د یووالی په لاره کی اساسی خنډ ده یواځی له دی مینی او جذبی تیریدل هغه ستره قربانی ده چی سړۍ سمدستی دیووالی نعمت ترلاسه کولی شی کله چی هرڅوک ځان لوی وبولی او دځان لویی وغواړی نو په پایله کی یی ګډوډی او انتشار رامنځته شی او په کوم ځای کی چی خلک دبل چا لویی ومنی او خپل ځان کوچنۍ وبولی او په همدی کوچنیوالی راضی پاتی شی نو هلته چی بیا کوم حالت رامنځته کیږی هغه یووالی او اتحاد وی .
خپل ځان کوچنی یاپه دویمه درجه کی بلل په ظاهره یوڅه ستونزمن کار بریښی خو که دی ته وکتل شی چی ځان کوچنۍ یا غټ بلل یواځی او یواځی یوه ذهنی معامله ده نوبیا له دی اسانه کار نشته دخپل ځان په لوی بللو سره خوشالی او په کم بللو سره چی دکوم تکلیف احساس انسان کوی دا دواړه ذهنی کیفیتونه دی هغه په ذهن کی دننه راپیدا کیږی او هماغلته دننه پای ته رسول کیدلی شی که انسان دخپل سوچ او فکر زاویه بدله کړی نو په ډیر کم وخت کی داسی سفر کولی شی چی دخپل ځان او ټول قوم حالت تغیر کړی
یووالی او اتحاد ددی حکمت عملی پایله ده چی له ځانه پرته دبل چا لویی ومنی داد بل لویی که دحقیقت پراساس ولاړه وی او که دضرورت باید ومنل شی حضرت عمر رضی الله عنه چی د ابوبکر صدیق رضی الله عنه لویی ومنله هغه دحقیقت پر اساس وه او حضرت حسن بن علی رضی الله عنهما چی دحضرت معاویه رضی الله عنه خلافت ومانه هغه د ضرورت پر اساس دبل دلویی دمنلو بیلګه وه او له دی دووشیانو پرته دیووالی له پاره دریم اساس نشته
د یووالی درامنځته کولو له پاره په ښکاره سړۍ دخپل ځان قربانی ورکوی خو په دی توګه دخپل ځان په قربانی سره سړۍ کولی شی په ښه توګه خپل ځان ترلاسه کړی له یووالی پرته هغه یواځی یو شخص دی خو دیووالی په صورت کی له هغه نه پوره قوم جوړ شی نو یووالی دقوم ځواک دی او د قومی او ملی یووالی په برکت سره وګړی په حقیقی توګه ځواکمن کیدلی .
رښتینی
17.10.2010
.
[color=darkblue:3409b29592]
(۲)
لوی اتحاد[/color:3409b29592]
[img:3409b29592]http://i48.servimg.com/u/f48/11/98/61/12/haram910.jpg[/img:3409b29592]
تاسو دی انځورته ښه ځیرشئ !
دلوی جومات په منځ کی دکعبی ودانی جوړه ده او شاوخوایی په سلهاو زره مسلمانان دلوی څښتن په وړاندی دګول دایری په جول په عبادت بوخت دی
داکلنۍ اجتماعی لمونځ دی چی هر کال په سلهاو زره مسلمانان دنړۍ له مختلفوبرخودلته رایوځای کیږی او کوی یی او ددی حالت مختلف انځورونه
اخیستل کیږی چی موږ اوتاسو دا انځور په څو ډولونو سره لیدلی دی
خو که دټولو نړۍ دمسلمانانو موږ تصور وکړو داا کیسه له دی نه ډیره لویه ده
او په ورځ کی پنځه ځله دهرلمانځه په مهال له دی په سوونو برخی لوی یووالی او اتحاد په مسلمانانو کی رامنځته کیږی ټول مسلمانان دکعبی لورته هره ورځ پنځه
ځله لمنځونه اداکوی او په ټوله نړۍ کی یی دکعبی له شاوخوا یوه ستره کړۍ جوړه کړی وی دمسلمانانو دا دومره ستر اوعظیم یووالی او اتحاد دګردی نړۍ په مذهبی اوغیر مذهبی ټولنو کی هیڅ سارۍ نلری خو له دی سره سره مسلمانان یواځنی هغه ډله ده چی په ټوله نړۍ له هرچا زیات دوی داختلاف ښکار دی نه کومه دنیوی موخه دوی متحد کولی شی او نه کومه اخروی او دینی موخه
دیووالی او اتحاد له دومره زیاتو امکاناتواوشونتیاوسره بیاهم داختلاف دومره
بده اوکرغیړنه بیلګه په انسانی تاریخ کی بله نشی لیدل کیدی دیووالی او اتحاد له دومره زیاتو شونتیاو سره که په دی لاره کی دیووالی مخلصانه هڅی وشی ډیره شونی ده چی په زړه پوری پایلی ترلاسه کړل شی
رښتینی
18.10.2010
.
[color=darkblue:ede3c75e9b]
(۳)
صبراوزغم[/color:ede3c75e9b]
وَأَطِيعُوا اللَّه وَرَسُوله وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا
وَتَذْهَب رِيحكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّه مَعَ الصَّابِرِينَ
ژباړه: او د الله جل جلاله او دهغه درسول پیروی وکړئ ، په خپلوکی
جګړه مکوئ چی بیابه کمزوری شئ اوهوابه مو ووځی ،اوصبر
کوئ ، الله جل جلاله دصبرکوونکو ملګری دی .
که مسلمانان یووالی غوره کړی اود الله او دهغه درسول په خبره رایوځای شی نو هغوی خورا لوی ځواک جوړیدلی شی او نور قومونه هغوی ته په بد نظر نشی کتلی
او ددوی ډیر کارونه به دیووالی په برکت یواځی درعب او دبدبی له لاری برابر وی
او ددی پرخلاف که دوی شیندلی او بی اتفاقه وی نو نو ددوی هوا به ووځی او دښمن به پری زړور شی او په دوی باندی دبلوسو له پاره به ځواک پیداکړی .
دیووالی او اتحاد له پاره( صبر ) له هرشی مهم او ضروری دی
ځکه کله چی ډیر خلک په یو ځای اوسی نو ددوی په منځ کی ګڼ
شمیر ګیلی او شکایتونه رامنځته کیږی او له یوه بل نه ستونزی
او تکلیفونه لیدلی شی . کله دیوه پر بل نیوکه او تنقیدیو لوری
غوسه کړی ،کله دیوه پرمختګ په بل باندی دحسداوکینی اور
بل کړی ، کله په راکړه ورکړه کی دکوم یوه ګټی له خطرسره مخ
شی ، کله دیوه کس هیلی او امیدونه چی به چا پوری یی غوټه
کړی وی پوره نشی او دهغه ارزوګانی خاوری شی داراز ګڼ
شمیر خپل منځی ستونزی دی چی ختما دیوی ډلی په وګړو کی
پیداکیږی او ددی ستونزو مخنیوی ناشونی او له امکانه وتلی
خبر ده ممکنه یواځی داخبره دی چی دا ستونزی وزغمل شی
او هر وخت چی داسی حالت رامنځته شی صبر پری وکړی ،
د اختلاف دزغملو پرځمکه یووالی او اتحاد رامنځته کیدلی شی نه د اختلاف
دله منځه وړلو پرځمکه کوم خلک چی خپلمنځی اختلاف او شکایتونه وزغمی او
په هغو صبروکړی او له هغه سره یو او متحد پاتی شی هغوی کولی شی دیووالی او
اتحاد نعمت ترلاسه کړی دژوند دډیروبریالیتوبونو راز په صبر کی پروت دی او دارازدیووالی راز هم په صبر کی نغښتی دی حقیقت دا دی چی له اختلاف سره سره
متحداوسیدلوته یووالی او اتحاد وایی نوکه دا زغم او دظرفیت پرخی نه وی
هیڅکله هم یووالی نشی رامنځته کیدلی
ع کريم حليمي
19.10.2010
ګران او محترم حامد صاحب اول سلامونه ، یوېٖ خبري ته ستاسو توجه غواړم
دغه جملوته
[quote:37f5265099]دیووالی او اتحاد له پاره( صبر ) له هرشی مهم او ضروری دی
ځکه کله چی ډیر خلک په یو ځای اوسی نو ددوی په منځ کی ګڼ
شمیر ګیلی او شکایتونه رامنځته کیږی او له یوه بل نه ستونزی
او تکلیفونه لیدلی شی . کله دیوه پر بل نیوکه او تنقیدیو لوری
غوسه کړی ،کله دیوه پرمختګ په بل باندی دحسداوکینی اور
بل کړی ، کله په راکړه ورکړه کی دکوم یوه ګټی له خطرسره مخ
شی ، کله دیوه کس هیلی او امیدونه چی به چا پوری یی غوټه
کړی وی پوره نشی او دهغه ارزوګانی خاوری شی داراز ګڼ
شمیر خپل منځی ستونزی دی چی ختما دیوی ډلی په وګړو کی
پیداکیږی او ددی ستونزو مخنیوی ناشونی او له امکانه وتلی
خبر ده ممکنه یواځی داخبره دی چی دا ستونزی وزغمل شی
او هر وخت چی داسی حالت رامنځته شی صبر پری وکړی ،
د اختلاف دزغملو پرځمکه یووالی او اتحاد رامنځته کیدلی شی نه د اختلاف
دله منځه وړلو پرځمکه کوم خلک چی خپلمنځی اختلاف او شکایتونه وزغمی او
په هغو صبروکړی او له هغه سره یو او متحد پاتی شی هغوی کولی شی دیووالی او
اتحاد نعمت ترلاسه کړی دژوند دډیروبریالیتوبونو راز په صبر کی پروت دی [/quote:37f5265099]
د پورته ذِکر شوو جملو په اساس ملي یووالی نه شي راتلای!!! ، پورته خبري
، اخلاق د یوېٖ کورنۍ لپاره زرین اساسات او اصول بلل کیږي
او اسماني ابتلاءاتو او امتحانونو باندي صبر کول لازم دي ، صبر تلخ است ولی بهار شیرین دارد ( د اسمان له طرفه نعمت ترلاسه کوو، ولي چه ابتلاء او امتحان هم د اسمان له طرفه وه )
توكل على الله : او یووالي ته باید کار وکړو ، نه صبر !!!، مرغاغو ته خدای رزق ورکوي
که غواړي چه په ګېډه ماړه و اوسي نو ۱۲ ساعته باید کار وکړي ، په څالګۍ کښي د ناستي حق نه لري (صبر )
" لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُونَ عَلَى اللَّهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ لَرُزِقْتُمْ كَمَا تُرْزَقُ الطَّيْرُ تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا "
و ظالم امیر ته پټه خوله کېدل ، او صبر پر کول بد اخلاقي ده !!!!
او عدالت له منځه وړل دي ، عدالت له منځه وړل صلاً ملي یووالې له منځه وړل دي ، نن چه موږ ملي یووالی نه لرو سبب هم دادی چه عدالت نسته
حکومت پاته راغلئ
ملي یووالی په عدالت کي نغښتي او د یوېٖ کورنۍ یووالی او خوشالي په صبر
کښي نغښتې ده
هر حکومت چه د عدالت په راوستلو کښي پاته راسي !!!! ملت ته نده ضرور
چه د صبر په بهانه ځان ونه غولوي
سړکونو ته دي راو وځي ، د عدالت غوښتنه دي وکړي ، دائې اصلاً د ملي ووالي ِغوښتنه هم ده !!!! هر قوم چه د خپل حکومت بد کړو او وړو له صبره
کار اخستئ ، د هغو حکومتونه د دکتاتورانو لاس ته لوېدلي دي
کله چه د ملا عمر حفضه الله د حکومت پولیسو دوېٖ وظیفې په لاس کښی
واخستې چه هر پولیس يې قاضي هم وو یعني بېله د قاضي له امره يې وهل کول آو له ټول افغانستان څخه یې یوه لویه بندیخانه جوړکړې وه بیا هم وحدت
او یووالی نه راغلئ ، ولي چه عدالت نه وو ، د بنديخانې ژوند ته يووالی نه سو ویلای
او د کرزي په حکومت هم یووالی ندي راغلي ، ولي چه سیاسي عدالت نسته
د یوه کلي د خلکو حکومت دي پر اکثریت او مختلیفو اقوامو
هر کله چه د دولت وظیفې په عادلانه ډول تقسیم شي پسله ډېر لږ وخته به
ملي یووالی منځ ته راسي ، که چا خنډ پېښولي ملي یووالی ته سیاسي مضر
خلګ باید بندي شي
کوتاه به داسي ووایم کله ملت او حکومت په (الضروريات الخمسة) عمل وکړي ملي یووالی منځ ته راځی
صبر د ملي یووالي له پاره مضر صفت دی
ورنښت
رښتینی
29.10.2010
.
حلیمی صیب سلامونه اونیکی می ومنه !
تاسو زما جملی راخیستی دی اوبیا مو خبره دظالم واکمن په
او بی عدالتی او په هغه باندی په صبر کولو اوږده کړی ده اوداسی
نده زه وایی په ټولنه کی ګډکار کوونکی کسان که هغه په کورنۍ کی
وی اوکه په کلی یا یوه اداره او دفتر کی وی ددوی په منځ کی حتما
اختلافات رامنځته کیږی او ددوی په منځ کی ستونزی هم حتمی دی
نو ددی ستونزو اواختلافاتو زغمل او په هغو صبر کول می موخه ده
او زه وایم چی دا صبر دملی یووالی له پاره ګټور او ضروری دی
نن چی موږ لاس اوګروان یو ددی اختلاتافو دزغم توان نلرو او په
ګډه داوسیدلووپه صورت چی کومی ستونزی رامنځته کیږی په
هغو دصبر سیکه نلرو نو ځکه دمختلفو شخړو په صورت کی ملی
یووالی له منځه تللی دی
په مینه
رښتینی
29.10.2010
.
نن موږ وینو چی جوماتونه له مسلمانانو ډک وی اوډیرۍ مسلمانن هڅه کوی
په خپل دی اجتماعی عمل سره الله جل جلاله راضی اوخوشاله کړی خو له دی سره بیا هم مسلمانان دذلت ژوندکوی او هرځای بیسیکه او لږځواکه لیدل کیږی ، له دوی سره دالله جل جلاله مرسته نشته دومره ډیر مسلمانان الله ته دورنږدی کیدلو هڅی کوی او شپه ورځ په عبادت بوخت وی بیاهم الله جل جلاله دهغوی مرسته نه کوی
او هغوی ورځ تربلی دمخ پر زوړ روان دی
ددی یواځنی لامل دمسلمانانو خپل منځی اختلافات دی ډیرۍ مسلمانان کوښښ کوی جومات ته له الله جل جلاله سره دتړون له پاره ولاړشی اویا نور اجتماعی عبادتونه وکړی خو له مسلمان سره دتړون له پاره څوک هیڅ کوښښ نه کوی موږ ټول په انفرادی عبادت بوخت یو خو اجتماعی عبادت چی بل نوم یی یووالی دی هغه ته نه یو تیار دعزت ژوند هر مسلمان ته په بیله بیله توګه په لاس نشی ورتلای دابه دیووالی په صورت کی ترلاسه کوی دمسلمانانو له پاره له عزته ډک ژوند ترلاسه کول یوه اجتماعی پیښه ده او ددی له پاره دالله اجتماعی مرسته په کار ده دی الله جل جلاله سنت دادی چی هغه له اجتماعی عمل سره اجتماعی مرسته کوی دانفرادی عمل په صورت کی هیڅکله اجتماعی مرسته نشی ترلاسه کیدلی
موږ الله جل جلاله ته دورنږدی کیدلو کوښښ کوو خو دالله جل جلاله بندګانو ته د ورنږدی کیدلو هڅه نه کوو یعنی یوډول مهم او دامت له پاره ډیر ضروری عبادت ته مو شا کړی چی هغه یووالی دی دالله عبادت او هغه ته دنږدی کیدلو هڅه او دهغه له بندګانو لیری کیدل داسی یوکار دی چی الله جل جلاله یی نه خوښوی کله چی یوڅوک الله جل جلاله ته د ورنږدی کیدلو په عمل (عبادت) بوخت وی او د الله له بندګانو لری وی او هغوی ته نه ورنږدی کیږی ددی دا معنی شوه چی دا کس په حقیقت کی الله جل جلاله ته هم ندی ورنږدی شوی
الله جل جلاله ځینی عبادتونه په اجتماعی توګه ترسره کول لازمی کړی دی لکه
دلمانځه مختلف ډولونه داراز په ځینی عباداتو کی په لازمی توګه اجتماعیت
رامنځته کیږی ځکه دهغه عبادت له پاره مخصوص زمان او مکان لازمی ګرځول
شوی وی لکه حج نو ددی اجتماعی عباداتو په ترسره کولوسره په مسلمان کی
له یووالی سره مینه پیداکیږی او په همدی خبره کی یی داجتماعیت حکمت
نغښتی دی .خو موږ په هغو اجتماعی عباداتو بوخت یو اوډیرۍ مسلنانان یی
کوی او دیووالی او اتحاد عبادت ته مو شا کړی ده